امام رضا علیه السلام

د wikishia لخوا
د امام رضا(ع) ضریح

په امام رضا مشهور علي بن موسي بن جعفر(ع) (۱۴۸۲۰۳ق) د دولس امامي شیعه مذهب اتم امام دی. هغه له ۱۸۳ق کال څخه شپږ کاله د شیعیانو امامت په غاړه درلود او د امامت پړاو یې له هارون عباسي، محمد امین او مأمون عباسي سره هممهاله و.

امام رضا(ع) د خپل عمر په وروستیو کلونو کې، د مامون په امر، له مدینې څخه په خراسان کې مرو ته وبلل شو. شیعه عالمانو او مورخانو د امام رضا(ع) ولایتعهدي د هغه د ژوند تر ټولو مهمه سیاسي پېښه ګڼي او وایي چې امام د مامون په اجباره، دغه کار ته مجبوره کړی دی.

سره له دې، ځینې تاریخ لیکونکي باوري دي چې ایران ته د امام رضا(ع) تګ په دې هیواد کې د تشیع په پراختیا کې مهم رول لرلی دی؛ ځکه چې هغه ایران ته د ورتګ په وخت، په هر ښار کې له خلکو سره کتنه کوله او د هغوي پوښتنو ته یې د امامانو د حدیثونو پر بنسټ ځواب ورکاوه. همداراز د مختلفو دینونو او مذهبونو له عالمانو سره د مناظرو په غونډو کې په ګډون او علمي لوړاوي سره د شیعه امام په توګه د هغه علمي مقام د خلکو لپاره څرګندېده.

د ایران په مختلفو ښارونو او سیمو کې د جومات او قدمګاه په شان ودانۍ د امام رضا په نوم نومول شوي هغه ځایونه چې د مرو په لور د هغوي د تګ په وخت د هغوي د دمې او پاتې کېدو ځایونه وو او دا په ایران کې د شیعه په پراختیا د امام رضا(ع) د راتللو د اثراتو نښه ګڼي.

ایران ته په سفر کې د امام رضا(ع) یو مشهور حدیث بیان شوی چې د سِلسِلةُالذَّهَب (زرینه لړۍ» په نوم پېژندل کیږي؛ ځکه چې د راویانو لړۍ یې ټول معصوم دی. هغه دغه قدسي حدیث په نیشابور کې د هغه ځای د ځینو عالمانو لپاره بیان کړی دی. په دې حدیث کې، توحید، د خدای کلا معرفي شوې چې هر څوک پکې داخل شي په امان کې دی، بیا راغلي چې البته دا شرطونه لري چې زه یې هم له شرطونو یم.

د اکثره شیعه عالمانو د نظر مطابق امام رضا(ع) په ۵۵ کلنۍ کې په طوس کې د مامون په وسیله مسموم شو او ورته زهر ورکړل شو او په سَناباد کلي کې په هارونیه بقعه کې ښخ کړی شو. هغه په شیعه امامانو کې یوازینی امام دی چې په ایران کې ښخ شوی دی. په مشهد کې د امام رضا حرم د شیعیانو له ډېرومهمو زیارتونو دی. د هغه د خور فاطمه معصومه قبر هم په ایران کې واقع شوی چې له رضوي حرمه وروسته د دې هیواد تر ټولو مشهور زیارت دی.

د امام رضا(ع) په باره کې ډېر کتابونه او ادبي اثار لکه شعر، ناول او فلم جوړ شوې دي. ځینې یې په دې ډول دي: کتاب اَلحیاةُ السّیاسیةُ لِلْامامِ الرّضا(ع)، لیک د سید جعفر مرتضی عاملي؛ کتاب اَلامامُ الرِّضا؛ تاریخٌ و دراسةٌ،‌ لیک د سید محمد جواد فضل‌الله؛ کتاب حیاةُ الْامام علیِّ بنِ موسَی الرِّضا(ع)؛ دراسةٌ و تحلیلٌ، اثر باقر شریف قَرَشي؛ حکمت‌نامهٔ رضوی، د محمد محمدي ری شهري او ملګرو یې؛ شعر «قطعه‌ای از بهشت»، لیک د حبیب الله چایچیان؛ شعر «با آل‌علی هرکه در افتاد ورافتاد» اثر د نسیم شمال او ضامن آهو تابلو، اثر د محمود فرشچیان.

ژوند لیک ته یوه کتنه

د امام رضا(ع) ځانګړی درود(صلوات خاصه)، د دارالذکر او دارالذهد د رواقونو تر مینځ ډیوډۍ په چت باندې نقش شوی

په امام رضا(ع) مشهور علي ابن موسی، د دولس امامي شیعیانو اتم امام دی[۱] پلار یې موسی بن جعفر(ع) د شیعیانو اوم امام و او مور یې یوه وینځه وه چې د نجمه یا تُکتَم په نوم یادیږي.[۲]

د امام رضا(ع) د زوکړې او وفات په اړه د نظر اختلاف دی.[۳] په هغو کې یو دا دی چې هغه د ۱۴۸ یا ۱۵۳ ق کال ذوالحجې یا ذوالقعدې یا ربیع الاول په ۱۱ زېږېدلی او د ۲۰۲ یا ۲۰۳ یا ۲۰۶ ق کال د صفرې میاشتې په وروستیو ورځیو یا د روژې میاشتې په ۱۷ یا ۲۱ و یا د جمادي الاول په ۱۸ یا ۲۳ یا د ذوالقعدې په اخر کې شهید شوی دی.[۴] د سید جعفر مرتضی عاملي په راپور، زیاتره عالمان او مورخان باوري دي چې امام رضا په ۱۴۸ ق کال کې په مدینه کې زېږېدلی او په ۲۰۳ ق کال کې شهید شوی دی.[۵]

امام رضا(ع) د خپل پلار له شهادته وروسته امام شو. د هغه د امامت موده شل کاله (۱۸۳-۲۰۳ق) وه چې د هارون عباسي، محمد امین او مامون له خلافتونو سره هم مهاله وه.[۶]

لقبونه او کنیتونه

اصلي مقاله: د امام رضا(ع) د کنیتونو او لقبونو لړلیک

د علي بن موسی لپاره یې ځینې لقبونه لکه رضا، صابر، وفي او زکي ذکر کړې دي.[۷] د فضل بن حسین طبرسي د لیکلي اعلام الوری کتاب څځه د یو حدیث په اساس، امام کاظم(ع) د عالم آل محمد لقب د هغه لپاره کارولی دی.[۸] امام رضا په ځینو نورو لقبونو لکه ضامن آهو،[۹] امام رئوف،[۱۰] غریبُ‌الغُرَبا،[۱۱] ثامن‌الحُجَج (اتم حجت)،[۱۲] ثامنُ‌الائمة (اتم امام)[۱۳] هم یادیږي.

د هغه تر ټولو مشهور لقب «رضا» دی.[۱۴] اهل سنت عالم سیوطي(۸۴۹-۹۱۱ق)، ویلي چې دغه لقب عباسي خلیفه مامون هغه ته ورکړ؛[۱۵] خو د یو حدیث مطابق چې د څلورمې پېړۍ شیعه محدث شیخ صدوق نقل کړی امام جواد(ع) دغه خبره غلطه ګڼلې او په «رضا» د خپل پلار ملقب کېدل یې له دې امله ګڼلي چې هغه هم په اسمان کې د خدای په خدایۍ او هم په ځمکه کې د پېغمبر په نبوت او د امامانو په امامت راضي و. په دې حدیث کې له امام جواد څخه پوښتنه کیږي چې نور امامان خو هم دغه شان وو نو ولې په دوي کې ستاسو پلار ته «رضا» لقب ورکړل شوی؟ امام جواد ځواب ورکوي له دې امله چې دوست او دښمن له هغه راضي وو او دا د بل یو امام په اړه هم صدق نه کوي.[۱۶]

د امام رضا کنیت ابوالحسن و.[۱۷] د هغه حدیث مطابق چې شیخ صدوق نقل کړی، امام کاظم(ع) دا کنیت چې خپل لقب یې هم و، هغه ته ورکړی دی.[۱۸] له امام کاظم څخه د هغه د تمایز لپاره، امام رضا ابوالحسن ثاني (دوهم) هم ویل کیږي.[۱۹] امام رضا نور کنیتونه لکه ابوعلي[۲۰] و ابومحمد[۲۱] هم لري.

مېرمنې او بچیان

د امام رضا مېرمن سَبیکهٔ نوبیّه[۲۲] یا خَیزُران[۲۳] نومېده چې د امام جواد(ع) مور وه.[۲۴] په تاریخي او حدیثي سرچینو کې، د امام رضا د یوې بلې مېرمنې خبره هم شوې او ویل شوي چې د مامون لور وه.[۲۵] د شیخ صدوق په راپور، وروسته له دې چې مامون امام رضا خپل ولیعهد کړ، خپله لور ام حبیب یې هغه ته په نکاح کړه.[۲۶]

شیخ صدوق، شیخ مفید، ابن شهرآشوب او طبرسي لیکلي چې امام رضا یوازې یو بچی لره چې هغه هم امام جواد و؛[۲۷] سره له دې د اعیان الشیعه د لیکوال سید محسن امین په لیکنه، په ځینو سرچینو کې د امام رضا د نورو بچیانو ذکر هم شوی دی.[۲۸]

په قزوین کې د امامزاده حسین په نوم یو زیارت دی چې د اتمې قمري پېړۍ مورخ مستوفي هغه د امام رضا(ع) بچی ګڼلی دی؛[۲۹] البته نسب پېژاندي کِیاء ګیلاني د هغه نسب جعفر طَیّار ته رسولی دی.[۳۰] په ځینو سرچینو کې هغه د امام رضا(ع) ورور بلل شوی دی.[۳۱]

خویندې او وروڼه

ابراهیم، شاهچراغ، حمزه، اسحاق د امام رضا(ع) وروڼه او معصومه او حکیمه د هغه حضرت خویندې دي.[۳۲] د امام رضا په وروڼو خویندو کې، تر ټولو پېژندل شوې، فاطمه معصومه ده چې شیعه عالمان د هغې لپاره د لوړ مقام قایل دي او د هغې د منزلت او د زیارت د اهمیت په اړه ځینې روایتونه نقلوي.[۳۳] هغه په ایران کې په قم کې ښخه شوې ده. د حضرت معصومه حرم د امام رضا له حرمه وروسته د ایران ترټولو مشهور او پرتمین زیارت ګڼل کیږي.[۳۴]

د امام رضا(ع) په امامت نص

د شیعه له نظره امام د خدای له خوا ټاکل کیږي او د هغه د پېژندلو یوه لاره نص یعنې د پېغمبر(ص) یا له ځانه وروسته د بل امام په امامت د یو امام څرګندونه دی.[۳۵] د شیعه په حدیثي کتابونو کې، له امام کاظم(ع) څخه ځینې حدیثونه شته دي چې پکې د امام رضا(ع) په امامت څرګندونه شوی دی. د مثال په توګه، په کافي،[۳۶] ارشاد،[۳۷] اِعلامُ‌الْوریٰ[۳۸] او بِحارُالْانوار،[۳۹] کتابونو کې، د امام رضا په امامت ځانګړی نص موجود دی چې اړونده روایتونه پکې راغونډ شوې دي.

د مثال په توګه، کلیني په یو روایت کې راوړي دي داوود رَقي له امام کاظم(ع) څخه په هغه پسې د راتلونکي امام په اړه پوښتنه وکړه او هغه امام رضا ته په اشارې سره وویل:« دا له ما وروسته ستاسو څښتن دی»[۴۰] شیخ مفید هم په یو حدیث کې له محمد بن اسحاق نقل کړې چې:« له امام کاظم(ع) مې وپوښتل ایا ماته نه وایې چې خپل دین مې له چا واخلم؟ هغه ځواب ورکړم: له زوي مې علي (امام رضا) یوه ورځ مې پلار امام صادق زما لاس ونیوه او د پېغمبر(ص) قبر ته یې بوتله او وې فرمایل: زویه، خدای فرمایلي زه په ځمکه کې یو ځای ناستی ټاکم[۴۱] او خدای چې کله وعده وکړي په هغه عمل کوی.[۴۲]

د امامت پړاو

د امام رضا د امامت لومړی پړاو، د هارون الرشید له خلافت سره هم مهاله و چې امام کاظم یې وژلی و. د څیړاندو په وینا، هارون د امام کاظم د قتلولو له پایلو د وېرې په وجه امام رضا نه تنګاوه او له دې امله هغه زیاته ازادي لرله او تقیه یې نه کوله او په ښکاره یې خلک خپل امامت ته بلل.[۴۳] کلیني په کافی کې یو روایت راوړی چې د هغه مطابق محمد بن سنان امام رضا(ع) ته وایي چې تا خپل امامت ته د خلکو په ښکاره بللو سره، ځان په خلکو کې مشهور کړی او له قتل سره دې مخ کړی دی. امام رضا ځواب ورکويِ «لکه څنګه چې پېغمبر ویل که ابوجهل زما له سره یو ویښته کم کړي، ګواهي ورکړئ چې زه پېغمبر نه یم، زه هم تا ته وایم که هارون زما له سره یو ویښته هم کم کړي، ګواهي ورکړئ چې زه امام نه یم.[۴۴]

د واقفیه جوړېدل

د تاریخ څېړاندي رسول جعفریان په وینا، د امام کاظم(ع) له شهادته وروسته د ځینو دلایلو په وجه لکه تقیې، د ځینو کسانو د فرصت غوښتنې چې د امام کاظم(ع) ځینې مالونه ورسره وو او د ځینو غلطو روایتونو د شتون په وجه، په شیعیانو کې د هغه د ځای ناستي په اړه اختلاف پېدا شو.[۴۵] په دې مینځ کې په شیعه کې واقفیه فرقه جوړه شوه چې ویل یې امام کاظم(ع) نه دی مړ شوی او مهدي موعود دی. دغه ډله په واقفیه مشهوره شوه.[۴۶] البته د امام کاظم(ع) زیاترو اصحابو د امام رضا امامت ومانه.[۴۷]

د امام رضا(ع) ولایتعهدي

اصلي مقاله: د امام رضا(ع) ولایتعهدي
د امام رضا(ع) ولایتعهدۍ سکه چې د مامون په امر ووهل شوه. په سکې باندې لاندینۍ عبارت په کوفي خط سره لیکل شوی دی: «لله، محمدرسول الله، المأمون خلیفة الله، مما أمر به الامیر الرضا ولی عهد المسلمین علی بن موسی بن علي بن ابي طالب، ذوالریاستین.»

د امام رضا(ع) ولایتعهدي د هغه د سیاسي ژوند په پړاو کې تر ټولو مهمه پېښه ګڼل شوې ده.[۴۸] دغه پېښه د اسلام په تاریخ کې یوه ډېره بحث راپاروونکې موضوع ده چې هم له سیاسي او هم له کلامي نظره (د امام له عصمت سره د ولي عهدۍ د منلو ټکر او منافات)[۴۹] اهمیت لري.[۵۰]

د شیعه متکلم او فقیه شیخ مفید (وفات: ۴۱۳ق)، په وینا، مأمون، په قتل باندې د امام رضا په ګواښلو سره هغه ولي عهدۍ ته مجبوره کړ.[۵۱] امام رضا(ع) هم د دې په مقابل کې شرط کېښود چې په دولتي چارو کې به هیڅ لاسوهنه نه کوي.[۵۲] په دې ډول امام رضا له مدینې څخه په خراسان کې مرو ته چې د مامون د حکومت پلازمېنه وه ولېږدول شو.[۵۳]

شیعه عالمان وایي چې مامون د امام رضا د څارلو،[۵۴] د علویانو د انقلاب د غلي کولو[۵۵] او خپل خلافت ته د مشروعیت ورکولو لپاره [۵۶] هغه ولي عهد کړ.

مامون د ۲۰۱ ق کال د رمضان په اومه د ولي عهدۍ دستورې جوړې کړې او خلکو او حکومتي چاروالو له امام سره بیعت وکړ.[۵۷] له هغه وروسته د مامون په امر، خطبې د امام په نوم لوستل کېدې او سکې یې هم د هغه حضرت په نوم ووهلې.[۵۸]

ویل کیږي چې امام رضا(ع) له دغه لاسته راغلي فرصته د تشیع په ګټه استفاده وکړه او وې کړی شول د اهل بیتو(ع) ډېر معارف عامو خلکو ته بیان کړي.[۵۹]


د سلسلة الذهب حدیث بیان

اصلي مقاله: د سلسلة الذهب حدیث

د شیخ صدوق او شیخ طوسي په شان محدثانو په نقل، امام رضا مرو ته په سفر کې، له نیشابوره د تېرېدو په وخت د دغه ښار د عالمانو په غوښتنه، یو قدسي حدیث ووایه[۶۰] چې په سلسلة الذهب (زرینه لړۍ) لرونکي حدیث مشهور شوی دی.[۶۱] احتمال ورکړل شوی چې په سلسلة الذهب د دغه حدیث د مشهوریدو سبب دا وي چې د سند ټوله لړۍ یې تر خدایه پورې معصومین دي یا دا چې علت دا دی چې یو ساماني امیر دغه حدیث په سرو زرو لیکلی او امر یې کړی و چې کله مړ شي هغه ورسره ښخ کړي.[۶۲] سلسة الذهب حدیث د شیخ صدوق د نقل په اساس، په دې ډول دی:

اللَّه َ عَزَّ وَ جَل‏ّ یقُولُ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ حِصْنِی فَمَنْ دَخَلَ حِصْنِی أَمِنَ مِنْ عَذَابِی قَالَ فَلَمَّا مَرَّتِ الرَّاحِلَةُ نَادَانَا بِشُرُوطِهَا وَ أَنَا مِنْ شُرُوطِهَا

«...خدای عزوو جل فرمایي:« لا اله الا الله» زما حصار او کلا ده. څوک چې زما کلا ته ننوځي، له عذابه به مې په امن کې وي، کله چې سپرلي روانه شوه، امام رضا(ع) وویل: البته په خپلو شرطونو سره، چې زه یې هم یو شرط یم.[۶۳]»

د وړوکي اختر لمونځ

د امام رضا(ع) د وړوکي اختر د لمانځه کیسه په حدیثي کتابونو لکه کافي او عُیونُ اَخبارِ الرِّضا کې راپور شوې ده.[۶۴] د دغه راپور له مخې، د امام رضا له ولایتعهدي وروسته، مامون له هغه وغوښتل چې د وړوکي اختر لمونځ وکړي؛ خو هغه د خلافت په چارو کې د نه دخالت په شرط د ولي عهدۍ د منلو خبره مامون ته وریاده کړه؛ خو د مامون له ټینګاره وروسته امام هغه ته وویل نو زه به هم د خدای د رسول او امام علي(ع) په شان لمانځه ته لاړ شم او مامون ومنله.[۶۵]

د اختر ورځې په سهار، امام رضا غسل وکړ، سپینه پګړۍ یې په سر وتړله او له خپلو ملګرو سره یو ځای ابلې پښې رابهر شو او تکبیر ویل یې پېل کړل. بیا روان شو او خلک هم ورسره ملګري شول. هر لس قدمه به یې چې اخستل ودرېده به او درې ځله به یې تکبیر وایه، ټول ښار د امام د دغه عمل تر اثر لاندې په فریاد او ژړا شوی و. خبره د مامون غوږو ته ورسېده. د مامون وزیر فضل بن سهل هغه ته وویل که رضا په دې حالت کې د لمانځه ځای ته لاړ شي د ښار ټول خلک به ورسره ملګري شي او ستا په خلاف به بلوا وکړي، مصلحت دا دی چې له هغه وغواړې چې ستون شي. په دې ډول مامون یو کس امام ته ولېږه او ترې یې وغوښتل چې ستون شي، امام هم پېزار واچول او کور ته ستون شو.[۶۶]

تاریخ څېړاندي رسول جعفریان دغه کیسه له امام رضا(ع) سره د مامون د اړیکو د خړپړېدو یو سبب ګڼلی دی.[۶۷]

په ایران کې د شیعه په پراختیا د امام رضا اثرات

اصلي مقاله: مرو ته د امام رضا سفر

امام رضا(ع) یوازینی له شیعه امام دی چې په ایران کې ښخ شوی دی.[۶۸] رسول جعفریان ایران ته د امام رضا راتګ په دې هیواد کې د شیعه د پراختیا یو لامل ګڼلی دی. هغه له شیخ صدوقه نقلوي وي چې امام رضا له مدینې څخه مرو ته د خپل حرکت په لاره کې د ایران په هر ښار کې چې دېره کېده، خلک به ورتلل او ترې به یې پوښتنې کولې او امام رضا(ع) به د هغو حدیثونو پر اساس د هغوي پوښتنو ته ځوابونه ویل چې د سند راویان یې له هغه مخکې امامان وو تر امام علي(ع) او پېغمبر اکرم(ص) پورې او همدا امامانو ته ارجاع د شیعه تفکرد پراختیا یو لامل و.[۶۹]

د هغه په وینا، په خراسان کې د امام شتون د شیعیانو د امام په توګه د هغه له شخصیت سره د خلکو د لا بلدتیا سبب شو او همدې چارې د تشیع مینه وال ورځ تر بلې زیات کړل. هغه د امام علمي مقام او د هغه علوي والی په ایران کې د شیعه مذهب په پراختیا کې له مهمو لاملونو ګڼي.[۷۰]

همداراز په هغو مناظرو کې چې مامون به د امامت او نبوت په موضوګانو د امام او مخالفانو تر مینځ جوړولې او په هغو کې به د امام لوړاوي خلکو ته د امام علمی شخصیت څرګنداوه، په دې برخه کې یو حدیث دی چې شیخ صدوق نقل کړی او پر اساس یې، مامون ته خبر ورکړل شو چې امام رضا کلامي غونډې ترسره کوي او خلک ورته جذب شوې دي او مامون امر وکړ چې خلک د امام له غونډه وباسي.[۷۱]

د ایران په مختلفو ښارونو او سیمو کې، د امام رضا په نوم ځینې جوماتونه او حمامونه او قدمګاوې نومول شوې چې مرو ته د هغه حضرت د تګ په لاره کې د هغوي د دمې یا پاتې کېدو ځایونه وو او جعفریان دا په ایران کې د شیعه په پراختیا کې ایران ته د امام رضا(ع) د راتګ د اثراتو له شواهدو ګڼي.[۷۲] په هغه ودانیو کې ځینې دا دي په اهواز ښار کې امام رضا ته منسوب جومات، او د شوشتر، دزفول، یزد، دامغان او نیشابور ښار کې هغوي ته منسوبې قدمګاوې (د قدم نښې) او په نیشابور کې یو حمام.[۷۳] هغه لیکي چې که څه هم له امام رضا سره په دې کې د ځینو ځایونو ارتباط ممکنه ده صحیح نه وي، خو د ایران د خلکو تشیع ته ګروهنه ښیي.[۷۴]

د شهادت څرنګوالی

د امام رضا(ع) ځانګړی صلوات:

«اللّهُمَّ صَلِّ عَلَی عَلِی بْنِ مُوسَی الرِّضَا الْمُرْتَضَی الْإِمامِ التَّقِی النَّقِی وَحُجَّتِک عَلَی مَنْ فَوْقَ الْأَرْضِ وَمَنْ تَحْتَ الثَّرَی الصِّدِیقِ الشَّهِیدِ صَلاةً کثِیرَةً تامَّةً زاکیةً مُتَواصِلَةً مُتَواتِرَةً مُتَرادِفَةً کأَفْضَلِ مَا صَلَّیتَ عَلَی أَحَدٍ مِنْ أَوْلِیائِک ای خدای، سلام ولېږه پر علي بن موسی الرضا، غوره کړی شوی او تقوادار، بې عیبه امام او په هره هغه چا چې په ځمکه او هر څه چې د ځمکې لپاسه دي او تر ځمکې لاندي دي ستا حجت دی، هغه رښتینی شهید، ډېر زیات او بشپړ او کامل او پاک او په یو بل پسې لګېدلی او پرله پسې درود، د هغه ډېر لوړ درود په شان چې تا په خپل یو ولي لیږلی وي.»

* سرچينه: ابن قولویه، کامل الزّیارات، ۱۳۵۶ل، مخ۳۰۹.

د امام رضا د شهادت د څرنګوالي په اړه مختلف راپورونه موجود دي. تاریخ څېړاندي سید جعفر مرتضی عاملي (وفات ۱۴۴۱ق) لیکلي چې شیعه عالمان بې له ګوته په شمېر کسانو، په دې د نظر اتفاق لري چې امام رضا د مامون په امر شهید کړی شوی دی. همداراز ډېر اهل سنت عالمان او مورخان هم باوري دي یا زیات احتمال ورکوي چې هغه په طبیعي مرګ له دنیا نه دی تللی.[۷۵]

د تاریخ یعقوبي کتاب (تالیف:۳ ق پېړۍ) په وینا، مامون بغداد ته د تګ په اراده له مرو ووته او امام رضا یې چې ولي عهد یې و له ځان سره ملګری کړ.[۷۶] کله چې طوس ته ورسېدل، امام رضا بیمار شو او له درې ورځو وروسته د نوقان په نوم یو کلي کې وفات شو. همدی لیکي چې ویل شوي چې د مامون سردار علی بن هشام، په انار کې هغه حضرت ته زهر ورکړل.[۷۷] اهل سنت مورخ طبري هم په خپل تاریخ (تالیف ۳۰۳ق) کې یوازې راپور ورکړی چې امام د انګورو خوړلو په حال کې و چې ناڅاپه وفات شو.[۷۸]

شیعه متکلم او فقیه شیخ مفید، په تصحیح الاعتقاد کې، په شک سره د امام رضا د وژل کېدو خبره کړې ده؛ خو د هغه د وژل کېدو احتمال یې زیات پیاوړی ګڼلی دی؛[۷۹] خو په بل کتاب الارشاد کې یې یو روایت نقل کړی چې پر اساس یې، امام رضا، د مامون په امر د انار په جوسو سره مسموم شوی دی.[۸۰] شیخ صدوق هم یو روایت نقل کړی چې پر اساس یې مامون امام رضا په انګورو[۸۱] یا انارو[۸۲] یا دواړو[۸۳] سره مسموم کړی دی. د هغه د شهادت د اثبات لپاره په دې روایت چې ما منّا إلا مقتولٌ شهید چې د ټولو امامانو په شهادت دلالت کوي[۸۴] هم استناد کیږي.[۸۵]

د امام رضا(ع) حرم

اصلي مقاله: د امام رضا(ع) حرم
ایران، مشهد، د امام رضا(ع) حرم

د امام رضا له شهادته وروسته مأمون هغه سناباد کلي ته نزدې د یو عباسي کوماندان حُمَید بن قَحطَبهٔ طائی په باغ یا دارالاماره کې ښخ کړ. د مامون پلار، عباسي خلیفه هارون هم هلته ښخ شوی و او له دې امله په هارونیه بقعې مشهور و.[۸۶] امام رضا یوازینی امام دی چې په ایران کې ښخ شوی دی.[۸۷]

ویل شوي چې په تېر پېړیو کې د امام رضا مزار د خراسان سیمې د ټولو مسلمانانو د مینه او عقیدت ځای او پر شیعیانو سربېره اهل سنت هم د هغه زیارت ته تلل.[۸۸]

د امام رضا حرم په تدریج سره د اسلامي نړۍ په تېره بیا شیعه په یو زیارت بدل شو. د امام رضا زیارت د خلکو په ژوند کې یوه مهمه عقیده ده. د امام رضا د ښخېدو ځای په مَشهدُالرّضا مشهور شو او نن مشهد ښار نومول کیږي، ویل کیږي چې د امام رضا له زیارته د ډېر هرکلي په وجه مشهد ښار د نړۍ دوهم لوی زیارتي ښار ګڼل کیږي.[۸۹]

اصحاب

اصلي مقاله: د امام رضا(ع) د اصحابو لړلیک

شیخ طوسي په خپل رجال کتاب کې د امام رضا(ع) د اصحابو په توګه د کابو ۳۲۰ کسانو نومونه ذکر کړي دي.[۹۰] په ځینو نورو سرچینو کې، په دې اړه نورې شمېرنې هم ذکر شوې دي.[۹۱] محمد مهدي نجف، په کتاب اَلجامعُ لِرُواةِ اَصحابِ الامامِ الرّضا کې د شیعه له مختلفو سرچینو څخه د ۸۳۱ کسانو نومونه د امام رضا(ع) د اصحابو او راویانو په توګه راغونډ کړې دي.[۹۲] د هغه ځینې اصحاب د شیخ طوسي په نقل دا دي:

په څلورمې قمري پېړۍ کې شیعه رجالي محمد بن عمر کَشّي، د امام رضا(ع) شپږ اصحاب د اجماع له اصحابو ګڼلي چې په دې ډول دي: یونس بن عبدالرحمن، صفوان بن یحیی، اِبن اَبي عُمَیر، عبدالله بن مُغَیره، حسن بن محبوب و احمد بن اَبي نصر بَزَنطي.[۹۴]

امام رضا(ع) ته منسوب کتابونه

رسالهٔ ذهبیه یا طب‌الرّضا، امام رضا(ع) ته منسوب اثر

له هغو حدیثونو پرته چې په حدیثي کتابونو کې له امام رضا(ع) نقل شوي، هغوي ته د ځینو کتابونه لیکل هم منسوب شوې دي چې البته شیعه عالمان هغه حضرت په هغوي کې د ډېرو کتابونو په منسوبېدو کې شک لري:

  1. طِبُّ الرّضا یا رسالهٔ ذهبیه: دا کتاب د طب په برخه کې‎ دی. ویل کیږي چې طب الرضا په شیعه عالمانو کې مشهور او هغوي منلی دی.[۹۵]
  2. صَحیفةُ الرّضا: دا کتاب د فقې په اړه دی. زیاتره شیعه عالمانو امام رضا(ع) ته د هغه منسوبول نه دي تایید کړې.[۹۶]
  3. اَلفقهُ الرَّضوی: د سید محمد جواد فضل الله په وینا، زیاتره شیعه عالمانو امام رضا(ع) ته د دغه کتاب منسوبول نه دي منلي، البته په دې مینځ کې ځینې کسانو لکه محمد باقر مجلسي، محمد تقي مجلسي، بحر العلوم، یوسف بحراني چې په صاحب حدائق مشهور دی او محدث نوري هغه د امام رضا لیکلی ګڼي.[۹۷]
  4. مَحضُ الاسلام و شَرائِعُ الدّین: دا کتاب شیخ صدوق له فضل بن شاذان څځه نقل کړی دی؛ خو د سند د راویانو د نه ثقه والي او په دې کې د داسې مسایلو د شتون په وجه چې له مسلمو فقهي احکامو سره مخالف دي، وایي چې له امام رضا د دغه کتاب په صادرېدو باندې نه یوو ډاډه.[۹۸]

مناظرې

د مأمون عباسي په شتون کې د مختلفو مکاتبو له پیروانو سره د امام رضا(ع) مناظره؛ انځورګري «عالم آل محمد» انځورګر حسن روح الامین، ۱۴۰۳ل.

د رسول جعفریان په وینا، د امام رضا(ع) په زمانه کې په مسلمانانو کې کلامي بحثونه ډېر زیات پراخ شوې وو او په مختلفو فکري ډلو کې ډېر د نظر اختلاف و. عباسي خلفاوو په تېره بیا مأمون هم دغه بحثونو ته داخلېده، له همدې امله، ډېر روایتونه چې له امام رضا راغلي دي د کلام په اړه دي چې د پوښتنې او ځواب او یا مناظرې په شکل کې دي. په امامت، توحید، د خدای په صفاتو، او جبر او اختیار پورې اړوند بحثونه له هغو څخه دي.[۹۹]

مرو ته د امام رضا له راتګه وروسته، مامون د مختلفو عالمانو په شتون سره ډېرې علمي غونډې او بحثونه برابرول او له امام رضا به یې غوښتنه کوله چې په هغو کې ګډون وکړي.[۱۰۰] په دغه ناستو کې امام رضا د مختلفو دینونو او مذهبونو له عالمانو سره مناظرې کولې چې متن یې د شیعه په حدیثي کتابونو لکه کافي لیک د کلیني، التوحید و عُیونُ اَخبارِ الرِّضا لیک د شیخ صدوق او احتجاج لیک د احمد بن علی طَبرسي کې راغلي دي. ځینې مناظرې یې په دې ډول دي:

له شیخ صدوقه نقل شوي چې د مناظرې د دغه غونډو له جوړولو د مامون هدف دا و چې امام رضا(ع) د مختلفو فرقو د مشرانو په وړاندې ماته وخوري او علمي او ټولنیز پوزیشن یې کمزوری شي؛ خو هر ځل چې به له امام رضا(ص) سره مناظره کېده، په اخر کې به یې د هغه په علمي مقام اقرار کاوه او د هغه استدلال به یې مانه.[۱۰۸]

د اهل سنتو په نزد مقام

د ترکمنستان اهل سنت په مرو کې د امام رضا د کور د زیارت په حال کې

اهل سنت محدث او مورخ ابن حجر عَسقَلاني (۷۷۳–۸۵۲ق) د امام رضا نسب، علم او فضیلت ستایلی[۱۰۹] او ویلې یې دي چې په داسې حال کې چې تر څوویشتو کلونو زیات عمر یې نه درلود، په مسجدالنبي کې به یې فتوا ورکوله[۱۱۰] د اتمې قمري پېړۍ اهل سنت عالم یافعي هم امام رضا د«جلیل» او «مُعَظَّم» امام او د امامیه مذهب له دولسو امامانو څخه د یوه په توګه یاد کړی چې مأمون په بني هاشمو کورنۍ کې د خلافت لپاره تر هغه زیات وړ کس ونه مونده او ورسره یې بیعت وکړ.[۱۱۱]

د رسول جعفریان په وینا، په څلورمه پېړۍ کې شافعي مذهبه محدث او فقیه، حاکم نیشابوري د امام رضا(ع) په باره کې د «مَفاخِرُالرِّضا» په نوم یو کتاب لیکلی چې له مینځه تللی او یوازې یو وړه شان برخه یې د ابن حمزه طوسي په لیکلي کتاب اَلثّاقِب فِی الْمَناقِب کې پاتې ده.[۱۱۲]

هغه یو څو تنه اهل سنت عالمان چې تر شپږمې پېړۍ د اتم امام زیارت ته تللي معرفي کړي دي. منجلمه په دریمې او څلورمې قمري پېړۍ کې مشهور اهل سنت محدث محمد بن خُزَیْمه، د نیشابور مشهور عالم ابو علي ثقفي، محدث او رجال پېژاندی ابوحاتم محمد بن حبان بستی (وفات:‌ ۳۵۴)، محدث او رجال‌ پیژنداي، حاکم نیشابوري (۳۲۱-۴۰۵ق) مشهور او تکړه ایرانی مورخ ابوالفضل بیهقي (۳۸۵-۴۷۰ق) او د پینځمې پېړۍ مشهور عالم او عارف امام محمد غزالي.[۱۱۳]

د امام رضا د زیارت کولو په باب د اهل سنتو عالمانو ځینې راپورونه هم رارسېدلې دي. مثلا په دریمې او څلورمه قمري پېړۍ کې مشهور اهل سنت محدث ابن حِبّان ویلي چې په ځلونو به په مشهد کې د علي بن موسی د قبر زیارت ته تلم او له هغه حضرت سره په توسل سره به مې ستونزې ختمیدې.[۱۱۴] ابن حجر عسقلاني هم راپور ورکړی چې په دریمه او څلورمه پېړۍ کې اهل سنت فقیه محدث او مفسر ابوبکر محمد بن خُزَیْمه، او د نیشابور عالم ابو علي ثقفي نور اهل سنت عالمان وو چې د امام رضا زیارت ته به تلل. د دغه حکایت راوي ابن حجر ته ویلي چې «ابوبکر بن خزیمه د دغه زیارت دومره درنښت او په وړاندې یې زاري او تواضع وکړ چې مونږ حیرانه شو.[۱۱۵]

هنري او فرهنګي اثار

د امام رضا(ع) په اړه د مهدي اخوان ثالث د شعر یوه برخه:
  • ای علی موسَی‌الرّضا، ای پاکمرد یثربی، در توس خوابیده
  • من تو را بیدار می‌دانم
  • زنده‌تر، روشن‌تر از خورشید عالم‌تاب
  • از فروغ و فَرّ و شورِ زندگی سرشار می‌دانم
  • گرچه پندارند دیری هست، همچون قطره‌ها در خاک
  • رفته‌ای در ژرفنای خواب
  • لیکن ای پاکیزه‌باران بهشت، ای روح، ای روشنای آب،
  • من تو را بیدار، ابری پاک و رحمت‌بار می‌دانم.[۱۱۶]

د امام رضا(ع) په اړه د شعر، ناول، فلم او انځورګرۍ او... په چوکاټ کې ډېر هنري اثار تولید شوې دي:

ادبي اثار

د امام رضا(ع) په اړه ډېر شعرونه ویل شوي دي.[۱۱۷] په فارسي شعر کې د رضوي مدایحو د کتاب د لیکوال په وینا، ظاهرا د پېنځمې قمري پېړۍ سنایي غزنوي لومړی شاعر دی چې د امام رضا(ع) په مدحه کې یې شعر ویلی دی او که له هغه مخکې هم په دې اړه شعر وي، یا له مینځه تللی یا ورته زمونږ لاسرسی نیشته.[۱۱۸] لاندینۍ قصیده د هغه ده:









دین را حرمی است در خراساندشوار تو را به محشر آسان
از معجزهای شرع احماز حجت‌های دین یزدان
همواره رهش مسیر حاجت پیوسته درش مشیر غفران
چون کعبه پر آدمی ز هر جای چون عرش پر از فرشته هزمان
هم فر فرشته کرده جلوه هم روح وصی درو به جولان
از رفعت او حریم، مشهد از هیبت او شریف، بنیان
از دور شده قرار زیرا نزدیک بمانده دیده حیران
از حرمت زائران راهش فردوس فدای هر بیابان
قرآن نه درو و او اولوالامر دعوی نه و با بزرگ برهان
ایمان نه و رستگار از او خلق توبه نه و عذرهای عصیان
از خاتم انبیا درو تن از سید اوصیا درو جان
آن بقعه شده به پیش فردوس آن تربه به روضه کرده رضوان
از جمله شرط‌های توحید از حاصل اصل‌های ایمان
زین معنی زاد در مدینه این دعوی کرده در خراسان[۱۱۹]


د هغوي په نظر د تیموریانو او صفویانو تر زمانې پورې، د امام رضا(ع) په اړه شعرونه کم وو؛ خو د صفویانو په زمانه کې زیات شول.[۱۲۰] په مدایح رضوی در شعر فارسی کتاب کې د د امام رضا په مدحه کې له سنایي غزنوي نیولې تر اوسمهال پورې د ۷۲ فارسي ژبو شاعرانو[۱۲۱] شعرونه راغونډ شوي.[۱۲۲] «قطعه‌ای از بهشت» لیک د حبیب‌الله چایچیان چې په حسان متخلص دی[۱۲۳] او «با آل‌علی هرکه در افتاد ورافتاد» لیک د مشروطیت د دورې د عالم او شاعر نسیم شمال، د اتم امام په اړه ځینې شعرونه دي.[۱۲۴] قطعه ای از بهشت په دې ډول دی:[۱۲۵]











آمدم ای شاه پناهم بده خط امانی ز گناهم بده
ای حرمت ملجأ درماندگان دور مران از در و راهم بده
ای گل بی‌خار گلستان عشق قرب مکانی چو گیاهم بده
لایق وصل تو که من نیستم اِذن به یک لحظه نگاهم بده
ای که حَریمت به‌مَثَل، کهرباست شوق و سبک‌خیزی کاهم بده
تا که ز عشق تو گدازم چو شمع گرمی جان‌سوز به آهم بده
لشکر شیطان به کمین من است بی‌کسم ای شاه، پناهم بده
از صف مژگان نگهی کن به من با نظری یار و سپاهم بده
در شب اول که به قبرم نهند نور بدان شام سیاهم بده
آنچه صلاح است برای «حسان» از تو اگر هم که نخواهم بده


د امام رضا(ع) په اړه ځینې ناولونه هم لیکل شوي چې پکې بلندای آن ردا، لیک د سید علي شجاعي؛ اقیانوس مشرق، لیک د مجید پورولي کلشتري؛ اوو راز آن بوی شگفت، لیک د فریبا کلهر ته اشاره کولی شو.[۱۲۶]

سینمایی او ټیلي ویژني اثار

د امام رضا(ع) په چورلیزتوب ځینې داکومنټري او غیر ډاکومنټري سینمايي او ټیلي ویژني اثار په دې ډول دي:[۱۲۷]

  • ډاکومنټري فلم یا ضامن آهو د پرویز کیمیاوي په ډایریکټرۍ چې په ۱۳۵۰ ل کال کې جوړ شو. کیمیاوي په دې فلم کې د امام رضا(ع) په حرم کې د یوې ورځې د زیارت حال اوحوال انځور کړی دی.[۱۲۸] د سینما ډایریکټر مجید مجیدي، دغه فلم یو ډاکومنټري شاهکار ګڼلی چې د اتم امام(ع) په اړه جوړ شوی دی.[۱۲۹]
  • د مهدي فخیم زاده په ډایریکټرۍ ولایت عشق ټیلي ویژني سیریال، د امام رضا(ع) په اړه دوهم او تر ټولو مهم سیریال ګڼل شوی دی. دا فیلم چې په ۱۳۷۶ ل کال کې جوړ شو، له مدینې تر مرو پورې د امام رضا(ع) تاریخ او د هغه شهادت انځوروي.[۱۳۰]
  • رضای رضوان ډاکومنټري، د مجید مجیدی، په ۱۳۸۴ ل کې جوړ، هغه فلم دی چې د حرم زیارت کوونکو ته د امام رضا(ع) د خادمانو د شوق بیانوونکې ده.[۱۳۱]
  • سینمایي فیلم، هر شب تنهایي، جوړ د رسول صدر عاملي، په ۱۳۸۶ ل کال کې، په هغه داستان سره چې د امام رضا(ع) په حرم کې تیریږي، له لومړیو سینمایي اثارو دی چې زیاتره برخې یې د امام رضا(ع) په حرم کې شوټ شوې دي. دا فلم یو مثبت بدلون ښیي چې له زیارته وروسته په یوې پریشانې او مضطربې ښځې کې راپېدا کیږي.[۱۳۲]
  • سینمایي فلم شب، د رسول صدر عاملي په ډایریکټرۍ، په ۱۳۸۶ ل کال کې، د امام رضا(ع) د حرم د زیارت لپاره د یو تورن چې په لاس کې یې هتکړۍ دي، د شوق او جذبې کیسه ده.[۱۳۳]
  • روز هشتم، سینمایي فلم، جوړ د مهدي کرم‌پور په ۱۳۸۸ کال کې، د امام رضا(ع) په اړه یو بل ننداریز اثر دی چې په ایران کې له مختلفو چینلونو خپور شوی دی.[۱۳۴]
  • زیارت، سینمایي فلم، د صادق کرمیار په ډایریکټرۍ، په ۱۳۸۸ ل کال کې، د ښکېلو انسانانو د ژوند روایت دی چې مشهد او د امام رضا(ع) حرم ته په راتګ سره یې اقتصادي مشکلات ختمیږي.[۱۳۵]
  • ټیلي ویژني فلم، بیا از گذشته حرف بزنیم، جوړ د حمید نعمت‌الله د دریو بوډۍ ګانو ښځو له نظره د امام رضا(ع) د حرم د زیارت روایتوونکی دی.[۱۳۶]
  • بدون قرار قبلی، سینمایي فلم د بهروز شعیبي په ډایریکټرۍ، د هغه زیارت په اړه دی چې بې له سریزې او تیارۍ د کیسې د اصلي شخصیت له پاره پېښېږي او په هغه او په بچي کې یې چې اوتیسم ناروغي لري، مثبتي بدلونونه راولي.[۱۳۷]

ضامن آهو تابلو

ضامن آهو تابلو: انځور ګر: استاد فرشچیان، دوهمه نسخه

ضامن آهو، تابلو، اثر د محمود فرشچیان، د یوې هوسۍ لپاره د امام رضا(ع) د ضمانت کیسه انځور کړې ده. د ځینو خبري اژانسونو په راپور، دغه تابلو په دوو نسخو کې جوړه شوې: یو په ۱۳۵۸ ل او بل په ۱۳۸۹ل کال کې چې قدس رضوي استانې ته ډالۍ شو.[۱۳۸]

د امام رضا(ع) نړیواله غونډه

د امام رضا(ع) نړیواله غونډه یا کنګره، د هغو غونډو ټولګه ده چې د امامانو په تېره بیا امام رضا(ع) په اړه جوړیږي.[۱۳۹] په لومړي ځل دغه غونډه په ۱۳۶۳ کال کې جوړه شوه.[۱۴۰] د دغه غونډې د جوړېدو هدف، د معصومو امامانو په تېره بیا امام رضا(ع) د پېژندلو او نورو ته ورپېژندلو په زمینه کې د علمي، کلتوري او څېړنیز حرکت پېل بیان شوی دی.[۱۴۱]

د امام رضا(ع) نړیوال فیسټیول

د امام رضا د نړیوال فرهنګي هنري بنسټ په راپور، د امام رضا فیسټیول هر کال د کرامت د لسیزې په پېل کېدو سره د ایران د اسلامي فرهنګ او ارشاد د وزارت لخوا د ایران په ځینو ولایتونو او همداراز نورو هیوادونو کې جوړیږي. دغه فیسټیوال علمي، څېړنیز، فرهنګي او هنري بڼه لري او په دې زمینو کې د اثارو په ورغوښتلو سره، غوره کسان معرفي کوي.[۱۴۲]

د دغه فیسټیول نړیوال پروګرامونه له هیواده بهر د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د سازمان په چورلیز او له بهر سره اړوند فرهنګي ادارو په تېره بیا د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې، جامعة المصطفی العالمیه او له هیواد بهرو مدرسو د مرکز په ملګرتیا جوړیږي.[۱۴۳]

کتاب پیژندنه

اصلي مقاله: د امام رضا(ع) په اړه د کتابونو لړلیک

په مختلفو ژبو لکه فارسي، عربي او انګریزۍ د امام رضا(ع) په باره کې ډېر کتابونه لیکل شوي چې د کتاب پېژندنې په کتابونو لکه د امام رضا کتابنامه، لیک د علي اکبر الهي خراساني، کتابشناسي امام رضا(ع) لیک د سلمان حبیبي او ګزیده کتابشناسي امام رضا(ع) لیک د هادي رباني کې راغونډ او معرفي شوې دي.

د امام رضا د کتاب پېژندنې په کتابونو کې په شپاړسو څپرکو کې تر زرو د زیاتو کتابونو نومونه اخستل شوي دي. په څلورم څپرکي کې، له بهرنیو ژبو لکه اردو، ترکي، جرمني، انګریزي، فرانسې او تایي لینډي ژبو څخه ژباړل شوې کتابونه معرفي شوي دي.[۱۴۴] د امام رضا په اړه ځينې جدا کتابونه په دې ډول دي:

  • مُسنَدُ الاِمامِ الرِّضا اَبی‌الْحسن علیِّ بن موسی علیهماالسّلام: په دې اثر کې هغه څه چې په مختلفو کتابونو کې د امام رضا(ع) په اړه له محدثانو او د امامانو له اصحابو روایت شوي، د عزیزالله عطاردي په وسیله راغونډ شوي دي. د دې کتاب ځینې مطالب په دې ډول دي: د امام رضا القاب، د هغوي امامت، عملي سیرت، اخلاقي فضایل، له مدینې خراسان ته د امام رضا(ع) سفر، د هغه د زیارت فضیلت، د بچیانو او وروڼو او کورنۍ او اصحابو نومونه او هغه کرامات چې د هغه په مرقد کې شوې دي؛[۱۴۵]
  • اَلحیاةُ السّیاسیةُ لِلْامامِ الرّضا(ع)، لیک د سید جعفر مرتضی عاملي: دا کتاب د «زندگی سیاسی هشتمین امام»،په نوم د سید خلیل خلیلیان له خوا فارسۍ ته ژباړل شوی دی؛
  • اَلامامُ الرِّضا علیه‌السلام؛ تاریخٌ و دراسةٌ،‌ لیک د سید محمد جواد فضل الله: د دغه کتاب فارسي ترجمه د «تحلیلی از زندگانی امام رضا(ع)» په نوم د محمد صادق عارف له خوا شوې ده؛
  • حیاةُ الْامام علیِّ بنِ موسَی الرِّضا(ع)؛ دراسةٌ و تحلیلٌ، لیک د باقر شریف قَرَشی: د کتاب د «پژوهشی دقیق در زندگانی امام علی بن موسی الرضا(ع)» په نوم د سید محمد صالحی لخوا په فارسۍ او د جاسم رشید په قلم په انګریزۍ ترجمه شوی دی؛
  • اَلاِمامُ الرِّضا(ع) عِندَ اَهلِ السُّنّه: دا کتاب محمد محسن طبسي لیکلی دی او په فارسۍ، انګریزۍ، او اردو ژبه ژباړل شوی دی؛
  • حکمت‌نامه رضوي، په څلورو ټوکو کې، له محمد محمدي ری شهري، د څېړاندو د یوې ډلې په ملګرتیا؛
  • فرازهایی از زندگانی امام رضا(ع)، لیک د محمد رضا حکیمي چې په انګریزۍ، اردو، او ترکۍ ژبه ژباړل شوی دی؛[۱۴۶]
  • صیحفهٔ رضویهٔ جامعه، لیک د سید محمد باقر ابطحي چي په انگلیسی ژبه،‌ اردو ا و ترکی ترجمه شوی دی؛[۱۴۷]
  • سیرهٔ علمی و علمی امام رضا(ع)، تألیف د عباسعلي زارعي سبزواري؛
  • دانشنامه امام رضا(ع) (د امام رضا دایرة المعارف) چې د دریو ادارو جامعةُ الْمصطفی الْعالَمیه، فرهنگ او اسلامي ارشاد وزارت او د امام رضا(ع) د فرهنګی هنري نړیوال بنسټ په ملګرتیا یې تر اوسه دوه ټوکه خپاره شوې دي؛[۱۴۸]

فوټ نوټ

  1. عاملی، الحیاة السیاسیة للامام الرضا، ۱۴۰۳ق، ص۱۳۹.
  2. صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۴، ۱۶. طبرسی، اعلام‌الوری، ج۲، ص۴۰.
  3. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۲-۱۳.
  4. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۲.
  5. عاملی، الحیاة السیاسیة للامام الرضا، ۱۴۰۳ق، ص۱۳۹-۱۴۰.
  6. طبرسی، اعلام‌الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۴۱-۴۲.
  7. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۳.
  8. طبرسی، اعلام‌الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۶۴-۶۵.
  9. نگاه کنید به میرآقایی، «ضامن آهو و تجلی آن در شعر فارسی،» ص۱۱-۱۳.
  10. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۹، ص۵۵.
  11. ناجی ادریس، «لماذا اشتهر الامام الرضا(ع) بغریب الغرباء»، وبگاه خبرگزاری براثا.
  12. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۴، ص۱۰۰.
  13. دهخدا، لغتنامهٔ دهخدا، ذیل واژهٔ «ثامن‌الائمه».
  14. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۳.
  15. سیوطی، تاریخ‌الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ص۳۶۳.
  16. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۳.
  17. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۹، ص۳.
  18. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۱.
  19. قرشی، حیاة الامام الرضا، ۱۳۸۰ش، ج۱، ص۲۵.
  20. ابن‌شهرآشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۶۶.
  21. طبری، دلائل‌الامامه، ۱۴۱۳ق، ص۳۵۹.
  22. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۹۲؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۷۳.
  23. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۹۲.
  24. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۹۲؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۷۳.
  25. سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ص۳۶۳؛ ابن‌شهرآشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۶۷؛ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۴۷.
  26. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۴۷.
  27. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۵۰؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۷۱؛ ابن‌شهرآشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۶۷؛ طبرسی، اعلام‌الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۸۶.
  28. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۳.
  29. مستوفی، نزهةالقلوب، ۱۳۸۱ش، ص۱۰۰.
  30. کیاء گیلانی، سراج‌الانساب، ۱۴۰۹ق، ص۱۷۹.
  31. مدرسی طباطبایی، برگی از تاریخ قزوین، ۱۳۶۱ش، ص۱۲.
  32. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۴۴.
  33. شوشتری، تواریخ النبی و الآل، ۱۳۹۱ق، ص۶۵.
  34. سجادی، «آستانهٔ حضرت معصومه»، ص۳۵۸.
  35. فاضل مقداد، ارشاد الطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۳۳۷.
  36. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۱۱-۳۱۹.
  37. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۴۷-۲۵۳.
  38. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۴۳-۵۲.
  39. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۹، ص۱۱-۲۸.
  40. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۱۲.
  41. بقره، آیه ۳۰.
  42. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۴۹.
  43. ناجی، «الرضا، امام».
  44. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۵۷-۲۵۸.
  45. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۲۷-۴۲۸.
  46. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۲۹.
  47. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۲۷.
  48. افتخاری، امام رضا(ع)، مأمون و موضوع ولایتعهدی، ۱۳۹۸ش، ص۱۰۴؛ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه(ع)، ۱۳۸۷ش، ص۴۳۰.
  49. سیدِ مرتضی، تنزیه‌الانبیا(ع)، ۱۳۷۷ش، ص۱۷۹؛ طوسی، تلخیص‌الشافی، ۱۳۸۲ش، ج۴، ص۲۰۶.
  50. باغستانی، «الرضا، امام (ولایتعهدی)»، ص۸۳.
  51. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۵۹.
  52. شیخ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۸۹.
  53. یعقوبی، تاریخ‌الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۴۶۵.
  54. صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۷۰.
  55. عاملی، الحیاة السیاسیة للامام الرضا(ع)، ۱۴۰۳ق، ص۲۲۶.
  56. صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۷۰.
  57. یعقوبی، تاریخ‌الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۴۴۸.
  58. یعقوبی، تاریخ‌الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۴۴۸.
  59. رفیعی، زندگانی امام رضا(ع)، پژوهشکده تحقیقات اسلامی، ص۱۹۸-۱۹۹.
  60. صدوق، التوحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۵؛ صدوق، معانی‌الاخبار، ۱۴۰۳ق، ص۳۷۱؛ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۳۵؛ طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۵۸۹.
  61. آملی، مصباح‌الهدی، ۱۳۸۰ق، ج۶، ص۲۲۱.
  62. آملی، مصباح‌الهدی، ۱۳۸۰ق، ج۶، ص۲۲۱.
  63. صدوق، معانی‌الاخبار، ۱۴۰۳ق، ص۳۷۱؛ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۳۵.
  64. کلینی، کافی، ۱۴۰۷، ج۱، ص۴۸۹-۴۹۰؛ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۵۰-۱۵۱.
  65. کلینی، کافی، ۱۴۰۷، ج۱، ص۴۸۹؛ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۵۰.
  66. کلینی، کافی، ۱۴۰۷، ج۱، ص۴۸۹-۴۹۰؛ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۵۰-۱۵۱.
  67. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۴۳.
  68. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۴۵۹.
  69. جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۲۱۹.
  70. جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۲۱۹.
  71. جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۲۱۹-۲۲۰.
  72. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه،۱۳۸۱ش، ص۴۶۳.
  73. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۴۶۳-۴۶۷.
  74. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۴۶۳.
  75. عاملی، الحیاة السیاسیه للامام الرضا، ۱۴۰۳ق، ص۴۲۲.
  76. یعقوبی، تاریخ‌الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۴۵۱.
  77. یعقوبی، تاریخ‌الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۴۵۳.
  78. طبری، تاریخ‌الطبری، ۱۴۱۳ق، ج۷، ص۶۱۰.
  79. مفید، تصحیح اعتقادات الامامیه، ۱۴۱۴ق، ص۱۳۲.
  80. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۷۰.
  81. صدوق،عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ص۲۴۳.
  82. صدوق،عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ص۲۴۰.
  83. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ص۲۴۶.
  84. صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۳ق، ص۹۹.
  85. عاملی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم، ۱۴۲۶ق، ج۳۳، ص۱۸۲.
  86. جعفریان، اطلس شیعه، ۱۳۸۷، ص۹۳.
  87. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۵۹.
  88. جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۲۲۸.
  89. یاحقی، «رضا(ع) امام».
  90. شیخ طوسی، رجال‌الطوسی، ۱۴۱۵ق، ص۳۵۱-۳۷۰.
  91. د بېلګۍ په توګه وګورئ: عطاردی، مسند الامام الرضا، ۱۴۱۳ق، ص۵۰۹؛ قرشی، حیاة الامام علی بن موسی الرضا، ۱۳۸۰ش، ج۲، ص۸۶-۱۸۰.
  92. نجف، الجامع لِرُواة اصحاب الامام الرضا، ۱۴۰۷ق. ص۵۷۱.
  93. وګورئ: طوسی، رجال‌الطوسی، ۱۴۱۵ق، ص۳۵۱-۳۷۰.
  94. کشی، رجال‌الکشی، ۱۴۰۹ش، ص۵۵۶.
  95. فضل‌الله، تحلیلی از زندگانی امام رضا(ع)، ۱۳۸۲ش، ص۱۹۱.
  96. فضل‌الله، تحلیلی از زندگانی امام رضا(ع)، ۱۳۸۲ش، ص۱۹۶-۱۹۷.
  97. فضل‌الله، تحلیلی از زندگانی امام رضا(ع)، ۱۳۸۲ش، ص۱۸۷.
  98. فضل‌الله، تحلیلی از زندگانی امام رضا(ع)، ۱۳۸۲ش، ص۱۹۷-۱۹۸.
  99. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۵۰.
  100. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۴۲.
  101. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۳۱-۱۳۳؛‌ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۲۵۰-۲۵۲؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۷۸-۷۹؛ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۹۶-۳۹۷.
  102. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۰۱-۴۰۴؛ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ۴۴۱-۴۵۴؛ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۹-۱۹۱.
  103. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۳۰-۱۳۱؛ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۱۱۰-۱۱۱؛ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۰۵-۴۰۸.
  104. صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۴۱؛ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۷۵؛ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۱۵-۴۲۵.
  105. صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۴۱؛ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۷۵؛ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۱۵-۴۲۵.
  106. صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۹؛ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۷-۱۶۸؛ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۲۴.
  107. صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۴۱؛ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۷۵؛ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۱۵-۴۲۵.
  108. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۴۲.
  109. وګورئ: عسقلانی، تهذیب‌التهذیب، دارصادر، ج۷، ص۳۸۹.
  110. وګورئ: عسقلانی، تهذیب التهذیب، دارصادر، ج۷، ص۳۸۷.
  111. یافعی، مرآةالجنان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۰.
  112. جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۲۳۰.
  113. وګورئ: جعفریان، تاریخ تشیع در ایران، ۱۳۸۷ش، ص۲۲۸-۲۳۲.
  114. ابن‌حبان، الثقات، ۱۴۰۲ق، ج۸، ص۴۵۷.
  115. عسقلانی، تهذیب‌التهذیب، دار صادر، ج۷، ص۳۸۸.
  116. «شعر زیبای اخوان ثالث در وصف علی بن موسی الرضا علیه السلام»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  117. د بېلګۍ په توګه وګورئ: احمدی بیرجندی و نقوی‌زاده، مدایح رضوی در شعر فارسی، ۱۳۷۷ش؛ «شعر درباره امام رضا/ گزیده شعرهای بسیار زیبا در وصف علی بن موسی الرضا»، باشگاه خبرنگاران جوان؛ «سروده‌هایی در مدح امام رضا(ع)»، وبگاه خبرگزاری تسنیم.
  118. احمدی بیرجندی و نقوی‌زاده، مدایح رضوی در شعر فارسی، ۱۳۷۷ش، ص۱۶ و۲۸.
  119. «قصیدهٔ شمارهٔ ۱۳۹ - در نعت امام هشتم (ع)»، وبگاه گنجور.
  120. احمدی بیرجندی و نقوی‌زاده، مدایح رضوی در شعر فارسی، ۱۳۷۷ش، مقدمه، ص۱۶.
  121. احمدی بیرجندی و نقوی‌زاده، مدایح رضوی در شعر فارسی، ۱۳۷۷ش، مقدمه چاپ دوم، ص۲۷.
  122. احمدی بیرجندی و نقوی‌زاده، مدایح رضوی در شعر فارسی، ۱۳۷۷ش، مقدمه، ص۱۶ و۱۹.
  123. «حسان: شعر «آمدم ای شاه پناهم بده» زبان حال مادرم است»، وبگاه خبرگزاری فارس.
  124. موسی‌آبادی و دیگران، «جلوه‌های تمثیل و ارسال مَثَل در شعر سید اشرف الدین گیلانی»، ص۱۴۰.
  125. «حسان: شعر «آمدم ای شاه پناهم بده» زبان حال مادرم است»، وبگاه خبرگزاری فارس.
  126. زینلی، «امام رضا(ع)، به روایت کتاب‌ها»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  127. «فرهنگ رضوی در آینه سینما/ شوق زیارت از یا ضامن آهو تا بدون قرار قبلی»، وبگاه ایرنا.
  128. شفایی و بهروزلک، «هنر هفتم و فرهنگ رضوی؛ همسویی‌ها و تعاملات»، ص۱۱۰-۱۱۱.
  129. «مجید مجیدی: یا ضامن آهو شاهکاری مستند درباره امام رضاست»، وبگاه ایرنا.
  130. شفایی و بهروزلک، «هنر هفتم و فرهنگ رضوی؛ همسویی‌ها و تعاملات»، ص۱۱۰-۱۱۱.
  131. «فرهنگ رضوی در آینه سینما/ شوق زیارت از یا ضامن آهو تا بدون قرار قبلی»، وبگاه ایرنا.
  132. «فرهنگ رضوی در آینه سینما/ شوق زیارت از یا ضامن آهو تا بدون قرار قبلی»، وبگاه ایرنا.
  133. «فرهنگ رضوی در آینه سینما/ شوق زیارت از یا ضامن آهو تا بدون قرار قبلی»، وبگاه ایرنا.
  134. «در هر دو اثر عنایاتی از سوی امام رضا(ع) داشته‌ام»، پایگاه خبری-تحلیلی قدس آنلاین.
  135. «فرهنگ رضوی در آینه سینما/ شوق زیارت از یا ضامن آهو تا بدون قرار قبلی»، وبگاه ایرنا.
  136. «فرهنگ رضوی در آینه سینما/ شوق زیارت از یا ضامن آهو تا بدون قرار قبلی»، وبگاه ایرنا.
  137. «فرهنگ رضوی در آینه سینما/ شوق زیارت از یا ضامن آهو تا بدون قرار قبلی»، وبگاه ایرنا.
  138. «استاد فرشچیان: چهره امام رضا(ع) را دیدم و نقاشی کردم»، وبگاه خبرگزاری جوان آنلاین.
  139. مجموعه آثار نخستین کنگره جهانی حضرت رضا(ع)، ۱۳۶۵ش، ص۵.
  140. مجموعه آثار نخستین کنگره جهانی حضرت رضا(ع)، ۱۳۶۵ش، ص۵-۱۱.
  141. مجموعه آثار نخستین کنگره جهانی حضرت رضا(ع)، ۱۳۶۵ش، ص۵.
  142. «آشنایی مختصر با جشنواره بین المللی فرهنگی و هنری امام رضا(علیه السلام)»، وبگاه بنیاد بین‌المللی فرهنگی‌هنری امام رضا.
  143. «آشنایی مختصر با جشنواره بین المللی فرهنگی و هنری امام رضا(علیه السلام)»، وبگاه بنیاد بین‌المللی فرهنگی‌هنری امام رضا.
  144. حبیبی، کتاب‌شناسی امام رضا(ع)، ۱۳۹۲ش، مقدمه، ص۹.
  145. وګورئ: عطاردی قوچانی، مسند الامام الرضا ابی‌الحسن علی بن موسی علیهماالسلام.
  146. «ترجمه کتاب محمدرضا حکیمی درباره زندگی امام رضا(ع) به ۴ زبان»، وبگاه خبرگزاری تسنیم.
  147. «ترجمه کتاب محمدرضا حکیمی درباره زندگی امام رضا(ع) به ۴ زبان»، وبگاه خبرگزاری تسنیم.
  148. «دانشنامه امام رضا(ع)»، وبگاه خبرگزاری رضوی.

