حسن بن فضل طبرسي

د wikishia لخوا

حسن بن فضل طَبْرسي، په شپږمې قمري پېړۍ کې یو امامیه محدث او د فضل بن حسن طبرسي زوی. هغه د طبرسي کورنۍ له عالمانو دی او مکارم الاخلاق کتاب د هغه لیکلی د شیعه له ډېرو مشهورو اخلاقي اثارو څخه دی.

ژوند لیک

حسن بن فضل، د ابونصر په کنیت سره، د طبرسي له کورنۍ[۱] او د فضل بن حسن طبرسي (وفات ۵۴۸ق) زوی، د مجمع البیان تفسیر لیکونکی دی. د مشکاة الانوار کتاب لیکوال. علي بن حسن طبرسي، د حسن بن فضل زوی دی.[۲]

د حسن بن فضل طبرسي د زوکړې او وفات له تاریخه کوم معلومات نه دي راغلي.[۳] هغه د خپل پلار له شاګردانو ګڼل شوی دی[۴] او ویل شوي چې پلار یې جوامع الجامع تفسیر د هغه په غوښتنه لیکلی دی.[۵] دغه کورنۍ ته د طبرسي د ټکي د نسبت ورکولو په علت کې اختلاف دی؛ ځینو طبرسي طَبْرِس ته (د تَفْرِش بدله شوې عربي بڼه)[۶] او ځینو نورو طبرستان[۷] ته منسوب کړی دی.

آثار

د حسن بن فضل تر ټولو مشهور کتاب مکارم الاخلاق کتاب دی چې په شیعیانو کې یو ډېر مهم اخلاقي اثر ګڼل کیږي.[۸] همداراز جامع الاخبار کتاب د هغه بلل شوی دی.[۹] سره له دې سید محسن امین او جعفر سبحاني هغه ته د جامع الاخبار نسبت ورکول رد کړې دي.[۱۰] ابوالقاسم ګرجي په جوامع الجامع کې هغه ته د اسرار الامامة کتاب د منسوبولو خبره کړې ده.[۱۱] حسن بن فضل طبرسي لکه چې له زوي یې علي نقل شوي، د مکارم الاخلاق له کتابه د خلکو له هرکلي وروسته د «جامع لسائر الاقوال و حاو لمحاسن الافعال» کتاب لیکل پېل کړل، خو لا یې نه و ختم کړی چې له دنیا لاړ.[۱۲]

طبرسي له خپله پلاره ځینې روایتونه نقل کړي او مهذب الدین حسین بن ابوالفرج له هغه روایت کړی دی.[۱۳]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. طبرسی، جوامع الجامع، ۱۳۷۷ش، ج۱، مقدمه گرجی، ص۲.
  2. سبحانی، موسوعة طبقات الفقها، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۷۷؛ حسینی جلالی، فهرس التراث، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۵۶۶.
  3. طبرسی، جوامع الجامع، ۱۳۷۷ش، ج۱، مقدمه گرجی، ص۹.
  4. طبرسی، جوامع الجامع، ۱۳۷۷ش، ج۱، مقدمه گرجی، ص۲.
  5. طبرسی، جوامع الجامع، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۲.
  6. طبرسی، جوامع الجامع، ۱۳۷۷ش، ج۱، مقدمه گرجی، ص۲؛ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۳، ص۲۹.
  7. مدرس تبریزی، ریحانة الادب، ۱۳۶۹ش، ج۴، ص۳۳-۳۲.
  8. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۱۵۸.
  9. حر عاملی، امل الامال، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۷۵.
  10. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۵، ص۲۲۵-۲۲۶؛ سبحانی، موسوعة الطبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۷۷.
  11. طبرسی، جوامع الجامع، ۱۳۷۷ش، ج۱، مقدمه گرجی، ص۹.
  12. طبرسی، مشکاة الانوار، ۱۳۸۵ق، ص۱.
  13. حر عاملی، امل الآمل، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۹۳؛ سبحانی، موسوعة طبقات الفقها، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۷۶.

سرچينې

  • امین، سید محسن، اعیان الشیعه، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۶ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، امل الآمل، بغداد، مکتبة الاندلس، ۱۳۸۵ق.
  • حسینی جلالی، سید محمدحسین، فهرس التراث، قم، انتشارات دلیل ما، ۱۴۲۲ق.
  • سبحانی، جعفر، موسوعة الطبقات الفقهاء، قم، مؤسسه امام صادق، ۱۴۱۸ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، تفسیر جوامع الجامع، تصحیح ابوالقاسم گرجی، قم و تهران، مرکز مدیریت حوزه علمیه قم و انتشارات دانشگاه تهران، ۱۳۷۷ش.
  • مدرس تبریزی، محمدعلی، ریحانة الادب، تهران، کتابفروشی خیام، ۱۳۶۹ش.