منځپانگې ته ورتلل

د قلیب اصحاب

د wikishia لخوا
د بدر څاګانې

د قَلیب اصحاب، د مکې د مشرکانو یوه ډله وه چې د بدر په جګړه کې ووژل شول او د پیغمبر(ص) په امر په قلیب(یعنې پریښودل شوي څاه[۱]) کې ښخ شول.[۲] د تاریخي روایتونو له مخې، پیغمبر(ص) دغو وژل شویو کسانو ته خطاب وکړ او هغوی یې د الهي رسالت د ردولو او د خپل پیغمبر له مکې څخه د ایستلو له امله وغندل.[۳] عمر بن خطاب هغوی کاڼه مړي وبلل، او پیغمبر(ص) ځواب ورکړ: «دوی اوري خو ځواب نشي ورکولی.»[۴] دا پیښه د مړو د اوریدلو د ثبوت په توګه یاده شوې ده.[۵] د بدر په جګړه کې د وژل شویو مشرکینو شمیر د ۴۹ او ۷۴ ترمنځ اټکل شوی دی.[۶] په دوی کې عتبة بن ربیعه، شیبة بن ربیعه، امیة بن خلف او ابوجهل په څیر خلک وو.[۷]

مفسرینو د محمد سوره ۳۴[۸] او د انفال سوره ۵۰ آیت دې پیښې سره تړلي ګڼلي دي.[۹] ځینې روایتونه دا هم ښیي چې فرښتو د بدر په جګړه کې مشرکینو ته په خپلو ګذارونو سره سزا ورکړه، لکه څنګه چې د ابوجهل په بدن د کوړو نښې لیدل شوی وې.[۱۰]

حَسّان بن ثابت د قليب د اصحابو په اړه یوه قصیده لیکلې، چې یوه برخه یې لاندې ورکړل شوې ده:[۱۱]

ینَادِیهِمْ رَسُولُ اللَّهِ لَمَّا
قَذَفْنَاهُمْ کبَاکبَ فِی الْقَلِیبِ
أَلَمْ تَجِدُوا کلَامِی کانَ حَقًّا
وَأَمْرُ اللَّهِ یأْخُذُ بِالْقُلُوبِ؟
فَمَا نَطَقُوا، وَلَوْ نَطَقُوا لَقَالُوا:
صَدَقْتَ وَکنْتَ ذَا رَأْی مُصِیبِ[۱۲]

ژباړه: کله چې موږ ټول په څاه کې وغورځول، نو رسول الله(ص) ورته وویل: ایا تاسو زما خبرې رښتیا ونه موندلې، او د الله کلام زړونه او ذهنونه پوښلي دي؟ خو دوی خبرې نه کولې، خو که دوي د خبرو کولو توان درلودای، نو دوی به ځواب ورکړی وای: تاسو رښتیا ویلي وو او ستاسو نظر سم و.[۱۳]

فوټ نوټ

  1. شرتونی، اقرب الموارد، ۱۴۱۶ق، ج۴، ص۳۹۵.
  2. واقدی، المغازی، ۱۹۸۹م، ج۱، ص۱۱۱-۱۱۲؛ ابن‌هشام، السیرة النبویة، ۱۴۳۰ق، ص۳۰۶.
  3. واقدی، المغازی، ۱۹۸۹م، ج۱، ص۱۱۲؛ ابن‌هشام، السیرة النبویة، ۱۴۳۰ق، ص۳۰۶.
  4. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۵، ص۹۸.
  5. برای نمونه نگاه کنید به میبدی، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۶۵-۶۶.
  6. واقدی، المغازی، ۱۹۸۹م، ج‌۱، ص۱۴۴.
  7. ابن‌سعد، الطبقات، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۱۳.
  8. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۳۲۹؛ میبدی، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۹، ص۱۹۶.
  9. میبدی، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۶۵-۶۶.
  10. میبدی، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۶۵-۶۶.
  11. ابن‌هشام، السیرة النبویة، ۱۴۳۰ق، ص۳۰۶.
  12. ابن‌هشام، السیرة النبویة، ۱۴۳۰ق، ص۳۰۶.
  13. سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، ص۴۹۷.

سرچينې

  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری‏، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ دوم، ۱۴۱۸ق‏.‏
  • ابن‌هشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویة، بیروت،‌ دار ابن‌حزم، ۱۴۳۰ق.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، تحقیق محمد زهیر بن ناصر الناصر، دار طوق النجاة، الطبعة الأولی، ۱۴۲۲ق.
  • حلبی، علی بن ابراهیم، السیرة الحلبیة، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۷ق.
  • زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل و عیون الاقاویل فی وجوه التأویل، بیروت، دارالکتاب العربی، ۱۴۰۷ق.
  • سبحانی، جعفر، فروغ ابدیت، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.
  • شرتونی، سعید، اقرب الموارد فی فصح العربیة و الشوارد، تهران، دارالأسوة للطباعة و النشر، ۱۴۱۶ق.
  • میبدی، احمد بن محمد، کشف الاسرار و عدة الابرار، تهران، امیرکبیر، ۱۳۷۱ش.
  • واقدی، محمد بن عمر، المغازی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۹۸۹م.