سید محمد حسن شیرازي
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
سید محمد حسن حسیني (۱۲۳۰-۱۳۱۲ق) (۱۱۹۴ـ۱۲۷۳ل) چې په میرزاي شیرازي، میرزاي بزرگ او میرزاي مجدِّد، مشهور و په څوارلسمه هجري قمري پېړۍ کې د شیعه د تقلید مرجع و چې د تماکو د حرمت فتوا یې ورکړه.
میرزای شیرازي په ۱۲۴۳ لمریز کال کې د شیخ مرتضی انصاري له وفاته وروسته مرجعیت ته ورسېد او د عمر تر پایه دېرش کاله د شیعیانو یوازینی مرجع و. هغه د شیخ انصاري ځانګړی او د پام وړ شاګرد و. د قم د علمیه حوزې موسس شیخ عبدالکریم حائري، آخوند خراسانی، شیخ فضل الله نوري، میرزای نائیني او محمدتقي شیرازي د هغه له شاګردانو وو. میرزا مختلفې فقهي او اصولي رسالې ولیکلې او په اصولي او فقهي کتابونو په تېره بیا د مقلدانو لپاره د شیخ انصاري په تعلیقو یې لمن لیکونه لیکلي دي. همداراز د هغه راغونډې شوې فتواګانې او د فقې او اصولو د درسونو تقریرات یې هم چاپ شوې دي.
میرزای شیرازي د سامرا د عملیه حوزې او مکتب موسس هم ګڼل کیږي. ویل شوي چې هغه د شیعه سني تر مینځ د نزدېکت راوستلو لپاره سامرا ته هجرت وکړ او په دې ښار کې استوګن شو. په سامرا کې د مدرسو، پلونو، حسینیو، بازارونو او حمانونو جوړول د هغه له عمومي او عام المنفعه خدماتو وو.
هغه په ۸۲ کلنۍ کې په سامرا کې وفات شو او په نجف کې د امام علي (ع) په حرم کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه په اړه په فارسۍ او عربۍ ژبه ځینې اثار لیکلی شوي دي. منجمله د آقا بزرګ تهراني کتاب هدیة الرازی الی الامام المجدد الشیرازی او محمد علي اردوباري کتاب حیاة الامام المجدد الشیرازي د میرزا او دهغه د شاګردانو د ژوند په شرحه کې لیکل شوې دي.
ژوند
سید محمدحسن حسیني، د ۱۲۳۰ قمري کال د جمادي الاول په ۴ چې د ۱۱۹۴ لمریز کال د غویي له څلورمې سره سمون خوري په شیراز کې پېدا شو.[۱] پلار یې میرزا محمود له دیني عالمانو و[۲] میرزا محمد حسین خپل پلار په وړوکوالي کې له لاسه ورکړ او د خپل ماما په مجد الاشراف مشهور میرزا حسین موسوي په سرپرستۍ کې راغی.[۳]
میرزای شیرازي په اصفهان کې له اولس تر شل کلنۍ پورې د خپلې استوګنې په موده کې له خپلې ترلې سره واده وکړ او د علي په نوم د یو زوي او د یوې لور پلار شو. د هغه لومړۍ مېرمنه په ۱۳۰۳ق کال کې وفات شوه. هغه له خپلې بلې مېرمنې د محمد په نامه د یو زوي او د یوې لور پلار شو.[۴]
هغه په ۱۲۷۸ق کال کې د حج د اعمالو د ترسره کولو لپاره مکې ته لاړ. په دې سفر کې، د مکې شریف د میرزا کتنې ته راغی او هغه یې خپل کور ته بوتله. میرزا حسن په دې سفر کې په مدینه کې د دایمي استوګنې اراده لرله او کله چې دا خبره ممکنه نه شوه، نو په مشهد کې د استوګنې اراده یې وکړه؛ خو اخر سامرا ته لاړ او د عمر تر پایه پورې هلته میشته و.[۵]
