Jump to content

دارالسلام

د wikishia لخوا
له دارالاسلام سره مه مغشوش کیږه.
په دارالسلام کې د اثنا عشري خوجه ګانو جومات

دارالسَّلام، د تنزانیا یو ښار دی چې شیعه اقلیت پکې ژوند کوي. د دې ښار شیعه له ځايي او غیر قومونو څخه جوړ دي. په غیر ځايي شیعو کې خوجه ګان، بهره ګان او لبناني مهاجران شامل دي.

د بلال مسلم میشن، ویپاز او د افریقی د دولس امامي خوجه شیعو جماعتونو فیډریشن دفترونه، چې د خوجه ګانو له مهمو سازمانونو څخه دی، په دارالسلام کې موقعیت لري.

موقعیت او اهمیت

په دارالسلام کې د الغدیر جومات (د تنزانیا د شیعو جومات)

دارالسلام د تانزانیا تر ټولو لوی ښار دی چې تر ۱۹۹۶ کال پورې د دغه هېواد پلازمېنه وه. په دغه کال کې پلازمینه له دغه ښار څخه دودوما ته انتقال شوه[۱] شیعه په دغه ښار کې مرکزونه او بنسټونه لري. د 2022 د سرشمیرنې له مخې، د دې ښار نفوس 5,383,255 و.[۲]

د دارالسلام شیعه له څو ډلو څخه تشکیل شوي دي، دولس امامي خوجاګان، بهره، اغاخاني، لبناني مهاجران او د سیمې اوسیدونکي خلک.[۳] د امیربهرام عرب احمدي په وینا، خواجه ګان له 1880 میلادي کاله په دې ښار کې اوسیږي.[۴]

د خوجه شیعو مهم بنسټونه

د دولس امامي خوجه ګانو د ځینې سازمانونه دفتر او مرکزي ودانۍ په دارالسلام کې موقعیت لري.

بلال مسلم میشن

د بلال مسلم مشن سازمان (Bilal Muslim Mission)د دولس امامي خوجاګانو له مهمو تنظیمونو څخه دی. د دې اصلي هدف په سیمه کې د اسلام تبلیغ او په خصوصي توګه په افریقې کې د شیعو تبلیغ دی.[۵]

د افریقا د اثنا عشري خوجه ګانو فیډریشن

د افريقې د دولس امامي شیعه خوجاګانو فیډریشن د هندي نژاد د ختيځ افريقې د شيعو يوه اداره ده چې د دولس امامي شیعه خوجاګانو د ټولنو د نړيوال فیډریشن تر څارنې لاندې فعاليت کوي. د دې فیډریشن کړنې د تعلیمي، تبلیغاتي او عامه ګټو د کارونو په شاوخوا کې ترسره کیږي.[۶]

ویپاز سازمان

اسلامي نړیوال تبلیغاتي او انسان دوست سازمان (ویپاز) د دولس امامي خوجاګانو د ډلیزو تبلیغاتي سازمانونو څخه دی. دغه سازمان د افریقايي فیډریشن او بلال مسلم میشن څخه مستقل دی چې د تانزانیا بېوزلو مسلمانانو ته د پوهنې، روغتیا او هوساینې په برخو کې خدمات وړاندې کوي.[۷]

د زده کړې او خدمتونو مرکزونه

د شیعه خوجو مرکزونه‌

  • جماعت دارالسلام: دا په تانزانیا او ختیځې افریقې کې د شیعو تر ټولو مهم جماعت دی چې په ۱۹۳۷ کال کې تاسیس شو. له پنځو څخه تر اوو زرو پورې شیع د دې جماعت تر څارنې لاندې دي.[۸]
  • د المنتظر ښوونځی او کمپلیکس، د دولس امامي خوجه ګانو له مهمو ښوونيزو مرکزونو څخه دی، چې د افريقا د فیډریشن او د جماعت خوجه دارالسلام تر څارنې لاندې اداره کېږي. دا کمپلیکس په مختلفو تعلیمي کچو کې فعالیت کوي او د دارالسلام په مختلفو سیمو کې څانګې لري.[۹]
  • حسیني مدرسه: دا د دولس امامي شیعه خوجه ګانو، چې په تنزانیا کې ژوند کوي د دیني علومو له ښوونیزو مرکزونو څخه دی.[۱۰]
  • العتره فاونډیشن: تعلیمي، طبي او نور خدمات وړاندې کوي.[۱۱]
  • د اهل بیتو مرکز: یو دیني مدرسه چې د بلال مسلم میشن سره تړاو لري، دا مرکز له تنزانیا څخه بهر هم یوه څانګې لري.[۱۲]
  • کیباها تعلیمي کمپلیکس: دا یو تعلیمي مرکز چې د ویپاز موسسې سره تړلی دی، چې له دارالسلام څخه 35 کیلومتره لرې موقعیت لري.[۱۳]
  • د دولس امامي خوجا شیعو جومات؛ دا جومات د ښار په منځ کې پروت دی او د شیعه ګانو مذهبي غونډې او مراسم په کې ترسره کیږي.[۱۴]

د غیر خوجه شیعو مرکزونه

  • مدرسه امام رضا(ع)
  • بنیاد امام حسین(ع)
  • مدرسه امیرالمومنین(ع)
  • امام باقر فیډریشن(ع)
  • مدرسه سبطین(ع)
  • مدرسه اهل بیت(ع)
  • مدرسه فاطمة الزهرا(س) سازمان ویپاز سره تړلی.[۱۵]

د محرم ماتمونه

سید سعید اختر رضوي

د محرم په لسیزه کې د امام حسین(ع) ماتم په دارالسلام کې ترسره کیږي. د عاشورا په شپه شیعه د یو جلوس په شکل د د مرکزی جامع جومات په لور حرکت کوي او سینه ووهي او نوحې وايي. په دې مراسمو کې هندوان او غیر شیعه هم ګډون کوي.[۱۶]

شیعه شخصیتونه

فوټ نوټ

  1. آشنایی با تانزانیا، سایت حج.
  2. «TANZANIA: Regions and Cities»، وبگاه جمعیت شهرها.
  3. وګورئ: عرب‌احمدی، «شیعیان کنیا و تانزانیا مناسبات با پیروان مذاهب»، ص۱۰۵-۱۴۲.
  4. وګورئ: عرب‌احمدی، «شیعیان کنیا و تانزانیا مناسبات با پیروان مذاهب»، ص۱۳۱.
  5. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۱۷۳-۱۷۴.
  6. امینی، تانزانیا، ۱۳۷۵ش، ص۲۱.
  7. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۱۸۷.
  8. رنجبرشیرازی، «شیعیان تانزانیا و وضعیت آنان»، ص۴۳.
  9. رنجبرشیرازی، «شیعیان تانزانیا و وضعیت آنان»، ص۴۶.
  10. رنجبرشیرازی، «شیعیان تانزانیا و وضعیت آنان»، ص۴۷.
  11. رنجبرشیرازی، «شیعیان تانزانیا و وضعیت آنان»، ص۴۷-۴۸.
  12. رنجبرشیرازی، «شیعیان تانزانیا و وضعیت آنان»، ص۵۰-۵۱.
  13. رنجبرشیرازی، «شیعیان تانزانیا و وضعیت آنان»، ص۵۳.
  14. رنجبرشیرازی، «شیعیان تانزانیا و وضعیت آنان»، ص۴۵.
  15. جعفریان، اطلس شیعه، ۱۳۹۱ش، ص۵۵۸.
  16. عرب‌احمدی، «مراسم سوگواری دهه محرم در دارالسلام»، ص۸۵.
  17. عرب‌احمدی، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، ۱۳۸۹ش، ص۴۱۳-۴۱۴.
  18. روغنی، شیعیان خوجه در آئینۀ تاریخ، ۱۳۸۷ش، ص۱۵۸.
  19. جعفریان، اطلس شیعه، ۱۳۹۱ش، ص۵۵۷.
  20. رنجبرشیرازی، «شیعیان تانزانیا و وضعیت آنان»، ص۴۶.

سرچينې

بهرنۍ لینکونه