د امام مهدي(عج) پاڅون

د wikishia لخوا

د امام مهدي(عج) پاڅون د شیعه ګانو د دولسم امام حرکت له ظهور وروسته په نړۍ کې د عدالت رامینځته کولو لپاره ده. د پاڅون دقیق وخت معلوم نه دی. د روایتونو له مخې، د امام پاڅون په مکه کې له مسجد الحرام څخه پیل کیږي او اته میاشتې دوام کوي. د دې اصلي موقعیت عراق دی، او امام(عج) په دی سیمه کې سفیانی ته به مات کوي. په روایتونوکې، د امام زمان(عج) د ځانګړي ملګرو په توګه ۳۱۳ کسان ذکر شوي څوک چې پدې پاڅون کې برخه اخلي؛ مګر په پاڅون کې د برخه اخیستونکو شمیر له دې څخه ډیر لوړ دی، او د دوی زیاتره ځوانان دي. حضرت عیسی(ع) هم په دې پاڅون کې امام سره مرسته کوي. ځینو پیغمبرانو او د خدای اولیا؛ لکه اصحاب کهف، یوشع بن نون، د آل فرعون موءمن، سلمان فارسي، ابودجانه انصاری او مالک اشتر نَخَعی هم به رجعت کوي چې د امام زمان(عج) پاڅون کې برخه واخلي.

ځینې پدې باور دي چې په پاڅون کې د امام د وسلو توره ده، او دا چې هغه خپل دښمنان په داسې ډول مات کوي چې خدای په دې توره کې دغسی اعجاز ځای په ځای کړي دی. بله ټولګه پدې باور ده چې پرمختللې وسلې له کارول څخه ښکته کیږي، او پدې توګه امام زمان(عج) په توره سره بریا کیږی؛ مګر د ځینی په باور کې د تورې کلمې کارولو په روایتوکی یو سمبولیک مسئله ده او د نظامي پاڅون معنی لري.

موقعیت او ارزښت

د امام زمان(عج) پاڅون د دشیعه‌ګانو د دولسم معصوم امام له رامینځته کیدو وروسته لخوا ترسره شوي اقداماتو ته اشاره کوي. [۱] که څه هم د امام زمان(عج) پاڅون د هغه د رامینځته کیدو(ظهور) سره په یو معنی کې کارول شوی، [۲] مګر د شیعه څیړونکۍ خدا مراد سلیمیان وویل؛ دوه مسئلې توپیر لري او پاڅون د ظهور کیدو وروسته په مرحله کې ترسره کیږي.[۳]

په روایتونوکې د خروج (وتلو) کلمه هم د امام زمان پاڅون ته اشاره کولو لپاره کارول شوې. [۴] د خصال له کتاب څخه په روایت کې، چې د شیخ صدوق لخوا لیکل شوی، د امام زمان پاڅون رجعت او قیامت ورځ ترڅنګ د ایام الله (د خدای له ورځو) څخه شمیرل شویده. [۵] د ځینې روایتونو له مخی د امام پاڅون، اته میاشتې وخت نیسي [۶] او د امام زمان نړیوال حکومت ته لار هواروي. [۷]

وخت او موده

د امام پاڅون دقیق وخت روښانه ندی. [۸] مګر د پاڅون وخت ځینې نښې په روایتونو کې څرګند شوي؛ له دوی څخه؛ د فرد په کلونو کې، د عاشورا ورځ او شنبه پیښی شی. [۹] د سید محمد صدر په وینا، د مابعد الظهورتاریخ لیکوال، د عاشورا ورځې پورې اړوند روایاتو پرته، نور روایتونه پدې برخه کې ضعیف سند لري. [۱۰]

د پاڅون د مودې په اړه هم بیان شوې چې امام زمان(عج) اتو میاشتو لپاره توره په اروږد لري. [۱۱]

ځای

د ډیری روایتونو پر بنسټ، د امام زمان پاڅون له مکی څخه پیل کیږي.[۱۲] د دوی په مینځ کې هغه روایتونو چې کلیني په کافی کتاب کې او نعماني په الغیبه راوړلي دي.[۱۳] د عیون اخبار الرضا په یو روایت چې د شیخ صدوق لخوا لیکل شوی دی، د پاڅون ځای تهامه په نوم پیژندنه شوی دی؛[۱۴] مګر دوی ویلي؛ څنګه چې مکه د تهامه برخه ده، دا تهامه هم بلل کیږي. [۱۵]

په بل روایت کې، په یمن د کرعي په نوم یو کلی، د پاڅون ځای معرفي شوه [۱۶] مګر د امام مهدي دانشنامی لیکوالان، دا باطله ګنلي او دا امکان لري چې د امام زمان پاڅون په دی روایت کې د یماني په وتلو سره اشتباه اخیستل شوی وي. [۱۷] یا دا بیانات د فاطمیان حکومت تاءیید یا د درواغ ادعا کونکیۍ مهدی ګانی ملاټر، په شمالي افریقا او لویدیځ اسلام کې جعل شوی دی. [۱۸]

څنګه چې د امام مهدي په دانش نامه کې ویل شوي د روایتونو له مخې، په مکه کې لس زره خلک د امام زمان(عج) سره بیعت کوي او هغه مدینې ته اردو لیږي یا د بل بیان سره سم، هغه پخپله مدینه ته ځي او بیا عراق ته ځي ترڅو د سفیانی بغاوت به مات کوی، کوم چې د پاڅون اصلي مبارزه ده.[۱۹]

په روایتونو کی د روم، ډیلیم، هندوستان، کابل او د خزر د فتح په اړه خبرې کوي. [۲۰] دا هم ویل شوي چې عیسی(ع) په بیت المقدس کې امام زمان سره یوځای کیږي. [۲۱] کوفی ښار د پاڅون پای، او دی ښار د امام زمان(عج) دحکومت مرکز شو. [۲۲]

د پیل څنګتیا

د روایتونه له مخې، امام مهدي(عج) په مسجد الحرام کې د عشاء(خفتن) لمونځ کې لوستل او بیا یې د کعبی ترڅنگ پاڅون پیل کوي. [۲۳] هغه د پیغمبر(ص) څخه میراث لري؛ پشمول د توره، زغره(زره)، دستار، زین، کین، کالی او د پیغمبر بیرغ ورسره لری [۲۴] او د رکن او مقام تر مینځ له ملګرو څخه بیعت اخلی. [۲۵]

د شیخ صدوق په وینا، امام زمان به د مسجدالحرام کې د ۳۱۳ ټنو سره شتون ولري، او پدې آیت سره به هغه خپله وینا پیل کړي: «بَقِيَّتُ اللَّهِ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ». نو د دی جملی په بیانولو «أَنَا بَقِيَّةُ اللَّهِ فِي أَرْضِهِ وَ خَلِيفَتُهُ وَ حُجَّتُهُ عَلَيْكُمْ» خپل د هغه مثال ته معرفي کوي او کله چې د هغه د ملګرو شمیر لس زره ټنو ته ورسید، هغه خپل پاڅون پیل کوي. [۲۶]

وسله

د روایتونو په وینا، د امام زمان وسله په پاڅون کې «سیف» (توره )ده [۲۷] د دې وینا پر بنسټ، ځینې پدې باور دي چې د امام زمان د پاڅون پرمهال، پرمختللې وسلې به د خدای په غوښتنه له اخیستلو ښکته شي. یوه ډله وايي چې د راپورته کیدو(ظهود) دمخه دجنګونو له امله، دا وسلې ویجاړ شوي، او د یو ټولگه په باور؛ خدای د امام زمان په توره کې معجزه ځواک ورکوي، کوم چې د نورو وسلو څخه غوره دی.[۲۸]

په وړاندی کې، ځینی پدې باور دي چې د دې بیاناتو کې د «سیف» کلمه د ځواک او نظامي ځواک به معنی ده.[۲۹] له همدې امله امام زمان(عج) د نظامي مبارزې له لارې دښمن ته یربا شی، نه دا چې توره وکاروي.[۳۰]

ګډونوال

د امام زمان پاڅون کې د برخه اخیستونکو ځینې ځانګړتیاوې، په شمول د شمیرو، فردي ځانګړتیا او د دوی مشهور شخصیتونو په روایاتو کې څرګند شوي.

شمیری

د امام مهدي د ملګرو شمیره په ډیری روایتونو کې ۳۱۳ ټنه څومره چې د پیغمبر ملګري په بدر غزوه کې و [۳۱] مګر دا شمیره په نورو بیاناتو کې لوړه ده، د لسو زرو په څیر، [۳۲] دولس زره یا پنځلس زره خلک. [۳۳] په دې اساس، ویل کیږي چې په پاڅون کې برخه اخیستونکي له ۳۱۳ څخه ډیر خلک دي او ۳۱۳ کسان د هغه ځانګړي ملگرو او قوماندانان دي. [۳۴]

فردي ځانګړتیاوې

د الغیبه کتاب په یوه حدیث کې، چې د نعماني لخوا لیکل شوی، په پاڅون کې ډیری برخه اخیستونکي ځوانان دی او یو شمیر یې د زاړه(بودا) په توګه معرفي شوي.[۳۵] دوی د خورا زړور، شپې احیا کونکۍ، خورا ثابت ګام او قوي ستاینه شوي دی. [۳۶]

مشهور شخصیتونه

د بیاناتو له مخې، عیسی(ع) هم په پاڅون کې د امام زمان سره مرسته کوي. [۳۷] د خدای ملگرو یوه ډله چې مړه شوي هم بیرته راپورته شوي. ځینې خلک چې نومونه یې په روایتونو کې ذکر شوي دي: اصحاب کهف، یوشع بن نون، دآل فرعون موءمن، سلمان فارسی، بودجانه انصاری او مالک اشتر نَخَعی. [۳۸]

فوټ نوټ

  1. سلیمیان، درسنامه مهدویت، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۱۷۰-۱۷۱.
  2. صدر، الموسوعة المهدویة، ۱۴۱۲ق، ج۳ (تاریخ مابعد الظهور)، ص۱۹۵.
  3. سلیمیان، درسنامه مهدویت، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۱۷۲.
  4. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۳۷۷و۳۷۸.
  5. شیخ صدوق، خصال، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۱۰۸.
  6. نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۱۶۴، ح۵.
  7. صدر، الموسوعة المهدویة، ۱۴۱۲ق، ج۳ (تاریخ مابعد الظهور)، ص۴۴۹.
  8. صدر، الموسوعة المهدویة، ۱۴۱۲ق، ج۳ (تاریخ مابعد الظهور)، ص۲۰۷.
  9. صدر، الموسوعة المهدویة، ۱۴۱۲ق، ج۳ (تاریخ مابعد الظهور)، ص۲۱۲-۲۱۳.
  10. صدر، الموسوعة المهدویة، ۱۴۱۲ق، ج۳ (تاریخ مابعد الظهور)، ص۲۱۳.
  11. نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۱۶۴، ح۵.
  12. محمدی ری‌شهری و دیگران، دانشنامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ج۸، ص۱۹۹.
  13. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۳۱، ح۳؛ نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۳۱۳، ۳۱۵.
  14. شیخ صدوق، عیون اخبار عن الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۶۲-۶۳.
  15. محمدی‌ری شهری و دیگران، دانشنامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ج۸، ص۱۹۹.
  16. إربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۴۶۹؛ فیض کاشانی، کتاب الوافی، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۴۶۷.
  17. محمدی ری‌شهری و دیگران، دانشنامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ج۸، ص۱۹۹.
  18. محمدی ری‌شهری و دیگران، دانشنامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ج۸، ص۱۹۹.
  19. محمدی ری‌شهری و دیگران، دانشنامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ج۸، ص۲۰۱.
  20. نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۲۳۵، ح۲۲.
  21. سلیمیان، درسنامه مهدویت، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۱۷۹.
  22. سلیمیان، درسنامه مهدویت، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۱۷۹.
  23. محمدی ری‌شهری و دیگران، دانشنامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ج۸، ص۲۰۰-۲۰۱.
  24. نعمانی، الغبیه، ۱۳۹۷ق، ص۲۷۰.
  25. شیخ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۴۵۴؛ مفید، ارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۷۹.
  26. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۳۳۱.
  27. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۵۰، ح۱۳؛ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۳۲۱-۳۲۲، ح۳؛ نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۱۶۴، ح۵.
  28. سلیمیان، درسنامه مهدویت، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۱۷۶.
  29. مکارم شیرازی، حکومت جهانی مهدی، ۱۳۸۰ش، ص۲۵۱-۲۵۳.
  30. مکارم شیرازی، حکومت جهانی مهدی، ۱۳۸۰ش، ص۲۵۱.
  31. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۶۵۴، ح۲۰و۲۱؛ نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۳۱۴-۳۱۵، ح۷و۸و۹؛ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۶۴۹، ح۴۳؛ طبری، دلایل‌الامامه، ۱۴۱۳ق، ص۴۵۵؛ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۴۷۷.
  32. نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۳۱۴، ح۲؛ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۶۵۴، ح۲۰.
  33. سید بن‌ طاووس، الملاحم و الفتن، ۱۳۹۸ق، ص۶۴-۶۵.
  34. زمانی، حضرت مهدی: آینه پیامبران، ۱۳۹۶ش، ص۲۱۹؛ قرائتی، شرح دعای شریف افتتاح، ۱۳۹۲ش، ص۱۱۱؛ صمدی، سیره امام مهدی(ع)، ۱۳۹۳ش، ص۱۹۰.
  35. نعمانی، الغبیه، ۱۳۹۷ق، ص۳۱۵-۳۱۶، ح۱۰.
  36. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۲، ص۳۸۶.
  37. سید بن‌ طاووس، الملاحم و الفتن، ۱۳۹۸ق، ص۸۳.
  38. حر عاملی، اثبات‌الهداة، ۱۴۲۵ق، ج۵، ص۱۷۳.

سرچینې

  • إربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الأئمه، با مقدمه جعفر سبحانی تبریزی و حاشیه سید هاشم رسولی محلاتی، تبریز، مکتبة بنی هاشمی، ۱۳۸۱ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، اثبات الهداة بالنصوص و المعجزات‏، بیروت، اعلمی، چاپ اول، ۱۴۲۵ق.
  • زمانی، سید حسن، حضرت مهدی: آینه پیامبران، قم، بنیاد فرهنگی حضرت مهدی موعود، ۱۳۹۶ش.
  • سلیمیان، خدامراد، درسنامه مهدویت، قم، بنیاد فرهنگی حضرت مهدی موعود، چاپ دوم، ۱۳۸۹ش.
  • سید بن طاووس، الملاحم و الفتن فی ظهور الغائب المنتظر، قم، انتشارات رضی، چاپ پنجم، ۱۳۹۸ق/۱۹۷۸م.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، تصحیح/تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا(ع)، تصحیح/تحقیق مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمه، تصحیح/تحقیق علی‌اکبر غفاری، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ دوم، ۱۳۹۵ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الغیبة، تصحیح/تحقیق عبادالله تهرانی و علی‌احمد ناصح، قم، دارالمعارف الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
  • صدر، سیدمحمد، الموسوعة المهدویة، ج۳ (تاریخ مابعدالظهور)، بیروت، دارالتعارف، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • صمدی، قنبرعلی، سیره امام مهدی(ع)، قم، بنیاد فرهنگی حضرت مهدی موعود، ۱۳۹۳ش.
  • طبری آملی، محمد بن جریر، دلائل‌الامامه، قم، بعثت، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • فیض کاشانی، مولی محمدمحسن، کتاب الوافی، تحقیق ضیاءالدین حسینی اصفهانی، اصفهان، مکتبة الامام امیرالمؤمنین علی(ع)، ۱۴۰۶ق/۱۳۶۵ش.
  • قرائتی، محسن، شرح دعای شریف افتتاح، قم، بنیاد فرهنگی حضرت مهدی موعود، ۱۳۹۲ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح/تحقیق علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار الجامعه لدرر اخبار الائمة الاطهار، تصحیح/تحقیق جمعی از محققان، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد و دیگران، دانشنامه امام مهدی(ع) بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، قم، دارالحدیث، ۱۳۹۳ش.
  • مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، تصحیح/تحقیق مؤسسه آل‌البیت، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، حکومت جهانی مهدی، قم، نسل جوان، چاپ دهم، ۱۳۸۰ش.
  • نعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبه، تصحیح/تحقیق علی‌اکبر غفاری،‌ تهران، نشر صدوق، ۱۳۹۷ق.