ایام الله
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
ایامُ الله د خدای د ورځو په معنا هغه وختونو ته اشاره لري چې په کښې مهمې پيښې رامینځته شوې او د خدای قدرت لاډیر څرګند شوی دی. مفسرانو د قرآن هغه آیتونه چې دا کلمه په کښې راغلې ده، مؤمنانو ته د خدای د نعمت ورکولو او د هغوي د ژغورنې ورځې، د مشرکانو د عذاب او هم د نعمت او عذاب ورځې تفسیر کړې دي او د هغو د رایادولو موخه یې د انسانانو پند اخیستنه او هوښیاري بللې ده.
له امام باقر علیه السلام څخه د ځینو روایتونو له مخې، د امام مهدي(عج) د پاڅون، رجعت او قیامت ورځې د ایام الله مصداقونه دي. په ځینو روایتونو کښې د عاشورا ورځ هم، له ایام الله څخه بلل شوې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر امام خمیني، په اسلامي انقلاب کښې ځینې مهمې ورځې لکه د ۱۳۵۷ کال د سلواغې ۲۲ نیټه چې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ورځ ده، له ایام الله بلله. د هغه له نظره کومې پيښې چې په ایام الله کښې رامینځته شوې دي، د انسانانو لپاره په ټول تاریخ کښې عبرتناکې او ویښوونکې دي، په هم دې وجه باید ژوندې وساتلې شي.
مفهوم پیژندنه
ایام الله هغو ورځو ته اشاره لري چې په کښې مهمې پيښې رامینځته شوې دي.[۱] او د خدای قدرت په کښې لاډیر څرګند شوی دی.[۲] دا کلمه په قرآن کښې دوه ځلې استعمال شوې ده.[۳] په ابراهیم سوره کښې له حضرت موسی غوښتنه شوې چې خپل قوم ته د ایام الله یادونه وکړي ځکه چې په دغې وریادونې کښې عبرتونه دي.[۴] هم داشان په جاثیه سوره کې هم له هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی، غوښتنه شوې چي له هغو کسانو تير شي چې له ایام الله امید نه لري، تر دې چې خدای هر قوم د هغه د عمل په وجه سزا کړي.[۵] علامه طباطبایي د مړینې ورځ، د برزخ ورځ، د قیامت ورځ او د استیصال د عذاب د تحقق ورځ[یادداشت ۱] د ایام الله له مصداقونه بللې ده.[۶] په تفسیرِ نمونه کښې د ایام الله د ورخو د رایادونې او ورپورې د اړونده پیښو د نقلولو هدف، د ولسونو پند اخیستل او هوښیاري بلل شوې ده.[۷] حضرت علي(ع) قثم بن عباس ته په یو لیک کښې چې په مکه کښې به یې د امام کارونه کول، له هغه غوښتل شوي دي چې د حج په دستورو کښې، خلکو ته د ایام الله یادونه وکړي.[۸]
تفسیر
مفسرانو د ایام الله په تفسیر کښې مختلفې نظریې بیان کړې دي:
- د نعمت ورځې: هغه ورځې چې په کښې الهي نعمتونه د پیغمبرانو او د هغوي د منونکو په برخه شوې دي، لکه د فرعونیانو له لاسه د حضرت موسی(ع) د قوم خلاصون، د حضرت نوح(ع) له کشتۍ څخه د هغه د قوم بهر راوتل او له اوره د حضرت ابراهیم(ع) خلاصی.[۹]
- د عذاب ورځې: هغه ورځې چې د عاد او ثمود په شان سرکشو قومونو باندې عذاب نازل شوی دی.[۱۰]
- د عذاب او نعمت ورځې: هره هغه ورځ چې په کښې د خدای یو حکم داسې ځلیدلی چې نورې چارې یې تر خپلې اغیزې لاندې راوستې دي.[۱۱] په تفسیرِ نمونه کښې راغلي دي چې هره ورځ چې په کښې د انسانانو په ژوند کښې یو نوی څپرکی پرانستل شوی او ورته د عبرت درس ورکړی شوی دی لکه د یو پیغمبر راڅرګندیدل یا د یو ظالم او مشرک باچا نابودي، له ایام الله څخه دي.[۱۲] همداشان د هغه روایت له مخې چې امالي شیخ طوسي له پیغمبر(ص) څخه نقل کړی دی، د خدای له ورځو نه مراد، د نعمتونو، مصیبتونو او عذابونو نازلیدل دی.[۱۳]
