روضة النبي
رَوْضَةُ النَّبي، روضهٔ مُطَهّره او روضهٔ شَریفه په نبوي جومات کې د منبر او نبوي حجرې ترمنځ هغه برخه ده چې رسول الله(ص) د جنت له باغونو څخه بللې ده. زیارت کوونکي په دې ځای کې عبادت کوي او د دې ځای د عبادت د اهمیت له امله، تل په کې ګڼه ګوڼه وي او روضې ته ننوتل په نوبتي ډول ترسره کیږي.

روضة النبي د منبر او نبوي حجرې ترمنځ موقعیت لري او محراب، چې د رسول الله(ص) د لمانځه ځای و، هم په دې کې شامل دی. روضه د نبوي مسجد په سویل ختیځ کې پرته ده او د هغې محدوده له ختیځ څخه د رسول الله(ص) کور، له سویل څخه د رسول الله(ص) د زمانې د مسجد دیوال او له لویدیځ څخه منبر ته رسېږي. د شیعه عالمانو زیاتره په دې باور دي چې حضرت فاطمه(س) په روضه کې خاورو ته سپارل شوې ده. همدارنګه د رسول الله(ص) منبر، چې پرې یې خطبې ویلې، او د نبوي مسجد یو شمېر ستنې هم په روضه کې دي.

د روضة النبي اهمیت
روضة النبي د نبوي مسجد یوه برخه ده.[۲] دا ځای د منبر او د رسول الله(ص) د کور ترمنځ موقعیت لري او د یو روایت له مخې، رسول الله(ص) دا د «روضةٌ من ریاض الجنة؛ د جنت د باغونو یو باغ» په توګه بیان کړی دی.[۳] په شیعه روایاتو کې سپارښتنه شوې چې د حضرت فاطمې(س) زیارت له روضة النبي څخه وشي.[۴] اهل سنت هم په دې ځای کې د مستحبي لمانځه کول د نبوي مسجد د نورو ځایونو په پرتله زیات فضیلت لرونکي بولي.[۵]
روضة النبي د «روضه مطهره» او «روضه شریفه» په نومونو هم پېژندل کیږي.[۶] د دې اوږدوالی ۲۲ متره، عرض یې ۱۵ متره[۷] او ټول مساحت یې شاوخوا ۳۳۰ مربع متره دی.[۸] ډېر زیارت کوونکي په دې ځای کې لمانځه کولو ته لیوال دي.[۹] له همدې امله د نبوي مسجد مسؤلینو روضې ته د تلو لپاره محدودیتونه وضع کړي دي. د بېلګې په توګه، خلک باید په انفرادي یا ډله ایزه توګه روضې ته د تلو لپاره نوم لیکنه وکړي او په ټاکل شوو ساعتونو کې روضې ته ننوځي. د سعودي عربستان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ ز کال کې له لسو میلیونو زیات زیارت کوونکو روضه شریفې ته د ننوتلو توفیق موندلی دی. [۱۰]
د روضة النبي په اړه د رسول الله(ص) د حدیث تفسیر
عالمان د رسول الله(ص) د دې روایت په تفسیر کې چې «روضة النبي د جنت د باغونو یو باغ دی» بېلابېل نظرونه لري؛[۱۱] له جملې یې:
- په دې ځای کې عبادت کول جنت ته د ننوتلو او د جنت د باغونو د ترلاسه کولو لامل کیږي.[۱۲]
- د رسول الله(ص) موخه د دې ظاهري معنا ده؛[۱۳] یعنې د منبر او د رسول الله(ص) د کور ترمنځ ځمکه، په ریښتیا هم، د جنت یوه ټوټه ده او په آخرت کې به ورته انتقال شي.[۱۴]

محدوده
روضة النبي د مسجد په سویل ختیځ اړخ او د قبلې په مخ کې پرته ده.[۱۵] رسول الله(ص) د روضه شریفې محدوده د خپل کور په ختیځ کې او د خپل منبر په لویدیځ کې ټاکلې ده.[۱۶] په سویل کې هم د رسول الله(ص) د زمانې د مسجد دیوال، چې د رسول الله(ص) محراب پکې دی، د روضه شریفې پوله ده.[۱۷] شیعیان په دې باور دي چې روضه په شمالي اړخ کې تر څلورمې ستنې پورې، چې د محراب څخه یوه ستنه زیاته ده، غځېدلې ده، په داسې حال کې چې اهل سنت یوه ستنه کمه یادوي.[۱۸]

د رسول الله(ص) ضریح
د مسجد د ترمیم او بیارغاونې وروسته، د روضې یوه برخه د رسول الله(ص) په ضریح کې شامله شوه او د زیارت کوونکو لپاره د لاسرسۍ وړ نه ده.[۱۹] اموي خلیفه ولید بن عبدالملک، (حکومت: ۸۶ق-۹۶ق)، د رسول الله(ص) د حجرې په شاوخوا کې دیوالونه جوړ کړل چې له کعبې سره د ورته والي د مخنیوي لپاره پنځه اړخیزه وو.[۲۰] په دې پراختیا کې، د رسول الله(ص) کور د نبوي مسجد په دننه کې شامل شو.[۲۱] مورخ رسول جعفریان لیکلي چې په ۶۶۸ق کال کې، بیبرس د دې پنځه ګوټیز په شاوخوا د ضریح په شکل مشبک دیوال جوړ کړ، چې له امله یې د حضرت فاطمې(س) کور او د روضه شریفې یوه برخه په دې ضریح کې شامله شوه.[۲۲]
- همدا وګورئ: نبوي حجره
د حضرت فاطمې زهرا(س) قبر

د حضرت فاطمه(س) د دفن د ځای په اړه بحث (اختلاف) دی: شیخ مفید په خپل کتاب «المقنعه» کې وايي چې فاطمه(س) په روضة النبي کې خاورو ته سپارل شوې ده.[۲۳] د شیعه محدث شیخ طوسي په وینا، د شیعه عالمانو زیاتره دا عقیده لري.[۲۴] د شپږمې قمري پېړۍ مفسر او متکلم امینالاسلام طبرسي[۲۵] او د شپږمې قمري پېړۍ مفسر او محدث ابن شهرآشوب،[۲۶] وايي دا احتمال هم شته چې فاطمه(س) په خپل کور کې خاورو ته سپارل شوې وي. شیخ طوسي دا دواړه احتمالات په یو اندازه قوي بللي دي.[۲۷] علامه مجلسي ویلي چې دا دواړه احتمالات د یوځای کیدو وړ دي؛ ځکه د هغه په باور، روضه کې د فاطمې(س) کور هم شامل دی.[۲۸]
د رسول الله(ص) محراب او د روضې دننه ستنې
د رسول الله(ص) د زمانې په نبوي مسجد کې د روضې دننه یو شمېر ستنې موجودې وې چې هره یوه یې نوم[۲۹] او خاصه تاریخي واقعه لري.[۳۰] دا ستنې د رسول الله(ص) په وخت کې د کجورې له تنو وې. په بیارغاونه کې، په هماغه ځایونو کې د ډبرو ستنې جوړې شوې.[۳۱] یو له هغو ځایونو څخه چې په روضه شریفه کې دی، د رسول الله(ص) محراب دی.[۳۲] محراب د رسول الله(ص) منبر ته نزدې دی[۳۳] او حضرت محمد(ص) هلته لمونځ کاوه او اصحاب به یې اقتدا کوله.[۳۴] دا محراب د رسول الله(ص) په وخت کې، د اوسني محرابونو په څېر، ډډ نه و؛ بلکې د دیوال په شکل و او وروسته د ولید بن عبدالملک په وخت کې د اوسني محرابونو په شکل بدل شو.[۳۵]
- همدارنګه وګورئ: د رسول الله(ص) منبر او د مسجد النبي ستنې
فوټ نوټ
- ↑ خلیلی، موسوعة العتبات المقدسة، ۱۹۸۷م، ټوک۳، مخ۳۲۸.
- ↑ «الروضة الشریفة»، المدینه.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۴، مخ۵۵۳.
- ↑ شهید اول، المزار، ۱۴۱۰ق، مخ۲۰.
- ↑ «الروضة الشریفة»، الهیئة العامة للعنایة بشوون المسجد الحرام و المسجد النبوی.
- ↑ جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ټوک۱، مخ۲۱۵.
- ↑ «الروضة الشریفة»، الهیئة العامة للعنایة بشوون المسجد الحرام و المسجد النبوی.
- ↑ «الروضة الشریفة»، الهیئة العامة للعنایة بشوون المسجد الحرام و المسجد النبوی.
- ↑ الأنصاری، عمارة و توسعة المسجد النبوی الشریف، ۱۹۹۶م، مخ۶۷.
- ↑ «الروضة الشریفة»، الهیئة العامة للعنایة بشوون المسجد الحرام و المسجد النبوی.
- ↑ «الروضة الشریفة»، اسلام ویب.
- ↑ مجلسی، ملاذ الأخیار، ۱۴۰۶ق، ټوک۹، مخ۲۰.
- ↑ مجلسی، ملاذ الأخیار، ۱۴۰۶ق، ټوک۹، مخ۲۰.
- ↑ «الروضة الشریفة»، اسلام ویب.
- ↑ جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ټوک۱، مخ۲۱۵.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۴، مخ۵۵۳.
- ↑ «الروضة الشریفة»، اسلام ویب.
- ↑ جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ټوک۱، مخ۲۱۷.
- ↑ الأنصاری، عمارة و توسعة المسجد النبوی الشریف، ۱۹۹۶م، مخ۶۶.
- ↑ الأنصاری، عمارة و توسعة المسجد النبوی الشریف عبر التاریخ، ۱۹۹۶م، مخ۶۳.
- ↑ ابنکثیر دمشقی، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ټوک۹، مخ۷۵.
- ↑ جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، مخ۲۴۳.
- ↑ شیخ مفید، المقنعة، ۱۴۱۳ق، مخ۴۵۹.
- ↑ شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ټوک۲، مخ۷۱۱.
- ↑ طبرسی، تاج الموالید، ۱۴۲۲ق، مخ۸۰.
- ↑ ابن شهر آشوب، مناقب، ۱۳۷۹ش، ټوک۳، مخ۳۶۵.
- ↑ شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ټوک۶، مخ۹.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۹۷، مخ۱۹۳.
- ↑ «أساطین المسجد النبوی من شواهد السیرة النبویة»، وکالة الأنباء السعودیة.
- ↑ «ما هی "الأساطین" التی ارتبطت بتاریخ المسجد النبوی»، العربیه.
- ↑ القرشی، «ما هی "الأساطین" التی ارتبطت بتاریخ المسجد النبوی»، العربیه.
- ↑ خلیلی، موسوعة العتبات المقدسة، ۱۹۸۷م، ټوک۳، مخ۳۲۸.
- ↑ «ماذا تعرف عن المحراب النبوی بالروضة الشریفة؟»، العربیه.
- ↑ صبری باشا، موسوعة مرآة الحرمين الشريفين وجزيرة العرب ۲۰۰۴م، ټوک۳، مخ۳۶.
- ↑ جمعی از نویسندگان، مفاهیم اسلامیه، ټوک۱، مخ ۲۷۳.
سرچينې
- ابن کثیر دمشقی، اسماعيل بن عمر، البدایة و النهایة، بيروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
- «أساطین المسجد النبوی من شواهد السیرة النبویة»، وکالة الأنباء السعودیة، د لېدنې نېټه: ۱۴ کب ۱۴۰۳ق.
- الأنصاری، ناجی محمد، عمارة و توسعة المسجد النبوی الشریف عبر التاریخ، مدينه، نادي المدينه المنوره، ۱۹۹۶م.
- رسول جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، تهران، مشعر، ۱۳۸۷ش.
- د ليکوالانو ډله، مفاهيم اسلاميه، بېنومه، بېځايه، بېنېټه.
- جعفر خلیلی، موسوعة العتبات المقدسة، بيروت، مؤسسة الأعلمي، ۱۹۸۷م.
- «الروضة الشريفة»، Islamweb، د خپرېدو نېټه: ۲۸ سپتمبر ۲۰۱۶م، د لېدنې نېټه: ۱۴ کب ۱۴۰۳ق.
- «الروضة الشریفة»، الهیئة العامة للعنایة بشؤون المسجد الحرام و المسجد النبوی، د لېدنې نېټه: ۱۶ وری ۱۴۰۴ش.
- «الروضة الشريفة»، مدینه منوره، د لېدنې نېټه: ۱۴ کب ۱۴۰۳ق.
- شهید اول، محمد بن مکي، المزار فی کیفیة زیارات النبي و الأئمة(ع)، قم، مدرسه امام مهدي(عج)، لومړی چاپ، ۱۴۱۰ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجد و سلاح المتعبد، بيروت، مؤسسة فقه الشيعه، ۱۴۱۱ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعة، قم، نړيوال د شيخ مفيد زرکلن کنګره، ۱۴۱۳ق.
- ایوب صبری باشا، موسوعة مرآة الحرمين الشريفين و جزيرة العرب، ژباړه: ماجده معروف، حسين مجيب المصري، عبدالعزيز عوض، قاهره، دارالآفاق العربية، ۲۰۰۴م.
- فضل بن حسن طبرسی، تاج المواليد، بيروت، دارالقاري، ۱۴۲۲ق.
- القرشی، حامد، «ماذا تعرف عن المحراب النبوي بالروضة الشريفة؟»، العربية، د خپرېدو نېټه: ۲۰ فبروري ۲۰۲۲م، د لېدنې نېټه: ۱۴ کب ۱۴۰۳ق.
- محمد بن یعقوب کلینی، الکافي، تحقيق او تصحيح: علياکبر غفاري، محمد آخوندي، تهران، دارالکتب الاسلامية، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
- محمدباقر مجلسی، بحار الأنوار، بيروت، دار إحياء التراث العربي، ۱۴۰۳ق.
- همدغه، ملاذ الأخيار فی فهم تهذيب الأخبار، محقق او مصحح: مهدي رجائي، قم، د آية الله مرعشي نجفي کتابتون، لومړی چاپ، ۱۴۰۶ق.