د حرس ستنه
د حَرَسْ ستنه (د ساتونکي ستنې معنی لري) د نبوي جومات له ستنو څخه یوه ستنه ده چې نبوي حجرې ته نږدې ده، چیرې چې به امام علي(ع) د شپې څارنه کولو څو ډاډ ترلاسه کړي چې څوک پیغمبر ته زیان ونه رسوي. دا ستنه د امام علي(ع) د ستنې په نوم هم پیژندل کیږي. د حضرت علي(ع) له پيغمبر(ص) د حفاظت دلیل دا دی چې د هغه حضرت(ص) د ژوند په پای کې د هغه لپاره ساتونکي ګمارلي شوي وو ترڅو څوک ورته زیان ونه رسوي.
دې ستنې سره به امام علي علیه السلام لمونځ هم کاوه او د علي بن ابي طالب د لمانځه ځای په نوم هم مشهور دی. امام علي(ع) ته د دې ستنې نسبت د دې سبب شو چې د مدینې عالمان د دې ستنې تر څنګ د لمانځه لپاره راټول شي. د نبوي جومات د بیارغونې پر مهال حرس ستنه د حضرت محمد(ص) مزار سره نږدې راغله.

پيژندګلو
حَرَس ستنه یا محرس ستنه چې ورته د امام علی(ع) ستنه هم ویل شوې ده،[۱] د پیغمبر(ص) په زمانه کې د مسجد النبي تر څنګ د پيغمبر(ص) د کور په خوا کې وه.[۲] «حَرَسْ» ټکی له «حِراست» څخه وتلی چې د څوکیداری او ساتونکي په معنا دی.[۳] د پیغمبر(ص) د ژوند په اخري ورځو کې د پیغمبر(ص) لپاره ځینې ساتونکي وټاکل شول چې د هغه ساتنه وکړي.[۴] له کوم وخته چې به پیغمبر(ص) کور ته ننوت،[۵] کوم کسان چې به د هغه د ساتنې ذمه وار وو هغه به دې ستنې سره ودریدل او ساتنه به یې کوله.[۶]
د حرس ستنه د سریر ستنې په شمال کې ده.[۷] او د پیغمبر(ص) له زیارت سره لګیدلې ده؛[۸] له همدې امله، زواران د هغې تر څنګ لمونځ نه شي کولی.[۹] په دې ستنې باندې د دې نوم لیکلی شوی دی.[۱۰]

د ځینو سني روایتونو له مخې، د تبلیغ د آیت له نازلیدو وروسته: «... او الله به تا د خلکو [له ضرره] څخه وساتي...»،[۱۱] الله پخپله د پیغمبر(ص) د ژوند ساتنه په غاړه واخیسته او بیا بل چا یې ساتنه ونه کړه.[۱۲] ځینې عالمان په دې باور دي چې دا روایتونه د تبلیغ آیت د غدیر له پیښې سره د هغې د تړاو څخه لرې کولو لپاره دي. او له همدې امله، دې ته د اسلام د پیغمبر د ساتنې سره تړاو ورکوي.[۱۳]
حضرت علي(ع) ته نسبت
د حرس ستنه د علي بن ابي طالب د ستنې په نوم هم پیژندل کیږي؛[۱۴] ځکه چې امام علي(ع) به د شپې تورې سره[۱۵] د دې ستنې سره نږدې چې د پیغمبر(ص) کور ته نږدې وه، پاتې کیده، او محتاط به و چې څوکپیغمبر(ص) ته زیان ونه رسوي.[۱۶] د ځینو روایتونو له مخې، نورو کسانو هم په دې ځای کې د پیغمبر(ص) ساتنه کوله.[۱۷] دا ستنه امام علي(ع) د لمانځه ځای هم و.[۱۸] او د علي بن ابي طالب د لمانځه د ځای په نوم هم پیژندل کیږي.[۱۹] امام علي(ع) ته د دې ستنې منسوبیدل د دې سببه شو چې په ځینې دوره کې د مدینې سیدانو به یې تر څنګ د لمانځه لپاره راټولېدل.[۲۰]
د مسجد النبی ستنې
د پیغمبر(ص) په وخت کې، مسجد النبی داسې ستنې درلودې چې د خرما د ونې تنې یې وې. په هغه پاک زیارت کې یو شمیر ستنې مشهورې دي.[۲۱] په دې ستنو کې هره یوه ځانته خپله مشهوره تاریخي کیسه لري.[۲۲] دا ستنې، چې د خرما د ونو له تنو څخه جوړې شوې وې، د مسجد النبی د بیارغونې پر مهال بدلې شوې او د ډبرو ستنو سره ځای پر ځای شوې.[۲۳] دا د ډبرو ستنې د پخوانیو ستنو په څیر په ورته ځای کې ځای پر ځای شوي دي.[۲۴] په ۱۴۰۴ هجري کال کې د سعودي د واکمنۍ پر مهال د بیارغونې پر مهال، دا ستنې د سپینو مرمرو په ډبرو سره وپوښل شوې او له نورو ستنو څخه یې توپیر پیدا کړ.[۲۵]
اړونده څیړنې
فوټ نوټ
- ↑ المنقری، وفاء الوفاء بأخبار دار المصطفی، قم، ج۲، ص۴۵.
- ↑ صبری باشا، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب ۲۰۰۴م، ج۳، ص۲۳۶.
- ↑ مُهری، احسن القصص، ۱۳۹۹ش، ج۱، ص۴۶۸.
- ↑ قرائتی، درس هایی از قرآن، تهران ج۱، ص۱۸۱۴.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة الإمام علی (علیه السلام)، ۲۰۰۹م، ج۲، ص۳۱۰.
- ↑ خیاری، تاریخ معالم المدینة المنورة قدیماً و حدیثاً، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۸۵
- ↑ «8 أساطین فی الروضة الشریفة»، الوطن.
- ↑ «8 أساطین فی الروضة الشریفة»، الوطن.
- ↑ حسن شراب، فرهنگ اعلام جغرافیایی-تاریخی در حدیث و سیره نبوی، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۴۰.
- ↑ «8 أساطین فی الروضة الشریفة»، الوطن.
- ↑ سوره مائده، آیه۶۷.
- ↑ جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۲۲۳.
- ↑ جمعی از محققان، آیات الغدیر، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۱۸۷-۱۸۹.
- ↑ ربانی خلخالی، امّ البنین علیها السلام النّجم الساطع فی مدینة النبیّ الأمین، ج۱، ص۲۱۲.
- ↑ مُهری، احسن القصص، ۱۳۹۹ش، ج۱، ص۴۶۹.
- ↑ صبری باشا، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب ۲۰۰۴م، ج۳، ص۲۳۶.
- ↑ قرائتی، درس هایی از قرآن، تهران، ج۱، ص۱۸۱۴.
- ↑ جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۲۲۳.
- ↑ حسن شراب، فرهنگ اعلام جغرافیایی - تاریخی در حدیث و سیره نبوی، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۴۰.
- ↑ صبری باشا، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب ۲۰۰۴م، ج۳، ص۲۳۶.
- ↑ «ما هی "الأساطین" التی ارتبطت بتاریخ المسجد النبوی»، العربیه.
- ↑ «ما هی "الأساطین" التی ارتبطت بتاریخ المسجد النبوی»، العربیه.
- ↑ «8 أساطین فی الروضة الشریفة»، الوطن.
- ↑ «ما هی "الأساطین" التی ارتبطت بتاریخ المسجد النبوی»، العربیه.
- ↑ «ما هی "الأساطین" التی ارتبطت بتاریخ المسجد النبوی»، العربیه.
سرچينې
- «8 أساطین فی الروضة الشریفة»، الوطن، تاریخ بازدید: ۲۲ دی ۱۴۰۳ق.
- جمعی از محققان، آیات الغدیر (بحث في خطب حجه الوداع و تفسير آيات الغدير)، قم، مركز المصطفي للدراسات الاسلاميه، ۱۳۷۷ش.
- حسن شراب، محمد محمد، فرهنگ اعلام جغرافیایی تاریخی در حدیث و سیره نبوی، ترجمه: حمیدرضا شیخی، تحقیق: محمدرضا نعمتی، تهران، مشعر، ۱۳۸۳ش.
- خیاری، احمد یاسین احمد، تاریخ معالم المدینة المنورة قدیما و حدیثا، عربستان سعودی، الأمانة العامة للإحتفال بمرور مائة عام علی تأسیس المملکة، ۱۴۱۹ق.
- ربانی خلخالی، علی، أم البنین علیها السلام النجم الساطع فی مدینة النبی الأمین، تحقیق: علی اشرف، قم، دار الکتاب الإسلامی، ۲۰۰۷م.
- صبری باشا، ایوب، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب ترجمه ماجده معروف، حسین مجیب المصری، عبدالعزیز عوض، قاهره، دارالآفاق العربیة، ۲۰۰۴م.
- عاملی، سید جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة الإمام علی(ع)، بیجا، مرکز مطالعات اسلامی، ۲۰۰۹م.
- قرائتی، محسن، درسهایی از قرآن، تهران، موسسه فرهنگی درسهایی از قرآن بی تا.
- «ما هی "الأساطین" التی ارتبطت بتاریخ المسجد النبوی»، العربیه، تاریخ بازدید: ۲۲ دی ۱۴۰۳ق.
- المنقری، نصر بن مزاحم، وفاء الوفاء بأخبار دار المصطفی، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، بیتا.
- مهری، محمدجواد، احسن القصص، قم، مکث اندیشه، ۱۳۹۹ش.