د یماني پاڅون

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د یَماني پاڅون یا د قَحْطاني پاڅون، چې د ظهور له یوې نښې څخه دی، د یمن له خلکو د امام حسین (ع) له زوزاته د یو سړي پاڅون ته اشاري لري چې د امام مهدي (عج) له ظهوره مخکې به کیږي. د روایتونو له مخې، د هغه پاڅون به د سفیاني له قیام او د سید خراساني له قیام سره هممهاله وي. امام مهدي ته د خلکو بلنه، له سفیاني سره نښته او د روم او قسطنطنیه فتحه د یمني له اقداماتو ګڼل شوې او په روایتونو کې د پاڅون پېل له یمنه ګڼل شوی دی.

د لومړۍ قمري پېړۍ له پېله، ځینو کسانو لکه عبدالرحمان بن محمد بن اشعث کندی چې د حجاج بن یوسف ثقفی په خلاف یې بلوا وکړه او په احمد الحسن مشهور احمد بن اسماعیل بصري ادعا وکړه چې یماني دي.

د یماني شخصیت پېژندنه

یماني د هغه کس لقب دی چې د روایتونو له مخې، د امام مهدي (عج) له ظهوره مخکې به پاڅون کوي[۱] او خلک به د هغه لور ته بلي.[۲]

د یماني اصلي نوم د شیعه په حدیثونو کې نه دی ذکر شوی؛ خو هغه د امام حسین (ع) له نسله [۳] یا د زید بن علي [۴] له لمسیانو ګڼل شوی دی. ویل شوي چې د اهل سنتو په ځینو سرچینو کې یې نوم جهجاه، حسن او یا حسین دی.[۵] د «رایات الهدی و الضّلال فی عصر الظّهور» کتاب لیکوال ویلي چې که څه هم په روایتونو کې د یماني په نسب تصریح نه ده شوې خو قطعي دلایل ثابتوي چې هغه له اهل بیتو او د امام حسین (ع) له نسله دی.[۶]

له پېغمبر اکرم (ص) په یو روایت کې له یماني څخه د منصور په نوم یادونه شوې ده چې له حضرت مهدي سره مرسته کوونکی دی.[۷] همداراز اهل سنت سرچینو هغه قحطانی[۸] او منصور یمانی[۹] هم بللی دی. قحطاني د قحطان په نوم یو کس ته منسوب دی[۱۰] چې د یمن د عربو نسب هغه ته رسیږي.[۱۱

د یماني خروج د ظهور له نښو

امام صادق(ع):

قَبْلَ قِيَامِ الْقَائِمِ خَمْسُ عَلَامَاتٍ مَحْتُومَاتٍ الْيَمَانِيُّ وَ السُّفْيَانِيُّ وَ الصَّيْحَةُ وَ قَتْلُ النَّفْسِ الزَّكِيَّةِ وَ الْخَسْفُ بِالْبَيْدَاءِ؛

د قایم له پاڅونه مخکې به پینځه نښې وي چې ټولې یې حتمي نښې دي: یماني، سفیاني، صیحه ، د نفس زکیه وژل کېدل او په بیداء کې د ځمکې ننوتل.".

صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ټوک۲، مخ۶۵۰، ح۷.

په روایتونو کې د یماني پاڅون د ظهور له نښو ګڼل شوی دی. له امام صادق (ع) څخه د شیخ صدوق په کمال الدین کتاب کې د یو روایت له مخې د اسماني چغې، سفیاني خروج، د زکیه نفس د وژلې او د خسف بیداء تر څنګ د یماني پاڅون د ظهور له قطعي نښو معرفي شوې دي.[۱۲] د څیړاندو په وینا په شیعه سني سرچینو کې د یماني د پاڅون په اړه ۳۶ حدیثونه موجود دي [۱۳] او په دغو ډېرو روایتونو کې د ظهور د نښې په توګه د یماني د پاڅون حتمي والي ته اشاره نه ده شوې [۱۴] او له شیعه روایتونو یوازې دوه روایتونه،[یادداشت۱] د حتمي والي خبره کوي.[۱۵] له دې امله ځینو څېړاندو د ظهور د نښې په توګه د یماني د پاڅون په قطعي والي کې شک کړی[۱۶] او په دې یې استناد کړی چې د دغه دوو حدیثونو په ځینو نسخو کې د حتمیت قید نیشته [۱۷] او احتمال شته چې دغه قید د راویانو له خوا په حدیث ورزیات شوی وي.[۱۸]

