منځپانگې ته ورتلل

د معصوم تقریر

د wikishia لخوا

د مَعصُوم تَقرِیر؛ د وینا یا چلند پروړاندې چوپتیا ده چې د هغه په شتون کې پیښیږي او د هغې د مخالفت نښه نده. د معصوم تقریر، دهغه وینا او عمل ترڅنګ د سنت تر لاندې پیښې کېږې. کوم چې د اسلامي مقرراتو په استنباط کې له څلورو سرچینو څخه یوه ده. د شیعه ګانو په وینا، په معصوم تقریر کې د اسلام د پیغمبر(ص)، حضرت فاطمه(س) او دولس امام علیهم السلام تقریرونه شامل دي.

د اصولیانو په اند د معصوم تقریر په ځانگرۍ حالاتو کې حجت(د اعتبار ور) دی؛ له دوی څخه د معصوم پاملرنه په ترسره شوي عمل او په هغې باندې د معصوم نظر امکان لرل. د تقریرو د حجیت دلیل، یو دا دی چې معصوم ته اړتیا ده منکر سره مخالفت وکړي او دا کار پریږدل د هغه عصمت سره مخالف دی.

معنی پیژندنه

«د معصوم تقریر» هغه بیان او کړنه چې د معصوم په حضور کې ترسره کیږی او د هغه چوپتیا، تقریر ګنل کیږی. [۱] د اصول فقه په پوهه کې د معصوم تقریر، تر شرایطو لاندې په عمل کې د جواز یا سمه والی دلالت کوي چې د معصوم په حضور ترسره شویده؛[۲] ځکه چې معصوم، مکلف دی چې د غلطی کونکۍ له منکر څخه ډډه وکړي او که هغه بې خبره وي، نو سمه لاره وښیې.[۳]

د مثال په توګه، که چیرې یو څوک د معصوم په شتون کې وضو ترسره کړي، هغه وګوري او خبرې نه کوي، دا چوپتیا د معصوم تقریر بلل کیږي او دا یوه نښه ګنل کیږي چې دغه ډول وضو کول سمه دی.[۴] تقریر په لغت کې اعتراف، تصویب او لاسلیک معنی لري.[۵]

موقعیت

د معصوم تقریر په اصول علم کې یو له موضوعاتو څخه ده.[۶] او د وینا او کړنۍ په څیر د سنت تر لاندې پرته ځای نیسې.[۷] سنت د قرآن، عقل او اجماع ترڅنګ د دینې احکامو په استنباط کې له څلورو اصلي سرچینو څخه یو دی.[۸]

دا په بشپړ ډول شیعه ګانو ته ځانگړی ندی شوي. اهل سنت هم په فقهې احکامو کې د استنباط دپاره، په تقرير کې استناد وکړه. [۹] شیعه ګانو د پیامبر(ص) حضرت فاطمه(س) او دولس امامان تقریر کې حجت ګني؛ [۱۰] مګر په سني مذهب کې د رسول خدا تقریر حجت(معتبر) ګنل کیږي.[۱۱] د اهل سنت ځینې پوهانو په وینا، د لومړی او دوهم خلیفه تقریر کې هم حجت دی، او د ځینې نورو د نظرونو له مخې، د پیغمبر ټول ملګري(صحابی) تقریرونه حجت دی.[۱۲]

د معصوم د تقریرونو د اعتبار ور دلایل

د معصوم د تقریرونو د اعتبار ور ثابتولو لپاره دلیلونه شتون لري: ځینې ویلي چې د معصومان موقعیت(ځایگاه) په ګوته کوي چې دوی د مذهبي اهدافو پاملرنې په لټه کې دي. له همدې امله دوی باید د غیر مذهبي عمل یا وینا په وړاندې چوپ او ساکت نه وي. [۱۳] یوې ډلې دا هم استدلال کړی چې د ښه کیدو،(معروف) فرمان ورکول او د شر، مخه نیول(منکر) یو تکلیف دي. څنګه چې معصوم هیڅکله واجب نه پریږدي، د کرنی یا وینا په وړاندې د هغه چوپتیا، چې ممکن وي، په ګوته کوي چې هغه عمل یا وینا جواز لري یا سم وی.[۱۴]

د تقریر ډولونه

په ځینو اصولي لیکنو کې تقریر کول، د هغه عمل پورې اړه لري چې په وړاندې یې چوپتیا ترسره کیږي، نو په دوه عملي(فعلی) او ویل شوي(قولی یا حکمی) ډولونو ویشل شوی ده. [۱۵] او په ځینې نورو لیکنو کې عقیدتی(باوری) تقریر، پدې دوه لوړه کې اضافه شوی؛[۱۶] پدی معنی ده چې څوک یي د خدای، پیامبر او معاد د مسئلو په اړه ځانګړي باور لري، او د معصوم شتون ته رسیدل چې هغه به دې باورونو په وړاندې چوپ پاتې شي.[۱۷]

د تقریر د اعتبار ور شرایط

اصولیان د کرنې یا وینا پروړاندې د معصوم چوپتیا حجت ګني که چیرې دوی لاندې شرایط ولري:

  • معصوم د هغه خبرو او کړنه په اړه پوهیدل او پام ولری چې د هغې پروړاندې ترسره کیږي.[۱۸]
  • دا امکان لري چې معصوم د هغه موضوع لپاره نظر ورکړئ. د مثال په توګه، یو څوک چې د معصوم په شتون کې کرنی کړی سمدلاسه نه پریږدي. [۱۹]
  • د معصوم لپاره د نظر ورکولو هیڅ خنډ شتون نلري. د مثال په توګه، امام اړتیا نلري د خپل ژوند یا د هغه شیعه ګانو ویره کې چوپ پاتې شي.[۲۰]
  • د چوپتیا دمخه، د هغه کرني یا وینا په وړاندې خبرې نه کوي.[۲۱]

فوټ نوټ

  1. ↑ مظفر، اصول‌الفقه، اسماعیلیان، ج۳، ص۶۶.
  2. ↑ مظفر، اصول‌الفقه، اسماعیلیان، ج۳، ص۶۶.
  3. ↑ شیروانی، تحریر اصول فقه، ۱۳۸۵ش، ص۲۱۰–۲۱۱؛ مظفر، اصول‌الفقه، اسماعیلیان، ج۳، ص۶۶.
  4. ↑ اصغری، اصول‌الفقه با شرح فارسی، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۱۳۳.
  5. ↑ اصغری، اصول‌الفقه با شرح فارسی، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۱۳۳.
  6. ↑ بحرانی، شرح‌الاصول، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۱۵.
  7. ↑ مظفر، اصول‌الفقه، اسماعیلیان، ج۳، ص۶۱.
  8. ↑ محمدی، شرح اصول فقه، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۲۸۵؛ شهابی، تقریرات اصول، ۱۳۲۱ش، ص۱۵.
  9. ↑ ابوشهبة، الوسيط فی علوم و مصطلح الحدیث، دار الفکر العربی، ج۱، ص۲۰۴.
  10. ↑ محقق داماد، مباحثی از اصول فقه، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۴۵.
  11. ↑ ابوشهبة، الوسيط فی علوم و مصطلح الحدیث، دار الفکر العربی، ج۱، ص۲۰۴.
  12. ↑ موسوی بجنوردی، علم اصول، ۱۳۷۹ش، ص۲۸۶-۲۸۷.
  13. ↑ مرکز اطلاعات و مدارک اسلامی، فرهنگ‌نامه اصول فقه، ۱۳۸۹ش، ص۳۹۹؛ شهرکانی، المفید، ۱۴۳۰ق، ج۲، ص۹۱-۹۳.
  14. ↑ محقق داماد، مباحثی از اصول فقه، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۴۸-۵۰.
  15. ↑ شیروانی، تحریر اصول فقه، ۱۳۸۵ش، ص۲۱۱.
  16. ↑ محمدی، شرح اصول فقه، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۱۱۱.
  17. ↑ محمدی، شرح اصول فقه، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۱۱۱.
  18. ↑ محمدی، شرح اصول فقه، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۱۱-۱۱۲.
  19. ↑ اصغری، اصول‌الفقه با شرح فارسی، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۱۳۳.
  20. ↑ محمدی، شرح اصول فقه، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۱۲.
  21. ↑ نراقی، انیس‌المجتهدین، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۳۳۴؛ نراقی، تجریدالاصول، ۱۳۸۴ش، ص۷۱؛ انصاری، خلاصةالقوانین، ۱۳۹۷ق، ص۱۳۴.

سرچینې

  • ابوشهبه، محمدبن محمد، الوسيط في علوم و مصطلح الحديث، قاهره، دار الفکر العربی، بی‌تا.
  • اصغری، عبدالله، اصول‌الفقه (با شرح فارسی)، قم، چاپ دوم، ۱۳۸۶ش.
  • انصاری، احمد، خلاصةالقوانین، قم، المطبعة العلمیة، چاپ دوم، ۱۳۹۷ق.
  • بحرانی، محمد صنقور علی، شرح الاصول من الحلقة الثانیة، قم، نشر مؤلف، چاپ سوم، ۱۴۲۸ق.
  • شهابی، محمود، تقریرات اصول، تهران، چاپخانه حاج محمدعلی علمی، چاپ هفتم، ۱۳۲۱ش.
  • شهرکانی، ابراهیم اسماعیل، المفید فی شرح اصول الفقه، قم، نشر ذوی‌القربی، ۱۴۳۰ق.
  • شیروانی، علی، تحریر اصول فقه، قم، دارالعلم، چاپ دوم، ۱۳۸۵ش.
  • محقق داماد، مصطفی، مباحثی از اصول فقه، تهران، مرکز نشر علوم اسلامی، ۱۳۶۲ش.
  • محمدی، علی، شرح اصول فقه، قم، دارالفکر، چاپ دهم، ۱۳۸۷ش.
  • مرکز اطلاعات و مدارک اسلامی، فرهنگ‌نامه اصول فقه، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۹ش.
  • مظفر، محمدرضا، اصول‌الفقه، قم، اسماعیلیان، بی‌تا.
  • موسوی بجنوردی، محمد، علم اصول، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۷۹ش.
  • نراقی، محمدمهدی بن ابی‌ذر، انیس‌المجتهدین، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.
  • نراقی، محمدمهدی بن ابی‌ذر، تجریدالاصول، قم، نشر سید مرتضی، ۱۳۸۴ش.