د فیض کاشاني په وینا د دغو لیدتوګو ترمینځ هیڅ اختلاف نشته ځکه چې مؤمن ته نعمت ورکول، کافر ته د عذاب ورکولو په حکم کښې دي او دغه ورځې د یو قوم لپاره نعمت او د بل قوم لپاره عذاب دي.[۱۴]
مصداقونه
په روایتونو کښې د ایام الله لپاره یوشمیر مصداقونه ذکر شوې دي. له امام باقر علیه السلام څخه د نقل شوي روایت له مخې، ایام الله درې ورځې دي: د امام زمان(عج) د پاڅون ورځ، د رجعت او ستنیدو ورځ او د قیامت ورځ. [۱۵] البته علي بن ابراهیم بن هاشم قمي د رجعت د ورځې پر ځاې د مرګ ورځ راوړې ده.[۱۶] په ځینو روایتونو کښې د عاشورا ورځ هم له ایام الله څخه بلل شوې ده.[۱۷]
هم داشان امام خمیني د پیغمبر د هجرت ورځ، د مکې د فتحې ورځ، د صفین د جنګ ورځ او د زلزلې او سیلاب ورځې یا هغه ورځې چې په کښې د انسانانو لپاره خبرداری رامینځته شوې وي، له ایام الله څخه بللې دي.[۱۸] په عین حال کښې ویل شوي دي چې ایام الله تر دې ورخو محدودې نه دي او نور مصداقونه هم لري.[۱۹]
د ایران د اسلامي انقلاب ایام الله
د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) به د ایران د اسلامي جمهوریت په تاریخ کښې ځینې ورځې د ایام الله به توګه یادولې. د ۱۳۵۷ کال سلواغې د میاشتې ۲۲ نیټه چې اسلامي انقلاب کامیاب شو،[۲۰] د ۱۳۵۷ کال د غبرګولي ۱۵ نیټه چې د دغې ورځې پاڅون رامینځته شو، په دغو ورځو کښې شاملې وې.[۲۱] د امام خمیني په وینا، کومې پيښې چې په ایام الله کښې رامینځته شوې دي، د انسانانو لپاره په ټول تاریخ کښې عبرتناکې او بیداروونکې دي. په دې وجه، هغه باوري و چې ایام الله باید ژوندی وساتلې شي.[۲۲]
فوټ نوټ
سرچيني
- ابن ابیجمهور، محمد بن علی، عوالی اللئالی العزیزیة فی الاحادیث الدینیة، تصحیح مجتبی عراقی، قم، دار سیدالشهداء، ۱۴۰۵ق.
- امام خمینی، سید روحالله، صحیفه نور، تهران، انتشارات سروش، ۱۳۶۹ش.
- شعرانی، ابوالحسن، نثر طوبی، گردآونده محمد قریب، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۸۰.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۶۲ش.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، داراحیاءالتراث العربی، بیتا.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی التفسیر القرآن، دارالمعرفة، بیروت، ۱۴۰۸ق.
- طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تأویل القرآن، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۰ق.
- علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، مؤسسهاعلمی، بیروت، ۳۹۴۱ ق.
- فیض کاشانی، محمد، تفسیر الصافی، تهران، مکتبه الصدر، ۱۳۷۳ش.
- قرشی بنایی، علیاکبر، قاموس قرآن، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۱۲ق.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، قم، دارالکتاب، ۱۴۰۴ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۷۳ش.
- نهجالبلاغه، تحقیق صبحی صالح، بیروت، دارالکتاب البنانی، بیتا.