ابوجهل

د wikishia لخوا

په ابوجهل مشهور عمرو بن هشام بن مغیرة مخزومي (وفات ۲ق) په مکې کې د اسلام او د پېغمبر(ص) مخالف. د پېغمبر (ص) د وژلې پلان، د تازه مسلمان شویو کسانو شکنجه او ګواښ، خلک د قران د ایتونو له اورېدلو منعې کول، د پېغمبر(ص) سپکاوی او اهانت، له بني هاشمو سره د قریشو د اړیکو د غوڅولو هڅه او د بدر د جنګ زمینه برابرول د اسلام او مسلمانانو په خلاف د ابو جهل کارونه وو. مفسرانو د قران د کابو دېرشو ایتونو په ذیل کې دهغه خبره کړې ده. ابو جهل د بدر جنګ په جوړېدو کې اساسي رول درلود او په همدې جنګ کې د مشرکانو په سپایانو کې ووژل شو.

نسب، کنیت او لقب

عمرو بن هشام بن مغیره د پېغمبر(ص) له مخالفانو و او همېشه به یې له هغه حضرت سره دښمني کوله[۱] پلار یې هشام بن مغیره د بني محزوم له تپې و او قریشو د هغه مرګ د خپل تاریخ پېلامه ټاکلې وه.[۲] مور یې د مخربة بن جندل حنظلي لور اسماء له بني تمیمو وه.[۳] له دې امله ابن حنظلیه هم نومول شوی دی.[۴]

د ابو جهل کنیت ابوالحکم و. خو پېغمبر هغه ابو جهل ونوماوه[۵] د دغه نوم کېښودلو سبب له اسلام سره د هغه دښمني او جهالت ګڼل شوی دی.[۶] همداراز له پېغمبره(ص) د یو روایت له مخې د اسلامي امت فرعون ابوجهل دی[۷] به مغازي کتاب کې د واقدي په راپور پېغمبر د بدر غزا له پېله مخکې له لمانځه وروسته چې کومه نافله ولوسته کافران منجمله ابوجهل ته یې داسې ښېرې کړې:

«أَللّهُمَّ لَايُفْلِتَنَّ فِرْعَوْنُ هذِهِ الاُمَّةِ أَبُوجَهْلُ بْنُ هِشَامٍ»(ای خدایه! د دې امت ابوجهل په تېښته بریالی نه شي!) ډېر وخت نه و تېر چې ابوجهل د مسلمانو عسکرو په لاس ووژل شو.[۸]

د هغه زوی عکرمه بن ابي جهل و چې له پېغمبر سره یې دښمني کوله خو د مکې له فتحې وروسته مسلمان شو.[۹]

له اسلام سره مخالفت

ابوجهل له پېغمبر (ص) سره دښمني کوله او په مختلفو طریقو یې هغه حضرت ته بد رد ویل[۱۰] او سپکاوی به یې کاوه[۱۱] همداراز د قران د ځینو ایتونو شان نزول د ابوجهل او له اسلام او پیغمبر(ص) سره د هغه مخالفت اعلان شوی دی.[۱۲] د قرآن په دایرة المعارف کې ۳۲ ایتونه ذکر شوې چې مفسرانو هغه له ابوجهل سره اړوند ګڼلې دي.[۱۳] هغه د اسلام د پراختیا د مخنیوي لپاره ځینې اقدامات وکړل چې یو شمېر یې دا دي:

د خلکو غوږونو ته د قران د ایتونو د رسېدو مخنیوی

محمد بن احمد قرطبی د دې آیت په تفسیر کې«وَ قَالَ الَّذِینَ کَفَرُواْ لَا تَسْمَعُواْ لهَِذَا الْقُرْءَانِ وَ الْغَوْاْ فِیهِ لَعَلَّکمُ‌ْ تَغْلِبُون‌؛ کافرانو وویل: دغه قران ته غوږ مه ږدئ او د تلاوت په وخت یې جنجال کوئ، شاید کامیاب شئ!»[۱۴] له ابن عباسه نقل کړې چې هر وخت به چې پېغمبر قران لوسته[۱۵] ابو جهل به ویل چغې ووهئ چې څوک پوه نه شي چې دی څه وایي.