لوی میرزا د ۱۳۱۲ ق کال د شعبان په ۲۴ چې د ۱۲۷۳ لمریز کال د کب له لومړۍ سره سمون خوري په ۸۲ کلنۍ کې په سامرا کې وفات شو او په نجف کې د امام علي (ع) د حرم په یو غولي کې خاورو ته وسپارل شو.[۶] ځینو کسانو د هغه د مرګ سبب د نري رنځ ناروغي [۷] یا برونشیټ ګڼلی دی. ځینو نورو د هغه وفات د انګلستان د تالي څټي حکومت په لاس هغه ته د زهر ورکولو کېدو په سبب ګڼلی دی.[۸]
تعلیم
میرزا حسن له څلور کلنۍ مکتب ته لاړ او د قرآن قرائت او د فارسۍ د ادبیاتو معمول کتابونه یې په دوو کلونو کې ختم کړل او له شپږ کلنۍ یې د عربۍ د صرف او نحوې په زده کولو پېل وکړ. په اته کلنۍ کې یې لومړۍ زده کړې پای ته ورسولې.[۹] له هغه وروسته میرزا ابراهیم شیرازي، هغه ته ایتونه، روایتونه، وعظ او خطابه ورزده کړل.[۱۰] میرزا محمد حسن اته کلن و چې د خپل استاد په غوښتنه یو ځل د ماسپښین او مازیګر له لمانځه وروسته د شیراز په وکیل جومات کې په منبر وخوت او خلکو ته یې له یادو د اخلاق کتاب ابواب الجنان ځینې برخې ولوستلې.[۱۱]
هغه بیا د فقې او اصولو په زده کولو بوخت شو او په ۱۲ کلنۍ کې په شیراز کې د شرح لمعې د ډېر لوی مدرس شیخ محمد تقي شیرازي په درس کې کښېناست. هغه په ۱۸ کلنۍ کې د خپل استاد په سپارښتنه د تعلیم د دوام لپاره اصفهان ته لاړ.[۱۲] میرزا محمد حسن اصفهان ته له هجرته مخکې، یو څه موده د خپل پلار په ځای د دیوان لیکوالي وکړه.[۱۳] همداراز په پینځلس کلنۍ کې یې شرح لمعه کتاب د شیزار په علمیه حوزې کې تدریس کړ.[۱۴]
په اصفهان کې تعلیم
میرزای شیرازي، د ۱۲۴۸ ق(۱۲۱۱لمریز) کال د صفرې په اولسمه اصفهان ته ورسېد[۱۵] او په صدر مدرسه کې استوګن شو.[۱۶] په دې موده کې، د هدایة المسترشدین کتاب د لیکوال محمد تقي اصفهاني په خصوصي درس کې حاضرېده. د ۱۲۴۸ق کال په وروستیو کې یې د خپل استاد له وفاته وروسته په میر سید حسن مدرس مشهور سید حسن بید آبادي په استادۍ ونیوه او له شکل کلنۍ مخکې یې له هغه د اجتهاد اجازه واخیسته.[۱۷] هغه لس کاله په اصفهان کې استوګن و او پر بید آبادي سربېره یې د محمد ابراهیم کلباسي په درسونو کې هم برخه اخیسته.[۱۸]
په عراق کې تعلیم
میرزاحسن په ۲۹ کلنۍ کې په ۱۲۵۹ ق کال کې چې له ۱۲۲۱ لمریز کال سره برابر دی عراق ته لاړ او د محمدحسن نجفي (صاحب جواهر) او حسن کاشفالغطا (د جعفر کاشف الغطاء زوی )[۱۹] او شیخ انصاري په شان عالمانو په درس کې یې برخه واخیسته.[۲۰]
