د ثقلین حدیث

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د ثِقْلَیْن حَدیث یا ثِقْلَیْن د قرآن او اهل بیتو (ص) د هدایتوونکي مقام او د هغوي د پېروۍ په اړه د اسلام د پېغمبر(ص) یو مشهور او متواتر حدیث دی. د دغه حدیث مطابق قرآن او اهل بیت د دوو ارزښتناکو څيزونو په توګه همېشه د یو بل په څنګ کې دي تر دې چې د کوثر د ډنډ په غاړه له پېغمبر سره یو ځای شي.

شیعه متکلمانو د شیعه امامانو د امامت او ولایت د اثبات لپاره په ثقلین حدیث استناد کړی دی. شیعه عالمان په دغه حدیث په استناد سره وایي چې هره ځانګړنه او کمالي صفت چې د قرآن لپاره ذکر شوی د اهل بېتو په اړه هم صادق دی. له دغه حدیثه ځینې کلامي اخستونونه دا دي: د شیعه امامانو د امامت او د قیامت تر ورځې یې د استمرار اثبات، د هغوي د پېروۍ لازموالی، د هغوي علمي مرجعیت، مشري او ولایت او د اهل بیتو او قرآن تر مینځ د اختلاف نیشتوالی.

د یو شمېر اهل سنتو عالمانو له نظره هم دغه حدیث د اهل بیتو په مودت، د هغوي په احسان او ورته په احترام، د هغوي په درنښت، او د هغوي د واجبو او مستحقو حقوقو په ادا کولو ټینګار کوي. ځینې اهل سنتو عالمانو په اهلبیتو په تمسک باندې د حدیث دلالت منلی خو باوري دي چې د هغوي په امامت او خلافت تصریح نه لري.

د شیعه سني عالمانو په وېنا، ثقلین حدیث یوازې یو ځل نه دی بیان شوی بلکې پېغمبر اکرم (ص) په مختلفو موقعو هغه بیان کړی دی. له پېغمبره د دغه حدیث تکرار یې د دغه حدیث د اهمیت او مقام دلیل ګڼلی دی. ثقلین حدیث په ډېرو حدیثي سرچینو کې له شیعه سني نقل شوی او شیعه او اهل سنت د هغه په مضمون او صحیح والي د نظر اتفاق لري.

دا حدیث په مختلفو سندونو سره د پېغمبر (ص) تر شلو له زیاتو اصحابو نقل شوی دی. سید هاشم بحراني په غایَةُالمَرام کې په دې مضمون سره ۸۲ حدیثونه له مختلفو شیعه سرچینو لکه کافی، کمال‌الدین، عیون اخبار الرضا(ع)، بَصائِرالدرجات او نه دېرش حدیثونه له اهل سنتو سرچینو لکه صحیح مسلم، سُنَن تِرْمِذی، سنن نِسائی، سنن دارَمی او مسند احمد بن حنبل نقل کړې دي.

په دې حدیث کې د عترت او اهل بېتو د مصداقونو په اړه شیعه عالمانو جوته کړې چې مطلب ترې دولس شیعه امامان دي. په ځینو روایتونو کې په دې خبره تصریح شوې ده؛ خو اهل سنت عالمان یې د مصداقونو په بیان کې د نظر اختلاف لري؛ ځینو یې اصحاب کساء د پېغمبر اهل بېت او عترت ګڼلې او ځینو یې آل علي، آل عقیل، آل جعفر او آل عباس چې صدقه پرې حرامه ده، د پېغمبر اهل بېت معرفي کړې دي.

د دې حدیث په اړه ډېر کتابونه په مستقله توګه چاپ او خپاره شوي منجمله په څلورو ټوکو کې موسوعة حدیث الثقلین کتاب.

اهمیت

ثقلین حدیث یو مشهور [۱] حدیث دی له پېغمبر اکرم (ص) څخه چې متواتر [۲] او د ټولو مسلمانانو د منلو وړ [۳] ګڼل شوی دی. په مختلفو موقعو له پېغمبر اکرم (ص) څخه د دغه حدیث تکرار یې د هغه د اهمیت او مقام دلیل ګڼلی دی.[۴] شیعه متکلمانو له هغه د اهل بیتو (ع) ولایت او امامت د اثبات لپاره ګټه پورته کړې د ه.[۵] په مختلفو فرقو او مذهبونو کې، ثقلین حدیث په کلامي بحثونو، د امامت او د پېغمبر (ص) د جانشینۍ په مساله کې د پام وړ پاتې شوی او هغه یې د امامت په ټولو بحثونو او مسایلو د دلالت له مخې بې ساری ګڼلی دی.[۶]

په عَبَقات‌الانوار کې راغلي چې دا حدیث د سندونو د زیاتوالي او د متن د اعتبار او استحکام له امله له پخوا راهسې د عالمانو او محدثانو د پام وړ پاتې شوی او ځینو یې په اړه پوره پوره کتابونه او رسالې لیکلې دي.[۷] د ځینو څېړاندو په نظر، دغه حدیث له لومړۍ قمري پېړۍ د شیعه سني په حدیثي جوامعو کې نقل شوی دی. له هغه وروسته په تاریخی،‌ رجالی، کلامی، اخلاقی، فقهی او اصولی، سرچینو کې بحث ته په پام سره له هغه یادونه شوې ده.[۸]

د اسلامي نړۍ په دایرة المعارف کې د « حدیث ثقلین» په مقاله کې شیعه لیکوال وایي چې شیعه عالمانو له پخوا راهسې په خپلو حدیثي ټولګو کې دا حدیث نقل کړی دی خو د متقدمو په کلامي کتابونو کې، د امامت او خلافت په بحث کې پرې ډېر کم استناد شوی دی. سره له دې، ځینو شیعه عالمانو په کلامي بحثونو کې په هغه استناد کړی دی. د مثال په توګه شیعه صدوق له حجته د ځمکې د نه خالي والي په اثبات او شیخ طوسي په هره زمانه کې د اهل بیتو د یو امام د وجود د ضرورت په بحث کې په دغه حدیث تمسک کړی دی. علامه حلی په نهج الحق کتاب کې د امام علي (ع) د خلافت په اثبات او فیض کاشاني هم د قرآن د مقام په بحث کې له دغه حدیثه ګټه پورته کړې ده.[۹]

