د تبلیغ آیت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د شجرې طیبه غالۍ د تبلیغ آیت سره چې د محراب په څنډه کې اوبدل شوې، د آستان قدس رضوي میوزیم کې ساتل کیږي.

د تبلیغ آیت (مائده: ۶۷) پر پېغمبر(ص) له نازلو شویو وروستیو آیتونو دی چې پېغمبر ته دنده وسپارل شوه یو پېغام خلکو ته ورسوي او که د هغه په رسولو کې کوتاهي وکړي نو لکه چې خپله د پېغمبرۍ ذمه واري یې سرته نه ده رسولې.

د شیعیانو او ځینو اهل سنتو په باور د تبلیغ ایت په حجة الوداع کې او د ذی الحجې له اتلسمې نېټې لږ مخکې د هجرت په لسم کال نازل شوی دی. د شیعه په باور، د دغه ایت موضوع د امام علي(ع) خلافت او وصایت دی او پېغمبر(ص) د ایت له نازلېدو وروسته دغه الهي امر ترسره کړ.

د آیت متن او ژباړه

يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ ۚ وَاللَّـهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّـهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ
ای پېغمبره، هغه څه چې ستا د رب له لوري پر تا نازل شوي، ورسوه؛ او که دا کار دې ونه کړ خپل رسالت دې سر ته نه دی رسولی. خدای به تا د خلکو (له نقصانه) ساتي. بې شکه خدای کافر قام نه هدایتوي.

شان نزول

اصلي مقاله : د غدیر پېښه

مسلمانو مفسرانو جوته کړې چې د تبلیغ آیت له حجة الوداع د پېغمبر د ستنېدو په وخت په غدیر خم سیمه کې د لوی اختر د میاشتې په اتلسمه نازل شو.[۱] په اهل سنتو سرچینو کې هم ځینې روایتونه شته دي چې د دغه ایت د نزول وخت او ځای غدیر خم بیانوي.[۲] شیعه عالمان د خپلو امامانو او ځینو اصحابو په روایتونو په تکیې سره ، د تبلیغ د ایت شان نزول د غدیر پېښه او د امیر المومنین د جانشینۍ اعلان ګڼي[۳] اهل سنتو عالمانو هم د تبلیغ ایت د نزول سبب د پېغمبر د رسالت پېل یا د اسلام د رسولو لپاره د پېغمبر مکلفېدل ګڼي.[۴]

د شیعه سرچینو په وینا، جبراییل اول د حج په وخت په حجة الوداع کې پېغمبر(ص) ته ورغی او ترې یې وغوښتل چې د علي (ع) د جانشیني لپاره له خلکو بېعت واخلي، خو پېغمبر له امیر المومنین سره د قریشو او منافقانو او کینه کښو په دښمنۍ پوهېده او د تفرقه پېدا کېدو او جاهلیت ته د ستنېدو خطره یې لیدله، نو له پالونکي یې وغوښتل چې له خلکو یې خوندي وساتي. جبراییل په دوهم ځل په خیف جومات کې په پېغمبر نازل شو او هماغه امر یې دوباره ورساوه بې له دې چې د خلکو له خطرو د ساتنې وعده یې پېغمبر ته راوړې وي. په دریم ځل د وحي امین مدینې ته د مکې په لاره کې پېغمبر ته راغی او بیا یې هماغه خبره تکرار کړه. پېغمبر جبراییل ته وفرمایل زه له دې چې خلک ما د علي په جانشینۍ کې دروغجن وګڼي، او خبره مې ونه مني وېرېږم. په اخري مرحله کې الهي فرښته د غدیر په نامه په یو ځوړ ځای کې په پېغمبر نازل شو او د خدای د امر په تکرارولو سره یې د منافقانو له نقصانه د بچ کېدو وعده یې هم د خدای رسول ته ډالۍ کړه.[۵]

نور احتمالونه

د ایت د نزول لپاره نور احتمالات هم ذکر شوي دي چې د اسلام او شیعه عالمانو هغه نقد کړې دي:

۱. په مکې کې د آیت نزول

ځینې اهل سنت عالمان باوري دي چې د تبلیغ ایت په مکې کې [د پېمبر د رسالت په پېل کې]نازل شوی او د نزول سبب یې کفارو او مشرکانو ته د حقایقو د رسولو لپاره پېغمبر(ص) ته امر کول وو. د ځینو روایتونو له مخې د دښمنانو له تاوانه د پېغمبر (ص) د ساتنې لپاره یې د دوي لپاره ځینې ساتونکي ګمارلې وو؛خو دوي د تبلیغ ایت له نازلېدو وروسته دغه ساتونکي رخصت کړل او وې فرمایل چې خدای به ما د بد غواړو له نقصانه ساتي او پر دې سربېره ورته فریضه وسپارل شوه چې د دین حقایق بې له وېرې کافرانو او مشرکانو ته ورسوي. [۶]

کره کتنه

د دغه نظر په کره کتنه کې ویل شوي چې مفسران د نظر اتفاق لري چې مائده سوره په مدینه کې نازله شوې ده.[۷] او د روایتونو مطابق، د عبدالله بن عمر په نقل مائده اخري نازله شوې سوره ده.[۸] پر دې اساس په مکې کې د ایت د نزول فرض او دا چې دا ایت ډېر اوږده کلونه په کومې خاصې سورې پورې له یو ځای کېدو پرته ځان له ولوستل شي یا احیانا په ریکارډ کې پروت وي، سم نه دی.[۹]

پر دې سربېره، ځینو نظر خاوندانو هغه روایتونه چې په مکې کې د پېغمبر (ص) د سر د حفاظت په اړه دي غریب او منکر ګڼلي دي.[۱۰]

۲: اهل کتابو ته رسول

ځینو بیا لیکلي چې تبلیغ ایت په مدینه کې نازل شوی دی[۱۱] او د نزول مقصد یې اهل کتابو ته بې له وېرې د حقایقو په رسولو د خدای د رسول مکلف کېدل وو.[۱۲] د ابوحیان په وینا هغه پېغام چې پېغمبر یې په رسولو مامور شو، د رجم (سنګسار) او قصاص د حکم رسول وو چې یهودیانو او عیسایانو دغه احکام په تورت او انجیل کې تحریف او بدل کړې وو.[۱۳] د دوي استدلال دا دی چې له دغه ایته مخکې او وروسته خبره د اهل کتابو په اړه ده او د ایت موضوع باید له ځانه له مخکې او وروسته موضوعاتو سره پردۍ نه وي.[سرچینې ته اړتیا]

کره کتنه

د تاریخي سرچینو له مخې ، د مسلمانانو او یهودیانو له جنګه وروسته منجمله له بني قریظه او خیبر له غزاګانو وروسته د یهودیانو طاقت او هیبت مات شو او د هغوي د اډو په نیول کېدو او له مدینې بهر ته د ځینو په جلاوطنېدو سره یې نفوذ له مینځه لاړ.[۱۴] مسیحیانو هم په عربستان په تېره بیا مدینه کې طاقت نه درلود او له هغوي سره د مسلمانانو یوازیني مقابله په مباهلې کې وه[۱۵] چې هغه هم د مسیحیانو په غوښتنه منتفي شوه.

نو د رسول الله مبارک د عمر په وروسیو کلونو کې د پېغمبر او مسلمانانو طاقت ته په پام سره له یهود او نصارا د هغه حضرت د اندیښنې هیڅ دلیل نه و چې هغوي ته د دین د حقایقو په رسولو کې د وېرې سبب شي. پر دې سربېره، د تبلیغ ایت د موضوع له نظره له ځانه مخکې او وروستو ایتونو سره پردی نه دی، ځکه چې مخکې او وروسته ایت د یهودو او نصاراوو په غندنه کې دي او شاید هغوي تصور کاوه چې د خدای د رسول په رحلت سره، د مسلمانانو د طاقت وخت ختمیږي او یو ځل بیا به د هغوي د نفوذ زمینه برابره شي، خو د تبلیغ ایت چې له پېغمبر وروسته د اسلام امت د مشرۍ د ټاکنې په هکله دی، د دغه تصور غلطوالی ښکاره کړ او دا خبره په «اکمال ایت» سره چې د امام علي (ع) د ولایت له اعلانه وروسته نازل شو، تناسب او سمون لري.[۱۶]

۳: پېغمبر ته یادَونه

د اومې او اتمې قمري پېړۍ محدث او صوفي ابراهیم بن محمد حموئي جویني له پېغمبر (ص) د یو روایت په اساس د دغه ایت نزول د یادونې لپاره ګڼي. په دې روایت کې پېغمبر د معراج په سفر کې او په اوم اسمان کې یو غږ واورېده چې ویل یې: علي (ع) د خدای ایت دی او د هغه دوستان او دښمنان خلکو ته معرفي کړه. حضرت محمد (ص) له معراجه له ستنېدو وروسته دغه غږ هېر کړ او د ایت تبلیغ هغه حضرت ته د وریاودنې لپاره نازل شو.[۱۷]