هغه د شیخ انصاري له ځانګړو شاګردانو و او له خپل استاد سره یې خاصه رابطه لرله.[۲۱] شیخ انصاري د خپل فرائد الاصول کتاب تصحیح هغه ته وسپارله.[۲۲] مشهوره ده چې شیخ انصاري په ځلونو ویل چې زه خپل سبق دریو کسانوته وایم محمدحسن شیرازی، میرزا حبیبالله رشتی او حسن نجمآبادي ته.[۲۳] هغه د شیخ انصاري په درس کې ډېرې کمې خبرې کولې او مشهوره ده چې د خبرو کولو په وخت به یې غږ دومره ورو و چې شیخ انصاري به یې د غږ اورېدلو لپاره مجبورا ورټیټیده او شاګردانو ته به یې ویل چې غلي شئ او ویل به یې:«جناب میرزا خبرې کوي»[۲۴]
مرجعیت
«بسم الله الرحمن الرحیم
نن ورځ د توتون او تماکو استعمال، په هر شکل چې وي، له امام زمان علیه السلام سره د جنګ کولو په حکم کې دی»
په ۱۲۸۱ ق کال کې د شیخ انصاري له وفاته وروسته، میرزای شیرازي مرجعیت ته ورسېد. د آقا بزرګ تهراني په وینا د شیخ انصاري له وفاته وروسته، د هغه تکړه شاګردانو د میرزا په مرجعیت د نظر اتفاق درلود، بې د آذربایجان له یو څو عالمانو چې د شیخ انصاري د بل شاګرد سید حسین کوه کمره ای مرجعیت یې د خپلې سیمې او قوم لپاره مطرح کړ. په ۱۲۹۹ ق کال کې د کوه کمره ای له وفاته وروسته میرزای شیرازي د شیعیانو یوازینی مرجع شو.[۲۵]
فقیهانو او اصولیانو د میرزای شیرازي علمي مقام له خپل استاد شیخ انصاري سره پرتله کړی او ځینو هغه تر شیخه زیات اوچت ګڼلی دی.[۲۶]
د سامرا د علمیه حوزې جوړول
اصلي مقاله: د سامرا علمیه حوزه
په ۱۲۹۱ ق کال کې، په سامرا کې د میرزای شیرازي او د هغه د شاګردانو په استوګنېدو سره په دغه ښار کې علمیه حوزه او د سامرا مکتب جوړ شو.[۲۷] دغه حوزه کابو شل کاله فعاله وه او په ۱۳۱۲ ق کال کې د میرزای شیرازی په وفات او کربلا او نجف ته د عالمانو په هجرت سره له ځلا ولوېده. سید حسن صدر، سید محسن امین، شرفالدین عاملی، محمدجواد بلاغی، شیخ محسن شراره، آقا بزرگ تهراني، علامه امیني او محمدرضا مظفر د سامرا د حوزې له مشرانو وو.[۲۸] د اصولو او فقې په لیکلو او تدریس کې د میرزای شیرازي او د هغه د شاګردانو سبک د سامرا په مکتب پېژندل کیږي.[۲۹] د میرزا لمسی سید رضي شیرازي په سامرا کې د هغه د استوګنې تر ټولو مهمه هدف د شیعه سني تر مینځ نزدېکت بللی دی.[۳۰] له دې امله له فرقه پالنې ډډه کول او له اهل سنتو سره تعامل د سامرا مکتب له ځانګړنو ګڼل شوې دی.[۳۱]
د تماکو تحریم
اصلي مقاله: د تماکو غورځنګ
یوه پېښه چې د میرزای شیرازي د مشرۍ په زمانه کې وشوه، د تماکو د حرامولو یا تحریم غورځنګ و. د ایران په څلورو ښارونو کې رژی کمپنۍ ته د توتون او تماکو د انحصار د کریډټ له ورکول کېدو وروسته خلکو د میرزای شیرازي د څلورو شاګردانو په مخکښتوب سره اعتراضات وکړل. شیخ فضلالله نوری په تهران، آقانجفی اصفهاني په اصفهان، سید علیاکبر فالاسیري په شیراز او میرزا جواد مجتهد تبریزي په تبریز کې د دغه پاڅون له مشرانو وو.[۳۲] د تماکو د انحصار په اړه د هغه تاریخي حکم خلکو داسې ډګر ته راوویستل چې ناصر الدین شاه قاجار د تماکو د تړون فسخ کولو ته مجبوره شو.[۳۳]