ویل شوي میر حامدحسین هندي (وفات ۱۳۰۶ق) په عبقات الانوار کتاب کې د ثقلین حدیث سند او دلالت د پراخو څپرکو په بیلولو سره د هغه د مقام په معرفي کولو کې لوی ځای لري او له هغه وروسته، دغه حدیث ته تر پخوا زیات پام وشو تر دې چې په اوسمهال کې ترټولو مهم حدیث دی چې په اهل بیتو پورې د تمسک د لزوم لپاره پرې استناد کیږي.[۱۰]

په ثقلین حدیث باندې په ځينو بحثونو لکه د قرآن د مقام، د اهل بیتو د حدیثونو په حجیت، د قرآن د ظواهرو په حجیت، د قرآن او د اهل بیتو د حدیثونو مطابقت او د اهل بیتو په کلام د قرآن د مقدم والي په بحث کې شیعه متکلمانو استناد کړی دی.[۱۱]

دا حدیث یې د اهل بیتو په علمي مرجعیت او مقام تاکید ته په پام سره د اسلامي مذهبونو تر مینځ په بحثونو کې د نوې لارې پرانستونکی ګڼلی دی؛ لکه څنګه چې له شیخ سلیم بُشري سره د سید عبدالحسین شرف الدین مباحثه په همدې اساس ده.[۱۲]

د حدیث متن

ثقلین حدیث په مختلفو شیعه[۱۳] سني [۱۴] سرچینو کې په مختلفو عبارتونو سره له پېغمبر اکرم (ص) نقل شوی دی.[۱۵] دا حدیث د شیعه له کتب اربعه او اصلي کتابونو څخه په کافي کتاب کې داسې نقل شوی دی:

«...إِنِّی تَارِکٌ فِیکمْ أَمْرَینِ إِنْ أَخَذْتُمْ بِهِمَا لَنْ تَضِلُّوا: کِتَابَ اللَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ وَ أَهْلَ بَیتِی عِتْرَتِی. أَیُّهَا النَّاسُ اسْمَعُوا وَ قَدْ بَلَّغْتُ إِنَّکُمْ سَتَرِدُونَ عَلَیَّ الْحَوْضَ فَأَسْأَلُکُمْ عَمَّا فَعَلْتُمْ فِی الثَّقَلَیْنِ وَ الثَّقَلَانِ کِتَابُ اللَّهِ جَلَّ ذِکْرُهُ وَ أَهْلُ بَیتِی فَلَا تَسْبِقُوهُمْ فَتَهْلِکُوا وَ لَاتُعَلِّمُوهُمْ فَإِنَّهُمْ أَعْلَمُ مِنْکُم‏‏؛ زه په تاسو کې دوه څیزونه پرېږدم چې که هغه خپل لاسوند ورګرځوئ هیڅکله به ګمراه نه شئ: یو د خدای کتاب او بل مې عترت چې زما اهل بیت دی. ای خلکو واورئ! ما تاسو ته ورسوله چې تاسو به د کوثر ډنډ په غاړه ماته رارسیږئ. نو زه به له تاسو له دغو دوو ارزښتمنو یادګارونو سره ستاسو د سلوک په اړه پوښتنه کوم؛ یعنې د خدای کتاب او اهل بیت مې. تر دوي مه مخکې کېږئ ګني هلاک به شئ او دوي ته څه مه ښیئ ځکه چې دا تر تاسو زیات پوه او هوښیار دي»[۱۶]

د شیعه په حدیثي سرچینو کې په بصائر الدرجات کتاب کې د دغه حدیث متن له امام باقر (ع) څخه داسې راغلی دی:

«يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّی تَارِکٌ فِيكُمُ الثَّقَلَيْنِ أَمَا إِنْ تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا لَنْ تَضِلُّوا: كِتَابَ اللَّهِ وَ عِتْرَتِی أَهْلَ بَيْتِی فَإِنَّهُمَا لَنْ يَفْتَرِقَا حَتَّى يَرِدَا عَلَیَّ الْحَوْض؛ ای خلکو په رښتیا چې زه په تاسو کې دوه قیمتي شیان پرېږدم چې که پرې منګولې ښخې کړئ، هیڅکله به ګمراه نه شئ. دغه دوه د خدای کتاب (قرآن) او زما اهل بیت او عترت دي. بېشکه دا دوه له یوه بله نه جدای کیږي تر دې چې د حوض ( کوثر) ثقلین حدیث په صحیح مسلم کې له زید بن ارقم څخه داسې نقل شوی دی:

«... وَأَنَا تَارِکٌ فِيكُمْ ثَقَلَيْنِ: أَوَّلُهُمَا كِتَابُ اللهِ فِيهِ الْهُدَى وَالنُّورُ فَخُذُوا بِكِتَابِ اللهِ، وَاسْتَمْسِكُوا بِهِ فَحَثَّ عَلَى كِتَابِ اللهِ وَرَغَّبَ فِيهِ، ثُمَّ قَالَ: «وَأَهْلُ بَيْتِی أُذَكِّرُكُمُ اللهَ فِی أَهْلِ بَيْتِی، أُذَكِّرُكُمُ اللهَ فِی أَهْلِ بَيْتِی، أُذَكِّرُكُمُ اللهَ فِی أَهْلِ بَيْتِی.»[۱۸] زه په تاسو کې دوه قیمتي څیزونه پرېږدم: لومړی د خدای کتاب چې پکې هدایت او نور دی. نو د خدای په کتاب منګولې ښخې کړئ. پېغمبر د خدای کتاب ته هڅونه او ترغیب وکړ او بیا یې وفرمایل: او زما اهل بیت، زما د اهل بیتو په حق کې خدای مه هېروئ؛ دې ته اشاره ده چې د اهل بیتو په باره کې خپله الهي دنده مه هېروئ.[۱۹]

په ځینو سرچینو کې د «ثقلین»،‌ په ځای د «خَلیفَتَین» (دوه خلیفه ګان)[۲۰] یا «اَمرَین» (دوه امره)[۲۱] ټکی نقل شوی دی. په ځینو سرچینو کې د «‌عِترتی‌»، د ټکي په ځای د «‌سنّتی‌» ټکی راغلی دی.[۲۲] د تقلید مرجع او د تفسیر نمونه لیکوال ناصر مکارم شیرازي په دې عقیده دی چې هغه نقلونه چې پکې د «عترتي» په ځای د «سنتی»ټکی راغلی، د استناد وړ نه شي کېدی؛ که صحیح یې هم وګڼو د دغه نقلونو او نورو نقلونو تر مینځ تضاد نیشته؛ ځکه چې پېغمبر په یو ځای کې د کتاب او سنت سپارښتنه کړې او په بل ځای کې د کتاب او عترت. [۲۳]

آیت‌الله جوادي آملي:

معصوم کامل انسان چې منحصر مصداقونه یې عترت طاهره دي، د قرآن ساري او هم څنګ دي او د ثقلین د متواتر حدیث په اساس، هیڅکله له یوه بله نه جدا کیږي. قرآن د خدای د تدویني کتاب تجلي او معصوم کامل انسان د هغه د تکویني کتاب تجلي ده... د معصومانو (ع) روایتونه هم د قرآن او عترت د دغه نه جداکېدونکي پېوند بیانوونکي دي او د ثقلین حدیث مطابق له یو بله د دغه دوو حقیقتونو او د هغو د احکامو د نه جدا کېدلو ګواه دي.. له دغو (دوو) هیڅ یو له بل پرته نه شو پېژندلی.[۱].

د حدیث اعتبار

شیعه عالمانو ثقلین حدیث متواتر ګڼلی دی.[۲۵] په دولسمه قمري پېړۍ کې د شیعه محدث او فقیه صاحب حدایق په نظر، دا حدیث د شیعه او سني تر مینځ معنوي متواتر دی.[۲۶] د یوولسمې قمري پېړۍ د شیعه عالم ملا صالح مازندراني په شان کسانو په وینا، شیعه او سني د دغه حدیث په مضمون او صحیحوالي د نظر اتفاق لري.[۲۷] شیعه متکلم جعفر سبحاني ویلي چې بې له جاهل او معانده بل هیڅ کس د دغه حدیث په صحیحوالي کې شک نه شي کولی. [۲۸]

له صحیح بخاري وروسته د اهل سنتو په مهم حدیثي کتاب صحیح مسلم [۲۹] کې د دغه حدیث پر نقل سربېره اهل سنت محدث حاکم نیشابوري هم په المستدرک کې هغه له زید بن ارقمه نقل کړی او د حدیث د صحیحوالي لپاره د بخاري او مسلم نیشابوري د شرطونو په اساس یې د هغه په صحیح والي تصریح کړې ده.[۳۰] د شافعي مذهب عالمان ابن حجر هیتمي هم دغه حدیث صحیح ګڼلی دی.[۳۱] عبدالرَّؤُوف مَناوی په کتاب فَیْضُ‌القَدیر کې له هیثمي نقل کړې چې د دغه حدیث راویان ټول ثقه دي.[۳۲] د شافعي مذهب عالم علي بن عبدالله سهمودي، په جواهر العقدین کې ویلي چې احمد بن حنبل په خپل کتاب مسند کې په ښه او صحیح سند سره او سلیمان بن احمد طبراني په کتاب معجم الکبیر کې په داسې سند سره چې راویان یې ثقه دي، دغه روایت نقل کړی دی.[۳۳]

په شپږمه پېړۍ کې د حنبلي مذهب عالم ابن جوزي په العِلَل المُتَناهیه کتاب کې ثقلین حدیث په خاص سند سره نقل کړی او هغه یې د ځینو راویانو د ضعیف والي په وجه کمزوری ګڼلی دی.[۳۴] د سمهودي او ابن حجر هیتمی په شان عالمانو ابن جوزي د دغه حدیث د سند په ضعیف ګڼلو کې په حقه نه دی ګڼلی؛ ځکه چې دغه حدیث په صحیح مسلم او نورو کې په مختلفو سندونو سره نقل شوی دی.[۳۵]

راویان او سرچینې

د شیعه عالمانو علامه شرف‌الدین[۳۶] او جعفر سبحانی[۳۷] په وینا او د اهل سنتو عالمانو سمهودی[۳۸] او ابن‌حجر هیتمی[۳۹] په وینا ثقلین حدیث په مختلفو سندونو سره د پېغمبر (ص) تر شلو زیاتو اصحابو څخه نقل شوی دی. ځینو یې تر پنځوسو زیات صحابیان ذکر کړې دي.[۴۰] میر حامد حسین په عبقات الانوار کتاب کې راوړې دي چې د پېغمبر (ص) تر دېرشو زیاتو اصحابو او د اهل سنتو تر دوو سووو زیاتو لویو عالمانو دغه حدیث په خپلو کتابونو کې نقل کړی دی.[۴۱] هغه له دوهمې تر دیارلسمې قمري پېړۍ د اهل سنتو راویانو نومونه ذکر کړې دي.[۴۲] د قوام الدین محمد وشنوی په نظر د دغه حدیث د نقل لارې تر شپېتو زیاتو ته رسیږي.[۴۳]

په شیعه سرچینو کې دغه حدیث ډېرو اصحابو لکه امام علی(ع)،[۴۴] امام حسن(ع)،[۴۵] جابر بن عبدالله انصاری،[۴۶] حُذَیْفة بن یَمان،[۴۷] حُذَیْفَه بن اُسَیْد،[۴۸] زید بن اَرْقم،[۴۹] زید بن ثابت،[۵۰] عمر بن خَطّاب[۵۱] او ابوهُرَیْره[۵۲] نقل شوی دیږ امام باقر(ع)،[۵۳] امام صادق(ع)[۵۴] او امام رضا(ع)[۵۵] هم دغه حدیث له پېغمبره نقل کړی دی.

