رجعت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

رَجعَت، له قیامته مخکې د ځینو مړو د ژوندي کېدو په معنا دی. رجعت د امامیه له ځانګړو عقایدو څخه دی او د اثبات لپاره یې په قرآن او روایتونو استناد شوی دی. همداراز هغه د شیعه مذهب له ضروریاتو ګڼلی شوی او د هغه په حقانیت د اجماع ادعا شوې ده. زیاتره امامیه عالمانو رجعت د حضرت مهدي(ع) د پاڅون او ظهور له زمانې سره هممهاله ګڼلی.

امامیه سره له دې چې د رجعت اصل یې په متواترو ایتونو په استناد سره منلی، خو په جزییاتو او څرنګوالي کې یې د نظر اختلاف لري.

ځینې په دې باور دي چې رجعت کوونکي په هماغه بدنونوسره چې په دنیا کې وو دوباره رجعت کوي. ځینو بیا ویلي چې په مثالي بدن سره رجعت کوي. ځینې په دې عقیده دي چې د رجعت په اصل خو اتفاق دی، خو د هغه له جزییاتو او څرنګوالي څخه خدای او ولیان یې خبر دي.

د ځینو روایتونو له مخې، لومړی کس چې رجعت به کوي، امام حسین (ع) دی. همداراز د ځینو روایتونو په اساس، پېغمبر(ص) امام علي(ع) او نور امامان(ع) مومنان او شهیدان، اصحاب کهف، یوشع، مومن آل فرعون، او ځینې مېرمنې لکه ام ایمن، حبابه والبیه، سمیه و صیانة ماشطة، له رجعت کوونکي دي. د اهل بیتو(ع) دښمنان د پېغمبرانو دښمنان او منافقان هم په هغو کسانو کې شامل دي چې ځینو روایتونو ته په پام سره رجعت به کوي او ترې به غچ اخستل کیږي.

د رجعت په اړه ځینې کتابونه لیکل شوي. الإیقاظ من الهُجعة بالبرهان علی الرَجعة کتاب، تألیف د حُر عاملی او الشیعة و الرجعة کتاب ، لیک د محمدرضا طبسي نجفي په دغو اثارو کې شامل دي.

مفهوم او مقام

د رجعت معنا ده له مرګه وروسته او له قیامته مخکې د ځینو خلکو په ډله ایزه توګه بیا راژوندي کېدل.[۱] د شیخ مفید په وینا، رجعت د شیعه په نزد، د حضرت مهدي له شهادته وروسته دنیا ته د امام علي (ع) او نورو شیعه امامانو(ع) راستنېدل او بې له نښتې او ټکره په ځمکه د هغوي حکومت کول دي.[۲] رجعت په لغت کې د ستنېدو معنا لري[۳] او په روایتونو کې د «الکَرّة» (ستنېدل) په معنا هم استعمال شوی دی.[۴]

رجعت له اعتقادي چارو دی چې له یوې خوا له امامت او مهدویت سره اړه لري او له بلې خوا په قیامت، ثواب او عقاب د باور زمینه جوړوونکی دی. له دې امله د کلام په علم کې د هغه د اثبات، صحیحوالي او پرې د عقیدې د صدق په اړه بحث کیږي.[۵] همداراز دا مساله د شیعه او اهل سنتو اختلافي مساله ده.[۶]

په رجعت د عقیدې ځینې بڼې په یهودیت او عیسائیت کې هم شته دي: د مثال په توګه په تورات کې په اخره زمانه کې د بني اسراییلو ژوندي کېدو او د حضرت داوود حکومت او د ډېرو مړو ژوندي کېدو ته اشاره شوې ده. په انجیل کې هم د حضرت عیسی د پیروانو د رجعت، او له دوهم قیامته مخکې په لومړي قیامت کې د هغه د سلطنت خبره شوې ده.[۷]

په رجعت عقیده د تشیع له نښو

د حر عاملي په وینا، په رجعت عقیده، د شیعه والي له ځانګړنو او نښو ده.[۸] شیخ صدوق په الاعتقاد کتاب کې ویلي چې د شیعه له عقیدو یوه دا ده چې د رجعت خبره حق ده.[۹] د شیخ مفید [۱۰] او سید مرتضی [۱۱] په شان عالمانو د رجعت د عقیدې په صحیح والي د اجماع ادعا کړې ده.