وخت او ځای

د روایتونو له مخې، د یماني پاڅون به د سفیاني له خروج سره هممهاله وي.[۱۹] له امام باقر (ع) د یو روایت له مخې د سفیاني، یماني او خراساني خروج به په یو کال، یوه میاشته او یوه ورځ وي.[۲۰] امام صادق (ع) په یو روایت کې د سفیاني خروج په بزرګه میاشته کې ګڼلی دی.[۲۱] ځینو د دغو دوو روایتونو په یوځای کولو سره، د یماني خروج هم په بزرګه (رجب) میاشته کې بللی دی.[۲۲] ځینو لیکوالانو په یوه ورځ د دغه دوو پېښو کېدل له یو بل سره د یماني او سفیاني د خروج د سخت پېوستون کنایه بللې او باوري دي چې دغه چاره د هغوي تر مینځ د لږې فاصلې له شتون سره تضاد نه لري.[۲۳]

همداراز د اهل سنتو په ځینو سرچینو کې د هغه په زمانه کې [۲۴] د عیسی د راتګ او د دجال د خروج او له مهدي[۲۵] وروسته د هغه د خروج په اړه روایتونه موجود دي. د شیعه لیکوالانو له نظره دغه روایتونه معتبر نه دي ځکه چې له معصومینو نه دي راغلي.[۲۶] او همداراز له دې امله چې هغه روایت چې له مهدي وروسته د هغه خروج ته اشاره لري له هغوحدیثونو سره ناغږمله دی چې د یماني پاڅون د حضرت مهدي د ظهور نښه ګڼي.[۲۷]

د روایتونو له مخې د یماني پاڅون به هم له یمنه وي.[۲۸] د یماني په پاڅون پورې په اړوندو روایتونو کې صنعا ، عدن او کنده ښارونو او اَبین سیمې ته اشاره شوې ده.[۲۹] د صنعا په اړه ځینې روایتونه مستفیض او د شیعه سني له خوا نقل شوي او د هغه مرکزیت ته اشاره لري.[۳۰]

د یماني اقدامات

په روایتونو کې د یماني د قیام جزییاتو ته اشاره نه ده شوې خو ځینې اقدامات یې ذکر شوې دي؛ منجمله حق ته بلنه ، له سفیاني سره نښته او د روم او قسطنطنیه فتح کول.

حق ته بلنه، له امام باقر (ع) د یو روایت له مخې د یماني پاڅون په حق ګڼل شوی او د هغه له پاڅون سره د یوځای کېدو په ضرورت ټینګار شوی دی.[۳۱] ځینو لیکوالانو په حقه د هغه له قیامه مطلب امامت ته بلنه تفسیر کړې ده.[۳۲] په روایتونو کې د منصور په نوم یو کس ته اشاره شوې چې د حضرت مهدي مرسته کوونکی دی او ۷۰زره ملاتړي کسان لري. د یو روایت له مخې کله چې یماني پاڅون وکړي د وسلې خرڅول حرام دي.[۳۴]

