د تهجدو لمونځ

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د شپې د لمانځه په اړه ده. د لمانځه او دعا لپاره د شپې له خوبه پاڅېدلو په اړه د زده کړې لپاره، د تهجد مدخل وګورئ.

«د شپې لمونځ دې وکړي. هیڅ بنده نشته چې د شپې په پای کې له خوبه پاڅي او د شپې اته رکعته لمونځ وکړي، دوه رکعته د شفع لمونځ او یو رکعت د وتر لمونځ وکړي او په قنوت کې اویا ځله استغفار وکړي، تر څو چې خدای هغه د قبر او اور له عذاب څخه وساتي او عمر يې اوږد کړي، او د هغه ژوند یې اسانتیا او برکتي اچوي. ... هغه کورونه چې د شپې لمونځ پکې کېږي، د اسمان د خلکو لپاره یې رڼا ځلېږي؛ لکه څنګه چې د ستورو رڼا د ځمکې د خلکو لپاره ځلېږي.» [۱]

فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۲، ص۳۲۰.

د تهجدو لمونځ یا د شپې لمونځ یو مستحب لمونځ دی چې د ادا کولو وخت یې له شرعي نیمې شپې څخه د فجر یا سهار تر راختلو دی. د شپې یا تهجدو لمونځ پر پېغمبر اکرم (ص) واجب و او په نورو مستحب دی او پر لوستلو یې ټینګار شوی دی. د تهجدو د لمونځ په فضیلت او اثارو برکتونو کې یې ډېر روایتونه راغلي دي منجمله تر ټولو غوره مستحب لمونځ او د واقعي شیعه له نښو ګڼل شوی دی.

د تهجدو لمونځ یوولس رکعته دی چې د دوه رکعتي پینځو لمونځونو او یو یو رکعتي لمونځ په بڼه ترسره کیږي. درې اخري رکعتونه یې پر نورو رکعتونو زیات فضیلت لری چې پکې دوه رکعته شفع او یو رکعت وتر کیږي.

د تهجدو په کولو تاکید

د شپې یا تهجدو لمونځ، له مستحبو لمونځونو دی چې په روایتونو کې یې پر لوستلو تاکید شوی دی. منجمله پېغمبر (ص) امام علي (ع) ته په خپل وصیت کې درې ځله د شپې لمونځ د کولو سپارښتنه کړې ده.[۱] همداراز هغه حضرت مسلمانانو ته په خطاب کې ویلي دي:« تاسو ته د تهجدو د لمونځ سپارښتنه کوم، که څه هم یو رکعت ولې نه وي؛ ځکه چې د شپې لمونځ انسان له ګناه بچ کوي او د خدای غصه سړوي او د قیامت په ورځ د اور سیزوالی لرې کوي»[۲] په حدیثي کتابونو کې د «صلاة الیل» په نامه یو باب د دغه موضوع روایتونو ته مخصوص شوی دی.[۳]

د شیعه محدث شیخ صدوق (وفات ۲۸۱ق) په وینا د شپې لمونځ پر پېغمبر(ص) واجب و او په نورو مستحب دی.[۴] شیخ مفید هم د شپې لمونځ سنت موکد ګڼل دی.[۵]

د کولو طریقه یې

آیت‌الله قاضی، علامه طباطبایی ته په خطاب کې:

«ای زویه، که دنیا غواړې د تهجدو لمونځ کوه او که اخرت هم غواړې د تهجدو لمونځ کوه»[۶]

د تهجدو لمونځ ۱۱ رکعته دی: اته رکعته د دوو دوو رکعتونو په توګه څلور لمونځونه کیږي، دوه رکعته بیا د شفع د لمونځ په نیت او یو لمونځ بیا یو رکعتي دی چې د وتر د لمونځ په نیت کیږي.[۷]

مستحبه ده چې د شفع لمونځ په لومړي رکعت کې حمد او ناس سوره او په دوهم رکعت کې حمد او فلق سوره وویل شي. همداراز په وتر لمونځ کې له حمد سورې وروسته درې ځله توحید سوره او یو ځل فلق او ناس سوره وویل شی.[۸] مستحبه ده چې د وتر لمانځه په قنوت کې د څلویښتو مومنانو لپاره دعا یا استغفار وشي.[۹] همداراز اویا ځله «اَسْتَغْفِرُاللهَ رَبّی وَ اَتُوبُ اِلَیه»، اوه ځله «هذا مَقامُ الْعائِذِ بِک مِنَ النّارِ» او درې سوه ځله «اَلعَفو» ووایي. بیا دا دعا وکړي.«رَبِّ اغْفِرْلی وَارْحَمْنی وَ تُبْ عَلی اِنَّک اَنْتَ التَّوّابُ الْغَفُورُ الرَّحیمُ.»[۱۰] شیخ طوسی په مِصْباحُ الْمُتَهَجِّد، کي د تهجدو له لمانځه وروسته د حزین دعا د لوستلو سپارښتنه کړې ده.[۱۱]

د تهجدو د لمانځه اثار او فضیلت

« خدای یوازې د دوو کارونو په وجه ابراهیم خپل دوست او خلیل انتخاب کړ: اطعام کولو او د شپې لمانځه کولو په وجه کله چې خلک اوده وي» [۲]

صدوق، علل الشرائع، منشورات المکتبة الحیدریه، ټوک۱، مخ۳۵.

په روایتونو کې د تهجدو د لمانځه لپاره ډېر اثار او فضیلتونه ذکر شوې دي: منجمله په یو روایت کې چې په بحار الانوار کې له پېغمبر اکرم (ص) نقل شوی د تهجدو لمونځ د پالونکي د خوښۍ، د پرښتو د دوستۍ، معرفت بخښلو، د کور د نورانیت، د بدن د ارامښت، د شیطان د کرکې، د دعا د قبلېدو، د عملونو د قبلېدو، د قبر د نوارني کېدو او د دښمن په وړاندې د سنبالېدو سبب کیږي.[۱۲] له امام صادق (ع) یو روایت نقل شوی چې د شپې لمونځ انسان خوش صورته، خوش اخلاقه او خوشبویه کوي او روزي زیاتوي او قرض ادا کوي، غم له مینځه وړي او د انسان لید نوراني کوي.[۱۳] له امام صادق (ع) په یو بل روایت کې راغلي دي: مال او بچیان د ژوند ګاڼې دي او د شپې په اخره کې اته رکعته لمونځ او یو رکعت لمونځ «وتر» د اخرت ګاڼه ده»[۱۴]

د تهجد یاد شپې لمونځ ځینې نور فضیلتونه په روایتونو کې په دې ډول راغلي دي:

  • تر ټولو لوړ مستحب لمونځ [۱۵]
  • د مومن د ویاړ سبب، [۱۶]
  • په پرښتو د خدای د ویاړ او فخر سبب،[۱۷]
  • د واقعي شیعه له نښو.[۱۸]
  • د هغو روایتونو له مخې چې شیخ صدوق په علل الشرایع کې له امامانو نقل کړي، ګناه د تهجدو له لمانځه د محرومېدو سبب کیږي.[۱۹]

احکام

«شَرَفُ الْمُؤْمِنِ صَلاتُهُ بِاللَّیلِ، وَعِزُّهُ کفُّ الاَذی عَنِ النّاسِ؛ د مومن شرافت د هغه د تهجدو په لمونځ دی او د هغه عزت او سترتوب د خلکو له ځورولو په ډډه کولو کې» [۳]

صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ل، ټوک۱، مخ۶.

د فقهي کتابونو په اساس د تهجدو د لمونځ ځینې احکام دا دي:

  • د تهجدو د لمانځه تر ټولو فضیلت لرونکي یې شفع او وتر لمونځونه دي او د وتر لمونځ تر شفع هم اوچت دی. د تهجدو په لمونځ کې کولی شو یوازې د شفع او وتر په لمونځونو او یا د وتر په لمونځ بسنه وکړو.[۲۰]
  • د تهجدو د لمونځ وخت د شرعي نیمې شپې څخه د فجر تر راختلو (دسهار د لمانځه د پېل تر وخته پورې) دی او په سهار کې یې کول تر نورو وختونو غوره دي.[۲۱]
  • د تقلید مرجع سید علي سیستاني د تهجدو د لمانځه وخت د شپې له اوله ګڼي.[۲۲]
  • که د تهجدو لمونځ په ناسته وکړی شي، غوره ده چې دواړه د ناستې رکعتونه یو د ولاړې رکعت لحاظ شي.[۲۳]
  • مسافر او هغه څوک چې ورته د شپې له نیمایي وروسته د تهجدو لمونځ سخت دی کولی شي هغه د شپې په لومړي وخت کې وکړي.[۲۴]
  • که د تهجدو لمونځ ونه کړی شو قضا یې کولی شو.[۲۵]
  • د تهجدو د لمانځه قضا تر نیمې شپې په مخکې وخت کې د هغې پر لوستلو لوړاوی لري.[۲۶]

کتابونه

د تهجدو د لمانځه په اړه په مختلفو ژبو کتابونه لیکل شوې دي. د تهجدو د لمانځه د کتاب پېژندنې په مقاله کې، اویا کتابه معرفی شوي چې شیعه لیکوالانو په عربۍ یا فارسۍ ژبه لیکلي دي.[۲۷] چې ځینې یې دا دي:

  • آدابُ صَلاةِ اللَّیل، اثر محمدباقر فشارکی (وفات: ۱۳۱۵ق)؛
  • صَلاةُ اللَّیل؛ فَضلُها و وَقتُها و عَدَدُها و کِیفیَتُها و الخُصوصیاتُ الرّاجعةُ اِلَیها مِنَ الکِتابِ و السُّنة، لیک د غلامرضا عرفانیان (وفات: ۱۳۸۲ش) په عربۍ ژبه؛
  • آدابُ صَلاةِ اللَّیل و فَضلِها، لیک د سید محمدباقر شَفتی (وفات : ۱۲۶۰ق).[۲۸]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۲، ص۳۲۰.
  2. صدوق، علل الشرائع، منشورات المکتبة الحیدریه، ټوک۱، مخ۳۵.
  3. صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ل، ټوک۱، مخ۶.

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیلة (موسوعة الإمام الخمینی ۲۲ و ۲۳)، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی(س)، چاپ سوم، ۱۴۳۴ق.
  • انصاری قمی، ناصرالدین، «کتابشناسی نماز»، مشکوة، زمستان ۱۳۷۲ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، قم، مؤسسة آل البیت علیهم‌السلام، ۱۴۰۹ق.
  • «بیانات در ابتدای درس خارج درباره اثر نماز شب در از بین بردن گناهان»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله العظمی خامنه‌ای، درج مطلب ۲ بهمن ۱۳۹۷ش، مشاهده ۱ شهریور ۱۴۰۲ش.
  • «پرسش و پاسخ نماز شب»، سایت رسمی دفتر آیت الله سیستانی، مشاهده ۱ شهریور ۱۴۰۲ش.
  • صدوق، محمد بن علی، الخصال‌، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۶۲ش.
  • صدوق، محمد بن علی، علل الشرائع، نجف، منشورات المکتبة الحیدریه.
  • صدوق، محمد بن علی، معانی الاخبار، معانی الاخبار، دارالمعرفه، بی تا.
  • صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، مؤسسة النشر الاسلامی، الطبعة الاولی، ۱۴۱۹ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجد، بیروت، مؤسسة فقه الشیعه، الطبعة الاولی، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۱م.
  • فتال نیشابوری، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم، انتشارات رضی، چاپ اول، ۱۳۷۵ش.
  • قمی، شیخ عباس، کلیات مفاتیح الجنان، قم، مطبوعات دینی، چاپ دوم، ۱۳۸۴ش.
  • متقی هندی، علی بن حسام‌الدین، کنز العمال فی سنن الأقوال والأفعال، تحقیق بکری حیانی - صفوة السقا، مؤسسة الرسالة، الطبعة الخامسة، ۱۴۰۱ق/۱۹۸۱م.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مفید، محمد بن محمد، المقنعه، قم، کنگره جهانی شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.

بهرنۍ لینکونه