د پېغمبر(ص) د وژلو د پلان جوړول

د عبدالملک بن هشام په راپور د مکې مشرکان په دارالندوه کې له پېغمبر اکرم(ص) سره د مقابلې د څرنګوالي په باب د فیصلې لپاره راغونډ شول هرچا یو وړاندیز وکړ ابو جهل وړاندیز وکړ چې پېغمبر(ص) ووژنو خو د هغه په وژلو کې ټول قبایل شرکت وکړي چې بني هاشم ونه کړی شي له ټولو قبیلو سره وجنګیږي او مجبورا د هغه خون بها اخستلو ته راضي شي. د هغه وړاندیز ومنل شو له دې امله په لیلة المبیت کې د پېغمبر(ص) د وژلو پلان د عملي کولو لپاره له هرې قبیلې یو یو کس راغی. ابوجهل هم په حاضرانو کې و او هغوي یې هڅول خو د پېغمبر(ص) په وتلو او په ځای یې د حضرت علي(ع) په اوده کېدلو سره دغه پلان عملي نه شو[۱۶] ابوجهل په دېرش کلنۍ کې د دارالندوه غړی شوی و، په داسې حال کې چې[۱۷] په هغه زمانه کې د دارالندوه غړو باید بې له بني قصی، له څلویښتو کالو زیات عمر لرلی.

د نو مسلمو ځورول او ګواښل

ابو جهل اسلام ته د وګړو د اوړېدو مخه نیوله[۱۸] کله به چې څوک مسلمان شو هغه به یې ګواښه او شکنجه کاوه به یې چې له اسلامه لاس واخلي[۱۹] منجمله بلال حبشي[۲۰] یاسر بن عامر و سمیه بنت خباط یې د اسلام د منلو او د پېغمبر(ص) د ملاتړ په وجه شکنجه کړل او سمیه د هغه د شکنجو له امله شهیده شوه[۲۱] همداراز هغه د خپلې مور له خوا ورور عیاش بن ابي ربیعه چې له مهاجرو سره د یو ځای کېدو لپاره مدینې ته روان و، له قبا مکې ته ستون او بندي کړ[۲۲] د تاریخي روایتونو له مخې ابو جهل له نو مسلموسره د مقابلې لپاره مختلف پروګرامونه لرل؛ که چا به چې اسلام راوړه یو ټولنیز موقعیت او مقام درلود په سپکاوي او توهین سره به یې هغه خوار او بې اعتباره کاوه او که تاجر به و په بایکاټ او د تجارت په خرابولو او د پانګې په تباه کولو به یې ګواښه او که یو کس به کمزوری و نو واهه به یې او تر فشار لاندې به یې راوسته.[۲۳] ابو جهل به همداراز هڅه کوله له قریشو سره د بني هاشمو اړیکي غوڅ کړي[۲۴] هغه په شعب ابي طالب کې بني هاشمو ته د خوړو د رسیدو مخه نیوله.[۲۵]

د بدر د جنګ بنسټ ایښودونکی

اصلي مقاله: د بدر جنګ

د تاریخي سرچینو له مخې ابو جهل د بدر جنګ په جوړولو کې اساسي رول لرلی دی. پېغمبر(ص) د دغه جنګ له جوړېدو مخکې هغه او زمعه بن اسود ته په جنګ د ټینګار په وجه ښېرې وکړې.[۲۶] د هجرت په دوهم کال د قریشو یو کاروان چې ابوسفیان یې مشري کوله د مسلمانانو له ګواښ سره مخامخ شو.[یادداشت۲] او له قریشو یې د مرستې غوښتنه وکړه. ابوجهل له یو لښکر سره د دغه قافلې د مرستې لپاره له مکې ووته. سره له دې چې قافله په خېر ستنه شوه، خو د ابوجهل په ټینګار لښکر د بدر څاګانې په لور روان شو.[۲۷] او هلته د مسلمانانو او د هغوي ترمینځ جنګ وشو. د مکې لښکر له مسلمانانو ماته وخوړه او ابوجهل د قریشو له څو نورو مشرانو سره ووژل شو[۲۸] ابو جهل د معاذ بن عمر او د عفراء د زامنو په لاس ووژل شو او عبدالله بن مسعود یې سر له تنې بېل کړ.[۲۹]

فوټ نوټ

  1. وګورئ: ابن‌اسحاق، سیره ابن‌اسحاق، مکتب دراسات التاریخ و المعارف الاسلامیه، ص۱۴۵.
  2. ابن‌حبیب بغدادی، المحبر، دارالاآفاق الجدیدة، ص۱۳۹.
  3. ابن‌هشام، السیرة النبویه، دارالمعرفه، ج۱، ص۶۲۳.
  4. وګورئ: بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۲۹۱.
  5. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۱۲۵.
  6. ابن‌درید، الاشتقاق، ۱۴۱۱ق، ص۱۴۸.
  7. ابن‌اسحاق، سیره ابن‌اسحاق، مکتب دراسات التاریخ و المعارف الاسلامیه، ص۲۱۰.
  8. واقدی، مغازی، ج۱، ص۴۶.
  9. ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۵-۱۵۶.
  10. ابن‌هشام، السیرة النبویة، ج۱، ص۲۹۱.
  11. ابن‌هشام، السیرة النبویة، ج۱، ص۹۸-۲۹۹.
  12. مثال په توګه وګورئ: واحدی، اسباب نزول القرآن، ۱۴۱۱ق، ص۴۸۷؛ طبری، جامع البیان، ج۲۲، ص۹۹.
  13. اعلام قرآن از دایرة المعارف قرآن کریم، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۸۱-۳۹۱.
  14. سوره فصلت، آیه۲۶.
  15. قرطبی، تفسیر القرطبی، ۱۴۰۵ق، ج۱۵، ص۳۵۶.
  16. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفه، ج۱، ص۴۸۲-۴۸۳.
  17. ابن‌درید، الاشتقاق، ۱۴۱۱ق، ص۱۵۵.
  18. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفه، ج۱، ص۳۲۰.
  19. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفه، ج۱، ص۳۲۰.
  20. ابن‌اثیر، اسدالغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۴۳.
  21. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۸۶۵.
  22. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۴، ص۹۶.
  23. سيره ابن هشام، ج۱، ص۲۷۹
  24. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفه، ج۱، ص۳۵۳ـ۳۵۴.
  25. ابن‌اسحاق، سیره ابن‌اسحاق، مکتب دراسات التاریخ و المعارف الاسلامیه، ص۱۶۱.
  26. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۶.
  27. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۷.
  28. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۸۹ـ۹۱.
  29. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۹۱.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، اسد الغابة فی معرفة الصحابه، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • ابن‌اسحاق، محمد بن اسحاق، سیره ابن‌اسحاق، مکتب دراسات التاریخ و المعارف الاسلامیه، بی‌تا.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی‏، المنتظم،‏ محقق: عطا، محمد عبد القادر، عطا، مصطفی عبد القادر، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌حبیب بغدادی، محمد بن حبیب، المحبر، تحقیق الزة لیختن شتیتر، بیروت، دارالاآفاق الجدیدة، بی‌تا.
  • ابن‌حبیب، محمد، المحبَر، به کوشش ایلزه لیشتن اشتنر، حیدرآباد دکن، ۱۳۶۱ق/۱۹۴۲م.
  • ابن‌درید، محمد بن حسن، الاشتقاق، تحقیق و شرح: عبدالسلام محمد هارون، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۱م.
  • ابن‌سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دارالمعرفه، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • ابن‌هشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویة، به کوشش مصطفی سقا و دیگران، قاهره، ۱۳۷۵ق/۱۹۵۵م.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، به کوشش محمد حمیدالله، قاهره، ۱۹۵۹م.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، دارالمعرفة، بیروت، ۱۴۱۲ق.
  • قرطبی، محمد بن احمد، تفسیر القرطبی، تحقیق محمد محمد حسنین، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۵ق/۱۹۸۵ق.
  • مرکز فرهنگ و معارف قرآن، اعلام قرآن از دایرة المعارف قرآن کریم، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.
  • واحدی، علی بن احمد، اسباب نزول القرآن، تحقیق کمال بسیونی زعلول، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۱ق.
  • واقدی، محمد بن عمر، المغازی، تحقیق مارسدن جونز، بیروت، الطبعة الثالثة، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.