ملا اصغر علی جعفر

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

په ملا اصغر مشهور ملا اصغر علی جعفر (۱۹۳۶-۲۰۰۰م) د شیعه خوجه اثناعشري د جماعاتو د نړیوال فیډریشن مشر او د اهل بیتو(ع) د نړیوالې ټولنې د عالي شورا د هغه وخت غړی و. هغه د دولس امامي خوجه شخصیتونو څخه دی چې د شیعه د تقلید مراجعو سید محسن حکیم، سید ابوالقاسم خویی او سید علی سیستانی استازېتوب یې هم په غاړه درلود. له هغه د ایت الله سیستاني د فتواګانو په انګریزۍ ترجمه کې د قوانین اسلامي په شان اثار پاتې دي. ملا اصغر په ۲۰۰۰م کال کې وفات شو او د لندن د خوجه اثناعشري شیعیانو په هدیره کې خارو ته وسپارل شو.

ژوند لیک

ملا اصغر په ۱۹۳۶ م کال کې د کینیا په مومباسا ښار کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. پلار یې ملا محمد جعفر له شیعه مبلغانو و. هغه خپلې زده کړې په خپل زېږنځای کې پېل کړې او بیا د سترګو د ناروغیو (آفتامالوجي) په څانګه کې د تعلیم د دوام لپاره هند ته لاړ او د خپل پلار له مرګه وروسته په مومباسا، آروشا، نایروبي او ناکارو ښارونو کې د عینکو یا چشمو په خرڅولو بوخت شو.[۱]

ملا اصغر د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې انګلستان ته مهاجرت وکړ او په لندن کې استوګن شو، هغه په اردو، فارسۍ، سواحیلي، انګریزۍ او ګجراتۍ ژبو ښه پوهېده او په لندن کې د جمعې لمانځه پر امامت سربېره یې د دغه ښار په حجت حسینیه کې په انګریزۍ او ګجراتۍ ژبه وینا کوله.[۲] هغه په ایران او عراق کې میشته د تقلید له مراجعو سره اړیکي لرل، او په ۱۹۸۲ کال کې عراق ته په سفر کې د دغه هیواد د حکومت له خوا ونیول او بندي کړی شو. په ۱۳۷۰ کال کې په یو حکم کې د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د هغه وخت د مشر ایت الله خامنه ای له خوا په یو حکم کې د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې د عالي شورا غړی شو.[۳]

ملا اصغر د ۲۰۰۰ م کال په مارچ کې په لندن کې وفات شو او د دغه ښار د دولس امامي خوجه ګانو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. د خوجه شیعیانو نړیوال فیډریشن د هغه له مرګه وروسته درې ورځې عمومي ویر اعلان کړ او د هغه د خدماتو د درنښت لپاره یې د افریقا د بې وزله مسلمانانو د مرستې لپاره د «ملا اصغر علي بسپنې» په نامه یو صندوق جوړ کړ.[۴]

فعالیتونه

  • د خوجه اثناعشري شیعه د جماعاتو د نړیوال فیډریشن په جوړولو کې مرسته
  • له زنګباره د ویستل شویو دولس امامي خوجه ګانو سرڅڼه کول
  • په ۱۹۶۳ م کال کې د دولس امامي خوجه شیعیانو د یوې ډلې په مرسته د زنګبار د مرستې د بسپنې جوړل
  • د خوجه اثنا عشري شیعیانو د نړیوال فیډریشن د اساسي قانون په جوړولو کې برخه اخستل
  • په انګلستان او... هیوادونو کې له یوګینډا څخه د ویستل شویو خوجه ګانو د ډله ایزې استوګنې د زمینې برابرول
  • د هند او پاکستان د شیعه سازمانونو مادي ملاتړ
  • په برمنګهم کې د الخویي مدرسې جوړول
  • د لندن په حجت حسینیې کې په ګجراتۍ او انګریزۍ ژبو وینا کول
  • په ایران کې د رودبار له زلزله ځپلو سره مرسته [۵]


دندې

  • د خوجه اثنا عشري جاعتونو د نړیوال فیډریشن مشري
  • د خوجه اثنا عشري جماعاتو د نړیوال فیډریشن د رییسه پلاوي غړیتوب
  • په لندن کې د اسلامي نړۍ د ټولنې غړی
  • د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې د عالي شورا غړی
  • د سید محسن حکیم، سید ابوالقاسم خویی او سید علی سیستانی په شان د تقلید د مراجعو استازیتوب
  • د افریقا د اثناعشري خوجه شیعیانو د جماعاتو د فیډریشن عمومي منشي.[۶]


آثار

ملا اصغر ځینې کتابونه لیکلي او ژباړلي دي.

  • روژه
  • د جماعت لمونځ
  • د عقل ملغلرې
  • فقه او فقیهان
  • سبحان الله؛ په قرآن کې د خلقت عجایب
  • اسلامي قوانین (د ایت الله سیتاني د فتواګانو مطابق د فتواو انګریزۍ ژباړه)
  • ترجمة الاعمال ( د شیخ مفید نسخه).[۷]

فوټ نوټ

سرچينې

  • روغنی، زهرا، شیعیان خوجه در آینه تاریخ، پژوهشگاه علوم انسانی و مطالعات فرهنگی، تهران، ۱۳۸۷ش.
  • عرب‌احمدی، امیربهرام، شیعیان خوجه اثناعشری در گستره جهان، مؤسسه شیعه شناسی، قم، ۱۳۸۹ش.