ځینو هغه د شیعه مذهب له منل شویو عقیدو او ضروریاتو ګڼلی دی او ځینو نورو که څه هم هغه له ضروریاتو نه دی ګڼلی، خو د هغه انکار یې جایز نه دی ګڼلی.[۱۲] د مثال په توګه علامه مجلسي په حق الیقین کې ویلي چې رجعت له اجماعیاتو او بلکې د شیعه مذهب له ضروریاتو ګڼل کیږي او له مشهورو شیعه عالمانو څوک نیشته چې د هغه په انکار کې یې څه ویلې یا لیکلي وي.[۱۶] د لطف الله صافي ګلپایګاني په وینا، شیعه په اجمالي توګه په رجعت قایل دي او انکار یې د قرآن او د هغو متواترو ایتونو د رد مستلزم دی چې په متواترو روایي سرچینو کې راغلي دي.[۱۷]

البته ځینې شیعه عالمان لکه سیدمحسن امین، محمدجواد مغنیه او محمدرضا مظفر، په رجعت عقیده د شیعه مذهب له ضروریاتو نه ګڼي او په دې باور دي چې رجعت دهغو روایتونو په وسیله چې له شیعه امامانو وارد شوي اثباتیږي او پرې عقیده د دغه روایتونو په صحیح والي عقیده لرونکو کسانو لپاره لازم دی.[۱۸] امام خمیني باوري دی چې د رجعت اصل ضروري دی؛ خو د هغه څرنګوالی او ځانګړنې ضروري نه دي او پرې کوم دلیل هم نیشته.[۱۹]

د رجعت په اړه مختلف نظرونه

د شیخ مفید په وینا، امامیه په رجعت د عقیدې په اصل کې د نظر ااتفاق لري؛خو په معنې او څرنګوالي کې یې مختلف نظرونه لري.[۲۰] سید عبدالله شبر ویلي چې د رجعت په اصل عقیده واجبه ده؛ خو په جزییاتو او څرنګوالي یې علم نه لرو او علم یې له خدای او اولیاوو سره دی.[۲۱] ځینې محدثان او متکلمان په دې باور دي چې په رجعت کې د قیامت په شان، خدای د مړو بدنونه له قبره راژوندي او محشور کوي.[۲۲] مرتضی مطهري د رجعت د څرنګوالي په اړه د فیض کاشاني د نظر په بیان کې وایي چې د هغه له نظره رجعت په دې معنا نه دی چې مړي په هماغه عنصري بدنونو سره چې په دنیا کې وو دې دنیا ته راستنیږي؛ بلکې د هغو د روحونو ستنېدل به نري او شبح ډوله او هغه شان وي چې د مکاشفې خاوندان یې د لیدلو ادعا لري.[۲۳]

امام خمیني باوري دی چې د رجعت کوونکو نفوس، مُلکي بدن (دنیایي بدن) جوړوي او په هماغه ملکي بدنونو سره دې دنیا ته راستنیږي.[۲۴] محمد علي شاه ابادي، دنیا ته رجعت په مثالي یا برزخي بدن سره ګڼلی دی.[۲۵] شیعه مصحح محمد باقر بهبودی (۱۳۰۷-۱۳۹۳ل)، په دې نظر دی چې رجعت به ټول نه ویني او له قبرونو د پاڅېدو په اساس د هغه تصویر یو عامیانه نظر دی چې د قران له منطق او عقل سره سمون نه خوري. هغه باوري دی چې د وګړو رجعت، د همدې موجود تکویني نظام په اساس دی چې انسانان یعنې بشري نطفې د پلرونو له صلبه د میندو خیټو ته ننوځي او بیا له زوکړې وروسته، د تېرو وختونو یادونه یې هېر شي.[۲۶]

ځینو عالمانو هم هغه روایتونه چې د رجعت په اړه راغلي تاویل کړي او ویلي یې دي چې له رجعته مطلب، دې دنیا ته په خپلو جسمونو سره د شیعه امامانو(ع) راستنېدل نه دي؛ بلکې مطلب دا دی چې د حضرت مهدي (ع) د ظهور په زمانه کې به د هغوي حکومتونه، قوانین، امر و نهي راستنه شي.[۲۷] سید مرتضی دغه نظر د ګوته په شمېر شیعیانو ګڼلی اوهغه یې رد کړی دی.[۲۸]

د رجعت زمانه

د زیاترو امامیه عالمانو له نظره رجعت د حضرت مهدي(ع) له پاڅون او ظهور سره اړوند دی، خو د هغه د واقع کېدو د وخت په اړه مختلف نظرونه موجود دي.[۲۹] زیاتره عالمانو رجعت د حضرت مهدي (ع) له پاڅون او ظهور سره هممهاله ګڼلی دی.[۳۰]

