ترور
- دا مقاله د ترور د مفهوم په اړه ده. د منظمو تاوتریخوالو او ناڅاپي بریدونو د پېژندلو لپاره چې د وېرې خپرولو په موخه ترسره کېږي، د «ترورېزم» مدخل ته مراجعه وکړئ.
ترور د سیاسي او مذهبي انګیزو له مخې د مخالفانو ناڅاپي وژلو ته ویل کېږي. په دیني ادبیاتو کې ورته د «فَتْک»، «اِغْتیال» او «محاربه» اصطلاحات کارول کېږي. د قرآن د ځینو آیتونو له مخې، ځینې پېغمبران لکه حضرت صالح او حضرت محمد(ص) او همداراز یو شمېر مؤمنان د تروریستي بریدونو له ګواښ سره مخ شوي دي. همدارنګه، ځینې شیعه امامان لکه امام علي(ع) او امام حسن(ع) هم ترور شوي دي.
له فقهي پلوه پر نورو برید حرام ګڼل شوی، مګر دا چې د دفاع بڼه ولري. شیعه فقیهان د ترور د مطلق تحریم لپاره له امام صادق(ع) څخه د «ابيالصباح کناني» په روایت او همداراز په عقلاني اصل «د نور پر ځان او مال ولایت نه لرل» (یعنې د نورو د مال او ژوند په اړه بېاجازې تصرف حرام دی) استدلال کوي. په فقهي کتابونو کې د ترور ځینې بېلګې یادې شوي دي؛ لکه: د لارو ناامنول چې ورته «قطع الطریق» ویل کېږي،د خلکو د ټولنیز آرامښت سلبول، د خلکو د مال او ژوند په خطر کې اچول او د عامه ځایونو ویجاړول چې د «محاربه» تر عنوان لاندې راځي.
د تاریخي راپورونو له مخې په لومړیو اسلامي پېړیو کې، په ځانګړې توګه د مکې له فتحې وروسته، ځینې قتلونه شوي چې څېړونکي یې له ترور سره ورته ګڼي. خو د دې په مقابل کې بیا ویل شوي چې دغه قتلونه د ترور مصداق نه دي او یوازې د کفر یا ارتداد له امله نه دي ترسره شوي. دغه قتلونه یا د هغو کسانو د قتل له امله چې مهدورالدم ګڼل کېدل، یا په جګړې کې د ګډون، جاسوسۍ، د مسلمانانو د ځورونې او د اسلام پر ضد د نورو د هڅولو په خاطر شوي دي. سربېره پر دې، ډېری هغه کسان چې د قتل حکم پرې شوی و، د امانلیک له اخیستلو وروسته او له تېرو عملونو په توبې کولو سره بخښل شوي دي.
اهمیت او شالید
د ترور موضوع د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د نړیوال تاوتریخوالي د زیاتېدو او د القاعدې او داعش په څېر ډلو د راڅرګندېدو له امله د اسلامي نړۍ په سیاسي ادبیاتو کې مهمه شوه.[۱] ویل کېږي چې پراخې هڅې شوې چې «ترور» او «ترورېزم» له اسلام سره مترادف وښودل شي چې د نړۍ په کچه یو ډول اسلامو فوبیا (له اسلامه وېرول) خپره شي.[۲]
په قرآن کې راغلي چې حضرت صالح[۳]، د اسلام پېغمبر(ص)[۴] او مؤمنان[۵] د ترور له ګواښونو سره مخ شوي دي.[۶] ویل کېږي چې ترور د پېغمبرانو د رسالت د مخنیوي لپاره د مخالفانو یوه وسیله وه.[۷]
د تاریخي رپوټونو له مخې، د اسلام پېغمبر(ص) څو ځله د ترور له ګواښ سره مخ شوی دی: د عَقَبه د اصحابو دسیسه د تبوک له غزا څخه د بېرته راستنېدو پر مهال،[۸] د بني نضیر یهودو نقشه د پېغمبر او د هغه د ملګرو د ټولیز قتل لپاره[۹] او تر ټولو مهمه یې د مکې د مشرکانو دسیسه د هغه د قتل لپاره په هغه شپه چې «لیلة المبیت» نومېږي.[۱۰]
له شیعه امامانو څخه، امام علي(ع) د ابن ملجم لخوا ترور شو،[۱۱] او امام حسن(ع) د خوارجو په برید کې ټپي شو.[۱۲]
مفهومپېژندنه
ترور د فرانسوي کلمې Terreur[۱۳] څخه اخیستل شوی او د سیاسي مخالفانو ناڅاپي قتل ته اشاره کوي.[۱۴] د ترور اصلي ځانګړنې داسې یادې شوي دي: پر زور او تاوتریخوالي تکیه، د وېرې خپرول،غیرقانوني او نامشروع عمل، د سیاسي یا ایډیولوژیکو موخو لپاره ترسره کېدل، او د واک ترلاسه کول یا ساتل.[۱۵]
په فقهي او روایي متونو کې ورته ځینې کلمې کارول شوې دي؛ لکه «فَتْک»، «اِغتیال»، «اِرهاب» او «محاربه».[۱۶] خو «ارهاب» په عربۍ کې په ځانګړې توګه د شلمې پېړۍ راهیسې زیاتره د «ترورېزم» لپاره کارول کېږي.[۱۷]
له ترورېزم سره یې توپیر
سره له دې چې د ترورېزم په تعریف کې اختلاف شته، خو سره له دې د ترور او ترورېزم تر منځ ځینې توپیرونه ذکر شوي دي.[۱۸] ترور زیاتره د فردي او احساساتي چلند په بڼه وي چې لنډمهاله ترسره کېږي او ځانګړې موخې لکه د دښمن ناڅاپي قتل لري. خو ترورېزم یوه ډلهییزه او منظمه ښکارنده ده چې تر ترور ډېرې پراخې موخې لري. په دې لیدلوري کې، ترورېزم د یوې کوچنۍ ډلې پر ضد په برید سره په پراخې ټولنې کې وېره خپروي.[۱۹] ویل کېږي چې ترور د عمل په ډګر کې کارېږي، خو ترورېزم په نظریه کې.[۲۰]
له استشهادي عملیاتو سره یې توپیر
ترور له « استشهادي عملیاتو» سره توپیر لري. ترور یوه مجرمانه او تاوتریخواله کړنه ده چې د رعب او وحشت خپرولو لپاره د سیاسي موخو په خاطر ترسره کېږي. خو استشهادي عملیات د یرغل پر وړاندې د حق د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي؛ هغه مهال چې د حق ترلاسه کولو بله لاره نه وي.[۲۱] د سیاسي فقې د څېړونکي داوود فیرحي په وینا، استشهادي عملیات په شیعه فقه کې د «دفاعي جهاد» تر مفهوم لاندې راځي.[۲۲] د دې لیدلوري له مخې، استشهادي عملیات هغه وخت روا ګڼل کېږي چې د اشغالګرو او دښمنانو پر وړاندې ترسره شي، نه دا چې د بېګناه کسانو د وژل کېدو لامل شي.[۲۳]
د ترور حکم او دلیل یې
په شیعه فقه کې هر ډول برید، که پر مسلمان وي او که پر غیرمسلمان، له دفاعي حالت پرته منع شوی دی.[۲۶] د شیعه مرجع حسینعلي منتظري په وینا، د ترور حرمت او د هغه کس د قتل حراموالی چې مهدورالدم نه وي، د دین له ضروري ښوونو څخه دی.[۲۷]
په شیعه فقه کې د ترور د مطلق منع کولو لپاره د قرآن په ځینو ایتونو لکه د مایدې سورې په۳۲ او اسراء سورې په ۳۳[۲۸] او روایتونو (لکه له امام صادق(ع) څخه د ابی الصباح کناني په روایت باندې استناد شوی دی.[۲۹] په همدې روایت کې، امام صادق(ع) د هر ډول ترور په وړاندې د اسلام د پیغمبر(ص) د ممانعت په استناد، خپل یو ملګری د هغه چا له قتل څخه منع کړ چې امام علي ته یې کنځلې کړې وې.[۳۰] دا روایت له مسلم بن عقیله هم نقل شوی د ی؛ همداراز د هاني بن عروه په کور کې، کله چې د عبیدالله بن زیاد د قتل له پلانه خبر شو د پېغمبر د روایت یادونه او له ترور یې ډډه وکړه.[۳۱]
د منتظري په وینا، د عقلاني اصل له مخې حتی مهدورالدم کسان باید د ترور او غافلګیرۍ له لارې ونه وژل شي.[۳۲]
په فقهي کتابونو کې د ترور مصادیق
د هغو کړنو پراخه لړۍ چې نن سبا د شخصیتونو او د خلکو د مالونو، امنیت او هوساینې پر ضد ترسره کېږي، په فقهي کتابونو کې د ترور تر عنوان لاندې راځي. د بېلګې په توګه:
- د لارو ناامنول او د عامه ترانسپورتي وسایلو پر ضد بریدونه، چې ترسره کوونکي یې «قطاع الطریق» یا «لص» بلل کېږي.[۳۳]
- د خلکو د آرامښت سلبول او د هغوی د ژوند، مال او ناموس په خطر کې اچول چې په آیتونو او روایاتو کې سخت حکمونه ورته بیان شوي دي.[۳۴]
د اسلام په لومړیو وختونو کې ترور ته ورته قتلونه
په ځینو تاریخي رپوټونو کې راغلي چې د اسلام په لومړیو کې، په ځانګړې توګه د مکې له فتحې وروسته،یو لړ قتلونه شوي چې ځینې یې د پېغمبر(ص) په حکم ترسره شوي؛ لکه: د کعب بن اشرف،[۳۵] عصماء بنت مروان،[۳۶] ابوعفک شاعر،[۳۷] ابو رافع سلام بن ابي الحقیق[۳۸] او عقبة بن ابي معیط.[۳۹] وژلې چې ویل کېږي د دوی په اړه د ترور شبهه موجوده ده.[۴۰]
خو د شیعه فقیه حسینعلي منتظري په وینا منتظري په وینا، دغه قتلونه د ترور مصداق نه دي، او د هغو کسانو د کفر یا یوزاې د ارتداد په وجه نه بلکې د هغوي د ځینو جرمونو لکه قتل، په جنګونو کې د ګډون، جاسوسۍ، د مسلمانانو ځورونې او د اسلام پر ضد د نورو د هڅولو له امله ترسره شوي دي.[۴۱] د یو دیني څېړاندي علياصغر رضواني په وینا، د کعب الاشرف او ابو رافع بن ابي حقیق قتل د محاربې، د تړون د ماتولو او د اسلام او مسلمانانو په خلاف د دښمنانو د هڅونې له امله و.[۴۲] له بلي خوا ویل کېږي چې دا قتلونه ترور نه ګڼل کېږي، ځکه د دوی د قتل حکم په ښکاره صادر شوی و، په داسې حال کې چې ترور پټ او ناڅاپي وي.[۴۳] دهغه په وینا د شاعر ابوعفک وژله د پېغمبر په امر نه وه، اوهمداراز دا وژله د ژمنې له ماتولو او د مسلمانانو په خلاف په شعر ویلو سره د خلکو له لمسولو وروسته شوې ده.[۴۴]
په همدې لړ کې ویل شوي چې د عصماء بنت مروان وژله هم د شک ځای لري؛ ځکه چې دا کار د پېغمبر له خوا نه و او دهغه وژله د عمیر بن عوف کار بلل شوی چې نظر یې کم و او په هغه ظرافت او صفایۍ سره چې د دغه کار کول چې په تاریخي کتابونو کې راغلي د یو کم بینا کس له لورې ممکن نه دي.[۴۵] د عقبة بن ابي معیط د قتل په اړه ویل کېږي چې د بدر جګړې په اسارت کې ووژل شو، ځکه هغه د جګړې په راپارولو، د قریشو د مشرانو د هڅونې او د مسلمانانو په ځورونې کې مهم او ټاکونکی رول درلود، او د هغه خوشې کېدل د مسلمانانو لپاره خطرناک ګڼل کېدل.[۴۶] همداراز حسینعلي منتظري هم ځینو مواردو ته اشاره کوي چې کوي چې پېغمبر(ص) ډېری مهدورالدم کسان چې توبه یې وباسله او مسلمان شول، وبخښل؛ په تېره بیا د مکې له فتحې وروسته لکه عکرمة بن ابي جهل، صفوان بن امیه، عبدالله بن سعد او حویطب بن عبدالعزی.[۴۷]
فوټ نوټ
- ↑ فیرحی، «دفاع مشروع، ترور و عملیات شهادتطلبانه در مذهب شیعه»، ص۱۲۳.
- ↑ احمدزاده و برهان، «تحلیل فقهی ترور با تأکید بر آرای فقهی و مشی سیاسی امام خمینی»، ص۱۵۸؛ عبداللهینژاد و عباسپور مقدم، «ترور از دیدگاه فقه»، ص۱۵۴.
- ↑ سوره نمل، آیه ۴۸.
- ↑ سوره انفال، آیه ۳۰.
- ↑ سوره قصص، آیه ۵۷؛ سوره آلعمران، آیات ۲۱ و ۱۱۲؛ سوره بقره، آیه ۶۱؛ سوره مائده، آیه ۷۰.
- ↑ بیگزاده جلالی، «ترور»، ص۴۹۴و۴۹۵.
- ↑ بیگزاده جلالی، «ترور»، ص۴۹۴.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۷۸-۷۹.
- ↑ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۱۹۸؛ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۳، ص۴۶۳.
- ↑ الصنعانی، المصنف، نشر المجلس العلمی، ج۵، ص۳۸۹؛ قمی، تفسیر قمی، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۷۴؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۹، ص۳۰۱.
- ↑ طوسی، امالی، ۱۴۱۴ق، ص۳۶۵؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۹؛ جعفریان، گزیده حیات سیاسی و فکری امامان شیعه، ۱۳۹۱، ص۵۴-۵۵.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۲؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۳۵.
- ↑ دهخدا، لغتنامه، ذیل «ترور».
- ↑ دهخدا، لغتنامه دهخدا، ذیل واژه؛ معین، فرهنگ فارسی معین، ذیل واژه.
- ↑ عبداللهینژاد و عباسپور مقدم، «ترور از دیدگاه فقه»، ص۱۵۶.
- ↑ منتظری، حکومت دینی و حقوق انسان، ۱۴۲۹ق، ص۷۵-۸۴؛ برجی، پژوهشی فقهی و حقوقی درباره ترور و دفاع مقدس، ۱۳۸۶ش، ص۲۸-۳۰؛ عبداللهینژاد و عباسپور مقدم، «ترور از دیدگاه فقه»، ص۱۵۶-۱۶۱؛ حاتمی، «خوانش اسلام از ترور و تروریسم، واکاوی واژگان معادل»، ص۸-۱۰.
- ↑ الکیالی، موسوعة السیاسیة، ۱۹۹۰م، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ بروجردی، جهاد و ترور در اسلام، ۱۳۹۵ش، ص۲۰؛ حاتمی، «خوانش اسلام از ترور و تروریسم، واکاوی واژگان معادل»، ص۳.
- ↑ انورخامهای، شاهکشی در ایران و جهان، ۱۳۸۱ش، ص۲۰.
- ↑ بیگزاده جلالی، «ترور»، ص۴۹۲.
- ↑ علویمهر، بررسی فقهی مسئله ترور از دیدگاه امام خمینی(س)، ۱۳۹۲ش، ص۱۶۶.
- ↑ فیرحی، «دفاع مشروع، ترور و عملیات شهادتطلبانه در مذهب شیعه»، ص۱۱۳و ۱۲۳.
- ↑ فیرحی، «دفاع مشروع، ترور و عملیات شهادتطلبانه در مذهب شیعه»، ص۱۲۳-۱۲۵.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۷۵.
- ↑ بروجردی، منابع فقه شيعه: ترجمه جامع أحاديث الشيعة، ۱۳۸۶ق، ج۳۱، ص۴۱۳.
- ↑ فیرحی، «دفاع مشروع، ترور و عملیات شهادتطلبانه در فقه شیعه»، ص۱۱۶.
- ↑ منتظری، حکومت دینی و حقوق انسان، ۱۴۲۹ق، ص۷۸.
- ↑ عبداللهینژاد و عباسپور مقدم، «ترور از دیدگاه فقه»، ص۱۶۲-۱۶۳.
- ↑ اردبیلی، مجمع الفائده، ۱۴۰۳ق، ج۱۳، ص۱۷۲-۱۷۳؛ مجلسی، روضة المتقين، ۱۴۰۶ق، ج۱۰، ص۳۰۹؛ منتظری، رساله استفتائات، ج۲، ص۳۴۳.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۷۵-۳۷۶.
- ↑ منتظری، حکومت دینی و حقوق انسان، ۱۴۲۹ق، ص۷۷.
- ↑ منتظری، حکومت دینی و حقوق انسان، ۱۴۲۹ق، ص۸۲-۸۳.
- ↑ برجی، پژوهشی فقهی حقوق درباره ترور و دفاع مشروع، ۱۳۸۶ش، ص۱۳۱-۱۳۲.
- ↑ برجی، پژوهشی فقهی حقوق درباره ترور و دفاع مشروع، ۱۳۸۶ش، ص۱۳۲-۱۳۳.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۶؛ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۸۴-۱۹۳.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۷۲.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۷۴.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۷۰.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۱۴.
- ↑ منتظری، حکومت دینی و حقوق انسان، ۱۴۲۹ق، ص۸۸-۸۹.
- ↑ منتظری، حکومت دینی و حقوق انسان، ۱۴۲۹ق، ص۸۸-۸۹.
- ↑ رضوانی، اسلامشناسی و پاسخ به شبهات، ۱۳۸۶، ص۳۸۹.
- ↑ رضوانی، اسلامشناسی و پاسخ به شبهات، ۱۳۸۶، ص۳۹۱.
- ↑ رضوانی، اسلامشناسی و پاسخ به شبهات، ۱۳۸۶، ص۳۸۹.
- ↑ رضوانی، اسلامشناسی و پاسخ به شبهات، ۱۳۸۶، ص۳۹۰.
- ↑ منتظری، حکومت دینی و حقوق انسان، ۱۴۲۹ق، ص۹۰-۹۲.
- ↑ منتظری، حکومت دینی و حقوق انسان، ۱۴۲۹ق، ص۹۴-۹۶.
سرچينې
- ابنسعد، محمد، الطبقات الکبری، مصحح عبدالقادر عطاء، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
- احمدزاده، ابوالفضل، و مهدی برهان، «تحلیل فقهی ترور با تأکید بر آراء فقهی و مشی سیاسی حضرت امام خمینی»، در فصلنامه تخصصی دین و قانون، شماره ۱۰، ۱۳۹۴ش.
- اردبیلی، احمد، مجمع الفائدة و البرهان، قم، انتشارات اسلامی، ۱۴۰۳ق.
- انور خامهای، شاهکشی در ایران و جهان (جامعهشناسی و تاریخ تروریسم)، تهران، نشر چایبخش، ۱۳۸۱ش.
- برجی، یعقوبعلی، پژوهشی فقهی حقوق درباره ترور و دفاع مشروع، قم، نشر زمزم هدایت، ۱۳۸۶ش،
- بروجردی، اشرف، جهاد و ترور در اسلام: دیدگاههای علمای شیعه و اهل سنت، تهران، پژوهشگاه علوم انسانی و مطالعات فرهنگی، ۱۳۹۵ش.
- بروجردی، حسین (و جمعی از فضلا)، منابع فقه شيعه(ترجمه جامع أحاديث الشيعة)، تهران، نشر فرهنگ سبز، ۱۳۸۶ق.
- بلاذری، احمد بن یحیی، جمل من أنساب الأشراف، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۷ق/ ۱۹۹۶م.
- بیگزاده جلالی، حمید، «ترور»، در دائرة المعارف قرآن کریم، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش.
- جعفریان، رسول، حیات فکرى و سیاسى ائمه، قم، انصاریان، ششم، ۱۳۸۱ش.
- حاتمی، بهادر، «خوانش اسلام از ترور و تروریسم، واکاوی واژگان معادل»، در خردنامه، شماره ۱۴، ۱۳۹۴ش.
- دهخدا، علیاکبر، لغتنامه دهخدا، تهرانِ، انتشارات دانشگاه تهران، ۱۳۷۷ش.
- رضوانی، علیاصغر، اسلامشناسی و پاسخ به شبهات، قم، انتشارات مسجد جمکران، ۱۳۸۶ش.
- شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الإرشاد فی معرفة حجج الله على العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- الصنعانی، عبدالرزاق، المصنف، هند، المجلس العلمی، بی تا.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
- طبری، محمد بن جریر، جامع البیان، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۵ق.
- طوسی، محمد بن حسن، الامالی، قم، دار الثقافة، ۱۴۱۴ق.
- طوسی، محمد بن حسن، التبیان، بیروت، دار احیا التراث العربی، بی تا.
- عبداللهینژاد، عبدالکریم، و رمضان عباسپور مقدم، «ترور از دیدگاه فقه»، در فصلنامه مطالعات اسلامی فقه و اصول، شماره ۸۷، ۱۳۹۰ش.
- علوی مهر، حسین، «دفاع و عملیات استشهادی از دیدگاه امام و دیگر فقیهان»، در کتاب همایش دفاع مشروع: بررسی فقهی مسئله ترور از دیدگاه امام خمینی(س)، ۱۳۹۲ش.
- فیرحی، داود، «دفاع مشروع، ترور و عملیات شهادتطلبانه در مذهب شیعه»، در فصلنامه شیعهشناسی، شماره ۶، ۱۳۸۶ش.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، بیروت، دار السرور، ۱۴۱۱ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- الکیالی، عبدالوهاب، موسوعة السیاسه، بیروت، موسسة العربیة للداراسات و النشر، ۱۹۹۰م.
- مجلسی، محمدتقی، روضة المتقین فی شرح من لا یحضره الفقیه، قم، انتشارات کوشانپور، ۱۴۰۶ق.
- معین، محمد، فرهنگ فارسی، تهران، انتشارات امیرکبیر، ۱۳۸۸ش.
- مفید، محمد بن محمد، الإرشاد في معرفة حجج الله علی العباد، تحقیق و تصحیح مؤسسه آل البیت، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- منتظری، حسینعلی، حکومت دینی و حقوق انسان، قم، ارغوان دانش، ۱۴۲۹ق.
- منتظری، حسینعلی، رساله استفتائات، تهران، نشر سایه، ۱۳۸۴ش
- واقدی، محمد بن عمر، المغازی، مصحح جونسن مارسدن، بیروت، موسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۹ق.
| ||||||||||||||||||||||