د شبهې مال

د wikishia لخوا
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

شُبهه‌ناک یا مُشتَبَه مال، هغه مال دی چې حلال او حراموالی یې نه دی معلوم.د شبهې مال له حرامو سره له ګډ شوې مال سره فرق لري؛ ځکه چې له حرامو سره په مخلوط مال کې، د شبهه ناک مال په اپوټه انسان ته علم وي چې په مال کې یې حرام موجود دي. فقیهانو شبهه ناک مالونه حلال ګڼلې دي، دغه مالونه خمس نه لري او ورسره حج ته هم تللی شي. په ځینو روایتونو کې په شبهه ناکو موردونو کې د احتیاط امر شوی دی. محمد تقي مجلسي د دغه روایتونو په اساس، له شبهه ناکو مالونو استفاده نه کول ښه ګڼلې دي. د دې په مقابل کې امام خمیني دغه روایتونه په ارشاد او لارښوونه تفسیر کړې او له شبهه ناک ماله د استفادې فقهي کراهت یې نه دی منلی.

مفهوم پېژندنه

شبهه ناک مال په فقهي[۱] او روایي[۲] بحثونو کې هغه مال ته ویل کیږي چې حلال یا حرام والی یې نه وي معلوم.[۳] په روایتونو کې شبهه ناک ته «شبهه» یا «شبهات» هم ویل شوې دي.[۴] منجمله په یو روایت کې له رسول الله مبارک(ص) راغلي چې: «حَلَالٌ بَيِّنٌ وَ حَرَامٌ بَيِّنٌ وَ شُبُهَاتٌ بَيْنَ ذَلِكَ...؛ ښکاره حلال او ښکاره حرام موجود دي او د دې په مینځ کې مشتبه (نامعلوم)»[۵] ځینو کسانو شبهه ناک خواړه او مړۍ هم د شبهه ناک مال برخه ګڼلې ده.[۶]

شبهه ناک په لغت کې هغه څه ته ویل کیږي چې د حلالوالي او حراموالي په اړه یې شک موجود دي.[۷] له امام علي(ع) په یو روایت کې راغلې دي چې شبهې ته په دې وجه شبهه ویل کیږي چې له حق سره شباهت او ورته والی لري.[۸]

له حرامو سره له ګډ مال سره یې فرق

شبهه ناک یا مشتبه مال له حرامو سره له ګډ او مخلوط مال سره فرق لري؛ ځکه چې له حرامو سره په ګډ مال کې انسان ته پته وي چې په مال کې یې حرام موجود دي خو په شبهه ناک مال کې شک موجود وي چې حرام دی که نه.[۹]

فقهي احکام

د شبهه ناک مال لپاره څو فقهي احکام بیان شوې دي:

  • حلیت: ویل شوې چې شبهه ناک مال حلال دی[۱۰] د دغه حکم مستند، د «کُلُ‏ شَیْءٍ هُوَ لَکَ‏ حَلَالٌ‏ حَتَّی‏ تَعْلَمَ‏ أَنَّهُ‏ حَرَامٌ‏ بِعَیْنِهِ...؛ روایت دی.یعنی هر یو شی ستا لپاره حلال دی تر دې چې پوه شې چې به عینه حرام[۱۱] دی» [۱۲] د دغه روایت مضمون ته اصالة الاباحة ویل کیږي.[۱۳]
  • خمس پکې نیشته: په شبهه ناک مال کې له دې امله چې مشتبه دی خمس نیشته؛[۱۴] له حرامو سره د مخلوط مال په اپوټه چې له حرامو سره د ګډوالي په وجه خمس لري.[۱۵]
  • په شبهه ناک مال سره حج: د فقیهانو له نظره په شبهه ناک مال سره حج کول صحیح دي[۱۶] البته د ایت الله مکارم شیرازي په فتوا په دې شرط چې په ظاهره له حلالې لارې لاسته راغلی وي.[۱۷]