د اهل سنتو په سرچینو کې هم ځینې اصحاب لکه امام علی(ع)،‌[۵۶] حضرت زهرا(س)،[۵۷] امام حسن(ع)،[۵۸] زید بن ارقم،[۵۹] ابوذر غفاری،[۶۰] سلمان فارسی،[۶۱] ابوسعید خُدْری،[۶۲] اُم‌ّسَلَمه،[۶۳] جابر بن عبدالله انصاری،‌[۶۴] زید بن ثابت،[۶۵] حُذَیفة بن اسید،[۶۶] ابوهریره،[۶۷] جُبَیْر بن مُطْعِم،[۶۸] ابورافِع،[۶۹] ضُمَیْرة الاسلَمی،[۷۰] اُم‌ّهانی دختر ابوطالب[۷۱] او عَمْرو بن عاص[۷۲] څخه نقل شوی دی. د علامه تهراني په وینا ثقلین حدیث په روایي سرچینو کې زیاتره د زید بن ارقم له لارې نقل شوی او اهل سنتو علمانو هم دغه حدیثه زیاتره له هغه نقل کړی دی.[۷۳]


سید هاشم بَحراني په غایَةُالمَرام، کې دوه اتیا حدیثونه د ثقلین حدیث په مضمون سره له مختلفو شیعه سرچینو لکه کافی، کمال‌الدین، اَمالی صدوق، اَمالی مفید، اَمالی طوسی، عُیونُ اَخبارِ الرِّضا، بَصائرالدرجات[۷۴] او ۳۹ حدیثه له اهل سنتو سرچینو راغونډ او نقل کړې دي. له هغو معتبرو اهل سنتو سرچینو چې ثقلین حدیث یې نقل کړی ځینې یې دا دي: صحیح مسلم،[۷۶] سُنَن تِرْمِذی،[۷۷] سنن نسائی،[۷۸] سنن دارَمی،[۷۹] مُسند احمد بن حنبل،[۸۰] المُسْتَدرکُ عَلیَ الصَّحیحَین،[۸۱] السُّنَنُ الکبری،[۸۲] مَناقب خوارزمی،[۸۳] المُعجَم الکبیر،[۸۴] کتابُ‌السُّنة،[۸۵] مَجْمَع الزَّوائِد و مَنْبَع الفَوائِد،[۸۶] فَرائِدالسِّمْطَین،[۸۷] جَواهِرالعِقْدَین،[۸۸] جامع الاصول فی احادیث الرسول(ص)،[۸۹] کَنْزالعُمّال،[۹۰] حِلْیَة الاَولیاء و طبقات الاَصْفِیاء،[۹۱] المُؤْتَلف و المُخْتَلف،[۹۲] اِسْتِجْلاب اِرْتَقاء الغُرَف،[۹۳] اِحْیاء المَیّت بفضائل اهل البیت(ع)[۹۴] او جامع المَسانید و السُّنَن.[۹۵]

د حدیث د صادرېدو وخت او ځای

د شیعه عالمانو لکه شیخ مفید[۹۶] و قاضی نورالله شوشتری،[۹۷] په وینا ثقلین حدیث په مختلفو ځایونو کې له پېغمبر (ص) نقل شوی دی. د ناصر مکارم شیرازي په وینا، داسې نه ده چې پېغمبر یو ځل هغه ویلي وي او مختلفو راویانو په مختلفو عبارتونو سره نقل کړی وي؛ بلکې روایتونه بالکل ډېر او متفاوت دي.[۹۹] په احقاق الحق کې د قاضي نور الله شوشتري په وینا، ثقلین حدیث په څلورو ځایونو کې له پېغمبر اکرم (ص) څخه نقل شوی دی: د عرفې په ورځ د اوښ لپاسه، په مسجد خیف کې، په حجة الوداع کې د غدیر په خطبه کې او د رحلت په ورځ د منبر لپاسه په خطبې کې.[۱۰۰] سید عبدالحسین شرف‌الدین پینځه ځایه د دغه حدیث لپاره بیان کړې دي: د عرفې ورځ، غدیر خم، له طایفه د ستنېدو په وخت، په مدینه کې د منبر لپاسه او د بیمارۍ په وخت د پېغمبر په حجره کې.[۱۰۱]

اهل سنت عالم ابن‌حجر هیتمی هم لیکي چې د حدیث ثقلین لپاره مختلف وختونو او ځایونه نقل شوې لکه : حجة الوداع، مدینه د پېغمبر د ناروغۍ په وخت، غدیر خم او په هغه خطبه کې چې له طایفه د ستنېدو په وخت یې ورکړه. د دغه سندونو ، ځایونو او وختونو تر مینځ هیڅ ټکر نیشته؛ ځکه چې احتمال شته پېغمبر د قرآن او عترت د شان او مقام اهمیت ته په پام سره په مختلفو ځایونو کې دغه حدیث بیان کړی وي. [۱۰۲]

هغه مختلف وختونه او ځایونه چې له پېغمبر (ص) د دغه حدیث د صادرېدو لپاره په شیعه سني سرچینو کې ذکر شوې دا د ي:

  • په غدیر خم کې له حجة الوداع د ستنېدو په وخت۱۰۳]
  • په حجة الوداع کې کې عرفې په ورځ د اوښ لپاسه ؛[۱۰۴]
  • په هغه اخري خطبه کې چې د رحلت په ورځ یې خلکو ته ولوسته ؛[۱۰۵]
  • د منا په ټاټوبي کې[۱۰۶] یا په مسجد خیف کې، په حجة الوداع کې د تشریق د ورځو په اخري ورځ؛[۱۰۷]
  • له لمانځه وروسته د جمعې په ورځ په خطبې کې ؛[۱۰۸]
  • له خلکو سره د جمعې له اخري لمانځه وروسته په یوې خطبې کې؛[۱۰۹]
  • د ناروغۍ په بسترې کې، کله چې اصحاب د پېغمبر په بستره راټول وو؛[۱۱۰]
  • د احتضار په حال کې.[۱۱۱]

د عترت او اهل بېتو مصداقونه

د ثقلین حدیث په زیاتره نقلونو کې [۱۱۲] د اهل بېتو ټکی له عترت سره یو ځای راغلی دی؛[۱۱۳] خو په ځینو نقلونو کې یوازې عترت [۱۱۴] او په ځینو نورو کې یوازې اهل بېت (ع) [۱۱۵] ذکر شوی دی. په ځینو نقلونو کې د «عترتي» په ځای علی بن ابیطالب او د هغه عترت ذکر شوی دی. [۱۱۶] په ځینو مواردو کې د اهل بېتو سپارښتنه څو ځله تکرار شوې ده.[۱۱۷]

