د دولس امامي خوجه شیعو د ډلو نړیوال فیډریشن

د wikishia لخوا

د دولس امامی خوجې د شیعو ډلو نړیوال فیډریشن (په انګریزۍ کښې: (The World Federation of KSIMC)[۱] په نړۍ کښې د دولس امامي خوجه شیعیانو د فیصلو ترټولو مهم مرکز دی چې ټول خوجه تشکیلات یې تر څارنې لاندې فعالیت کوي. دغه فیډریشن د خوجه جماعتونو ترمنیځ غږملتیا کښې اهم رول لري او مرکز یې په لندن کښې دی.

تاریخ

د اثناعشري یا دولس امامي شیعه خوجه ګانو د نړیوال فیډریشن بنسټ، د ۱۹۷۰ لسیزې په اولایلو کښې او له یوګانډا څخه د آسیایانو له ایستلو وروسته په لندن کښې کښیښودې شو.[۲] پس له دې چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې دولس امامي خوجه جماعتونه او د افریقې فیډریشن جوړ شو، د دغو جماعتونو ځینو مشرانو په لندن کښې په یوې غونډې کښې د نړیوال فیډریشن د جوړولو په هکله بحث او څیړنه پیل کړه. په دغې غونډې کښې وټاکل شوه چې د یاد سازمان د اساسي قانون مسوده جوړه شي. هغه غونډه چې په ۱۹۸۰ کال کښې ترسره شوه، بیلابیلو جماعتونو تصویب کړه او نړیوال فیډریشن خپل کار په رسمي توګه پیل کړ. دغه سازمان په هم دغه کال، په انګلستان کښې د مذهبي خیریې د تنظیم په توګه ثبت شو.[۳]

جواد نقوي، ملا اصغر او له هغه وروسته حسنین والجي او هاشم جواد یې مشري په غاړه درلودله.[۴]

دندې

د خوجه ګانو د کره شمیر اعلانول

خوجه فیډریشنونه او ډلې د نړیوال فیډریشن د درې کلنې غونډې له جوړیدو شپږ میاشتې مخکښې، تر خپلې ټولګې لاندې خوجه ګانو نفوس یا آبادي د دغه فیډریشن دارالانشا ته اعلانوي. دغه احصائیې کې د دولس امامي خوجه شیعیانو ټول نفوس ګڼل کیږي.[۷]

تشکیلات

دا سازمان ۱۳۵ غړي لري چې د اثناعشري خوجه ګانو له ۴۰ فیډریشنونو او ۲۶ ډلو څخه غوره کیږي.[۸] مرکز یې په لندن کښې[۹] او دارالانشا یې د دغه ښار په سټانمور اسلامي مرکز کښې ده.[۱۰]

دغه سازمان د اساسي قانون له مخې یو خپلواکه ارګان دی چې د مشرتابه کمیټې مشر او غړي یې په عمومي انتخاباتو کښې د دریو کالو لپاره غوره کیږي.[۱۱] د مشرتابه کمیټي یا کابینه یې په مشر، مرستیال، عمومي منشي او خزانه دار باندې مشتمله ده.[۱۲]

د دغه سازمان تګلاره هر درې کاله پس په یوې غونډې کښې ټاکل کیږي.[۱۳] او فیصلې یې په ټولو سیمه ایزو فیډریشنونو لازم الاجرا دي.[۱۴]

اهداف او موخې

  • د دولس امامي شیعه مذهب پياوړتیا
  • د غړو د مالي سویې لوړتیا
  • د غړو د علمي او مذهبي تعلیم د سطحې زیاتوالی
  • ټولنیزه پراختیا او د بې وزلو مرسته[۱۵]

خدمتونه

دغه نړیوال فیډریشن د جوړیدو راهیسې په نړۍ په تیره بیا په برصغیر کښې د خوجه ډلو د معیشتي وضعې د ښه کولو لپاره یولړ اقدامات کړي دي، په دغو فعالیتونو کښې زیاتره له ۱۹۸۰ نه تر ۱۹۹۰ لسیزې کښې د هندوستان په تیره بیا د ګجرات صوبې او د هند په کچ سیمه کښې او همداشان د پاکستان په ځینو صوبو کښې د خوجه ګانو د کلتوري، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د هوارولو په لړ کښې وو.[۱۶]

