د تماکو د تحریم فتوا

د تماکو د تحریم فتوا یوه مشهوره فتوا ده چې د شیعه د تقلید مرجع سید محمد حسن شیرازي په ۱۳۰۹ق کال کې صادر کړه او په دې کې یې د توتون او تماکو هر ډول استعمال حرام اعلان کړ. دا فتوا د رژي تړون د له منځه وړلو او په ایران کې د تماکو په سوداګرۍ کې د انګلیسي رژي کمپنۍ د انحصاري قدرت د ختمولو په موخه صادر شوې وه.
د سرچینو د راپور له مخې، میرزای شیرازي، د دې تړون د پایلو په معلومولو سره، لومړی دوه د خبرداري ټیلي ګرافونه ناصرالدین شاه ته واستول؛ خو د پاچا له بې پامۍ او سپکاوي سره مخ شو. په پایله کې، میرزای شیرازي د تماکو د تحریم (حراموالي) حکم صادر کړ او د تماکو استعمال یې د زمانې له امام حضرت مهدي(ع) سره د جګړې په معنا وباله.
دا فتوا په چټکۍ سره په ټول ایران کې خپره شوه او د علماوو او خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوه. د بېلابېلو ښارونو د غبرګونونو په سختېدو سره، قاجار پاچا اړ شو چې د تماکو انحصاري قرارداد لغوه کړي.
ځینو محققانو ویلي چې د تماکو د تحریم فتوا د شیعه مراجعو د فتواوو د اغېز یوه لویه بېلګه ده چې په ایران کې یې پر ټولنیزو او کلتوري سیاستونو اغېز کړی او د خلکو د ملي یووالي لامل شوې او همداراز په ایران کې د انګلستان د نفوذ او قدرت مخه یې نیولې ده.
د تماکو د تحریم د فتوا اهمیت او د هغې د صادرېدو زمینه
د تماکو د تحریم فتوا د څوارلسمې هجري قمري پېړۍ د تقلید مرجع سید محمد حسن شیرازي له خوا صادر شوه. دا فتوا وروسته له هغه صادره شوه چې د قاجار پاچا له خوا د تماکو د خرڅلاو او اخیستلو امتیاز (کریډټ) انګلیسي رژي کمپنۍ ته وسپارل شو.[۱] د ایران دولت په دې تړون کې د تماکو د اخیستلو او خرڅلاو امتیاز د پنځوسو کلونو لپاره انګلیسي رژي کمپنۍ ته ورکړی و.[۲]
د تاریخي سرچینو د راپور له مخې، د تماکو د انحصاري امتیاز پر ضد د علماوو او خلکو له اعتراضاتو سره سره،[۳] ناصرالدین شاه د دې امتیاز د لغو لپاره د دوی غوښتنو ته پاملرنه ونه کړه او په پایله کې خلکو له میرزا شیرازي څخه د مرستې غوښتنه وکړه.[۴] په پیل کې، میرزای شیرازي د امتیاز د لغو لپاره دوه خبرداروونکي ټیلي ګرافونه واستول چې د پاچا له منفي ځوابونو سره مخ شول، نو بیا یې د تماکو د تحریم فتوا صادره کړه.[۵]
د تماکو د غورځنګ شناندو د تماکو د تحریم حکم د ایران په تاریخ کې یو بدلون راوستونکی ټکی بللی چې د خلکو د ټولنیزې او سیاسي ویښتیا،[۶] ملي یووالي[۷] او د هېواد د خپلواکۍ[۸] لامل شو؛ همداراز یې د قرارداد امتیاز لغو کړ، د انګلستان د نفوذ مخه یې ونیوله او په ایران کې یې د دې هېواد اقتدار کمزوری او د دې هېواد کلتوري سیاستونه یې ناکام کړل.[۹] د تماکو تحریم د شیعه مراجعو د فتواوو د اغېز یوه څرګنده بېلګه بلل شوې چې په اوسمهاله اسلامي انقلاب کې پر ټولنیزو او سیاسي تحولاتو اغېزمنه وه.[۱۰] ځینو محققانو راپور ورکړی چې حتی هغه کسانو چې مذهبي پییلتیاوې یې نه درلودې هم د تماکو د تحریم په غورځنګ کې ګډون کړی و.[۱۱]
د فتوا د صدور تاریخ او متن
د ۱۳۰۹ق د جمادي الاول په لومړۍ نېټه/۳ دسامبر ۱۸۹۱م کې، میرزای شیرازي، په یوه لنډه عبارت کې، د توتون او تماکو استعمال په هر شکل منع کړ.[۱۲] د فتوا متن په لاندې ډول و:
«بسم الله الرحمن الرحیم الیوم استعمالُ تماکو و تُتُن بِاَیِّ نَحوٍ کان، در حکم محاربه با امام زمان(ع) است. والسلام.
حَرَّرَهُ الأقَلُّ مُحَمَّدحَسَنِ الحُسَینِی.[۱۳]»
ژباړه: (نن ورځ د تماکو او توتون استعمال په هر شکل چې وي د زمانې له امام [مهدي](ع) سره د جنګ حکم لري. والسلام)
د میرزا د فتوا په اړه د هغه او نورو شیعه عالمانو ویناوې
د تقلید مرجع سید موسی شبیری زنجاني، وایي چې میرزای شیرازي د غیبت سرداب ته لاړ او هلته یې یو حالت پیدا کړ او وروسته یې د تماکو د تحریم حکم ولیکه.[۱۴] له محمد تقي بهجت څخه نقل شوي چې دا حکم هغه ته الهام شوی و.[۱۵] همداراز راپور شوی چې میرزا د تماکو د تحریم حکم له ډېر فکر او تأمل وروسته صادر کړ.[۱۶] د شبیری زنجاني په وینا، میرزای شیرازي له دې امله خپه و چې د هغه فتوا به د شیعه سیاسي قدرت کمزوری کړي؛ ځکه ممکن وو چې د ناصرالدین پاچا په کمزوري کېدو سره، عثماني سترواکي پر ایران تسلط ومومي.[۱۷] امام خمیني د میرزای شیرازي د تماکو د حرمت حکم یو حکومتي حکم بللی چې پر ټولو فقهاوو لازم و چې له هغه اطاعت وکړي.[۱۸]
د خلکو له خوا د فتوا هرکلی او د قرارداد د امتیاز لغوه کېدل
وایي کله چې د میرزا فتوا له سامرا څخه تهران ته ورسېده، د دولتي مامورانو له سختۍ سره سره، په چټکۍ سره په ټول ایران کې خپره شوه[۱۹] او په بازارونو او جوماتونو کې د هغې په لوستلو سره، د ټولنیزې او سیاسي ویښتیا یوه څپه رامنځته شوه.[۲۰] د قاجار یو درباري نقل کړې چې د ناصرالدین پاچا پر حکم د میرزا د حکم د برترۍ له امله، پاچا ډېر خپه شو او په تهران کې یو نفوذ لرونکي مجتهد میرزا حسن آشتیاني ته یې یو سپکاوونکی لیک ولیکه.[۲۱]
پاچا د خلکو د اعتراضاتو په وړاندې اړ شو او د انګلستان له سفیر څخه یې وغوښتل چې د انحصار لغو رسماً اعلان کړي.[۲۲] د انګلیسي کمپنۍ مشر هم د یوې اعلامیې په صادرولو سره د دخانیاتو امتیاز لغو کړ.[۲۳] میرزای شیرازي، د تحریم د لغوې په اړه د هر ډول فریب د مخنیوي لپاره، میرزا آشتیاني ته دوه پیغامونه واستول او د بهرنۍ مداخلې د بشپړې لغوې د ډاډ ترلاسه کولو غوښتنه یې وکړه.[۲۴] هغه ټینګار وکړ چې په دې اړه باید هیڅ ډول بدلون یا تبعیض نه وي او اعلان یې وکړ چې تر هغې چې جزئیات روښانه نه شي، د تحریم د حکم د لغوې اجازه نه ورکوي.[۲۵] په پایله کې، له ۵۵ ورځو وروسته، د ۱۳۰۹ق د جمادیالثاني په ۲۵ /د ۱۲۷۰ل کال د سلواغې په ۶، د تماکو د تحریم حکم، د میرزای شیرازي په استناد سره لغوه شو.[۲۶]
فوټ نوټ
- ↑ سلطانی شایان، «سندی از تحریم تنباکو توسط علمای اصفهان (اصفهان: پیشرو در تحریم تنباکو)»، ص۷۴.