په ځینو نقلونو کې چې د عترت کلمه بې له اهل بېتو ذکر شوې، د عترت له مصداقونو پوښتنه شوې او په ځواب کې، عترت هماغه د پېغمبر اهل بېت معرفي شوې دي.[۱۱۸] له ثقلین حدیثه د شیعه په ځینو نقلونو کې د اهل بېتو (ع) په وضاحت کې، په دولسو امامانو تصریح شوې ده. [۱۱۹] منجمله په هغه روایت کې چې له پېغمبر (ص) پوښتنه وشوه چې ستاسو اهل بېت څوک دي؟ پېغمبر (ص) ځواب ورکړ علي، (ع) دوه لسمي مې او د حسین (ع) له بچیانو نه تنه چې امین او معصوم امامان دي. خبر اوسئ چې هغوي زما اهل بېت او عترت او زما له غوښې او وینې دي.[۱۲۰] امام علي هم په یو حدیث کې په ثقلین حدیث کې د عترت د مصداقونو په اړه ځواب کې کې جوته کړه چې مطلب ترې زه حسن او حسین او د حسین له نسله نه تنه امامان دي چې اخري یې مهدي دی.[۱۲۱]

شیعه عالمانو لکه شېخ صدوق [۱۲۲] او شیخ مفید [۱۲۳] ویلي چې په ثقلین حدیث کې له عترت او اهل بېتو مطلب، دولس شیعه امامان دي.[۱۲۴] ایت الله بروجردي د جامع احادیث الشیعه کتاب په سریزه کې راوړې دي چې شیعه عالمان د نظر اتفاق لري چې له عترت او اهل بېتو مراد هغه کسان دي چې ټول شرعي علوم او دیني اسرار لري او په وینا او عمل کې له خطا او ګناه معصوم اوخوندي دي. هغوي هماغه شیعه امامان دي.[۱۲۵]

د اهل سنتو په سرچینو کې د عترت مصداقونه

عبدالرووف مناوي په فیض القدیر کتاب کې اهل بېت هماغه د عترت بیان او توضیح او مطلب یې ترې اصحاب کساء ګڼلې دي.[۱۲۶] ابن ابی الحدید معتزلي هم د نهج البلاغې په شرحې کې لیکي چې پېغمبر (ص) په ثقلین حدیث کې له خپل عترته مطلب خپل اهل بېت ذکر کړل او په یو بل ځای کې یې اصحاب کساء خپل اهل بېت معرفي کړې او ویلې یې دي: «اللهم هؤلاءِ اهلُ بَیتی.»[۱۲۷] حاکم حَسکاني له براء بن عازب انصاري نقل کړې چې پېغمبر(ص) خپل عترت علی(ع)، فاطمه(س)، حسن(ع) او حسین(ع) ذکر کړل.[۱۲۸] سَمهودي هم ویلي چې په اهل بېتو کې علي ابن ابیطالب امام او په هغوي کې تر ټولو عالم او د تمسک او پېروۍ وړ کس دی.[۱۲۹] د اهل سنتو په ځینو سرچینو کې له زید بن ارقم نقل شوي چې د پېغمبر (ص) اهل بېت هغه کسان دي چې صدقه پرې حرامه ده او هغوي آل‌علی، آل‌عقیل، آل‌جعفر و آل‌عباس دي.[۱۳۰]

عترت د لغت په کتابونو کې د نسل او نزدې خپلوانو(۱۳۱] اولاد او ذریت [۱۳۲] یا مخصوص خپل [۱۳۳] په معنا راغلی دی.

د ثقلین د نومونې علتونه

ثقلین حدیث په دې کې د «ثقلین» ټکي د استعمال په وجه په دې نوم مشهور شوی دی.[۱۳۴] ثقلین په دوو ډولونو «ثَقَلَیْن» او «ثِقْلَیْن» لوستل کیږی؛ لومړی د ارزښتناکه او قیمتي شي په معنا او دوهم د دروند وزن لرونکي په معنا دی.[۱۳۵] په ثقلین د قرآن او اهل بېتو د نومونوې په اړه مختلف نظرونه بیان شوې دي. د جامع احادیث الشیعه کتاب په سریزه کې، نه سببونه ذکر شوې دي [۱۳۶] چې ځینې یې دا دي:

  • په دریمه قمري پېړۍ کې تکړه ادب او ژب پېژاندی ابوالعباس د ثقلین د نومولو د علت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وایي چې له دې امله چې د قرآن او اهل بېتو پیروي او تمسک درون او سخت دی، ثقلین نومول شوی دی؛[۱۳۷] ځکه چې دا دوه په بندګۍ، اخلاص ، عدالت او نیکۍ امر کوي او له فحشا او منکراتو او د نفساني خواهشاتو او شیطان له پېروي منعې کوي.[۱۳۸]
  • د ځینو له نظره په ثقلن د قرآن او عترت د نومونې علت دا دی چې د قرآن او اهل بېتو په حقوقو عمل او د هغوي د حرمت ساتل سخت او درانه دي.[۱۳۹]
  • د ځینو اهل سنتو عالمانو په باور، د قرآن او اهل بېتو د قدر او مقام د زیاتوالي په وجه دوي ته ثقلین ویل شوې دي؛[۱۴۰] ځکه چې هر قیمتي او ارزښتناک شي ته ثقیل ویل کیږی.[۱۴۱]
  • د سمهودي په شان د ځینو کسانو په باور له دې امله چې قرآن او اهل بېت د دیني علومو او د شرعي احکامو او اسرارو معدنونه او ذخېرې دي، پېغمبر دغه دوه ثقلین نومولې دي. له همدې امله یې له اهل بېتو پېروۍ ، تمسک او ترې زده کولو ته هڅونه کړې ده.[۱۴۲]


ثقل اکبر و ثقل اصغر

اصلی مقالې: ثقل اکبر او ثقل اصغر

د حدیث ثقلین په ځینو نقلونو کې، قرآن ثقل اکبر (لوی ثقل) او اهل بېت ثقل اصغر (وړوکی ثقل) نومول شوې دي.[۱۴۳]

