د سجدې غړي

د wikishia لخوا
دا مقاله یواځې د یو فقهي حکم یوه پیژندګلو ده او د دیني عملونو لپاره معیار او پرتله نه ده، د دینی عملونو لپاره نورې سرچینې ته وګورئ.

د سجدې غړي یا اووه غړي، د بدن هغه برخې دي چې د سجدې په وخت په ځمکه لګیږي. د شیعه فقیهانو له نظره د سجدې په وخت، تندی، د دوو لاسونو تلي، زانګونان او د پښو د غټو ګوتو سرونه په ځمکه ایښودل واجب دي. پوزه په ځمکه لګول هم مستحب دي.

ډېر فقیهان دا نظر لري چې په سجده کې واجبه نه ده چې ټول غړی په ځمکه ولګول شي؛ بلکې ځمکې سره لږ لګیدل هم کافي دي. خو تندی له دې حکم وتی دی او ځینو فقیهانو د یو درهم په اندازه باندې تندې په ځمکه لګول واجب ګڼلي دي.

لمونځ کوونکی چې په کوم څیز باندې خپل تندی کیږدي، واجب ده چې ځمکه وي او یا هغه څیز وي چې له ځمکې زرغونیږي، خو شرط یې دا دی چې د خوړلو او څښلو نه وي.

مفهوم پيژندنه

اووه غړي یا مساجد سبعه د بدن هغه اوو ځایونو ته وايي چې د سجدې په وخت یې په ځمکه کیښودل واجب دي.[۱] دا اووه غړي دا دي: تندی (ټنډه) د لاسو تلي، د زانګونانو سرونه، د پښو د غټو ګوتو سرونه.[۲] د سجدې د غړو په هکله په فقهي کتابونو کې د لمانځه په باب کې بحث کیږي.[۳]

د سجدې حکمونه

د سجدې د غړو ځینې حکمونه دا دي:

  • ځینې فقیهان وايي چې د اووه غړو – بې له تندي - په ځمکه باندې که لږترلږه تماس وي هم کافی دی.[۵] ځینې فقیهان دا نظر لري چې د تندي هم لږ تر لږه ځمکه پورې تماس کافي دی.[۶] د دوي په خلاف ځینې فقیهان وايي چې تندې د یوه درهم په اندازه په ځمکه لګول واجب دي.[۷]
  • کله چې د سجدې ذکر ویل کیږي، نو له اووه غړو یو غړی له ځمکې اوچتول د لمانځه د باطلیدو سبب کیږي؛[۸] د آیت‌الله سیستانی د فتوا مطابق کله چې لمونځ کوونکی په ذکر هم نه وي لګیا؛ که د سجدې یو غړی هم له ځکې اوچت کړي نو احتیاې دا دی چې لمونځ یې باطلیږي.[۹]

په سجده کې مستحب څیزونه

  • د پوزې په ځمکه کیښودل؛ فقیهانو د سجدې په وخت پوزه په ځمکه کیښودل مستحب ګڼلې ده.[۱۰] د دې حکم مستند هغه روایت دی چې له امام صادق(ع) راغلی دی چې پوزه په خاورو ایښودل د پيغمبر(ص) سنت[۱۱] ګڼل شوی دی.[۱۲] دې ته په پام د علامه حلی له نظره پوزه په ځمکه ایښودل موکد مستحب دی.[۱۳]
  • تَخویه؛ یعنی لاسونه خلاصول او څنګلې په ځمکه نه ایښودل په سجده کې د سړي لپاره مستحب دي.[۱۴] او همدارنګ د ښځې لپاره مستحب دي چې څنګلې په ځمکه ولګوي او د بدن غړي یو بل پسې ولګوي.[۱۵]

د سجدې د غړو د ایښودو د ځایونو حکمونه

د شیعو د مشهورو فقیهانو له نظره، د سجدې په ځایونو کې، یواځې د تندي ځای – یعنی کوم ځای باندې چې تندی ایښودی شي – پاک شونه واجبه ده.[۱۶] که څه هم ابوصلاح حلبی، چې څلورمې او پینځمې قمري پيړۍ د شیعو له فقیهانو دی وایي چې د سجدې له ټولو ځایونو - چې سجده ورباندې کیږي -  د نجاست لری کول واجب دي.[۱۷]

د سجدې ځای – هغه ځای یا هغه څه چې لمونځ کوونکی ورباندې تندی کیږدي – واجبه ده چې هغه ځمکه وي یا هغه څه وي چې له ځمکې زرغونیږي؛ خو شرط یې دا دی چې د خوړلو او ښڅلو څیزونه نه وي.[۱۸] د دې حکم مستند، حدیثونه دي او د فقیهانو اجماع ده.[۱۹] له همدې سببه په هغه څیز باندې تندی ایښودل، چې هغه ځمکه یا هغه څه نه وي چې له زرغونیږي، صحیح نه ده، لکه زر، سپین زر، عقیق، فیروزه چې کوم له کانونو راوځي.[۲۰]

فوټ نوټ

  1. مؤسسه دایرة المعارف الفقه الشیعه، موسوعة الفقه الاسلامی، ۱۴۲۳ق، ج۱۵، ص۱۰۸.
  2. بحرانی،الحدائق الناضره، ۱۳۶۳ش، ج۸، ص۲۷۶.
  3. مثال په توګه وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۷۶.
  4. بحرانی،الحدائق الناضره، ۱۳۶۳ش، ج۸، ص۲۷۶.
  5. بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۳۶۳ش، ج۸، ص۲۷۷.
  6. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۱۸.
  7. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۰، ص۱۴۴.
  8. علامه حلی، تحریر الاحکام، مؤسسه آل البیت، ج۱، ص۴۰.
  9. سیستانی، توضیح المسائل، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۲۴.
  10. مؤسسه دایره المعارف الفقه الاسلامی، موسوعة الفقه الاسلامی، ۱۴۲۳ق، ج۱۸، ص۲۸۸-۲۸۹.
  11. حرعاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۶، ص۳۴۳؛ کلینی، الکافی، ۱۳۸۷ش، ج۶، ص۱۴۴.
  12. بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۳۶۳ش، ج۸، ص۲۷۶.
  13. علامه حلی، تذکره الفقها، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۱۸۸.
  14. محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۰۶.
  15. محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۶۵.
  16. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۷۷.
  17. ابوصلاح حلبی، الکافی فی الفقه، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۴۰.
  18. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۸۸.
  19. سبزواری، مهذب الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۵، ص۴۳۴.
  20. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۸۹.

سرچينې

  • ابوصلاح حلبی، تقی‌الدین بن نجم‌الدین، الکافی فی الفقه، اصفهان، مکتبه امام امیرالمؤمنین، ۱۴۰۳ق.
  • بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضره، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۳۶۳ش.
  • حرعاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۴۱۶ق.
  • سبزواری، سیدعبدالاعلی، مهذب الاحکام، قم، دارالتفسیر، چاپ چهارم، ۱۴۱۳ق.
  • سیستانی، سیدعلی، توضیح المسائل، قم، انتشارات مهر، ۱۴۱۵ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن نورالدین، مسالک الافهام، قم، مؤسسه المعارف الاسلامیه، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تحریر الاحکام، مشهد، مؤسسه آل البیت، چاپ اول، بی‌تا.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکره الفقها، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۴۱۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، قم، دارالحدیث، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
  • مؤسسة دائرة معارف الفقه الإسلامی، موسوعة الفقه الاسلامی طبقاً لمذهب أهل البیت علیهم‌السلام، قم، مؤسسة دائرة معارف الفقه الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۳ق.
  • محقق کرکی، علی بن حسین، جامع المقاصد، قم، مؤسسه آل البیت، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.