منځپانگې ته ورتلل

نبوي حجره

د wikishia لخوا

نبوي حجره د پيغمبر اکرم(ص) د دفن ځای دی چې له عایشې سره د هغه د ژوند ځای هم و. شین ګنبد (اَلْقُبَّةُ الْخَضراء) د دې حجرې پر سر جوړ شوی دی. نبوي حجره له هغو دوو حجرو څخه يوه وه چې د پيغمبر(ص) لپاره د نبوي جومات په ختيځ کې جوړې شوې وې. د دې اندازه شاوخوا ۴.۵×۳.۵ متره وه او دوه دروازې يې درلودې؛ يوه نبوي جومات او بله بهر ته خلاصېدله. د حضرت فاطمې(س) کور د دې حجرې په شمالي خوا کې و. پيغمبر(ص) په دې کور کې ناروغ شو، وفات شو او خلکو هلته پرې لمونځ وکړ. د امام علي(ع) په وړانديز، پيغمبر په همدې کور کې خاورو ته وسپارل شو.

د پيغمبر د ضريح جنوبي برخه چې له قبر څخه درې متره واټن لري.[۱]

له پيغمبر وروسته، ابوبکر او عمر هم په دې حجره کې خاورو ته وسپارل شول. امام حسن(ع) هم وصيت کړی و چې د پيغمبر تر څنګ خاورو ته وسپارل شي؛ خو عايشې او بني اميو یې مخه ونيوله. په وروستيو بياجوړونو کې، نبوي حجره د نبوي جومات برخه شوه او د حضرت فاطمې(س) له کور سره يوځای په يوه ضريح کې راغله. نبوي حجره د مسلمانانو لپاره د درناوي وړ ده او قيمتي شيان ورته وقف شوي چې ځينې يې د پيغمبر په ضريح کې ساتل کيږي.

پېژندګلو

د پيغمبر د ضريح داخلي نقشه چې د هغه کور او د حضرت فاطمې(س) کور يې برخه ده.

نبوي حجره (عربي: الحجرة النبویة الشریفه)، چې د بيت‌النبي[۲] او د پيغمبر اکرم(ص) حجره هم بلل کيږي، د پيغمبر او د هغه د ميرمنې عايشې کور ته ويل کيږي.[۳] د نبوي جومات له جوړېدو او بشپړېدو وروسته، د پيغمبر او د هغه د ميرمنو د استوګنې لپاره د جومات تر څنګ دوه حجرې جوړې شوې: يوه د سودې او بله د عايشې لپاره.[۴] خو شيعه تاريخ‌پوه، رسول جعفريان، احتمال ورکوي چې پيغمبر(ص) په خپل کور کې، په هغه برخه کې چې د حضرت فاطمې(س) د کور او عايشې د حجرې ترمنځ وه، خاورو ته سپارل شوی و؛ خو عايشې وروسته د عمر د خلافت په دوره کې چې اقتدار يې ترلاسه کړی و، د هغې برخې د مالکيت ادعا وکړه.[۵]

د ځينو نقلونو له مخې، بني نجار قبيلې دا کورونه د پيغمبر(ص) لپاره جوړ کړي وو.[۶] دا کورونه د نبوي جومات په ختيځ کې جوړ وو[۷] او پيغمبر(ص) د خپل ژوند تر پای پورې هلته اوسېده.[۸]

د دې حجرې ختيځ- لويديځ ديوالونه شاوخوا څلور نيم تر پنځه مترو او شمال- جنوب ديوالونه يې شاوخوا درې نيم متره بلل شوي دي.[۹] شین ګنبد (اَلْقُبَّةُ الْخَضراء) د پيغمبر اکرم(ص) د حجرې پر سر جوړ شوی دی.[۱۰] د پيغمبر(ص) حجرې دوه دروازې درلودې؛ يوه د نبوي جومات لور او بله بهر ته خلاصېده.[۱۱]

د حضرت فاطمې(س) کور د نبوي حجرې تر شا (په شمالي خوا) کې و.[۱۲] د دې دوو کورونو ترمنځ يوه کړکۍ وه[۱۳] چې پيغمبر له هغې د خپلې لور حال احوال پوښتلو.[۱۴] يوه شپه، د حضرت فاطمې(س) او عايشې ترمنځ شخړه رامنځته شوه چې د فاطمې(س) د خپګان لامل شوه او د فاطمې(س) په غوښتنه، پيغمبر هغه کړکۍ وتړله.[۱۵]

د پيغمبر دفن

پيغمبر په مدينه کې او په هغه کور کې چې له عايشې سره پکې اوسېده، وفات شو.[۱۶] د امام علي(ع) په وړانديز، ،[۱۷] خلک ډله ډله کور ته ننوتل او پرې يې لمونځ وکړ.[۱۸] د دفن (ښخېدو) د ځای په اړه اختلافات رامنځته شول؛ خو په پای کې، د امام علي(ع) په وړانديز، پيغمبر(ص) په هماغه ځای کې خاورو ته وسپارل شو چې وفات شوی و.[۱۹]

د سرچينو پر بنسټ انځوروَنه چې قبرونه د کور په جنوبي برخه کې وو او عايشه د حجرې په شمالي برخه کې اوسېده.[۲۰]

د ابوبکر او عمر له مړينې وروسته، هغوی هم په دې حجره کې خاورو ته وسپارل شول. د ښخولو په وخته د ابوبکر سر د پيغمبر د اوږو په کچه او د عمر سر د ابوبکر د اوږو په کچه راوستل شو.[۲۱] د عمر له دفن وروسته، عايشې د خپل استوګنځی او د قبرونو ترمنځ یوه پرده راکښله.[۲۲] د دې کار علت دا بلل شوی چې عمر له هغې سره نامحرم و.[۲۳]

امام حسن(ع) وصيت کړی و چې د پيغمبر اکرم(ص) تر څنګ خاورو ته وسپارل شي او ځان يې د نورو په پرتله د دې کار لپاره وړ بللی و.[۲۴] د پيغمبر ميرمن عايشې، د پيغمبر تر څنګ، د امام حسن(ع) د ښخېدو مخه ونيوله. [۲۵]

همدارنګه وګورئ: د امام حسن(ع) جنازه

بيارغاونه

يو هغه اورګاډی چې هدايا يې استانبول ته لېږدولې. د ځينو راپورونو له مخې، عثماني حکومت د نبوي حجرې څخه ۲۶۹ قيمتي توکي استانبول ته ولېږدول.[۲۶]

اموي خليفه وليد بن عبدالملک، (حکومت: ۸۶ق-۹۶ق)، د پيغمبر کور په کاڼو سره بيا جوړ کړ. بيا يې د حجرې په شاوخوا کې داسې دیوالونه جوړ کړل چې پینځه ګوټونه یې لرل. د دې کار علت دا بلل شوی چې د کعبې سره ورته والی ونه لري.[۲۷] د وليد په دوره کې پراختيا په داسې ډول وه چې د پيغمبر(ص) کور په جومات کې دننه راغی.[۲۸] په ۵۵۷ق کال کې، د پيغمبر د مرقد په شاوخوا کې، د زمکې لاندې، د مسيحيانو د احتمالي نفوذ له امله، چې د سره سمندر له لارې يې د بريد او نفوذ پلان درلود، سرب واچول شو ترڅو د پيغمبر(ص) قبر ته د هغوی د لاسرسي مخنيوی وشي.[۲۹]

په ۶۶۸ق کال کې، بَيْبَرْس د ضريح په شکل يو مشبک ديوالګی د دې پنځه ګوټیز دیوال په شاوخوا کې، د مستطيل په شکل جوړ کړ او د حضرت فاطمې(س) کور هم پکې شامل شو.[۳۰] په دې بياجوړونه کې، د پيغمبر(ص) حجره او د حضرت فاطمې(س) حجره، چې د اوسپنې مشبک ضريح له دې دوو راتاو و، د جومات په داخل کې او د جومات له ختيځ ديوال څخه په څو متره واټن کې راغلل.[۳۱]

د حجرې دننه

په اوومه قمري پېړۍ کې، په مصر کې د اسماعيليانو يوه حاکم، ابن‌ابي‌الهيجاء، يوه پرده چې د يس سوره پرې ليکل شوی و، د پيغمبر(ص) پر مرقد واچوله.[۳۲] دا دود پاتې شو او تل يوه ټوکر پر مرقد اچول کيږي.[۳۳]

نبوي حجره د درناوي وړ وه او مسلمانانو او پاچاهانو قيمتي شيان ورته وقف کړي دي.[۳۴] د پخوانيو ډالیو له جملې څخه، په سرو زرو او سپينو زرو پوښل شوي څراغ ځایونه دي چې ورته يې په کعبه کې هم شته.[۳۵]

د آل‌سعود د حکومت مخکې پورې، د پيغمبر(ص) په مدح کې د دولسمې قمري پېړۍ يوه قصيده د ضريح په شاوخوا کې د سرو زرو په اوبو ليکل شوې وه. د آل‌سعود له حکومته وروسته، د دې قصيدې يو شمېر بیتونه، له دې امله چې دوی باور درلود ځينې الفاظ يې شرک دي، پاک شول؛ خو د نورو په عقيده، دا شعر د مشروع توسل مصداق و.[۳۶]

