مکارم الاخلاق (کتاب)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د مکارم الاخلاق کتاب

مَکارِمُ الْاَخْلاق په عربۍ ژبه د اسلامي اخلاقو او ادابو په باره کې کتاب دی چې په شپږمه پېړۍ کې شیعه عالم حسن بن فضل طبرسي لیکلی دی. دا کتاب د شیعه له سرچینو او د اخلاقو او ادابو په برخه له ډېرو مشهورو کتابونو څخه دی. د اسلام د پېغمبر (ص) اخلاق او اوصاف، وګړنیز او ټولنیز اخلاق، د دعا آداب او د سفر اداب په دې کتاب کې له راغلو بحثونو څخه دي.

مکارم الاخلاق کتاب په مختلفو هیوادونو کې چاپ شوی دی. په مصر کې د مکارم الاخلاق چاپ چې یو لړ تحریفونه پکې شوې وو د شیعه عالمانو د غبرګون سبب او د تحریفاتو په اړه یې محمد باقر بهاري همداني یوه رساله ولیکله. په فارسۍ ژبه د مکارم الاخلاق څو ژباړې شوې دي.

مؤلف

اصلي مقاله: حسن بن فضل طبرسی

د مکارم الاخلاق مولف حسن بن فضل طبرسي په شپږمه قمري پېړۍ کې له شیعه عالمانو او د مجمع البیان تفسیر د لیکوال امین الاسلام طبرسي زوی دی.[۱] د سید محسن امین په وینا، ځینو دغه کتاب د امین الاسلام بللی دی[۲] خو لکه څنګه چې رضا استادي ویلي، حسن بن فضل ته د مکارم الاخلاق استناد قطعي دی او د عالمانو پام او د پریمانه نسخو شتون یې هغه ته انتساب تاییدوي.[۳] اقا بزرګ تهراني هم په الذریعه کې، مکارم الاخلاق د امین الاسلام طبرسي د زوي شیخ ابونصر رضی الدین الحسن لیکلی ګڼلی دی.[۴] د سید محسن امین په وینا، طبرسي مکارم الاخلاق د خپل پلار په ژوند کې لیکلی دی.[۵]

د لیکلو انګېزه او مینځ پانګه

طبرسي د مکارم الاخلاق کتاب په سریزه کې، تاسي ایت ته په اشارې سره، د دغه کتاب له لیکلو خپل محرک د پېغمبر(ص) د اعمالو او حالاتو د یوې برخې او هغه څه راټولول ګڼلي چې امت ته یې د هغې امر کړی دی.[۶] د دغه کتاب دولس ګوني بابونه په دې ډول دي:[۷]

  1. د پېغمبر (ص)اخلاق او اوصاف
  2. په اسلامي اخلاقو کې روغتیا او صفایي
  3. د حمام کولو اداب
  4. د نوکونو روغتیا او د ویښتانو جوړول
  5. د مسلمانې ښځې او سړي د ارایش اداب او رودې
  6. د اسلامي جامې او کور ځانګړنې
  7. د خوراک څښاک اداب
  8. له واده سره اړوند مسایل
  9. د سفر اداب
  10. د دعا اداب او د فضیلت وخت یې
  11. له ناروغانو سره سلوک او ورسره اړونده مسایل
  12. د ټولنیزو او وګړنیزو اخلاقو په ډګر کې خواره واره مسایل.[۱]

لکه څنګه چې د کتاب د خپروونکي په سریزه کې راغلي، په مکارم الاخلاق کې د پېغمبر د اهلو بیتو ځینې حدیثونه او د هغوي د احوالو او اخلاقو یو څه ذکر هم راغلی دی.[۹]د مکارم الاخلاق کتاب پېل د پېغمبر (ص) په اړه له نهج البلاغې د یوې خطبې له نقلولو وروسته، د هند بن ابي هاله تمیمي له خولې د رسول الله مبارک د ځینو ځانګړنو د بیان په اړه دی.[۱۰]د خدای رسول (ص) به سترګو ته باعظمته ښکارېده او په زړونو کې د هغه هیبت او برم و. مخ یې له رڼا ځلېده لکه د څوارلسمې سپوږمۍ، له مینځ ونې یو څه لوړ و او ډېر لوړ نه و [=خوش اندامه] او سر مبارک یې لوی، ویښتان یې نه ډېر ګوړګوتې وو او نه ډېر پرېوتې،[= بلکې ږمنځ شوې یو څه تاوراتاو] او د سر ویښته به یې اکثره وخته د غوږونو له پستکو نه کوزېدل [= د سر له اندازې سره متناسب وېښته] او که لوی به شول په مینځ کې به یې لاره وویستله او دوو لورو ته به یې واړول. مخ یې سپین او نوراني، تندی یې پراخه او وروځې یې نرۍ، قوسداره او راښکلې وې...[۱۱] طبرسي یادونه کړې له دې امله چې کتاب یې د پېغمبر (ص) په هکله د امیر المومنین (ع) په یوې خطبې پیل کړی، د همام په نامه مشهورې خطبې سره یې چې د همام د یوې پوښتنې ځواب دی پای ته رسوي.[۱۲]

خپرېدل او تحریف

د سید محسن امین په وینا، مکارم الاخلاق کتاب د مولف په ژوند کې خپور شو.[۱۳] همداراز دا کتاب په ایران، لبنان، مصر او عراق کې چاپ شوی دی.[۱۴]د دې په چاپونو کې چې له ۱۳۰۰ ق تر ۱۳۰۶ ق په مصر کې شوې ځینې تحریفات او ګوتوهنې شوې دي.[۱۵] ځینې دغه تحریفات دا دي:

  • د امیر المومنین علي (ع)، حضرت زهرا او حسنینو او شیعیانو د فضایلو لرې کول.
  • د امامانو له نوم نه وروسته د «علیه السلام» په ځای د «رضی الله عنه» راوستل.
  • د ځینو امامانو د نومونو په ځای ځینې عبارتونه راوړل لکه «بعض العلماء»، «بعض الحکماء» و «بعض الصالحین».
  • په ځینو ځایونو کې د عایشې له نوم سره د فاطمې د نوم بدلول او د امام علي (ع) د نوم په ځای د بل چا نوم راوړل.
  • د اهل سنتو له کتابونو لکه صحیح مسلم څخه د ځینو حدیثونو ورزیاتول.[۱۶]

په ځینو نسخو کې د مکارم الاخلاق له نسخې څخه د مکارم الاخلاق و معالم الاعلاق په نوم یادونه شوې ده.[۱۷]

غبرګونونه

د مکارم الاخلاق تحریف د شیعه عالمانو له غبرګون سره مخ شو. محمدباقر بهاری همدانی (وفات ۱۳۳۳ق) په «تَسْدیدُ الْمَکارم وَ تَفْضیحُ الظّالم فی بَیان تَحْریف مَکارمِ الْاَخْلاق»، رساله کې د کتاب تحریفات چې پکې بدلونونه، اضافات او حذفیات شامل دي، راوړې دي.[۱۸] همداراز شیعه عالمانو لکه میرزا حبیب الله رشتی، محمدحسن مامقانی، میرزا حسین نوری، ملا حسینقلی همدانی، سید محمدکاظم طباطبایی، محمدطه نجف، محمدکاظم خراسانی و سید محمدحسن شیرازی د مصر د کتاب د چاپ په اعتراض کې خپل نظرونه د رساله تسدید المکارم په ضمیمې سره خپاره کړل.[۱۹]

مکارم الاخلاق کتاب د میرزای شیرازي په امر په ۱۳۱۴ق کال کې د هغې له اصلي نسخې چاپ او خپور شو.[۲۰] شیخ محمود بن ملا صالح بروجردي کتاب تصحیح کړ او پکې یې د مصر چاپ تحریفاتو ته اشاره وکړه.[۲۱] مکارم الاخلاق په بیروت کې د انتشارات الاعلمي للمطبوعات خپرنځي له خوا د محمد حسین اعلمي په سریزې او د قم د شریف رضي خپرنځي لخوا په یو ټوک او ۴۸۹ مخونو کې چاپ شوی دی.[۲۲]

ژباړې

په فارسۍ ژبه د مکارم الاخلاق کتاب ځینې ژباړې موجودې دي:

  • ترجمه مکارم الاخلاق، میرزا محمدعلی مدرس چهاردهی؛
  • ترجمه مکارم الاخلاق، محمدباقر بهاری همدانی؛
  • ترجمه مکارم الاخلاق، سید ابراهیم میرباقری، په دوو ټوکو کې په ۱۳۶۵ش.[۲۳]
  • همداراز محمدحسین رحیمیان[۲۴] او عبدالرحیم عقیقی بخشایشی[۲۵] دا کتاب په فارسۍ ژباړلی دی.

د سید محسن امین په وینا، د مکارم الاخلاق د فارسۍ ځینې ژباړې په خپل طبرسي ته هم منسوبې دي.[۲۶]

فوټ نوټ

  1. پاک‌نیا، «آشنایی با منابع دست اول شیعه»، ص۱۳۶.

سرچينې