شاگردان
میرزای شیرازي ډېر شاګردان لرل. آقای بزرګ تهراني په هدیة الرازی الی الامام المجدد الشیرازي کتاب کې، د هغوی کابو پینځه سوه شاګردان یاد کړې دي.[۳۴] ځینې شاګردان یې دا دي:
- میرزا محمدتقی شیرازي، په میرزای شیرازی دوم یا میرزای شیرازی کوچک مشهور
- سید محمد فشارکي
- عبدالکریم حائري یزدی، د قم د علمیه حوزې بنسټ ګر
- میرزا حسین نائینی[۳۵]
- شیخ فضلالله نوري
- سید عبدالحسین لاري
- میرزا حسنعلی تهراني [۳۶]
- محمدهادی تهراني
- سید ابوالقاسم دهکردي
- عباسعلی کیوان قزویني
- مهدی خالصي[۳۷]
- محمدباقر قائنی بیرجندي [۳۸]
- سید محمد حسینی لواسانی تهراني
- آقا رضا همداني
- حبیب خراساني
- محمدباقر بهاری همداني
- محمدکاظم خراساني، نویسنده کفایةالاصول
- سید محمدکاظم یزدي[۳۹]
- میرزا محمد ارباب قمي[۴۰]
- میرزاحسین نوري[۴۱]
- سید اسماعیل صدر[۴۲]
سیاسی او ټولنیز اقدامات
میرزای شیرازي، د تماکو پر تحریم سربېره نور سیاسي ټولنیز اقدامات هم کړې ډي:
- په ۱۳۰۹ق/۱۲۷۱ل کال کي د عبدالرحمان (حکومت:۱۲۵۹ـ۱۲۸۰ل) په وسیله د افغانستان د هزاره شیعیانو د قتل عام له دوام څخه د مخنیوي لپاره د انګلستان ملکې ته د ټیلي ګراف استول[۴۳]
- په سني میشته ښار سامرا کې د تشیع د علمیه حوزې د پیاوړتیا له لارې د شیعه سني د وحدت د مزبوتولو لپاره هڅه، سني عالمانو او طلابو ته د مادي مرستو او پېسو ورکول او د شیعه سني تر مینځ له اختلاف اچوونکو سره مقابله.[۴۴]
- د هند، کشمیر، افغانستان، قفقاز او عراق په شان حساسو او تر سلطې لاندې سیمو لپاره د ځانګړو مبلغانو تربیت او استول.[۴۵]
- په سامرا کې د دوو علمیه (دیني) مدرسه جوړول [۴۶]
- له یو بل سره د دجلې د سواحلو د یو ځای کولو لپاره د پل جوړول.[۴۷]
- د بازار جوړول.[۴۸]
- د مسافرانو او زایرانو لپاره د کاروانسرای جوړول
- د امامباړې جوړول
- د ښځو او سړو لپاره د حمام جوړول.[۴۹]
تألیفات
میرزای شیرازي د فقې او اصولو په برخه کې ځینې تالیفات کړي دي. آقابزرگ تهراني په طبقات اعلام الشیعه، کتاب کې دهغه اثار ذکر کړې دي:
- د اجتماع امر و نهي په اړه یوه رساله
- د مکاسب له اوله د معاملاتو تر پایه پورې په فقه کې یو کتاب
- د رضاع په باب کې یوه رساله
- په النخبة لمن لیک
- په نجاة االعباد صاحب جواهر لمن لیک
- د شیخ انصاري د درس تقریرات
- په هر هغه کتاب لمن لیک چې شیخ انصاري پکې د خپلو مقلدانو لپاره تعلیقه لیکلې ده.[۵۰]