د آیت مهم ټکي

د دغه ماموریت اهمیت

دغه ایت د پام وړ پېغام په ډېر اهمیت او حساسیت دلالت کوي؛ ځکه چې جوتوي چې که دغه پېغام دې ونه رساوه د پروردګار رسالت او پېغام دې نه دی رسولی او ته وا دغه پېغام له رسالت او نبوت سره برابر ارزښت لري. نه شو تصور کولی چې پېغام په اعتقادي برخه کې لکه توحید، نبوت او معاد یا فقهي موضوع لکه لمونځ روژه او حج کې وي، ځکه چې مائده سوره له وروستیو نازلو شویو سورتونو څخه ده او دا حقایق له دې مخکې په پېغمبر نازل او خلکو ته رسول شوې وو. ویلی شو چې د رسول الله مبارک (ص) د ژوند په وروستیو کې د داسې مطلبونو رسولو ته نمبر ورسېد چې د خلکو لپاره پر اهمیت او تازه والي سربېره په خپل ځای کې د رسالت د اصل بشپړوونکی ګڼل کېده او هغه بل څه نه وو مګر د پېغمبر (ص) له رحلته وروسته د اسلامي امت رهبري او مشري. په حقیقت کې هغه څه چې پېغمبر یې په رسولو مامور شوی وی دومره اهمیت درلود چې که نه یې وی رسولی د دین نور احکام او اوامر بې ګټې او بې اثره پاتې کېدل او د بې روحه جسم په شان به وو او دغه چاره هماغه د امت ولایت امر دی چې باید د خدای په امر، امام د دین ساتونکی، سرپرسته او د ټولنې د چارو چلوونکی وي او شیعه سني روایتونه هم تاییدوي چې د مائدې سورې ۶۷ ایت د امام علي (ع) د ولایت په باره کې نازل شوی دی.[۱۸]

له رسولو د پېغمبر اندیښنه

د موضوع د حساسیت په وجه پېغمبر (ص) د پېغام په رسولو اندیښمن و، خو خدای تعالی د «‌واللهُ یعْصِمُکَ مِنَ الناس‌» په وعدې سره د هغه اندیښنه ختمه کړه. د پېغمبر اندیښنه په خپل ځان د وېرې په وجه نه وه، که اندیښمن و له دې امله و چې داسې نه وي د رسالت له رسولو مخکې هغه ووژني او یا دا چې خلک (منافقان) هغه دروغجن وګڼي او پرې تور ولګوي او د خدای د دین د تبلیغ د تاثیر مخه ونیسیی.[۱۹] د قریشو او اهل کتابو په هکله د ایت د نزول منتفي کېدو ته په پام سره ښکاره کیږي چې د تبیلغ په ایت کې د «ناس» مصداق په اسلامي ټولنه کې دننه منافقان دي.[۲۰] پېغمبر (ص) له ځانه وروسته د خپل جانشین په توګه د امیرالمومنین په ټاکلو کې د هغوي د کارړنګونې او مخالفت اندیښنه لرله، ځکه:

  • منفافقانو په ټولنې د مشرۍ په توګه د پېغمبر جانشینۍ ته تمه لرله.او د دنیا د نعمتونو لاسته راوړل یې د هغه حضرت د جانشینۍ په لاسته راوړلو کې لیدل او د امام علي (ع) جانشینۍ دهغوي ارمانونه لاهو کول.[۲۱]
  • حضرت علي د یو پرېکنده او د دین په مساله کې نرمښت نه لرونکی کس پېژندل شوی و.[۲۲]
  • هغه نومسلمه کسان چې علي (ع) یې په غزاګانو کې خپلوان وژلې وو د هغه کینه په زړه کې لرله.[۲۳]
  • علي د پېغمبر (ص) د وفات په وخت ۳۳ کلن و او په داسې ټولنه کې چې د کسانو عمر او بوډا توب د منصبونو په لاسته راوړلو کې لوی معیار و، په ټولنه د هغه د مشرۍ منل کېدل اسانه خبره نه وه.[۲۴] دا خبره د تبوک په غزا کې چې پېغمبر (ص) حضرت علي (ع) د خپل ځان په ځای په مدینه کې پرېښود یا د خپل عمر په وروستیو شېبو کې یې اسامه بن زید کوماندان وټاکه، ښکاره شوه.[۲۵]