په شبهه ناکو موردونو کې احتیاط

په حدیثي ټولګو کې داسې روایتونه نقل شوې چې مضمون یې په شبهه ناکو مواردو کې احتیاط او تمېدل دي منجمله:

  • «دَعْ مَا یُرِیبُکَ إِلَی مَا لَا یُرِیبُکَ‏؛ هغه څه چې مشکوک دي پرېږده، او هغه څه چې پکې شک نیشته واخله.»[۱۸]
  • «...فَمَنْ تَرَکَ الشُّبُهَاتِ نَجَا مِنَ الْمُحَرَّمَاتِ وَ مَنْ أَخَذَ بِالشُّبُهَاتِ ارْتَکَبَ الْمُحَرَّمَات‏...؛ هر څوک چې شبهه ناک موارد پرېږدي له محرماتو یې ځان ژغورلی دی او څوک چې یې واخلي، په محرماتو اخته شوی دی.»[۱۹]
  • «الْوُقُوفُ عِنْدَ الشُّبْهَةِ خَیْرٌ مِنَ الِاقْتِحَامِ فِی الْهَلَکَةِ؛‌ له مشتبهې چارې تمېدل په هلاکت کې تر لویدو غوره دي.»[۲۰]

امام خمیني دغه روایتونه له محرماتو د ډډه کولو لپاره پر ارشاد او لارښوونې حمل کړي او له شبهه ناک ماله د استفادې کراهت یې نه دی منلی.[۲۱] په یوولسمه سپوږمیزه پېړۍ کې د شیعه عالم محمد تقي مجلسي په وینا، د شبهه ناک مال له حلالوالي سره سره، د روایتونو له مخې ښه ده چې انسان له هغه ځان لرې وساتي چې په محرماتواخته نشي.[۲۲] ځینو بیا دغو روایتونو ته په پام سره ویلې چې له شبهه ناک مال سره په مخامخېدو کې باید تم او ودریږو او تر څو یې چې په حلالوالي یقین نه وي پېدا شوی ورنه استفاده ونه کړو.[۲۳]

ویل شوي د شبهه ناک مال او خوړو پرېښودل د پرهېزګارۍ یوه مرتبه ده چې په ورع صالحین مشهوره ده.[۲۴] له ځینو عالمانو نقل شوې چې له شبهه ناکې لقمې سره د مخامخېدو په وخت به یې احتیاط کاوه او که چرې به یې کومه شبهه ناکه ډوډۍ وخوړله او ورپام به یې شو چې شبهه ناکه ده نو که ممکنه وه راوېستله به یې.[۲۵]