- ↑ عباسی، تحریم تنباکو و مشروطیت، ۱۳۸۶ش، ص۱۰۴.
- ↑ آدمیت، شورش بر امتیاز نامه رژی، ص۱۹ و ۲۹ و ۶۱، سلطانی شایان، «سندی از تحریم تنباکو توسط علمای اصفهان (اصفهان: پیشرو در تحریم تنباکو)»، ص۷۶؛ آدمیت، شورش بر امتیاز نامه رژی، ص۵۳.
- ↑ «فتوای تحریم تنباکو و پیامدهای آن»، ص۱۹۵.
- ↑ اصفهانی کربلائی، تاریخ دخانیه، ۱۳۷۷ش، ص۹۵؛ «فتوای تحریم تنباکو و پیامدهای آن»، ص۲۰۳؛ سلطانی شایان، «سندی از تحریم تنباکو توسط علمای اصفهان (اصفهان: پیشرو در تحریم تنباکو)»، ص۷۴.
- ↑ آدمیت، شورش بر امتیاز نامه رژی، ص۱۹ و ۲۹ و ۶۱، سلطانی شایان، «سندی از تحریم تنباکو توسط علمای اصفهان (اصفهان: پیشرو در تحریم تنباکو)»، ص۷۶؛ آدمیت، شورش بر امتیاز نامه رژی، ص۵۳.
- ↑ آدمیت، شورش بر امتیاز نامه رژی، ص۱۹ و ۲۹ و ۶۱، سلطانی شایان، «سندی از تحریم تنباکو توسط علمای اصفهان (اصفهان: پیشرو در تحریم تنباکو)»، ص۷۶؛ آدمیت، شورش بر امتیاز نامه رژی، ص۵۳.
- ↑ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج۹، ص۵۳۷.
- ↑ «بررسی تبعات فتوای تحريم تنباكو بر سياست انگلستان»، مرکز اسناد انقلاب اسلامی؛ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج۱۳، ص۳۵۷.
- ↑ دانا و رضانیا شیرازی، «بازخوانی فتوای میرزا شیرازی در تحریم تنباکو؛ تاملی در تحلیل کارایی دین و فتوا در بستر تغییرات اجتماعی»، ص۱۴۰.
- ↑ «فتوای تحریم تنباکو و پیامدهای آن»، ص۲۰۷؛ دانا و رضانیا شیرازی، «بازخوانی فتوای میرزا شیرازی در تحریم تنباکو؛ تاملی در تحلیل کارایی دین و فتوا در بستر تغییرات اجتماعی»، ص۱۳۴.
- ↑ تیموری، تحریم تنباکو، ۱۳۶۱ش، ص۱۰۳؛ کدی، تحریم تنباکو در ایران، ۱۳۵۸ش، ص۱۲۵.
- ↑ اصفهانی کربلائی، تاریخ دخانیه، ۱۳۷۷ش، ص۱۱۸.
- ↑ شبیری زنجانی، جرعه ای از دریا، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۱۲۴.
- ↑ رخشاد، 600 نکته در محضر آیت الله بهجت، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص ۲۲۷.
- ↑ «مشروطه و عبور شیعه از یک رقابت منفی به یک رقابت ایجابی » مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
- ↑ شبیری زنجانی، جرعهای از دریا، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۱۲۳.
- ↑ خمینی، ولایت فقیه، ۱۳۸۱ش، ص۱۲۴.
- ↑ تیموری، تحریم تنباکو، ۱۳۶۱، ص۱۰۵.
- ↑ «نقش مردم و روحانیت در نهضت تحریم تنباکو»، مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
- ↑ «نقش مردم و روحانیت در نهضت تحریم تنباکو»، مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
- ↑ آدمیت، شورش بر امتیاز نامه رژی، ص۱۱۹.
- ↑ آدمیت، شورش بر امتیاز نامه رژی، ص۱۱۹.
- ↑ «فتوای تحریم تنباکو و پیامدهای آن»، ص۲۱۵.
- ↑ «فتوای تحریم تنباکو و پیامدهای آن»، ص۲۱۵.
- ↑ عباسی، تحریم تنباکو و مشروطیت، ۱۳۸۶ش، ص۱۸۵.
سرچينې
- آدمیت، فریدون، شورش بر امتیاز نامه رژی، تهران، پیام، چاپ اول، ۱۳۶۰ش.
- اصفهانی کربلائی، حسن تاریخ دخانیه، کوشش رسول جعفریان، قم، الهادی، ۱۳۷۷ش.
- «بررسی تبعات فتوای تحريم تنباكو بر سياست انگلستان»، مرکز اسناد انقلاب اسلامی، تاریخ بازدید: ۱ دی ۱۴۰۳ش.
- تیموری، ابراهیم، تحریم تنباکو؛ اولین مقاومت منفی در ایران، تهران، شرکت سهامی کتابهای جیبی، ۱۳۶۱ش.
- خمینی، روح الله، صحیفه امام، مجموعه آثار امام خمینی، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، سال ۱۳۷۸ش.
- خمینی، روح الله، ولایت فقیه، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی (س)، ۱۳۸۱ش.
- دانا، سید علیرضا و حمید رضانیا شیرازی، «بازخوانی فتوای میرزا شیرازی در تحریم تنباکو؛ تاملی در تحلیل کارایی دین و فتوا در بستر تغییرات اجتماعی» در مجله پژوهش های اعتقادی کلامی، شماره ۵۰، تابستان ۱۴۰۲ش.
- رخشاد، محمد حسین، ۶۰۰ نکته در محضر آیت الله بهجت، قم، موسسه فرهنگی سما، چاپ دوم، ۱۳۸۲ش.
- سلطانی شایان، علی «سندی از تحریم تنباکو توسط علمای اصفهان (اصفهان: پیشرو در تحریم تنباکو)»، در مجله پژوهش در تاریخ، شماره ۱، زمستان ۱۳۸۹ش.
- شبیری زنجانی، سید موسی، جرعهای از دریا، قم، مؤسسه کتابشناسی شیعه، چاپ اول، ۱۳۸۹ش.
- «ضرورت تدریس تاریخ در حوزه های علمیه»، مرکز اسناد انقلاب اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۱۵ اسفند ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۳۰ آذر ۱۴۰۳ش.
- عباسی، غلامعلی، تحريم تنباکو و مشروطیت، قم، زائر، ۱۳۸۶ش.
- «فتوای تحریم تنباکو و پیامدهای آن» در مجله حوزه، شماره ۵۰ و ۵۱، شهریور ۱۳۷۱ش.
- کدی، نیکی، تحریم تنباکو در ایران، ترجمه شاهرخ قائم مقامی، تهران، شرکت سهامی کتابهای جیبی، ۱۳۵۸ش.
- «مشروطه و عبور شیعه از یک رقابت منفی به یک رقابت ایجابی » مرکز اسناد انقلاب اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۲۴ شهریور ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۲۹ آذر ۱۴۰۳ش.
- «نقش مردم و روحانیت در نهضت تحریم تنباکو»، مرکز اسناد انقلاب اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۲۵ اردیبهشت ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۲۹ آذر ۱۴۰۳ش.