شیخ مفید په الارشاد کتاب کې، رجعت د ظهور له نښو ګڼلی دی.[۳۱] سره له دې ځینو څیړاندو له هغو روایتونو چې پکې د امام علي لپاره د زیاتو رجعتونو ذکر شوی،[۳۲] داسې اخستون کړی چې رجعت به د حضرت مهدی (ع) له ظهوره وروسته کیږي.[۳۳] په یو روایت کې د حضرت مهدي (ع) له ظهوره مخکې د امام حسین (ع) رجعت ته اشاره شوې ده.[۳۴] په یو بل روایت کې، د حضرت مهدي (ع) له وفاته وروسته د امام حسین (ع) رجعت راپور شوی دی.[۳۵]

په تفسیر قمي کې له امام علي(ع) یو روایت نقل شوی چې کله پېغمبر(ص) خلک د رجعت له پېښو خبر کړل، له هغه یې د هغې د زمانې په اړه وپوښتل او خدای د جن سورې ۲۵ ایت «قُلْ إِنْ أَدْرِی أَ قَرِیبٌ ما تُوعَدُونَ أَمْ یَجْعَلُ لَهُ رَبِّی أَمَداً؛ ووایه زه نه یم خبر هغه څه چې تاسو ته یې وعده درکړل شوې نزدې دی یا مې ورته پالونکی یو وخت ټاکي؟» په هغه حضرت(ص) وحي کړ.[۳۶] ځینې په دغه روایت په استناد سره په دې باور دي چې د رجعت وخت چاته نه دی معلوم او علم یې له خدای سره دی[سرچینې ته اړتیا]

رجعت کوونکي

په روایتونو کې د ډېرو کسانو نومونه د رجعت کوونکو په توګه راغلي دي:[۳۷]

  • شیعه امامان: له امام صادق(ع) څخه د یو روایت له مخې لومړی کس چې رجعت کوي امام حسین(ع) دی او څلویښت کاله به د ځمکې په مخ حکومت کوي.[۳۸] همداراز د پېغمبر(ص) امام علي (ع)[۳۹] او نورو شیعه امامانو [۴۰] د رجعت په اړه ځینې روایتونه نقل شوې دي.
  • د امامانو اصحاب: د ځینو روایتونو په راپور، د معصومو امامانو یو شمېر اصحاب او دهغوي شیعیان به هم رجعت کوي.[۴۱] په ځینو روایتونو کې سلمان، مقداد، ابودجانه انصاري او مالک اشتر له رجعت کوونکو ګڼل شوې دي.[۴۲] همداراز په یو روایت کې راغلي چې د امام حسین (ع) اویا ملګري به له هغه سره رجعت کوی.[۴۳]
  • د پېغمبرانو قامونه: د ځینو روایتونو په اساس، د حضرت موسی، د قوم ځینې مومنان، اصحاف کهف، یوشع او د آل فرعون مومن له رجعت کوونکو ګڼل کیږي.[۴۴]
  • شهیدان او مومنان: په ځینو روایتونو کې شهیدان او مومنان له رجعت کوونکو ګڼل شوې دي.[۴۵]
  • مومنې ښځې: په یو روایت کې راغلي چې دیارلس تنه ښځې لکه ام ایمن، حبابه والبیه، سمیه مادر عمار یاسر، زبیده، ام سعید حنفیه او صیانة ماشطة به رجعت کوي.[۴۶]
  • د اهل بیتو(ع) دښمنان، د پېغمبرانو دښمنان او منافقان له هغو کسانو دي چې د روایتونو له مخې رجعت کوي او له هغوي به انتقام اخستل کیږي.[۴۷]

دلیلونه

په رجعت د عقیدې د حقانیت د ثابتولو لپاره په لاندینیو دلیلونو استناد شوی دی:

قرآني مستندات

ځينې ایتونه چې امامیه د رجعت د تعلیماتو د حقانیت د اثبات لپاره په هغه استدلال کړی په دې ډول دي:

  • «وَ يَوْمَ نَحْشُرُ مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ فَوْجًا مِمَّنْ يُكَذِّبُ بِآيَاتِنَا؛ هغه ورځ چې له هر قامه به یوه ډله چې زمونږ ایتونه دروغ ګڼي راپاڅوو، ایت.[۴۸] په دې ایت استدلال داسې شوی چې د ایت مطابق، خدای تعالی به د خلکو یوه ډله محشوروي نه ټول خلک او دا محشورېدل د قیامت محشورېدل نه شي کېدلی؛ ځکه چې «وَحَشَرْنَاهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ أَحَدًا؛ او ټول به راپاڅوو او هیڅوک به نه پرېږدو.»،[۴۹] ایت ته په پام سره ، خدای د قیامت په ورځ ټول انسانان محشوروي، پردې اساس داسې اخستون کیږي چې د نمل سورې په ۸۳ ایت کې له حشره مطلب په قیامت کې د مړو ژوندي کول نه دي؛ بلکې په دې دنیا کې دي او دا هماغه رجعت دی.[۵۰] په قمي تفسیر کې له امام صادق(ع) څخه یو روایت د دغه ایت په ذیل کې نقل شوی او په رجعت د هغه په دلالت تصریح شوی دی.[۵۱]
  • هغه ایتونه چې په تېرو امتونو کې له قیامته مخکې د مړو په ژوندي کېدلو دلالت لري لکه د بقرې سورې ۷۳، ۲۴۳ او ۲۵۹ ایتونه،[۵۲] په تورات کې هم د کسانو د رجعت ځینو بېلګو ته اشاره شوې ده: لکه د الیشع په لاس د یو ماشوم ژوندي کېدو[۵۳] او د بني اسراییلو د یو پېغمبر ایلیا په لاس د یو هلک ژوندي کېدو ته.[۵۴]
  • ځینې ایتونه لکه ، د نمل سورې ۸۲، د قصص سورې ۸۵، د آل عمران سورې ۱۵۷، د سجده سورې ۲۱، د غافر سورې ۱۱، د مائده سورې ۲۰، د نساء سورې ۱۵۹، او د انبیاء سورې ۹۵ ایتونه د هغو روایتونو په مټ چې په تفسیرونو کې یې راغلي، په رجعت دلالت کوي.[۵۵]

د رجعت په اړه متواتر روایتونه

ویل کیږي هغه روایتونه چې د رجعت په اړه راغلي معنوي متواتر دي.[۵۶] علامه مجلسي په حق الیقین کتاب کې ویلي چې له ۴۰ زیاتو امامیه مصنفانو څخه تر ۲۰۰ زیات روایتونه چې به ۵۰ معتبرو روایي سرچینو کې نقل شوي د بحار الانوار کتاب د«باب الرجعة» ،[۵۷] په نامه یوه برخه کې استخراج کړې دي.[۵۸] هغه همداراز ویلي چې که د رجعت روایتونه متواتر نه وی، نو په هیڅ شي کې د تواتر ادعا نه شو کولی.[۵۹] سید عبدالله شبر هم هغه حدیثونه چې د امام علي (ع) او امام حسین (ع) د رجعت په اړه نقل شوې حدیثونه، معنوي متواتر او هغه حدیثونه چې د نورو معصومو امامانو (ع) د رجعت په اړه راغلي تواتر ته نزدې ګڼلې دي.[۶۰] په ځینو دعاګانو او زیارتونو کې لکه دعای عهد، دعای دحو الارض، زیارت جامعه کبیره، زیارت مطلقه امام حسین، زیارت آل یاسین او زیارت امام زمان، کې هم داسې مطالب شته چې په رجعت دلالت کوی.[۶۱]

د رجعت د واقع کېدو عقلي امکان

د امامیه له نظره، رجعت هم ممکن دی او هم واقع شوی دی؛ په دې بیان سره چې د هغه کول د خدای لپاره محال نه دي او هغه قادر دی په دې چې خپل ځینې بندګان له مرګه وروسته او له قیامته مخکې، ژوندي کړي او دنیا ته یې راستانه کړي او د قرآن [۶۲]په راپور دغه شان شی په ځینو تېرو امتونو کې شوی هم دی.[۶۳] سره له دې ځینو هم د رجعت امکان او هم یې واقع کېدل نه دي منلي[۶۴] او ځینو یوازې د هغه په واقع کېدو کې شک کړی دی.[۶۵]

د رجعت فلسفه

ځینې موردونه چې د عالمانو خبرو او روایتونو ته په پام سره د رجعت د فلسفې په توګه بیان شوي په دې ډول دي:

  • له ظالمانو غچ اخستل او د مومنانو د زړه سړول: ویل کیږي چې رجعت کوونکي دوه ډلې دي: یوه هغه ډله چې لوړ ایمان لري او خدای هغوي دنیا ته راستنوي چې هغوي ته د حق حکومت وښیي او عزتمن یې کړي او بله ډله د ظالمانو ده چې له هغوي په غچ اخستلو سره د مظلومانو غصه سړوي.[۶۶]
  • د صالحانو بدله او د مجرمانو سزا: د ځینو روایتونو له مخې، یو شمېر منافقان او ظالمان، په قیامت کې پر خپلې خاصې سزا سربېره باید په دې دنیا کې هم سزا وویني،لکه څنګه چې سرکښو قامونو لکه فرعونیانو، عاد و ثمود او لوط قوم ولیدله، او د دې کار یوازینۍ لاره رجعت دی.[۶۷]
  • الهي مرسته: د هغو روایتونو له مخې چې د دغه ایت «إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِینَ آمَنُوا فِی الْحَیَاةِ الدُّنْیَا وَیَوْمَ یَقُومُ الْأَشْهَادُ؛ د خپلو رسولانو او د ایمان د خاوندانو هم په دنیا کې مرسته کوو او هم د قیامت په ورځ چې ګواهان به شهادت ته پاڅیږي.»[۶۸] په ذېل کې نقل شوي چې خدای تعالی به په خپله وعده چې د پېغمبرانو، امامانو او مومنانو د مرستې په اړه یې کړې له قیامته مخکې او د حضرت مهدي (ع) د پاڅون په وخت عمل وکړي.[۶۹]
  • د نفوسو تکامل: د نمونه تفسیر په نقل، یو شمېر خالص مومنان چې د معنوي تکامل په لاره کې په خپل ژوند کې له یو لړ خنډونو سره مخ شوې او تکامل یې نیمګړی پاتې دی، الهي حکمت ایجابوي چې دې نړۍ ته په بیا راتګ سره خپل تکاملي تګ ته دوام ورکړي، د حق او عدالت د نړیوال حکومت کتونکي او څارونکي اوسي او د دغه حکومت په جوړولو کې شرکت وکړی.[۷۰]
  • د منتظرانو د هیلې او چمتووالي پیاوړتیا: رجعت خلکو ته دا هیله ورکوي چې حتی که مړه شي هم د امام مهدي (ع) په حکومت کې به ژوندي کیږي او د ظهور زمانه به ګوري. دا هیله خلک هڅوي چې د خالصو مومنانو په لیکه کې د راتللو کوشش وکړي.[۷۱]

مونو ګراف

اصلي مقاله: د رجعت په اړه د کتابونو لړلیک
کتاب الایقاظ من الهجعة بالبرهان علی الرجعة د رجعت په موضوع کې

د عالمانو له خوا د رجعت په موضوع پریمانه اثار لیکل شوي دي. د «منبع‌شناسی موضوعی رجعت»، په نامه مقاله کې د دغه تالیفاتو ۱۲۷ ته یې اشاره شوې ده. [۷۲] ځینې کتابونه چې د رجعت په اړه لیکل شوي دا دي:

  • کتاب الإیقاظ من الهجعة بالبرهان علی الرجعة: تألیف د شیخ حر عاملی. حر عاملي په دې کتاب کې، په ایتونو او روایتونو په استناد سره، د امامیه له نظره د رجعت د عقیدې د حقانیت د اثبات هڅه کړې ده. لیکوال د دغه کتاب له لیکلو هدف، درې ډلې شیعیانو ته ځواب ګڼلی: هغه کسان چې د رجعت په عقیده یې توقف کړی، د رجعت منکران او هغه کسان چې په دې موضوع کې راغلي روایتونه یې تاویل کړي دي.
  • رجعت کتاب: لیک د علامه مجلسی. دا کتاب په فارسۍ ژبه لیکل شوی دی، علامه مجلسي په دغه کتاب کې د امام مهدي(عج) د ظهور او رجعت په اړه څوارلس روایتونه راوړې دي.[۷۴]
  • «الشیعة و الرجعة» کتاب: لیک د محمدرضا طبسی نجفی. لیکوال په دې کتاب کې، په قرآن، دعاګانو، زیارتونو، د فقیهانو په اجماع او د عالمانو په خبرو کې د رجعت مقام بیان کړی دی.
  • «الرجعة أو العودة إلی الحیاة الدنیا بعد الموت » کتاب: تألیف د علی‌موسی کعبی. لیکوال په دې کتاب کې د رجعت قرآني او روایي دلیلونه او د هغه د واقع کیدو امکان بیان کړی دی.[۷۵]
  • «بازگشت به دنیا در پایان تاریخ (تحلیل و بررسی مسئله رجعت)» کتاب: لیک د خدامراد سلیمیان.دا کتاب په لاندینیو بحثونو کې په لسو څپرکو مشتمل دی: د رجعت د ټکیو جاج، رجعت د اسلامي مذهبونو له نظره، د رجعت وخت، د رجعت د واقع کیدو امکان، رجعت په اخره زمانه کې، اعتراضونه، کره کتنې او جاجونې یې، رجعت کوونکي، د رجعت په زمانه کې دنده، په رجعت کې سزا او اجر.[۷۶]

فوټ نوټ

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • تورات.
  • آلوسی، محمود بن عبدالله، تفسیر روح المعانی، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌منظور، محمد بن مكرم، لسان العرب، بیروت، دار الصادر، ۱۴۱۴ق.
  • امین، سیدمحسن، نقض الوشیعة، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، الإیقاظ من الهجعة بالبرهان علی الرجعة، قم، انتشارات دلیل ما، ۱۳۸۶ش.
  • حلی عاملی، حسن بن سلیمان بن محمد، مختصر البصائر، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۱ق.
  • «رجعت در قرآن و اندیشه شیعیان»، وبگاه آثار استاد محمدباقر بهبودی.
  • رضوانی، علی‌اصغر، موعودشناسی و پاسخ به شبهات، قم، مسجد مقدس جمکران، ۱۳۸۸ش.
  • زادهوش، محمدرضا، «منبع‌شناسی موضوعی رجعت»، کتاب ماه دین، شماره ۶۲، آذر ۱۳۸۱ش.
  • سلیمیان، خدامراد، بازگشت به دنیا در پایان تاریخ (تحلیل و بررسی مسئله رجعت)، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۷ش.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، رسائل الشریف المرتضی، قم، دار القرآن الکریم، ۱۴۰۵ق.
  • شبر، عبدالله، حق الیقین فی معرفة اصول الدین، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۸ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الاعتقادات، قم، كنگره شیخ مفید، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، أوائل المقالات فی المذاهب و المختارات، بیروت، دار المفید، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الاختصاص، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الفصول المختارة، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • صافی گلپایگانی، لطف‌الله، مجموعة الرسائل، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۰۴ق.
  • طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج، تصحیح محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضى‌، ۱۴۰۳ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، انتشارت الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۴ق.
  • طبری، محمد بن جریر، دلائل الامامة، قم، مؤسسة البعثة، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، حق الیقین، قم، انتشارات اسلامیه، بی‌تا.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، رجعت، قم، انتشارات دلیل ما، ۱۳۸۶ش.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشی، تصحیح سیدهاشم رسولی محلاتی، تهران، چاپ اول، ۱۳۸۰ق.
  • قمی، شیخ عباس، کلیات مفاتیح الجنان، قم، انتشارات اسوه، بی‌تا.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تصحیح طیب موسوی جزائری، قم، دار الکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
  • کعبی، علی‌موسی، الرجعة أو العودة إلی الحیاة الدنیا بعد الموت، قم، مرکز الرسالة، ۱۴۲۶ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح محمد آخوندی و علی‌اکبر آخوندی، تهران، دار الكتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • کیانی‌فرید، مریم، «رجعت»، در دانشنامه جهان اسلام، جلد ۱۹، تهران، بنیاد دائرة المعارف اسلامی، ۱۳۹۳ش.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانشنامه امام مهدی(ع) براساس قرآن، حدیث و تاریخ، قم، انتشارات دار الحدیث، ۱۳۹۳ش.
  • محمدی، بهزاد، «فلسفه رجعت از منظر آیةالله شاه آبادی»، اندیشه نوین، شماره ۴۱، تابستان ۱۳۹۴ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، قم، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.
  • مظفر، محمدرضا، بدایة المعارف الالهیة فی شرح عقاید الامامیة، تعلیقه سیدمحسن خرازی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • مظفر، محمدرضا، عقاید الشیعة، قم، انصاریان، ۱۴۲۹ق.
  • مغنیه، محمدجواد، الجوامع و الفوارق، بیروت، مؤسسة عزالدین، ۱۴۱۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.
  • موسوی اردبیلی، عبدالغنی، تقریرات فلسفه (تقریرات درس فلسفه امام خمینی)، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینى، ۱۳۸۱ش.

بهرنۍ لینک