له سفیاني سره نښته؛ ځینې روایتونه د یماني او سفیاني د نښتې خبر ورکوي؛ د مثال په توګه هغه څوک چې د سفیاني سترګه به وباسي له صنعا به خروج کوي،[۳۵] یا لومړی کس چې له سفیاني سره به جنګیږي قحطاني دی.[۳۶] روایتونه له سفیاني سره د یماني د جنګ په باره کې اختلاف لري؛ ځینې د کامیابۍ [۳۷] او ځینې د یماني د ماتې [۳۸] خبر ورکوي. ځینو لیکوالانو د دغه اختلاف په توجیه کې ویلي چې هر یو روایت په جدا جدا ځایونو کې د هغوي د نښتې خبر ورکوي.[۳۹] د د غه روایتونو د سند په صحیح والي کې شک شوی دی.[۴۰] د یو روایت له مخې چې اهل سنت عالم ابن حماد په الفتن کې نقل کړی یماني په مدینه کې له امام مهدي سره یو ځای کیږي، سفیاني به مدینې ته یو لښکر ولیږي خو دغه دواړه به له مدینې د مکې په لور وځي.[۴۱] د سفیاني لښکر به په هغوي پسې د مکې په لور حرکت وکړي خو د بیداء په نوم یو ځای کې به په ځمکه کې ننوځي.[۴۲]

فتحې؛ د اهل سنتو په ځینو روایتونو کې راغلي چې یماني به قسطنطنیه او روم فتح کړي.[۴۳] د هغه او ملګرو بېرغونه یې سپین دي.[۴۴] په شیعه سرچینو کې د دغه سیمو فتح د امام زمان کار بلل شوی دی .[۴۵]


د یماني مدعیان

د یو روایت له مخې شیعیان د امام صادق (ع) له زمانې د یماني په انتظار دي. امام صادق د «طالب حق» [یادداشت۲] په نوم کس یماني والی په دې وجه رد کړ چې یماني د علي (ع) مینه وال دی خو طالب حق له علي بیزاري کوي.[۴۶] له لومړۍ قمري پېړۍ ځینو کسانو ځانونه د یماني په توګه معرفي کړي دي منجمله:


عبدالرحمن بن محمد بن اشعث (وفات ۸۵ق)، د عبدالملک بن مروان، په زمانه کې یې د عراق د حاکم حجاج بن یوسف ثقفی په خلاف بلوا وکړه او ځان یې قحطاني وباله چې د یمن خلک یې انتظار کوي.[۴۷] ابن اشعث له امویانو له ماتې وروسته سیستان ته لاړ او هم هلته له دنیا لاړ.[۴۸]

ابن فرس: د ابن خلدون په راپور، عبدالرحیم بن عبدالرحمان بن فرس په اندلس کې د شپږمې او اومې پېړۍ له عالمانو و. یوه ورځ یې د منصور په محفل کې تنده خبره وکړه. له هغه وروسته یې تر یوې مودې پټ ژوند کاوه او کله چې منصور له دنیا لاړ راښکاره شو او ادعا یې وکړه چې هماغه قحطاني دی چې پېغمبر یې د راتلو خبر ورکړی دی. اخر ناصر بن منصور په هغه پسې یو لښکر ولېږه او ابن زید په دغه نښته کې ووژل شو. [۴۹]

احمد بن اسماعیل بصري په احمد الحسن مشهور،ځان یماني معرفي کوي او ادعا کوي چې د ظهور لپاره د زمینه برابرولو دنده په غاړه لري او له امام زمان وروسته به حکومت په لاس کې اخلي.[۵۰] «دعوة احمد الحسن بین الحق و الباطل» کتاب د دغه ادعا په رد کې او د هغه په عقیدو په کره کتنه او نقد کې لیکل شوی دی.[۵۱]

همداراز له یزید بن ملهب[۵۲] او عبدالرحمان بن منصور (د هشام بن حکم الموید بالله په زمانه کې)[۵۳] د یماني د مدعیانو په توګه یادونه شوې ده.

لیکنې

«الْیَمَانِی رَایَةُ هُدًی» کتاب د یماني د پاڅون په اړه په عربۍ ژبه لیکل شوی دی. د دغه کتاب لیکوال، سید محمد علي الحلو (زوکړه ۱۳۷۶ ق) د عراق یو شیعه عالم دی. په دې کتاب کې د یماني د نوم او نسب او د هغه د پاڅون د ځای او وخت په اړه خبرې شوې دي. لیکوال د یماني پاڅون د ظهور له حتمي نښو ګڼلی دی.[۵۴]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې