منځپانگې ته ورتلل

تهجد

د wikishia لخوا

تَهَجُّد، قرآني ټکی دی د شپې د لمانځه، د قرآن د قرائت، د خدای د ذکر او د استغفار لپاره د شپې روڼولو یا د شپې پاڅېدلو په معنا[۱]

د تهجد ټکی په قرآن کې په «وَ مِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ»(او د شپې یوه برخه روڼه کړه) ایت کې کارول شوی دی.[۲] شیخ صدوق (وفات ۳۸۱ق) د «فَتَهَجَّدْ»، عبارت په استناد سره د شپې لمونځ په پېغمبر(ص) واجب او په نورو مسلمانانو مستحب ګڼلی دی.[۳] همداراز په «قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا؛ د شپې پاڅېږه مګر لږه شان برخه» ایت کې پېغمبر ته امر شوی چې د شپې زیاته برخه بېدار اوسه.[۴] په تفسیر نمونه کې د ایت الله مکارم شیرازي په وینا، د مقام محمود ( د جزا په ورځ د شفاعت مقام ته) د پېغمر رسېدل د تهجد په وجه دي.[۵]

د تهجد په فضیلت کې ځینې روایتونه نقل شوي دي. منجمله د هغه روایت له مخې چې له امام علي(ع) نقل شوی، د شپې ویښ پاتې کېدل د بدن د سلامتیا، د رب د خوښۍ، د خدای په لطف او رحمت کې د راتللو او د پېغمبرانو په اخلاقو پورې د تمسک سبب کیږي.[۶] همداراز په قرآن کې په سحر وخت کې استغفار د پرهېزګارانو له ځانګړنو ګڼل شوی دی.[۷]

علامه طباطبایي په المیزان کې لیکلي دي چې تهجد په لغت کې له خوبه وروسته د ویښېدو په معنا دی.[۸] د علامه مجلسي په وینا کله کله د شپې لمونځ ته هم تهجد ویل کیږي.[۹]

فوت نوټ

  1. ↑ مصلائی‌پور، «تهجد»، ص۶۸۹.
  2. ↑ سوره إسراء، آیه۷۹.
  3. ↑ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۴۸۴.
  4. ↑ سوره مزمل، آیه۲.
  5. ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۲، ص۲۲۵.
  6. ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۷، ص۱۴۴.
  7. ↑ وګورئ: سوره آل‌عمران، آیه ۱۷؛ سوره ذاریات، آیات ۱۷-۱۸.
  8. ↑ وګورئ: طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۳، ص۱۷۵.
  9. ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۲۲۲.

سرچينې

  • صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الاَعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت،‌ دارُ اِحیاء التُّراثِ العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مصلائی‌پور، عباس، تهجد، دانشنامه جهان اسلام، ج۸، تهران، بنیاد دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۸۳ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ سی‌ و‌ دوم، ۱۳۷۴ش.