فوټ نوټ

  1. ↑ الحربی، «تعرف علی أبرز موجودات وتفاصیل الحجرة النبویة»، العربیه.
  2. ↑ الأنصاری، عمارة و توسعة المسجد النبوی الشریف عبر التاریخ، ۱۹۹۶م، ص۶۱.
  3. ↑ «الحجرة النبویة. الملائکة یحفون بالقبر الشریف»، المدینة.
  4. ↑ پیشوایی، «چرا پیامبر اسلام در خانه خود به خاک سپرده شد؟»، پرتال جامع علم انسانی.
  5. ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، ص۶۸۳.
  6. ↑ مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج‏۱، ص۶۷.
  7. ↑ الأنصاری، عمارة و توسعة المسجد النبوی الشریف عبر التاریخ، ۱۹۹۶م، ص۶۱.
  8. ↑ پیشوایی، «چرا پیامبر اسلام در خانه خود به خاک سپرده شد؟»، پرتال جامع علم انسانی.
  9. ↑ «الحجرة النبویة، المسجد من الداخل»، دلیلک الی المدینه النبویة.
  10. ↑ اسماعیل، «تفاصیل وأسرار "یرویها" قلیلون دخلوا الحجرة النبویة الشریفة»، العربیه.
  11. ↑ پیشوایی، «چرا پیامبر اسلام در خانه خود به خاک سپرده شد؟»، پرتال جامع علم انسانی.
  12. ↑ قائدان، درسنامه اماکن مذهبی مکه مکرمه و مدینه، ۱۳۹۰ش، ص۱۷۷.
  13. ↑ الصغیر، الامام علی علیه السلام سیرته وقیادته فی ضوء المنهج التحلیلی، ۲۰۰۲م. ج۱، ص۳۱.
  14. ↑ سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۲، ص۵۷.
  15. ↑ صبری باشا، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب، ۲۰۰۴م، ج۳، ص۲۶۲.
  16. ↑ ابن‌العمرانی، الإنباء، ۲۰۰۱م، ص۴۵.
  17. ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۸۸.
  18. ↑ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۲۰.
  19. ↑ محدث اربلی، کشف الغمة، ۱۴۲۱ق، ج‏۱، ص۱۹.
  20. ↑ «الحجرة النبویة.. قبر الرسول المصطفی و صاحبیه أبوبکر و عمر»، وکالة الأنباء السعودیة.
  21. ↑ الأنصاری، عمارة و توسعة المسجد النبوی الشریف عبر التاریخ، ۱۹۹۶م، ص۶۲.
  22. ↑ الأنصاری، عمارة و توسعة المسجد النبوی الشریف عبر التاریخ، ۱۹۹۶م، ص۶۲.
  23. ↑ الأنصاری، عمارة و توسعة المسجد النبوی الشریف عبر التاریخ، ۱۹۹۶م، ص۶۲.
  24. ↑ شیخ طوسی، الأمالی، ۱۴۱۴ق، ص۱۶۰.
  25. ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۲۲۵.
  26. ↑ «العثمانیون. من قصف الکعبة إلی سرقة مقتنیات الحجرة الشریفة»، المدینه.
  27. ↑ الأنصاری، عمارة و توسعة المسجد النبوی الشریف عبر التاریخ، ۱۹۹۶م، ص۶۳.
  28. ↑ ابن‌کثیر دمشقی‏، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۹، ص۷۵.
  29. ↑ جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۲۱۸.
  30. ↑ جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۲۴۳.
  31. ↑ پیشوایی، «چرا پیامبر اسلام در خانه خود به خاک سپرده شد؟»، پرتال جامع علم انسانی.
  32. ↑ جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص۲۵۶.
  33. ↑ اسماعیل، «تفاصیل وأسرار "یرویها" قلیلون دخلوا الحجرة النبویة الشریفة»، العربیه.
  34. ↑ د لازیاته معلوماتو لپاره ر.ک: صابان، «مقتنیات الحجرة النبویة الشریفة بموجب تقریر عثمانی عام 1326 ه»
  35. ↑ اسماعیل، «تفاصیل وأسرار "یرویها" قلیلون دخلوا الحجرة النبویة الشریفة»، العربیه.
  36. ↑ «الحجرة النبویة، المسجد من الداخل»، دلیلک الی المدینه النبویة.

سرچينې