د آیت وروستۍ جمله

د ایت وروستۍ جمله ( إِنَّ اللهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ)(ترجمه:هوخدای د کافرانو ډله نه هدایتوي) د ایت له مضمون سره ارتباط لري او د دې ښودنه کوي چې له ناسه مطلب په دې ایت کې هماغه ضدي کافران دي چې هڅه کوي د امام علي (ع) د ولایت په مساله کې د پېغمبر د رسالت د تبلیغ او تحقق مخه ونیسي او د علامه طباطبایي په وینا دا جمله (إِنَّ اللهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ) په حقیقت کې د ایت د تېرې جملې تفسیر دی (وَاللهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ) یعنې د (منافقانو) له شوکې، خطر او ګواښه د پېغمبر او د دین ساتنه داسې ده چې خدای تعالی هغوي (کافرانو، ظالمانو او فاسقانو) ته چې ټول د اسلام، پېغمبر او مسلمانانو بدغواړي دي، اجازه نه ورکوي چې د پېغمبر تبلیغ او رسالت بې اثره کړي. که څه هم په ځینې وختونو او ځایونو کې او په موقته توګه خپلو باطلو غوښتنو ته د عمل جامه وراغوندلی شي خو دا به همیشنۍ او دایمي نه وي.[۲۶]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. رجوع کنید به: قمی، تفسیر القمی، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۷۹؛ عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۳۳۲.

سرچينې

  • آلوسی، محمودبن عبدالله، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم و السبع المثانی، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۰۵ق.
  • ابن عاشور، محمد طاهر، تفسیر التحریر و التنویر، تونس، بی نا، ۱۹۸۴م.
  • ابن عطیه، عبدالحق بن غالب، المحرر الوجیز فی تفسیر الکتاب العزیز، تحقیق محد عبدالسلام عبد الشافی، بیروت، دار الکتب العلیمه، ۱۴۲۲ق.
  • ابن قتیبه، عبدالله‌بن مسلم، الإمامه و السياسه المعروف بتاريخ الخلفاء، محقق: علی شیری، قم، انتشارات شریف رضی، ۱۴۱۳ق.
  • ابن کثیر، اسماعیل بن عمر، تفسیر القرآن العظیم، تحقیق خلیل میس، بیروت، دارالقلم، بی‌تا.
  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، تفسیر روض الجنان و روح الجنان، محقق ابوالحسن شعرانی و علی اکبر غفاری، تهران ۱۳۸۲-۱۳۸۷ش.
  • ابوحیان، محمد بن یوسف، تفسیر البحر المحیط، بیروت، بی نا، ۱۹۸۳م.
  • «ترس پیامبراکرم، از ابلاغ خلافت امیرالمؤمنین(سلام الله علیه)»، سایت موسسه تحقیقاتی حضرت ولی‌عصر(عج)، تاریخ انتشار: ۲۰ اردیبهشت ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۲۶ اسفند ۱۴۰۱ش.
  • ترمذی، محمدبن عیسی، الجامع الصحیح، محقق شاکر احمد محمد، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۰۸ق.
  • ثعالبی، عبدالرحمان بن احمد، الجواهر الحسان فی تفسیر القرآن، مصحح ابومحمد غماری ادریسی حسنی، بیروت، بی نا، ۱۴۱۶ق/ ۱۹۹۶م.
  • حموی جوینی، ابراهیم بن محمد، فرائد السمطین، با تصحیح محمدباقر محمودی، بیروت، مؤسسة المحمودی، ۱۴۰۰ق.
  • حویزی، عبدعلی بن جمعه، کتاب تفسیر نورالثقلین، تصحیح هاشم رسولی محلاتی، قم، المطبعة العلمیة، ۱۳۸۳ش.
  • سیوطی، جلال الدین، الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۴ق.
  • طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج، مشهد، نشر المرتضی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • طبرسی، فضل بن الحسن، اعلام الوری بأعلام الهدی، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام لاحیاء التراث، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن الحسن، مجمع البیان فی تفسیرالقرآن، تصحیح و تعلیق هاشم رسولی محلاتی و فضل اللّه یزدی طباطبائی، بیروت ۱۴۰۸ق.
  • طبری، محمد بن جریر، الجامع البیان عن تأویل آی القرآن، به تحقیق عبدالله بن عبدالمحسن الترکی، [بی‌جا]، دار هجر للطباعة و النشر، چاپ اول، ۱۴۲۲ق/۲۰۰۱م.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری(تاریخ الامم و الملوک)، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، روائ‍ع‌ ال‍ت‍راث‌ ال‍ع‍رب‍ی‌‏‫، ۱۳۸۷ق.
  • عیاشی، محمد بن‏ مسعود، تفسیر العیاشی، به کوشش هشام رسولی محلاتی، تهران، المکتبة العلمیة الاسلامیة، ۱۳۸۰ق.
  • کلینی، محمدبن یعقوب، الکافی، به کوشش علی اکبر غفاری، بیروت: دارالتعارف، ۱۴۰۱ق.
  • فخر رازی، محمدبن عمر، مفاتیح الغیب (التفسیر الکبیر)، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • قرطبی، محمدبن احمد، الجامع لاحکام القرآن، بیروت، ۱۹۶۵م، چاپ افست تهران ۱۳۶۴ش.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۱م.