کتاب الصلاة،د وحید بهبهاني د معاملاتو په کتاب تعلیقه. په کتاب شرح لمعه تعلیقه او د شیخ انصاري په فرائد الاصول تعلیقات د هغه له اثارو ګڼل شوې دي.[۵۱]
همداراز د میرزای شیرازي د فقې او اصولو له درسونو مختلف تقریرات موجود دي. ناصر الدین انصاري د هغه د کابو شلو شاګردانو منجمله سید ابراهیم دامغانی خراساني (وفات ۱۲۹۱ق) او میرزا ابراهیم محلاتی شیرازي (وفات۱۳۳۶ق) نوم اخستی چې هغه د فقې او اصولو درسونه یې تقریر کړې دي.[۵۲] د میرزا ځینې فتواګانې او نظریات د نورو کتابونو په لمن لیکونویا په جدا کتابونو کې هم خپاره شوې دي منجمله:
- منهج النجاة؛ عملیه رساله چې د میرزای شیرازي له فتواګانو اخستل شوې او د شیخ علي نجفي اصفهاني په قلم په ۱۳۰۴ ق کال کې تدوین شوې ده. په دې کتاب کې چې د پوښتنې او ځواب په بڼه او په فارسۍ لیکل شوی، په ځینو ځوابونو چې د میرزا په خط یا لاسلیک وو بسنه شوې ده.[۵۳]
- مجمع المسائل: دا کتاب د میرزای شیرازي په امر د سید اسد الله قزویني له خوا لیکل شوی دی. په دې کې په سرورالعباد، نجاة العباد، صراط النجاة، طریق النجاة، سؤال و جواب و النخبه د میرزا لمن لیکونه راغونډ کړی شوې دي.[۵۴]
- رساله سؤال و پاسخ: په دې رسالې کې د شیخ فضل الله نوری له خوا ۲۳۶ پوښتنې سره د میرزای شیرازي د ځوابونو راغونډې شوې دي. دا کتاب په ۱۳۰۵ کال کې په تهران کې چاپ شوی دی.[۵۵]
- مجمع المسائل: دا کتاب د محمدحسن بن محمدابراهیم جزی اصفهاني په وسیله د میرزای شیرازي د فتواګانو په اساس په ۱۳۱۰ ق کال کې تدوین شوی دی. دا کتاب په فارسۍ ژبه دی او د فقې ټول بابونه پکې موجود دي. آخوند خراسانی، سید محمدکاظم یزدی او سید اسماعیل صدر پر لمن لیکونه لیکلي دي.[۵۶]
ځانګرني لیکنې
د میرزای شیرازي په اړه ځینې کتابونه لیکل شوې دي:
- کتاب هدیة الرازی الی الامام المجدد الشیرازی د آقابزرگ تهراني اثر، د میرزای شیرازي او د هغه د شاګردانو د ژوند په اړه دی.[۵۷] د ناصرالدین انصاري په وینا دا کتاب د میرزای شیرازي په اړه تر ټولو کامل کتاب دی.[۵۸] د دې فارسي ژباړه په ۱۳۶۲ ق کال کې د محمد دزفولي په قلم خپور شوی دی.
- حیاة الامام المجدد الشیرازی لیک د محمدعلی اردوبادی (وفات ۱۳۸۰ق) د میرزای شیرازي او دهغه د ځینو هم مهاله شاګردانو د ژوند لیک په اړه دی.[۵۹]
- کتاب «سبائک التبر فیما قیل فی الامام الشیرازی من الشعر» لیک د محمدعلی اردوبادي د میرزای شیرازي په اړه دی چې پکې د هغه ځینې معاصر شاعران او ځینې وتلي شاګردان یې سره د شعرونو په ۶۰۰ مخونو کې معرفي کړي دي.[۶۰] د آقا بزرګ تهراني په وینا دغه کتاب د حیاة الامام المجدد شیرازي دوهم ټوک دی.[۶۱]
- میرازی شیرازی احیاگر قدرت فتوا، د سید محمود مدنی لخوا. دا کتاب په ۱۳۷۱ کال په قم کې چاپ شوی دی.[۶۲]