حی علی خیرالعمل
حَیَّ عَلیٰ خَیرِ العَمل د اذان او اقامې له څانګو څخه دی چې معنی یی « غوره عمل ته ګړنۍ شی». د روایاتو په وینا دا جمله د پیغمبر(ص) په وخت کې د اقامي او اذان برخه وه، مګر دوهم خلیفه یې د خلکو د جهاد هڅولو لپاره له اذان لیرې کړه.
شیعهګانو «حَیَّ عَلیٰ خَیرِ العَمل» په اذان او اقامه کې وايي؛ مگر اهل سنت دا نه کاروي. له همدې امله، «حَیَّ عَلیٰ خَیرِ العَمل» د شیعه سمبول ګرځیدلی دی. په مقابل کې الصلاةُ خَیرٌ مِنَ النَّوم( لمونځ د خوب څخه غوره دی ) د اهل سنت سمبول دی. دا جمله د دوهم خلیفه د پرمهال په اذان کې اضافه شو، کوم چې د شیعه ګانو لخوا بدعت ګنل کیږي.
موقعیت او ارزښت
«حَیَّ عَلیٰ خَیرِ العَمل» (غوره عمل ته ګړندي شئ) په معنی، دا جملې د اذان او اقامي له څانګو څخه دی چی د شیعه ګانو او سنیانو تر منځ یو له توپیرونو څخه دی.[۱] ځینې وختونه دا او «حَیَّ عَلَی الصّلاة» او «حی علَی الْفَلاح» ته «حَیْعَلَه» په نوم یادیږي.[۲]
آیا حَیَّ عَلیٰ خَیرِ العَمل د اذان برخه دی؟
شیعه فقیهان حَیَّ عَلیٰ خَیرِ العَمل د اذان برخی ګنې، څوک چې د حَیَّ عَلَی الفَلاح(بریاته ګړندي شئ) وروسته ویل کیږی. [۳] مګر د اهل سنت فقیهان حی علی خیر العمل د اذان برخه نه مني او پرځای یی د الصلاة خیر من النوم (لمونځ د ویدو څخه غوره ده) د سهار په اذان کې مستحب ګني.[۴] د دوی په نظر کې د حی علی خیر العمل ویل، په اذان کې مکروه عمل دی. [۵]
د روایاتو له مخې د پیغمبر(ص) په وخت کې حی علی خیر العمل، د اذان برخه وه.[۶] همداسې راپورونه شتون لري چې ځینې(صحابی) ملګري لکه عبدالله بن عمر[۷] بلال حبشي[۸] اوابومحذوره[۹] په اذان کې حَیَّ عَلیٰ خَیرِ العَمل وایی.
له اذان څخه حذف کول
د عمر بن خطاب په حکومت کې حَیَّ عَلیٰ خَیرِ العَمل او دهغه په فرمان کې، له اذان څخه ليرې شو.[۱۰] د شیخ صدوق په وینا، له ابن عباس په روایت کې د دوهم خلیفه موخه دا و چې خلک باید له جهاد څخه لاس وانخلي، په ګوته کوي چې لمونځ غوره عمل دی.[۱۱] د امام کاظم(ع) څخه په بیان کې، د دی کار اصلي او پټنۍ(باطنی) لامل خلکوته مخنیوی کول له ګړندۍ ولایت( غوره عمل )خواته دی. که څه هم په ظاهري ډول د دې لامل معرفي شوی چې خلک له جهاد څخه لیرې نه کړي.[۱۲] د یو خبر پر بنسټ له "معانی الاخبار حدڅخه" امام صادق(ع) ته د یوې پوښتنې په ځواب کې د حی علیٰ خیرالعمل په اړه د ولایت(رسول الله اهلبیت سره مینه لرل)غوره عمل ګنل کیږي.[۱۳]
د شیعه اذان سمبول
حی علیٰ خیر العمل د شیعي له سمبولونو څخه و. له همدې امله په شیعه حکومتونو کې دا عام وه؛ مګر سني حاکمانو دا له اذان څخه لیرې کړ.
- په ۱۶۹ ق کال، کله چې حسین بن علي (شهید فخ) په پاڅون کې مدینه ونیوله، د مدینی حاکم ته اړ کړ چې حی علی خیرالعمل د سهار په اذان کې و وایه. د مدینې واکمن د دې جملې په اوریدو تښتیدلی. [۱۴]
- په مصر کې د فاطمیان حکومت(۲۹۷- ۵۶۷ ق) اذان د حی علی خیر العمل سره و و یل شو.[۱۵] په ۳۵۹ ق کې د لومړي ځل لپاره په ابن طوطون جومات کې، اذان حی علی خیر العمل سره ذکر شو.[۱۶] البته، صلاح الدین ایوبي په مصر کې د سټیلای وروسته هغه له اذان څخه لیرې کړ.[۱۷]
- د آل بویه په حکومت کې(۳۲۲- ۴۴۸ ق) حی علی خیر العمل په اذان کې وویل شو. کله چې سیلجوقیانو د حکومت کنټرول واخیست دوی دا له اذان څخه لیرې کړ.[۱۸]
- په ۴۴۱ ق کال کې د بغداد په کَرخ سیموکې فرقه ییز جگره پیښی شو. شیعه ګانو په اذان کی حی علی خیرالعمل و وایي.[۱۹] په ۴۴۸ ق کې د وخت د واکمن په غوښتنه دوی حی علی خیرالعمل له اذان لیرې کړ او سهار په اذان کې الصلوات خیر من النوم اضافه کړ.[۲۰]
- د اولجایټو (۶۸۰- ۷۱۶ ق) شیعه مذهب ته، له ننوتل وروسته، امر شوی و چې په اذان کې حی علی خیرالعمل ذکر وکړي.[۲۱]
تثویب د اهل سنت اذان سمبول دی
د حی علی خیرالعمل په وراندی د الصلوات خیر من النوم، عبارت یا تثویب د اهل سنت اذان نښه ده.[۲۲] د امامیه او زیدي په وینا؛ تثویب ( د الصلوات خیر من النوم اضافه کول به اذان کې) نوښت(بدعت) دی[۲۳] ځکه چې د صحابی(ملګرو ) وینا او فعل حجت(د اعتبار ور) نه دی او یوازې د معصوم قول(وینا) او فعل(کړنه) او د معصوم تقریر حجت دی.[۲۴]
د خیرالعمل څخه موخه
په ځینو روایاتو کې د خیرالعمل موخه لمانځه تشریح شوی ده.[۲۵] مګر د ځینې نورو حدیثونو پر بنسټ، موخه د خیرالعمل څخه ولایت [۲۶] یا نیکي فاطمه(س) او د هغې اولادونو سره[۲۷] بیان شوی دی.
ځینې آثارونه
د حی علی خیرالعمل په اړه آثارونه ليکل شوي دي؛ په شمول:
- «الاذان بحیّ علیٰ خیر العمل» د محمدبن علی بن حسن علوی لیکنه، (۳۶۷- ۴۴۵ ق) پدې کتاب کې، د دې حقیقت په اړه روایتونه چې د "حی علی خیرالعمل " جمله د اذان یوه برخه وه، راټول شوی. زیدیه د امامیه په څیر، " حی علی خیرالعمل" ته د اذان برخي ګنی.[۲۸] دا کتاب د محمد یحیی سالم غران لخوا یوه څیړنه ده، چې د زیدي څیړونکی دی او په صنعا کې په ۱۴۱۸ق/ ۱۹۹۷ م. د بدرالعلمی والصحافی مرکز لخوا خپور شو.
- «حی علیٰ خیر العمل بین الشریعة و الابتداع» د محمد سالم غران لیکنه دا. دغه کتاب اتیا مخونه لری او په ۱۴۱۹ ق کال په یمن کی خپور شوی دی.[۲۹]
- جزئیة حی علیٰ خیر العمل فی الاذان» د عبدالامیر سلطانی لیکنه د مجمع جهانی اهل بیت(ع) لخوا خپور شوی دی.
- الاَذان بين الاَصالة والتحريف حيّ علیٰ خير العمل الشَرعية الشعارية» د سیدعلی شهرستانی لیکنه
- «حی علی خیر العمل، مسائل شرعیة بین السنة و البدعیة»، د سید محمدمهدی خرسانی څیرنه[۳۰].
فوټ نوټ
- ↑ عاملی، «حی علی خیر العمل فی الأذان»، ص۵۲.
- ↑ انصاری، الموسوعة الفقهیة المیسرة، ۱۴۱۵ق، ج۱۳، ص۲۱۹.
- ↑ سید مرتضی، الانتصار، ۱۴۱۵ق، ص۱۳۷.
- ↑ جزیری ته وګورئ، الفقه علی المذاهب الاربعه، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۲۸۳.
- ↑ نووی ته وګورئ، المجموع شرح المهذب، دارالفکر، ج۳، ص۱۹۸.
- ↑ بیهقی ته وګورئ، السنن الکبری، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۶۲۵.
- ↑ مالک بن انس، الموطأ، المکتبة العلمیة، ج۱، ص۵۵؛ بیهقی، السنن الکبری، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۶۲۵.
- ↑ بیهقی، السنن الکبری، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۶۲۵.
- ↑ عزان، حی علی خیرالعمل، ۱۴۱۹ق، ص۲۱.
- ↑ تفتازانی، شرحالمقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۸۳.
- ↑ صدوق، عللالشرائع، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۳۶۸.
- ↑ صدوق، عللالشرائع، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۳۶۸.
- ↑ صدوق، معانی الاخبار، ۱۳۹۹ق، ص۴۱.
- ↑ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، دارالمعرفة، ص۳۷۵.