دا چې ولې دوي ته ثقل اکبر او ثقل اصغر ویل شوې مختلف نظرونه وړاندې شوې دي: ابن میثم بحراني ویلي له دې امله چې قرآن اصلي دي چې باید تابعیت او پېروي یې وشي ثقل اکبر نومول شوی دی.[۱۴۴] د میرزا حبیب الله خویي له نظره د اهل بېتو هم باید د قرآن په شان پېروي وشي. هغه باوري دی چې احتمال شته له دې امله چې قرآن د پېغمبر د رسالت معجزه او د دین اساس دی، ثقل اکبر او له عترته لوی ثقل بلل شوی دی. همداراز ممکنه ده له دې امله چې قران په ټولو خلکو یعنې هم پېغمبر او هم امامانو (ع) حجت دی ثقل اکبر بلل شوی خو اهل بیت یوازې په امت حجت دي نو ثقل اصغر بلل شوې دي.[۱۴۵] د قران د مفسر عبدالله جوادي آملي له نظره اهل بېت د عالَم ظاهر له نظره او د دین د معارفو د تعلیم او تفهیم په مدار کې ثقل اصغر دي؛ خو د معنوي مقام له لحاظه او په عالم باطن کې تر قرآنه کم نه دي.[۱۴۶] امام خمیني په خپله سیاسي وصیتنامه کې له اهل بیتو د ثقل کبیر په نامه یادونه کړې چې تر هر څه لوی دي، بې له ثقل اکبره چې مطلق اکبر دی.[۱۴۷]

د امامت په باب کې د شیعه عقیدو د اثبات لپاره د شیعه عالمانو استناد

په کلي ډول ویل شوي چې هره هغه ځانګړنه او کمال چې د قرآن لپاره ذکر شوې د ثقلین د حدیثو په استناد، د اهل بېتو په اړه هم ثابت او جاري دی. ځینې ځانګړنې یې دا دي: مبین والي، فرقان والی، نور والی، حبل الله او صراط مستقیم والی.[۱۴۸] شیعه عالمانو د شیعه د ځینو عقیدو د اثبات لپاره په ثقلین حدیث استناد کړی دی چې ځینې عقیدې یې دا دي:

د شیعه امامانو امامت

ثقلین حدیث یې د شیعه امامانو د امامت له دلایلو ګڼلی دی.[۱۴۹] منجمله دلیلونه چې د امام علي (ع) او نورو امامانو په امامت د ثقلین حدیث د دلالت لپاره ذکر شوي، دا دي:

  • په ثقلین حدیث کې د قرآن او اهل بېتو په نه جدا کېدو تصریح په دې خبره دلالت لري چې اهل بېت په قرآن علم لري او په وینا او عمل کې ورسره مخالفت نه کوي. دا خبره د اهل بیتو په برترۍ او فضیلت دلیل دی او برتر او افضل کسان د امامت لپاره زیات وړ دي.
  • په حدیث ثقلین کې، اهل بیت د قرآن عِدل او ساري ټاکل شوې دي. له دې امله د هغوي پېروي او ورسره تمسک د قرآن په شان واجب دی. له هیڅ کسه بې قید او شرطه پیروي واجبه نه ده مګر له پېغمبر او معصوم امام.
  • په ځينو نقلونو کې د ثقلین په ځای له «خلیفتین» ( دوه خلیفه ګان) ټکي استفاده شوې ده. څرګنده خبره ده چې د یو کس خلافت، د هغه په امامت او هر یو هغه څیز دی چې امت ورته اړتیا لري.
  • په حدیث کې راغلې دي چې هر څوک چې د ثقلینو پېروي وکړي، هیڅکله به ګمراه نه شي. پېغمبر په دایمي ډول د خپل امت نه ګمراه کېدل د ثقلینو په پېروۍ پورې اړوند کړې ده.[۱۵۰]

ځینو ویلې دي چې که شیعیانو له ثقلین حدیث پرته د امام علي په خلافت او جانشینۍ بل دلیل نه درلود، همدا حدیث د مخالفانو په وړاندې د شیعیانو لپاره کافي و.[۱۵۱]

د امامت دوام

د محمد حسن مظفر په باور، د حدیث ځینې فقرې په دې دلالت لري چې د قیامت تر ورځې پورې به همېشه د پېغمبر (ص) له اهل بېتو یو کس باقي وي. هغه فقرې دا دي:

  • د «اِن تَمَسَّکْتُم بِهِما لَن تَضِّلّوا» ( په ثقلینو په تمسک او پېروۍ سره به هیڅکله نه ګمراه کېږئ) عبارت، هیڅکله نه ګمراه کېدل په دې بنا لري چې هغه څه چې ورسره تمسک او ترې پېروي کیږي همېشه موجود دي.
  • د «لَن یَفتَرِقا» ( د قرآن او عترت له یو بله نه جدا کېدل) عبارت په اساس که په یوه زمانه کې له عترته څوک نه وي، د قرآن او عترت ترمینځ جدایي راځي. نو باید همېشه له عترته یو کس موجود وي.[۱۵۲]

د ناصر مکارم شیرازي له نظره، دا عبارت « دا دوه به همېشه یو ځای وي تر دې چې د کوثر ډنډ په غاړه ماته راورسیږي» په ښه توګه ښیي چې په ټول تاریخ کې د اهل بېتو (ع) یو کس باید د معصوم پېشوا او لارښود په توګه موجود دي. لکه څنګه چې قرآن همېشه د هدایت څراغ دی، هغوي هم همېشه څراغ دي.[۱۵۳]

له اهل بېتو(ع) د پېروۍ ضرورت

شیعه عالمان وایي په ثقلین حدیث کې، اهل بېت (ع) د قرآن په څنګ کې راغلې دي او له یو بله نه جدا کېدونکې ګڼل شوې دي. نو لکه څنګه چې د قرآن پېروي په مسلمانانو واجبه ده، د اهل بېتو (ع) پېروي هم واجبه ده. همداراز له دې امله چې پېغمبر (ص) د هغوي په تبعیت کې کوم قید و شرط نه دی بیان کړی، د هغوي پیروي په مطلق ډول او په ټول عمل او وینا کې یې واجبه ده.[۱۵۴]

د اهل بېتو(ع) عصمت

د شیعه عالمانو له نظره ثقلین حدیث د قرآن او اهل بېتو (ع) د نه جدا کېدو په تصریح سره د اهل بېتو په عصمت دلالت لري؛ ځکه چې د هر ډول ګناه یا خطا ارتکاب له قرآنه د اهل بېتو د جدایۍ سبب کیږي.[۱۵۵] همداراز پېغمبر (ص) په دې حدیث کې جوته کړې چې هر څوک چې په اهل بېتو او قرآن تمسک وکړي، ګمراه کیږي به نه، که اهل بېت معصوم نه وي، د هغوي بې قېد و شرطه پېروي د ګمراهۍ سبب کیږي.[۱۵۶] د څلورمې او پینځمې قمري پېړۍ د متکلم او فقیه ابوالصلاح حلبي په وینا له اهل بېتو د اطاعت مطلق وجوب، د هغوي په عصمت دلیل دی.[۱۵۷] د اهل بېتو (ع) له حدیث ثقلین د عصمت اثبات د برهان په چوکاټ کې داسې بیان شوی دی:

  • که څوک همېشه له قرآن سره وي، له ګناه او غلطۍ خوندي او محفوظ دی؛ ځکه چې قرآن له هر ډول خطا او غلطۍ خوندي دی. د ثقلین حدیث په اساس، اهل بېت همېشه له قرآن سره دي او د قیامت تر ورځې له یو بله نه جدای کیږي.
  • نو اهل بېت د قرآن په شان معصوم دي.[۱۵۸]

د سید علي حسیني میلاني په راپور، ځینو اهل سنتو محققانو لکه ابن حجر هیتمي هم د اهل بېتو (ع) په طهارت او عصمت د ثقلین حدیث دلالت منلی دی.[۱۵۹]

د اهل بېتو(ع) علمي مرجعیت

شیعه عالمانو ثقلین حدیث د اهل بېتو د علمي مرجعیت بیانوونکی ګڼلی دی؛[۱۶۰] ځکه چې د پېغمبر (ص) بلنه د کتاب او اهل بېتو په تمسک تصریح لري چې علمي مرجعیت په اهل بېتو (ع) کې منحصر دی او مسلمانان باید په دیني پېښو او واقعو کې هغوي ته مراجعه وکړي.[۱۶۱] پر دې اساس د اهل بېتو بیانات او نظرات د قرآن په شان د مسلمانانو لپاره حجت دی.[۱۶۲]

همداراز ویل شوي چې دا حدیث دلالت لري چې قرآن او اهل بېت هر یو مستقل او معتبر حجت او دلیل دی. له دې امله که په دوي کې له هر یو امر راورسیږي، که په هره زمینه کې وي، لکه عقاید ، فقهي احکام او اخلاق، حجت او سند دی.[۱۶۳]

د ثقلین حدیث په ځینو نقلونو کې د حدیث په پای کې راغلې دي:«فَلَا تَسْبِقُوهُمْ فَتَهْلِكُوا وَ لَا تُعَلِّمُوهُمْ فَإِنَّهُمْ أَعْلَمُ مِنْكُم‏؛ له هغوي مه مخکې کېږئ که نه وي هلاک به شئ او دوي ته څه مه ښیئ ځکه چې هغوي تر تاسو زیات پوه دي» [۱۶۴] د جامع احادیث الشیعه کتاب په مقدمه کې د دغه نقل په استناد، د مرجعیت او د اهل بېتو (ع) د علم په باره کې اوه ټکي له ثقلین حدیثه استفاده شوې چې دا دي:

  1. د پېغمبر (ص) له عترته د زده کولو وجوب له ګمراهۍ د بچ پاتې کېدو لپاره،
  2. په الهي احکامو د پېغمبر (ص) د عترت پوهه او ولکه، له دې امله چې د خدای رسول له هغوي د زده کولو امر کړی دی.
  3. په ټولو شرعي تکالیفو له اهل بېتو پرته د نورو کسانو نه پوهېدل او که له اهل بېتو پوښتنه ونه شي د ګمراهۍ احتمال،
  4. پر قرآن د غیر اهل بېتو نه احاطه او پوره نه پوهېدل او د پېغمبر له عترت سره د الهی احکامو د استنباط ځانګړې کېدل.
  5. د الهي احکامو د تعلیم لپاره د غیر عترت د صلاحیت نه لرل،
  6. د پېغمبر د عترت د خبرې د ردولو حراموالی ځکه چې هغوي اعلمیت لري،
  7. په ټولو دیني اوغیر دیني علومو کې د پېغمبر (ص) د عترت اعلم والی.[۱۶۵]

شیعه الهیات پوه سید کمال حیدري، په ثقلین حدیث په تکیې سره ، د امامانو د علم نامحدودوالی بیان کړی دی.[۱۶۶]

د اهل بېتو لوړاوی

اصلي مقاله : د اهل بېتو(ع) فضیلت

ویل شوي چې د ثقلین له حدیثه په څرګنده په نورو د اهل بېتو فضیلت څرګندیږي؛ ځکه چې پېغمبر (ص) یوازې هغوي د قرآن په څنګ او قطار کې راوستې دي. له دې امله هماغه شان چې قرآن کریم پر مسلمانانو فضیلت لري، اهل بېت هم تر نورو لوړ دي.[۱۶۷]

ولایت او رهبري

د جعفر سبحاني له نظره په ثقلین حدیث کې په کتاب او اهل بېتو تمسک ته د پېغمبر (ص) بلنه، دلالت کوي چې سیاسي مشري یوازې په اهل بېتو پورې منحصره ده.[۱۶۸] د حدیث ثقلین په ځینو نقلونو کې، د ثقلین په ځای له قرآن او اهل بېتو په «خلیفتَین»(دوو خلیفه ګانو) سره تعبیر شوی دی.[۱۶۹] د دغه نقل مطابق، اهل بېت د پېغمبر خلیفه او جانشین دي او د هغوي جانشیني هر اړخیزه ده او ټولې سیاسي او د مشرۍ چارې پکې شاملیږي.[۱۷۰] همداراز له اهل بیتو د بې قید و شرطه پېروۍ وجوب کې د مسلمانانو د ژوند ټول کړ مکړ لکه عبادي ، اقتصاډي سیاسي او فرهنګي مسایل شاملیږي. له دې امله په سیاسي مسایلو او په ټولنه او حکومت پورې اړوندو چارو کې هم د هغوي پیروي واجبه ده.[۱۷۱]

د قرآن او اهل بېتو تر مینځ نه اختلاف

له ثقلین حدیثه یو بل کلامي اخستون دا دی چې د «لَنْ يَفْتَرِقَا حَتَّى يَرِدَا عَلَیَّ الْحَوْض»، عبارت په اساس د قرآن او اهل بېتو تر مینځ کوم اختلاف نیشته.[۱۷۲] د محمد واعظ زاده خراساني له نظره د قرآن او اهل بېتو د توافق او غږملتیا دلیل دا دی چې د امام علم د پېغمبر (ص) په علم مستند دی او په نهایت کې الهي وحي ته رسیږي. له همدې امله د دغو دوو تر مینځ هیڅکله کوم اختلاف نیشته او دواړه همېشه له یو بل سره غږمله او موافق دي.[۱۷۳]

د قرآن په نه تحریفوالي د حدیث دلالت

ویل شوي چې ثقلین حدیث له بدلون او تحریفه د قرآن په خوندي توب دلالت لري ځکه چې پېغمبر (ص) په دې تصریح کړې ده چې قرآن او اهل بېت به د قیامت تر ورځې پورې باقي وي او هر څوک چې له دغو ددو سره تمسک او ترې پېروي وکړي، ګمراه به نه شي. که قرآن د بدلونه او تحریفه خوندي نه و، د هغه تمسک او پېروي د ګمراهۍ سبب کېده.[۱۷۴]

د اهل سنتو نظر

اهل سنت عالمانو هم له ثقلین حدیثه ځینې اخستونونه کړې دي چې ځینې یې داسې دي: په نهمې قمري پېړۍ کې د شافعي مذهب د محدثانو او مفسرانو ابن حجر هیتمي او شمس الدین له نظره، د ثقلینو په حدیث کې د اهل بېتو په مودت، د هغوي په احترام او احسان، د هغوي په درنښت او دهغوي د واجبو او مستحقو حقوقو په ادا کولو ټینګار او ورته هڅونه شوې ده؛ ځکه چې اهل بېت د فخر او حسب و نسب له نظره، په ځمکه تر ټولو شریف خلک دي.[۱۷۵]

علی بن عبدالله سَمهودي ویلې دي چې له دې حدیثه پوهیږو چې د قیامت تر ورځې پورې له عترته یو څوک شته چې د دې وړتیا لري چې ورسره تمسک وشي چې په دې حدیث کې دغه ترغیب په هغه دلالت وکړي؛ لکه څنګه چې قرآن داسې دی. له دې امله هغوي (یعنی عترت) د ځمکې د خلکو امان دي او که ختم شي، پر ځمکه استوګن مخلوق تباه کیږي.[۱۷۶]

د لسمې او یوولسمې قمري پېړۍ د شافعي مذهب د عالم عبدالرووف مناوي په نظر، ثقلین حدیث تصریح لري چې پېغمبر (ص) خپل امت ته وصیت وکړ چې له قرآن او اهل بېتو سره ښه سلوک وکړي، هغوي پر ځان مخکې وګڼي او په دین کې له هغوي سره تمسک وکړي. د هغه په وینا، دا حدیث دلالت لري چې د قیامت تر ورځې، په هره زمانه کې، باید له اهل بیتو یو څوک موجود وي چې د تمسک او پېروۍ صلاحیت او اهلیت ولري. [۱۷۷]

د اتمې قمري پېړۍ اشعري مذهب متکلم سعد الدین تفتازاني باوري دی چې ثقلین حدیث پر نورو د اهل بېتو فضیلت ته اشاره لري او د هغوي د برترۍ معیار د هغویي علم، تقوا، او د هغوي د نسب شرافت دی. دا خبره د قرآن په څنګ کې دهغوي له راتللو او له هغوي سره د تمسک له واجبوالي اخستل کیږي؛ ځکه چې په قرآن تمسک بې له دې چې د قرآن او عترت په علم او هدایت عمل وشي لاسته نه راځي.[۱۷۸]

په نهمې او لسمې قمري پېړۍ کې اهل سنت عالم فضل بن روزبهان هم په دې نظر دی چې د ثقلینو حدیثونه په عمل او وینا کې د اهل بېتو د پېروۍ او تمسک په وجوب، او د هغوي په درنښت، مودت او احترام دلالت لري ؛ خو د هغوي په امامت او خلافت تصریح نه لري.[۱۷۹]

کتاب پېژندنه

شیعه عالمانو د ثقلین حدیث پر نقل سربېره د هغه په اړه پوره پوره کتابونه هم لیکلي دي. ځینې کتابونه دا دي:


  • حدیث‌الثقلین، لیک د قوام‌الدین محمد وشنوی قمی: په دې لیکنه کې د دغه حدیث مختلف سندونه جاجول شوي او د مختلفو نقلونو ترمینځ لفظي اختلاف ته ځانګړی پام شوی دی.[۱۸۰]
  • حدیث‌الثقلین، لیک د نجم‌الدین عسکری: دا کتاب په یو ټوک کې او په عربۍ ژبه لیکل شوی او کتابت یې په ۱۳۶۵ ق کې پای ته رسېدلی دی.
  • حدیث‌الثقلین، لیک د سید علی میلانی:دا کتاب په عربۍ ژبه او د ثقلین حدیث په اړه د علي احمد السالوس له خوا د شویو شبهو او اعتراضونو په ځواب کې لیکل شوی دی.[۱۸۱]
  • حدیث الثقلین و مقامات اهل البیت(ع): دا کتاب چې د اهل الذکر مدرسې یو شمېر بحریني طلابو راغونډ او تالیف کړی، د حدیث ثقلین په اړه د بحرین د شیعه عالم احمد الماحوزي له بېلابېلو ویناوو اخستل شوی دی.[۱۸۲]
  • حدیث الثقلین؛ سنداً و دلالةً: د سید کمال حیدري د ویناوو ټولګه ده چې اسعد حسین علي شمري په درېو څپرکو، د حدیث د سند جاج، د حدیث د دلالت جاج او په دې اړه شویو شبهو او اعتراضونو ته په ځواب کې راغونډ او تدوین شوی او الهدی موسسې خپور کړی دی.[۱۸۳]
  • موسوعةُ حدیثِ الثَّقلین: دا څلور ټوکیز کتاب چې ابحاث العقائدیه مرکز برابر کړی، په لومړیو دوو ټوکو کې، د ثقلین حدیث په اړه له لومړۍ تر لسمې قمري پېړۍ د امامي شیعیانو اثار او په دریم او څلورم ټوکونو کې تر لسمې قمري پېړۍ پورې د زیدي او اسماعیلي شیعیانو اثار جاجولې دي.

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې