صاحب فخ

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

په مکې کې د شهدا سیمه، د فخ واقعې د یو شمېر شهیدانو د ښخېدو ځای

صاحب فَخ، د امام حسن مجتبي د لمسي حسین بن علي او د فخ د پاڅون د مشر لقب دی. هغه په ۱۶۹ ق کال کې او د امام کاظم (ع) په زمانه کې د هادي عباسي په خلاف پاڅون وکړ او په فخ سیمه کې شهید شو. له امام جواد (ع) څخه د یو روایت له مخې د کربلا له پېښې وروسته، د فخ واقعه د اهل بیتو(ع) لپاره تر ټولو لوی امتحان و. په یو روایت کې چې ابوالفرج اصفهاني نقل کړی، پېغمبر (ص) او امام صادق (ع) په فخ کې د حسین بن علي د وژل کېدو وړاندوینه کړې او د هغه د جنتي والي خبر یې ورکړی دی.

د صاحب فخ تر ټولو مهم سیاسي فعالیت د هغه پاڅون دی سره له دې ځینې څېړاندي په دې باور دي چې هغه له دې پاڅونه مخکې نور سیاسي فعالیتونه هم لرلې دي. حسین فخي د ۱۶۹ق په ذي قعده کې په مدینه کې پاڅون وکړ او پرې په واکمنېدو سره یې له درې سوو کسانو سره د مکې په لور روان شو. هغه د ذي الحجې په ۸ د « فخ» په نامه یوه سیمه کې د عباسیانو له لښکر سره وجنګېد. له دې جنګه وروسته، حسین او زیات شمېر ملګري یې شهیدان شول. ځینې ونیول شول او ځینې وتښتېدل.

علامه مجلسي د حسین فخي شخصیت ستایلی دی؛ خو وایي چې د هغه د شخصیت په اړه ځینې غندنې هم مطرح شوې دي. ځینې څېړاندي باوري دي چې سره له دې چې د صاحب فخ د شخصیت په تایید کې ځینې روایتونه شته دي خو هغه د شیعه امامانو له خوا د هغه د پاڅون په تایید دلیل نه شو ګڼلی.

حسین بن علي په فخ کې خاورو ته وسپارل شو او امام کاظم یې په جنازې لمونځ وکړ. فخ سیمه د مسجد الحرام په څلور کلومیټرۍ کې واقع ده چې اوس د شهداوو د محلې په نوم یادیږي.

معرفي او مقام

په صاحب فخ مشهور حسین بن علي له مور او پلار څخه د امام حسن (ع) له لمسیانو و.[۱] په ۱۶۹ ق کال کې په ۴۱ کلنۍ کې [۲] د هغه وفات ته په پام سره څېړاندو یې د زوکړې نیټه ۱۲۸ق یاده کړې ده.[۳] سره له دې په یو بل راپور کې ۵۷ کلنۍ د هغه د وفات نیټه ګڼل شوې ده.[۴] پلار یې علي،( په نیک او بزرګوار علي مشهور) او مور یې د عبدالله محض لور زینب وه چې د ډېر عبادت په وجه په صالحې جوړې مشهور وو.[۵] د صاحب فخ پلار یعنې علي، د نفس زکیه له پاڅون وروسته، له یو شمېر نورو علویانو سره د منصور عباسي په امر ونیول او څه وخت پس په بند کې وفات شو.[۶]

صاحب فخ یو میړنی او کریم کس ګڼل شوی [۷] او د سخاوت په اړه یې مختلف روایتونه بیان شوې ده.[۸] په څلورمې او پینځمې قمري پېړۍ کې شیعه فقیه شیخ طوسي هغه د امام صادق (ع) له اصحابو ګڼلی دی.[۹] له هغه اولاد نه دی پاتې شوی.[۱۰] د هغه روایت له مخې چې د مقاتل الطالبیین مولف ابوالفرج اصفهاني نقل کړی، پېغمبر (ص) او امام صادق (ع) په فخ کې د حسین بن علي د وژلې وړاندوینه کړې او د هغه د جنتي والي خبر یې ورکړی دی.[۱۱] له امام جواد (ع) څخه د یو روایت مطابق، د کربلا له پېښې وروسته، د فخ واقعه د اهل بیتو (ع) تر ټولو لوی مصیبت و.[۱۲]

د هغه تائیه یوه برخه چې پکې د فخ پېښې ته اشاره شوې ده:

أفاطم قومی یا بنت الخیر فاندبی نجوم سماوات بأرض فلات قبور بکوفان وأخری بطیبة وأخری بفخ نالها صلوات

ای فاطمه، ای د خدای تر ټولو د غوره مخلوق لورې، پاڅه او په اسماني ستورو چې په ځمکه لویدلي وژاړه.

په کوفې او مدینې کې قبرونه او په فخ کې یو قبر چې درود او سلام دې وي پر دوي.

په لباب الانساب کې د بیهقي د راپورونو له مخې، د صاحب فخ له وفاته وروسته، امام کاظم د هغه په جنازې لمونځ وکړ.[۱۳] هغه د فخ په شهیدانو په ژړا سره له خدایه د هغوي د قاتلانو لپاره مرګ او سخت عذاب غوښته.[۱۴] د ابوالفرج اصفهاني د نقل مطابق، امام کاظم د حسین بن علي له وژلې وروسته او د هغه د پرې کړي سر په لیدلو سره د استرجاع ایت ولوسته او د هغه د ښېګړو په یادولو سره یې، هغه یو سم چاری انسان وباله.[۱۵]

همداراز امام کاظم د هغو علویانو چې په فخ کې شهیدان شوې وو د یتیمانو او کونډو کفالت په غاړه واخیست.[۱۶] د فخ پېښه د ډېرو شاعرانو په شعرونو کې راغلې ده چې یو پکې د دعبل خزاعي تائیه شعر دی.[۱۷]

د حسین په اړه د امامیه دریځ

د بحار الانوار کتاب لیکوال علامه مجلسي د حسین فخي شخصیت ستایلی دی؛ خو باوري دی چې د هغه په اړه ځینې غندنې هم شته دي.[۱۸] ځینې څېړاندي په دې باور دي چې که څه هم د صاحب فخ د شخصیت په تایید کې ځینې روایتونه شته خو دا د شیعه امامانو له خوا د هغه د پاڅون پر تایید دلیل نه دی.[۱۹] تاریخ څېړاندي رسول جعفریان هم د فخ پاڅون د عباسیانو په خلاف د علویانو له پاڅونونو څخه د یو ډېر سالم پاڅون په لیکه کې راوستی خو لیکلي یې دي چې داسې یقین نیشته چې دغه پاڅون د امام کاظم (ع) په امر شوی وي؛ بلکې ویلی شو چې امامي شیعیان له دغه پاڅونونو سره موافق نه دي؛ ځکه چې په دې مساله کې له علویانو سره ښکېل وو او د هغوي په مینځ کې اختلاف پېدا شوی و.[۲۰]

سیاسی فعالیتونه

د ځینو څېړاندو په وینا، د حسین سیاسي فعالیت له ۱۶۹ق څخه مخکې پورې چندانې روښانه نه دی.[۲۱] سره له دې د فخ له پېښې مخکې د هغه د سیاسی خوځښتونو لپاره لاندیني شواهد ذکر شوي دي:د حسین بن علي له فعالیتونو د خلافت د دربار د اندیښنې په وجه د مهدي عباسي د حکومت په دوران کې بغداد ته د هغه وربلل، د علویانو په وړاندې په مدینه کې د هادي عباسي او د هغه د چارواکو سختي او په دې خبره د حسین تورنېدل چې د حکومت باتۍ په غوږونو کې لري.[۲۲]

د ابوالفرج اصفهاني د راپور مطابق، صاحب فخ د نفس زکیه په پاڅون کې هم برخه لرله؛ خو نفس زکیه په دې هیله چې صاحب فخ په راتلونکي کې د هغه لاره جاري وساتي هغه له خپلې ملګرتیا منعې کړ.[۲۳] د نهمې قمري پېړۍ د مورخ ابن تغري د روایت له مخې حسین یو ځل له ۱۶۹ق کاله مخکې هم پاڅون کړی و.[۲۴] ځینې راپورونه وایي چې د هغه له پاڅونه یو څه مخکې، د کوفې ځینې شیعیانو له له هغه سره بیعت کړی و چې د حج په ورځو کې له هغه سره یو ځای پاڅون وکړي او مکه ونیسي.[۲۵]