- ↑ ابنخلدون، دیوان المبتدأ، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۶۱.
- ↑ ابناثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۸، ص۵۹۰.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۱۲، ص۲۶۳.
- ↑ حلبی، السیرة الحلبیه، دارالکتب العلمیه، ج۲، ص۱۳۶.
- ↑ ابناثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۹، ص۵۶۱.
- ↑ ابناثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۹، ص۶۳۲.
- ↑ قاشانی، تاریخ اولجایتو، ۱۳۴۸ش، ص۱۰۰.
- ↑ مالک بن انس ته وګورئ، الموطأ، المکتبة العلمیة، ج۱، ص۵۴.
- ↑ سید مرتضی، السمائل الناصریات، ۱۴۱۷ق، ص۱۸۳.
- ↑ محقق داماد، مباحثی از اصول فقه، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۴۵.
- ↑ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۰۶؛ ابن حیون، دعائم الاسلام، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۱۴۲؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۵۲.
- ↑ شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۳۶۸، ح۴؛ شیخ صدوق، التوحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۴۱.
- ↑ شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۳۶۸، ح۵؛ شیخ صدوق، التوحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۴۱.
- ↑ خیر، «تثویب او حی علی خیر العمل؟»، ص۱۰۸.
- ↑ عزان، حی علی خیر العمل بین الشریعة و الابتداع، ۱۴۱۹ق، شناسنامه کتاب.
- ↑ خرسان، حی علی خیرالعمل، ۱۳۸۶ش، شناسنامه کتاب.
سرچینې
- ابناثیر، علی بن بیکرم، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر - دار بیروت، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م.
- ابن حیون، نعمان بن محمد مغربی، دعائم الاسلام و ذکر الحلال و الحرام و القضایا و الاحکام، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، چاپ دوم، ۱۳۸۵ق.
- ابنخلدون، عبدالرحمن بن محمد، دیوان المبتدأ و الخبر فی تاریخ العرب و البربر و من عاصرهم من ذوی الشأن الاکبر، تحقیق خلیل شحادة، بیروت،دار الفکر، ط الثانیة، ۱۴۰۸ق/۱۹۸۸م.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
- ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، تحقیق سید احمد صقر، بیروت، دار المعرفة، بیتا.
- انصاری، محمدعلی (خلیفه شوشری)، الموسوعة الفقهیة المیسرة، قم، مجمع الفکر الاسلامی، ۱۴۱۵ق.
- بیهقی، احمد بن حسین، السنن الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارلکتب العلمیه، الطبعة الثالثة، ۱۴۲۴ق/۲۰۰۳م.
- تفتازانی، سعدالدین، شرح المقاصد، تحقیق عبدالرحمن عمیره، قم، الشریف الرضی، قم، ۱۴۰۹ق.
- جزیری، عبدالرحمن بن محمدعوض، الفقه علی المذاهب الاربعه، بیروت، دارلکتب العلمیه، ۱۴۲۴ق/۲۰۰۳م.
- حلبی، علی بن ابراهیم، السیرة الحلبیة، دارالکتب العلمیه، بیجا، بیتا.
- خرسان، سید محمدمهدی، حی علی خیر العمل، قم، دلیل ما، ۱۳۸۶ش.
- خیر، عبدالرحمن، «التثویب او حی علی خیر العمل؟»، الهادی، سال هفتم، شماره۲، صفر ۱۴۰۱ق.
- ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام، تحقیق عمر عبد السلام تدمری، بیروت، دار الکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق/۱۹۹۳م.
- سید مرتضی، علی بن حسین، الانتصار فی انفرادات الامامیة، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۵ق.
- سید مرتضی، علی بن حسین، المسائل الناصریات، تهران، رابطة الثقافة و العلاقات الاسلامیة، ۱۴۱۷ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، التوحید، قم، جامعه مدرسین، چاپ اول، ۱۳۹۸ق،
- شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرائع، قم، انتشارات داوری، ۱۳۸۵ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا(ع)، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، معانی الأخبار، بیروت، دار المعرفة للطباعة و النشر، ۱۳۹۹ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۳ق.
- عاملی، سید جعفرمرتصی، «حی علی خیر العمل فی الاذان»، الهادی، سال پنجم شماره۶، محرم ۱۳۹۸.
- عزان، محمد سالم، «حی علی خیر العمل بین الشریعة و الابتداع»، یمن، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
- قاشانی، عبدالله بن محمد، تاریخ اولجایتو، به اهتمام مهین همبلی، تهران، بنگاه ترجمه و نشر کتاب، ۱۳۴۸ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق و تصحیح علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتاب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- مالک بن انس، موطأ مالک بروایة محمد بن الحسن الشیبانی، تحقیق عبدالوهاب عبداللطیف، بیجا، المکتبة العلمیة، چاپ دوم، بینا.
- نووی، یحیی بن شرف، المجموع شرح المهذب، دارالفکر، بیجا، بیتا.