سرچينې

  • «آشنایی مختصر با جشنوارهٔ بین‌المللی فرهنگی و هنری امام رضا(علیه‌السلام)»، وبگاه بنیاد بین‌المللی فرهنگی‌هنری امام رضا، بازدید: ۲۷ خرداد ۱۴۰۳ش.
  • آملی، محمدتقی، مصباح الهدی فی شرح العروة الوثقی، بی‌جا، ۱۳۸۴ق.
  • ابن‌حبان، اَلثِّقات، حیدرآباد، مطبعة مجلس دائرة المعارف العثمانیة، ۱۴۰۲ق.
  • ابن‌شهرآشوب مازندرانی، محمد بن علی، مناقب آل‌ابی‌طالب علیهم‌السلام، قم، ‏علامه، ‏چاپ اول، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌قولویه، جعفر بن محمد، کامل‌الزّیارات، تصحیح و تحقیق عبدالحسین امینی، نجف، دارالمرتضویه، چاپ اول، ۱۳۵۶.‏
  • احمدی بیرجندی، احمد و علی نقوی‌زاده، مدایح رضوی در شعر فارسی، مشهد، آستان قدس رضوی، بنیاد پژوهش‌های اسلامی، چاپ سوم، ۱۳۷۷ش.
  • «استاد فرشچیان: چهرهٔ امام رضا(ع) را دیدم و نقاشی کردم»، خبرگزاری جوان آنلاین، درج مطلب: ۱ آبان ۱۳۹۹ش، بازدید: ۲۷ خرداد ۱۴۰۰ش.
  • افتخاری، سید غنی، امام رضا(ع)، مأمون و موضوع ولایتعهدی، مشهد، به‌نشر، ۱۳۹۸ش.
  • امین، سید محسن، اَعیان‌الشّیعه، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب والسنة، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیة، ۱۴۱۶ق.
  • ناجی، محمدرضا، «الرضا، امام»، در دانشنامه جهان اسلام، ج۲۰، تهران، بنیاد دایرة‌المعارف اسلامی، ۱۳۹۴ش.
  • باغستانی، اسماعیل، «الرضا، امام (ولایتعهدی)»، در دانشنامه جهان اسلام، ج۲۰، تهران، بنیاد دایرة‌المعارف اسلامی، ۱۳۹۴ش.
  • «ترجمهٔ کتاب محمدرضا حکیمی دربارهٔ زندگی امام رضا به ۴ زبان»، خبرگزاری تسنیم، درج مطلب:‌ ۱۳ مرداد ۱۳۹۵ش، بازدید: ۲۴ خرداد ۱۴۰۰ش.
  • «دانشنامهٔ امام رضا(ع)»، وبگاه خبرگزاری رضوی، درج مطلب:‌ ۱۷ دی ۱۳۹۷ش، بازدید: ۲۴ خرداد ۱۴۰۰ش.
  • «در هر دو اثر عنایاتی از سوی امام رضا(ع) داشته‌ام»، پایگاه خبری-تحلیلی قدس آنلاین، درج مطلب: ۱۵ تیر ۱۳۹۸ش، بازدید: ۲۸ خرداد ۱۴۰۰ش.
  • جعفریان، رسول، اطلس شیعه، تهران، سازمان جغرافیایی نیروهای مسلح، ۱۳۸۷ش.
  • جعفریان، رسول، تاریخ تشیع در ایران از آغاز تا طلوع دورهٔ صفوی، تهران، نشر علم، چاپ دوم، ۱۳۸۷ش.
  • جعفریان، رسول، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، قم، انصاریان، ۱۳۸۱ش.
  • حبیبی، سلمان، کتاب‌شناسی امام رضا(ع)، مشهد، آستان قدس رضوی، چاپ اول، ۱۳۹۲ش.
  • «حسان: شعر «آمدم ای شاه پناهم بده» زبان حال مادرم است»، خبرگزاری فارس، درج مطلب: ۱۲ دی ۱۳۹۲ش، بازدید: ۲۷ خرداد ۱۴۰۰ش.
  • دهخدا، علی‌اکبر، لغتنامهٔ دهخدا.
  • رفیعی، علی، زندگانی امام رضا(ع)، تهران، پژوهشکدهٔ تحقیقات اسلامی سپاه پاسداران انقلاب اسلامی، بی‌تا.
  • زینلی، منیره، «امام رضا(ع)، به روایت کتاب‌ها»، خبرگزاری جمهوری اسلامی، درج مطلب: ۱۲ تیر ۱۳۹۹ش، بازدید: ۲۸ خرداد ۱۴۰۰ش.
  • سجادی، «آستانهٔ حضرت معصومه»، در دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۱، تهران، مرکز دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۶۷ش.
  • «سروده‌هایی در مدح امام رضا(ع)»، خبرگزاری تسنیم، درج مطلب: ۲۳ تیر ۱۳۹۸ش، بازدید: ۲۷ خرداد ۱۴۰۰ش.
  • سیدِ مرتضی، علی بن حسین، تنزیه‌الانبیا(ع)، قم، دار الشریف الرضی، ۱۳۷۷ش.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، تاریخ‌الخلفاء، تحقیق ابراهیم صالح، بیروت، دارصادر، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • «شعر دربارهٔ امام رضا/ گزیدهٔ شعرهای بسیارزیبا در وصف علی بن موسی الرضا»، باشگاه خبرنگاران جوان، درج مطلب: ۲۸ آبان ۱۳۹۶ش، بازدید: ۲۷ خرداد ۱۴۰۰ش.
  • «شعر زیبای اخوان ثالث در وصف علی بن موسی الرضا علیه السلام»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  • شفایی، امان‌الله و غلامرضا بهروزلک، «هنر هفتم و فرهنگ رضوی؛ همسویی‌ها و تعاملات»، فصلنامهٔ رسانه، شمارهٔ ۸۱، بهار ۱۳۸۹ش.
  • شوشتری، محمدتقی، تواریخ النبی و الآل، تهران، ۱۳۹۱ق.
  • صدوق، محمد بن علی، اَلتّوحید، تحقیق و تصحیح هاشم حسینی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعهٔ مدرسین حوزهٔ علمیهٔ قم، چاپ اول، ۱۳۹۸ق.
  • صدوق، محمد بن علی، عُیونُ اَخبارِ الرِّضا، تحقیق و تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ش.
  • صدوق، محمد بن علی، معانی‌الاخبار، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج علی اهل اللجاج، تحقیق و تصحیح محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • طبرسی، فضل بن الحسن، اِعلامُ الوَری بِاَعلامِ الهُدی، قم، مؤسسهٔ آل البیت لاِحیاء التراث، ۱۴۱۷ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ‌الطبری، بیروت، مؤسسهٔ عزالدین، ۱۴۱۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، دلائل‌الامامه، قم، ۱۴۱۳ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، تلخیص‌الشّافی، قم، محبین، ۱۳۸۲ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، رجال‌الطوسی، قم، مؤسسهٔ نشر اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • عاملی، سید جعفر مرتضی، الحیاة السیاسیة للامام الرضا (ع)؛ دراسةٌ و تحلیلٌ، قم، جامعهٔ مدرسین حوزهٔ علمیهٔ قم، ۱۴۰۳ق.
  • عسقلانی، ابن‌حجر، تهذیب‌التّهذیب، بیروت، دارصادر، بی‌تا.
  • عطاردی قوچانی، عزیزالله، مُسندُ الامامِ الرّضا(ع) ابی‌الحسن علی بن موسی، بیروت، دارالصَّفْوَة، ۱۴۱۳ق.
  • «فرهنگ رضوی در آینهٔ سینما/ شوق زیارت از یا ضامن آهو تا بدون قرار قبلی»، وبگاه ایرنا. تاریخ درج: ۲۱ خرداد ۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید: ۵ تیر ۱۴۰۲ش.
  • فضل‌الله، محمدجواد، تحلیلی از زندگانی امام رضا (ع)، ترجمهٔ محمدصادق عارف، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۸۲ش.
  • قرشی، باقر شریف، حیاة الامام علی بن موسی الرضا (ع)؛ دراسةٌ و تحلیلٌ، قم، ۱۳۸۰ش.
  • «قصیدهٔ شمارهٔ ۱۳۹ - در نعت امام هشتم (ع)»، وبگاه گنجور.
  • قمی، حسن بن محمد، تاریخ قم، تصحیح جلال‌الدین تهرانی، تهران، توس، بی‌تا.
  • کَشّی، محمد بن عمر، رجال‌الکشی، مشهد، نشر دانشگاه مشهد، چاپ اول، ۱۴۰۹ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق‏.
  • کیاء گیلانی، احمد بن محمد، سِراج‌الاَنساب، تصحیح مهدی رجایی، قم، کتابخانه عمومی آیت‌الله مرعشی نجفی، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بِحارُ الاَنوارِ الجامعة لِدُرَرِ اَخبارِ الاَئمةِ الاَطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مجموعه آثار نخستین کنگره جهانی حضرت رضا(ع)، مشهد، کنگره جهانی حضرت رضا(ع)، ۱۳۶۵ش.
  • «مجید مجیدی: یا ضامن آهو شاهکاری مستند دربارهٔ امام رضاست»، وبگاه ایرنا. تاریخ درج: ۵ خرداد ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۵ تیر ۱۴۰۲ش.
  • مدرسی طباطبایی، حسین، برگی از تاریخ قزوین، قم، کتابخانهٔ عمومی آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۳۶۱ش.
  • مستوفی، حمدالله بن ابی‌بکر، نُزهةالقلوب، تحقیق محمد دبیرسیاقی، قزوین، حدیث امروز، چاپ اول، ۱۳۸۱ش.
  • مفید، محمد بن محمد، اَلاِرشاد فی معرفةِ حُجَجِ اللهِ علی العباد، تحقیق و تصحیح مؤسسهٔ آل‌البیت، قم، کنگرهٔ شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • مفید، محمد بن محمد، تصحیحُ اعتقاداتِ الاِمامیه، تصحیح و تحقیق حسین درگاهی، قم، کنگرهٔ شیخ مفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • موسی‌آبادی، رضا و دیگران، «جلوه‌های تمثیل و ارسال مَثَل در شعر سید اشرف‌الدین گیلانی»، در تحقیقات تمثیلی در زبان و ادب فارسی، دورهٔ ۹، زمستان ۱۳۹۶ش، شماره ۳۴.
  • میرآقایی، سید هادی، «ضامن آهو و تجلی آن در شعر فارسی»، در فرهنگ مردم، شمارهٔ ۴۳ و ۴۴، ۱۳۹۱ش.
  • ناجی ادریس، مسعود، «لماذا اشتهر الامام الرضا(ع) بغریب الغرباء»، وبگاه خبرگزاری براثا، تاریخ درج مطلب: ۶ تیر ۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید: ۹ خرداد ۱۴۰۲ش.
  • نجف، محمد مهدی، اَلجامع لِرُواة و اصحابِ الامام الرضا(ع)، مشهد، المؤتمر العالمی للامام الرضا علیه‌السلام، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
  • یاحقی، محمدجعفر، «رضا(ع) امام»، در دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۴، تهران، مرکز دایرةالمعارف بزرگ اسلامی.
  • یافعی، عبدالله بن اسعد، مرآة الجنان و عبرة الیقضان فی معرفة ما یعتبر من حوادث الزمان، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۷ق.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ‌الیعقوبی، بیروت، دارصادر، بی‌تا.

بهرنۍ لینک