علي بن حسن طبرسي
علي بن حسن طَبرِسي په شپږمې هجري پېړۍ کې یو امامیه محدث او شیعه عالم. هغه د مکارم الاخلاق د کتاب د لیکوال حسن بن فضل طبرسي زوی او د مجمع البیان تفسیر د مولف امین الاسلام طبرسي لمسی دی. مشکاة الانوار کتاب چې د بندګۍ د اخلاقو، وګړنیزو او ټولنیزو اخلاقو په اړه روایتونه لري د هغه تالیف دی. د طبرسي د زوکړې او وفات د تاریخ په اړه معلومات نیشته.
ژوند لیک
د شیعه محدث علي بن حسن طبرسي د زوکړې او وفات نیټه معلومه نه ده؛[۱] د مشکاة الانوار کتاب ژباړن عزیز الله عطاردي باوري دی چې دې ته په پام سره چې د علي بن حسن نیکه یعنې امین الاسلام طبرسي په ۵۴۸ ق کال کې وفات شوی، او له دې امله چې په زیات احتمال، هغه خپل نیکه لیدلی، نو د علي بن حسن طبرسي د وفات تاریخ د ۶۰۰ ق کال په خواوشا کې ګڼلی شو؛ که څه هم آقا بزرګ تهراني هغه د اومې پېړۍ له عالمانو ګڼلی دی.[۲]
علي بن حسن طبرسي په ډېرو ژوند لیکونو او د رجال پېژندنې په کتابونو کې د مجمع البیان تفسیر د مولف فضل بن حسن طبرسي لمسی ګڼل شوی؛[۳] سره له دې، د میرزا عبدالله افندي لیکلي کتاب ریاض العلماء او د آقا بزرګ تهرانی لیکلي کتاب طبقات اعلام الشیعه، علي بن حسن د فضل بن حسن طبرسې «سبط» ګڼلی چې د لور لخوا د لسمي په معنا دی.[۴]
استادان
د علي بن حسن طبرسي په استادانو او مشایخو کې یوازې د سید جلال الدین بن حمزه الموسوي نوم په حدیثي اثارو او د رجال پېژندنې په کتابونو کې ذکر شوی او په مشکاة الانوار کتاب کې له هغه یو حدیث نقل شوی دی.[۵]
تألیف
علي بن حسن طبرسي، مشکاة الانوار کتاب لیکلی چې د بندګۍ د اخلاقو او د وګړنیزو او ټولنیزو اخلاقو په باره کې روایتونه لري.[۶] دغه کتاب یوازینی کتاب دی چې علي بن حسن طبرسي ته په استناد کې پکې اختلاف نیشته.[۷] د کتاب په سریزه په تکیې سره ویل شوي چې هغه دغه کتاب د خپل پلار حسن بن فضل طبرسي د لیکلي مکارم الاخلاق کتاب په تکمیل کې لیکلی دی.[۸] سره له دې، صالح الجعفري په مشکاة الکتاب په لیکلې سریزې کې جوته کړې چې د علي بن حسن د کتاب او دهغه د پلار په کتاب کې یوازینی مشترک ټکی، د دواړو کتابونو موضوع ده؛ او پردې سربېره د هغه د پلار کتاب نیمګړی نه و چې بشپړتیا ته دې حاجت ولري.[۹] علي بن حسن طبرسي د مشکاة الانوار کتاب په لیکلو کې، له محاسن برقي او د شیخ صدوق، شیخ مفید او خپل نیکه امین الاسلام طبرسي له ځینو اثارو استفاده کړې ده.[۱۰]
فوټ نوټ
- ↑ اللجنة العلمیة فی مؤسسة الإمام الصادق، طبقات الفقهاء، ۱۴۱۹ق، ج۷، ص۱۶۴-۱۶۵.
- ↑ طبرسی، مشکاة الانوار، ۱۳۷۴ش، ص۵.
- ↑ وګورئ: طبرسی، مشکاة الانوار، ۱۳۷۴ش، ص۵.
- ↑ افندی، ریاض العلماء، ۱۴۰۱ق، ج۵، ص۴۸۰-۴۸۱؛ هم دا وګورئ: طبرسی، مشکاة الانوار، ۱۳۷۴ش، ص۵.
- ↑ طبرسی، مشکاة الأنوار، ۱۳۸۵ق، ص۴۳؛ آقابزرگ تهرانی، طبقات أعلام الشیعة، ۱۴۳۰ق، ج۳، ص۵.
- ↑ احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۲۸۰.
- ↑ احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۲۷۹-۲۸۰.
- ↑ محدث نوری، خاتمة مستدرک الوسائل، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۳۲۷-۳۲۸؛ افندی، ریاض العلماء، ۱۴۰۱ق، ج۵، ص۴۸۰-۴۸۱.
- ↑ اللجنة العلمیة فی مؤسسة الإمام الصادق، طبقات الفقهاء، ۱۴۱۹ق، ج۷، ص۱۶۴.
- ↑ احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۲۸۰.
سرچينې
- احمدپور، مهدی و دیگران، کتابشناخت اخلاق اسلامی: گزارش تحیلی میراث مکاتب اخلاق اسلامی، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۵ش.
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، طبقات أعلام الشیعة، ج۳، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، ۱۴۳۰ق/۲۰۰۹م.
- افندی الاصبهانی، میرزا عبدالله، ریاض العلماء و حیاض الفضلاء، ج۵، به اهتمام سید محمود مرعشی و تحقیق سید احمد حسینی، قم، مکتبة آیت الله الرعشی العامة، ۱۴۰۱ق.
- طبرسی، علی بن حسن، مشکاة الأنوار فی غرر الأخبار، نجف، المکتبة الحیدریة، ۱۳۸۵ق.
- طبرسی، علی بن حسن، مشکاة الأنوار فی غرر الأخبار، ترجمه عزیزالله عطاردی، تهران، عطارد، ۱۳۷۴ش.
- اللجنة العلمیة فی مؤسسة الإمام الصادق، طبقات الفقهاء، با اشراف جعفر سبحانی، قم، مؤسسة الإمام الصادق، ۱۴۱۹ق.
- محدث نوری، حسین بن محمدتقی، خاتمة مستدرک الوسائل، ج۱، تحقیق مؤسسه آل البیت لإحیاء التراث، بیروت، مؤسسة آل البیت لإحیاء التراث، ۱۴۲۹ق/۲۰۰۸م.