سیمه ایز فیډریشنونه

دا سازمان په افریقې، امریکې، اروپا او د آسیا لویو وچو کښې سیمه ایز فیډریشنونه او په ځینو نورو سیمو کښې جماعتونه یا ډلې لري [۱۷] سیمه ایز فیډریشنونه او د هغو غړي جماعتونه چې استازي یې د دغه سازمان غړي ګڼل کیږي، د نړیوال فیډریشن په پریکړو کښې مهم رول لوبوي.[۱۸]

د افریقې د دولس امامي خوجه شیعیانو د جماعتونو فیډریشن

اصلي مقاله: د افریقې د دولس امامي خوجه شیعو د جماعتونو فیډریشن

د افریقې د اثناعشري خوجه شیعیانو فیډریشن د افریقې په ختیځ کښې په خټه د هندي شیعیانو تشکّل دی چې مرکز یې په دارالسلام کښې دی.[۱۹]

د لګښتونو برابرول

د اثناعشري خوجه ګانو د نړیوالو او سیمه ایزو فیډریشنونو او ورپورې د اړونده مؤسسو په شمول د دغو سازمانونو د عاید ستره برخه، د افریقې په ختیځو هیوادونو او شمالي امریکا کښې د استوګنو اثناعشري خوجه شیعیانو په مرستو برابریږي. په دغو کښې زیاتره کسان لوې سوداګر دي او هر کال د خپلو تجارتي معاملاتو د ګټې یوه برخه د نړیوالو یا سیمه ایزو فیډریشنونو مسئولانو ته ورکوي.[۲۰] پر دې سربیره، د فیډریشنونو مسئولان د خپل تقلید د مرجع آیت الله سیستاني په اجازه، د جماعتونو د غړو له خوا د امام سهم او سادات سهم لپاره د ورکړو پیسو یوه برخه په تبلیغي او عُمراني کارونو لګوي.[۲۱]

فوټ نوټ

  1. The World Federation of Khoja Shia Ithna-Asheri Muslim Communities
  2. جعفریان، اطلس شیعه، ص۵۵۶.
  3. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ص۲۴۴
  4. جعفریان، اطلس شیعه، ص۵۵۶.
  5. جعفریان، اطلس شیعه، ص۵۵۶–۵۵۷؛ عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ص۲۴۵
  6. جعفریان، اطلس شیعه، ص۵۵۶–۵۵۷
  7. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ص۲۴۹
  8. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ص۲۴۴
  9. جعفریان، اطلس شیعه، ص۵۵۶–۵۵۷
  10. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ص۲۴۴
  11. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ص۲۴۴
  12. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ص۲۴۵
  13. شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ص۲۴۴
  14. جعفریان، اطلس شیعه، ص۵۵۶–۵۵۷
  15. روغنی، شیعیان خوجه در آینه تاریخ، ص۲۴
  16. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ص۲۴۹
  17. دفتر مطالعات سیاسی و بین‌المللی، تانزانیا، ص۲۱.
  18. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ص۲۴۵
  19. دفتر مطالعات سیاسی و بین‌المللی، تانزانیا، ص۲۱
  20. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ص۹۳.
  21. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ص۹۳.

سرچينې

  • امینی، رحیم، تانزانیا، دفتر مطالعات سیاسی و بین‌المللی وزارت امور خارجه، تهران، ۱۳۷۵ش.
  • جعفریان، رسول، اطلس شیعه، انتشارات سازمان جغرافیایی، تهران، ۱۳۹۱ش.
  • روغنی، زهرا، شیعیان خوجه در آینه تاریخ، پژوهشگاه علوم انسانی و مطالعات فرهنگی، تهران، ۱۳۸۷ش.
  • عرب‌احمدی، امیربهرام، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، مؤسسه شیعه‌شناسی، قم، ۱۳۸۹ش.