د ابوذر جومات (تهران)
| غوښتنلیک | عبادي، سیاسي، کلتوري، ټولنیز |
|---|---|
| ځای | تهران |
| اړوند پیښې | په ۱۳۶۰لمریز کال کې د سید علي خامنهاي د ترور ځای |
| اسانتیاوې | جومات • علمي حوزه • کتابتون • وړکتون او له ښوونځي مخکې زدهکړه |
| ویب پاڼه | https://abozar.net |
ابوذر جامع جومات د تهران په سوېل لوېدیځ کې هغه جومات دی چې د فلاح (ابوذر) په سیمه کې موقعیت لري.[۱] دا سیمه، چې له ۴۲۰۰ څخه ډېر شهیدان لري، د ایران د سیمو ترمنځ تر ټولو د ډېرو شهیدانو ریکارډ لري او له همدې امله ورته د تهران دارالشهداء ویل کېږي.[۲]
د ۱۳۶۰ل کال د چنګاښ په ۶مه په همدې جومات کې د سید علي خامنهاي (د تهران د جمعې امام) د ناکام ترور پېښه رامنځته شوه.[۳] هغه بم چې په ټېپ ریکارډر کې دننه ځای پر ځای شوی و، د خامنهاي د وینا پر مهال وچاودېد او هغه یې ټپي کړ.[۴] ویل شوي چې دا ترور د «رهروان فرقان» ډلې (د فرقان ډلې پاتې شونو) ترسره کړی و،[۵] خو ځینو دا پېښه د مجاهدین خلق سازمان ته منسوبه کړې ده.[۶]

د دې جومات امامت له ۱۳۵۴ل کال راهیسې د رضا مطلبي پر غاړه دی. د هغه په هڅو، د جومات ترڅنګ امفيتېاتر، کتابتون، د ابوذر علمی حوزه او وړکتون جوړ شوي دي.[۷] د مطلبي په وینا، وروسته له هغې چې سید علي خامنهاي په جوماتونو کې د قرآن د اهمیت او په جوماتونوکې یې د تلاوت د اړتیا په اړه وینا وکړه، هره اوونۍ څلور شپې په دې جومات کې د قرآن او تفسیر غونډې جوړېږي.[۸]
د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، ابوذر جومات د فرهنګي، ټولنیزو او قرآني فعالیتونو مرکز پاتې شوی او د تهران د ۱۷مې سیمې مذهبي او رسمي مراسم پکې ترسره کېږي.[۹] د مطلبي په وینا، خامنهاي ابوذر جومات ته د «زموږ خپل جامع جومات» نوم ورکړی و.[۱۰]
د ۱۴۰۴ل کال په مرغومي کې د ایران د پېښو پر مهال، دې جومات ته پکې موجودو قرآنونو سره یوځای اور واچول شو، خو فعالیتونه یې ونه درېدل.[۱۱]
فوټ نوټ
- ↑ «مستند نگاری، مسجد جامع ابوذر (فلاح)»، د جومات ځانګړې پایگاه.
- ↑ «روایتی از مسجد ابوذر در مسیر انقلاب»، شبستان؛ د جومات ځانګړې پایگاه؛ «لومړی مخ»، د تهران د ۱۷مې سیمې د ابوذر جامع جومات.
- ↑ «آقا از مسجد جامع ابوذر با عنوان مسجد جامع خودمان یاد کردند»، د اسلامي تبلیغاتو سازمان.
- ↑ «مستند نگاری، مسجد جامع ابوذر (فلاح)»، د جومات ځانګړې پایگاه.
- ↑ «مستند نگاری، مسجد جامع ابوذر (فلاح)»، د جومات ځانګړې پایگاه.
- ↑ «درنگی بر چرایی حادثه تروریستی ششم تیر ماه مسجد ابوذر»، د سیاسي مطالعاتو او څېړنو مؤسسه.
- ↑ «مستند نگاری، مسجد جامع ابوذر (فلاح)»، د جومات ځانګړې پایگاه؛ «لومړی مخ»، د تهران د ۱۷مې سیمې د ابوذر جامع جومات.
- ↑ «روایتی از مسجد ابوذر در مسیر انقلاب»، شبستان؛ «شبههای که رهبری قبل از ترور برطرف کرد»، جماران.
- ↑ «روایتی از مسجد ابوذر در مسیر انقلاب»، شبستان.
- ↑ «آقا از مسجد جامع ابوذر با عنوان مسجد جامع خودمان یاد کردند»، د اسلامي تبلیغاتو سازمان.
- ↑ «روایتی از ابوذر، مسجد نیمهسوختهای که همچنان پابرجاست»، ایرنا.
سرچينې
- «آقا از مسجد جامع ابوذر با عنوان مسجد جامع خودمان یاد کردند»(آقا له ابوذر جامع جومات څخه د خپل جامع جومات په توګه یادونه وکړه)، د اسلامي تبلیغاتو سازمان، د خپرېدو نېټه: ۲۷ جون ۲۰۲۲م، د لیدنې نېټه: ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴لمریز.
- «درنگی بر چرایی حادثه تروریستی ششم تیر ماه مسجد ابوذر»(د ابوذر جومات د شپږمې چنګاښ د ترهګریزې پېښې د لاملونو پر سر یوه کتنه)، د سیاسي مطالعاتو او څېړنو مؤسسه، د لیدنې نېټه: ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴لمریز.
- «روایتی از ابوذر، مسجد نیمهسوختهای که همچنان پابرجاست»(د ابوذر روایت؛ هغه نیم سوځېدلی جومات چې لا هم ولاړ دی)، ایرنا، د خپرېدو نېټه: ۲۶ مرغومی ۱۴۰۴لمریز، د لیدنې نېټه: ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴لمریز.
- «روایتی از مسجد ابوذر در مسیر انقلاب»(د انقلاب په لاره کې د ابوذر جومات یو روایت)، شبستان، د خپرېدو نېټه: ۶ چنګاښ ۱۳۹۷لمریز، د لیدنې نېټه: ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴لمریز.
- «شبههای که رهبری قبل از ترور برطرف کرد»(هغه شبهه چې رهبرۍ له ترور مخکې لرې کړه)، جماران، د خپرېدو نېټه: ۶ چنګاښ ۱۳۹۳لمریز، د لیدنې نېټه: ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴لمریز.
- «صفحه نخست»(لومړۍ پاڼه)، د تهران د ۱۷مې سیمې د ابوذر جامع جومات، د لیدنې نېټه: ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴لمریز.
- «مستند نگاری، مسجد جامع ابوذر (فلاح)»(مستند ګیري، د ابوذر جامع جومات «فلاح»)، د جومات ځانګړې پایگاه، د خپرېدو نېټه: ۲۹ لړم ۱۴۰۳لمریز، د لیدنې نېټه: ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴لمریز.