منځپانگې ته ورتلل

د لمانځه رکنونه

د wikishia لخوا

د لمانځه رکنونه د لمانځه یو شمېر واجبات دي چې په لمانځه کې د هغه کمول یا زیاتول حتی که سهوا هم وي د لمانځه د باطلېدو سبب کیږي. مشهور شیعه فقیهان، نیت، قیام، تکبیرة الاحرام، رکوع او دوه سجدې د لمانځه رکنونه ګڼي.

د رکن تعریف

د رکن معنا ده د یو شي اساس او ستنه، او په شرعي عبادتونو کې هغه جز دی چې عمدا یا سهوا یې کمول یا زیاتول د عبادت د باطلېدو سبب کیږي.[۱] د لمانځه، حج او عمرې ځینې اجزاء د هغو رکنونه دي.[۲]

د لمانځه ارکان یا رکنونه

د مشهور قول په اساس د لمانځه ارکان دا دي: نیت، قیام، تکبیرة الاحرام، رکوع او دوه سجدې[۳] له نیته مطلب دا دی چې مونږ د خدای د امر د ترسره کولو او هغه ته د نزدې کېدو لپاره لمونځ کوو چې دې ته د قصد او ارادې له لرلو آګاهي او خبرېدل هم ویل کیږي. په نیت کې په ذهن کې د یو شي حاضرول یا په ژبه د الفاظو جاري کول ضروري نه دي.[۴] له قیامه مطلب د تکبیرة الاحرام په وخت ودرېدل او همداراز له رکوع سره متصل او جوخت قیام دی یعنې له ولاړ حالته رکوع ته تلل.[۵]

ځینې کسان د اختیار په حالت کې قبلې ته مخامخېدل هم د لمانځه له ارکانو ګڼي.[۶] لکه څنګه چې له ځینو تېرو فقیهانو د قرائت رکنوالی هم نقل شوی دی.[۷]

د رکن کمول یا زیاتول

مشهور فقیهان د لمانځه د ارکانو عمدا یا سهوا کمول یا زیاتول د لمانځه د باطلېدو سبب ګڼي.[۸] خو ځینې نور فقیهان باوري دي چې په سهوې سره د رکن زیاتول لمونځ نه باطلوي.[۹] صاحب عروه، د لمانځه د کولو په اراده د زیاتولو په معنا د نیت زیاتول د تصور وړ نه ګڼي او په ذهن کې د لمانځه د صورت د حاضرولو په معنا یې د نیت لپاره مضر او د لمانځه باطلوونکي نه ګڼي.[۱۰]

د رکن سهوي پرېښودل

که لمونځ کوونکی سهوا یو رکن پرېږدي، تر هغه وخته چې بل رکن ته نه وي داخل شوی، باید هغه ادا کړي.[۱۱]

فوټ نوټ

  1. ↑ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۲؛ نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام، ج۹، ص ۲۳۹.
  2. ↑ خمینی، تحریرالوسیله، ناشر: موسسه تنظيم و نشر آثار امام خمينى( ره)، ج۱، ص۱۵۳.
  3. ↑ علامه حلی، مختلف الشیعة، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۱۳۹-۱۴۰.
  4. ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۴۳۴.
  5. ↑ یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۴۷۳.
  6. ↑ ابن حمزه طوسی، الوسیلة، ۱۴۰۸ق، ص۹۳.
  7. ↑ شیخ طوسی، المبسوط، مکتبة المرتضویة، ج۱، ص۱۰۵.
  8. ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، انتشارات علمیه اسلامیه، ج۱، ص۶۴۴.
  9. ↑ نجفی، جواهر الکلام، دار احیاء التراث العربی، ج۹، ص۲۳۹-۲۴۱.
  10. ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۴۳۳.
  11. ↑ نجفی، جواهر الکلام، دار احیاء التراث العربی، ج۱۲، ص۲۳۸-۲۳۹.

سرچينې

  • ابن حمزه طوسی، محمد بن علی، الوسیلة الی نیل الفضیلة، تحقیق محمد الحسون، قم، مکتبة آیت الله المرعشی النجفی، ۱۴۰۸ق.
  • حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة فی احکام الشریعه، به کوشش مرکز الابحاث والدراسات الاسلامیة، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۴۱۲ق.
  • شهید ثانی، زین الدین، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیه، تهران، انتشارات علمیه اسلامیه، [بی‌تا].
  • طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیه، به کوشش محمدباقر بهبودی، تهران، مکتبة المرتضویة، [بی‌تا].
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ق.
  • یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم،‌ دار التفسیر، اسماعیلیان، ۱۴۱۹ق.