فوټ نوټ

  1. مثال په توګه وګورئ: شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۴،‌ ص۳۳۴؛ بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ج۲۱، ص۱۹۷؛ نراقی، عوائد الایام، ۱۴۱۷ق، ص۱۴۴؛ نجفی، جواهر الکلام، دار احیاء‌التراث العربی، ج۲۶، ص۳۲۸.
  2. مثال په توګه وګورې: طوسی،‌ الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۳۸۱؛ ورام، مجموعه ورام، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۶ و ج۲، ص۲۶۷.
  3. امام خمینی، المکاسب المحرمة، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۳۴۳؛ مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۲، ص۴۱۵؛ علامه مجلسی، مرآة العقول،‌ ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۲۵.
  4. وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۶۸؛ حرعاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۲۷، ص۱۵۷و۱۵۸.
  5. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۶۸.
  6. ملک‌احمدی، درسنامه رزق حلال، ۱۳۹۲ش، ص۱۷۸.
  7. دهخدا، لغت‌نامه، ۱۳۷۷ش، ج۹، ذیل واژه شبهه‌ناک.
  8. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۳۸، ص۸۱.
  9. وګورئ: منتظری، مبانی فقهی حکومت اسلامی، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۱۸۴.
  10. شیخ انصاری، فرائد الاصول، ۱۴۱۹ق، ج۲،‌ ص۲۰۱؛‌ نراقی، عوائد الایام، ص۱۴۴؛ مجلسی، روضة المتقین، ۱۴۰۶ق، ج۶، ص۴۸۹.
  11. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۳۱۳.
  12. شیخ انصاری، فرائد الاصول، ۱۴۱۹ق، ج۲،‌ ص۲۰۰و۲۰۱؛ مجلسی، روضة المتقین، ۱۴۰۶ق، ج۶، ص۴۸۹.
  13. وګورئ: شیخ انصاری، فرائد الاصول، ۱۴۱۹ق، ج۲،‌ ص۲۱۹.
  14. منتظری، مبانی فقهی حکومت اسلامی، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۱۸۰و۱۸۴.
  15. طباطبایی یزدی، عروة‌الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۲۵۶و۲۵۷.
  16. محمودی، مناسک حج(محشی)، ۱۴۲۹ق، ص۳۶.
  17. مکارم شیرازی، مناسک جامع حج، ۱۴۲۶ق، ص۳۹۵.
  18. حرعاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۲۷، ص۱۶۷.
  19. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱،‌ ص۶۸؛ حرعاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۲۷، ص۱۵۷.
  20. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱،‌ ص۵۰؛ حرعاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۲۷، ص۱۵۷و۱۵۸.
  21. امام خمینی، المکاسب المحرمة، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۳۴۳و۳۴۴.
  22. مجلسی، روضة المتقین، ۱۴۰۶ق، ج۶، ص۴۸۹.
  23. ملک‌احمدی، درسنامه رزق حلال، ۱۳۹۲ش، ص۱۷۹.
  24. علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶۷، ص۱۰۰.
  25. ملک‌احمدی، درسنامه رزق حلال، ۱۳۹۲ش، ص۱۷۹و۱۸۰.

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح‌الله، المکاسب المحرمة، قم، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی أحکام العترة الطاهرة، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.
  • حرعاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • دهخدا، علی‌اکبر، لغت‌نامه، تهران، دانشگاه تهران، چاپ دوم، ۱۳۷۷ش.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، مسالک الافهام الی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، الامالی، قم، دار الثقافة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاءالتراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح اخبار آل الرسول(ع)، تحقیق سیدهاشم رسولی محلاتی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مازندرانی، محمدصالح بن احمد، شرح الکافی (الاصول و الروضة)، تحقیق و تصحیح ابوالحسن شعرانی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ اول، ۱۳۸۲ق.
  • مجلسی، محمدتقی، روضة المتقین فی شرح من لایحضره الفقیه، تحقیق و تصحیح حسین موسوی کرمانی و علی‌پناه اشتهاردی، قم،‏ مؤسسه فرهنگی اسلامی کوشانپور، چاپ دوم، ۱۴۰۶ق.
  • محمودی، محمدرضا، مناسک حج (محشی)، تهران، نشر مشعر، ۱۴۲۹ق (ویرایش جدید).
  • مکارم شیرازی، ناصر، مناسک جامع حج، قم، مدرسه امام علی بن ابی‌طالب، چاپ اول، ۱۴۲۶ق.
  • منتظری، حسینعلی، مبانی فقهی حکومت اسلامی، ترجمه محمود صلواتی و ابوالفضل شکوری، قم، مؤسسه کیهان، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، بیروت، دار احیاءالتراث العربی، چاپ هفتم، بی‌تا.
  • نراقی، احمد بن محمدمهدی، عوائد الایام فی بیان قواعد الأحکام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • ورام، ورام بن ابی‌فراس، مجموعه ورام(تنبیه الخواطر و نزهة النواظر‏)، قم، مکتبه فقهیه، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ انصاری، شیخ مرتضی، فرائد الاصول، قم، مجمع الفکر الاسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • طباطبایی یزدی، سیدمحمد کاظم، عروةالوثقی فیما تعم به البلوی(محشی)، تحقیق و تصحیح احمد محسنی سبزواری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • ملک‌احمدی، علی‌اصغر، درسنامه رزق حلال، مشهد، مؤسسه مطالعات راهبردی علوم و معارف اسلام، چاپ اول، ۱۳۹۲ش.
  • نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، هجرت، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.