د فخ پېښه

اصلي مقاله : د فخ پېښه

حسین فخي د ۱۶۹ق کال په ذي قعده کې په مدینې کې پاڅون وکړ.[۲۶] له حسین فخي سره د مقابلې لپاره په مدینه کې د حکومت د کسانو هڅې څه نتیجه نه لرله او د هغوي د یو شمېر د وژل کېدو او ماتې سبب شوې.[۲۷] د طبري په نقل، په مدینې د پاڅون کوونکو ولکه یوازې یوولس ورځې پاتې شوه.[۲۸] صاحب فخ د دِنیار خزاعي په نامه یو کس د مدینې والي کړ او په خپله له درې سوو ملګرو سره [۲۹] د ذي قعدې په ۲۴ د مکې په لور وخوځېد.[۳۰]

عباسیان له څلور زره کسیز لښکر سره د ذي الحجې په اتمه (د ترویې په ورځ) د «فخ» په نوم یو ځای کې د حسین له سپایانو سره مخامخ شول.[۳۱] عباسي کوماندان حسین ته امان ورکړ؛ خو حسین ونه مانه او په نښته کې حسین او زیات ملګري یې شهیدان شول.[۳۲] همداراز د حسین ځینې ملګري اسیران شول او ځینې نور وتښتېدل.[۳۳] بني عباسو ځینې اسیران ووژل [۳۴] او ځینې نور یې د شهیدانو له سرونو سره په بغداد کې هادي عباسي ته ولېږل.[۳۵]

د فخ سیمه

په مکې کې د فخ غره لمنه، د فخ واقعې د یو شمېر شهیدانو د ښخېدو ځای

فخ سیمه د مکې د شهیدانو محله د مکې په شمالې دروازې کې او د مسجد الحرام په څلور کلومیټرۍ کې واقعه ده.[۳۶]دا سیمه د ځینو مهاجرینو مقبره وه.[۳۷] د څېړاندو په وینا، د فخ شهیدانو قبرونه د مکې د شهیدانو په محلې کې په دوو برخو کې دي:[۳۸] ځینې د فخ شهیدان په یو کلابند ځای کې ښخ شوي چې د «مقبرةُ عبدِالله بن عمر رقم ۲» بورډ یې په دیوال لګېدلی دی. د ځینو نورو قبرونه دغه ځای ته مخامخ او د فخ غره په لمنه کې («جبلُ‌البرود» یا «جبل‌الشَّهید»)[۳۹] کې واقع دی.[۴۰] په ۶۰۱ ق کال کې د صاحب فخ په مزار یوه بقعه جوړه شوه.[۴۱]د فخ غره په څنګ کې، د « ذی طوی» په نوم یوه هواره سیمه ده چې ویل شوي د صلح حدیبیه په پېښه کې د قریشو د قبیلې د غونډو د جوړېدو ځای و.[۴۲]

مونو ګراف

ځینې کتابونه چې د فخ واقعې په اړه لیکل شوې دا دي:

  • «ماهیت قیام شهید فخ» په قلم د ابوفاضل رضوی اردکانی: لیکوال په یوولسو څپرکو کې د حسین بن علي شخصیت او د هغه د پاڅون څرنګوالی جاجولی دی.[۴۳] دا کتاب د اسلامي تبلیغاتو د دفتر خپرنځي په ۱۳۷۵ ل کال کې په ۲۸۰ مخونو کې چاپ کړی دی.[۴۴]
  • «بَطَلُ فخ» (د فخ اتل) لیک د محمد هادی امینی: دا کتاب د انتشارات المَطبَعَةُ الحیدریة خپرنځي په هڅه په نجف او په ۲۰۶ مخونو کې چاپ شوی دی.[۴۵]

فوټ نوټ

سرچينې