قبله
قبله، هغه طرف دی چې ځینې عبادي او غیر عبادي عملونه د هغه لور ته ترسره کیږي. د قبلې او احکامو څخه یې د فقې په مختلفو بابونو لکه لمونځ، ذبح، د مړي ښخولو او حج کې خبرې کیږي.
د ټولو الهي دینونو پېروان ځانته قبله لري؛ د مسلمانانو قبله کعبه، د یهودیانو قبله د بیت المقدس صخره او د مسیحیانو قبله د ختیځ لور ته ده. په شیعه فقه کې د ځینو احکامو مخ په قبله کول واجب، حرام او مستحب دي؛ لکه دا چې د قبلې لور ته لمونځ کول واجب، او د قبلې لور ته تشې ډکې متیازې کول حرام دي. د قبلې فلسفه د مسلمانانو یووالی او پیوستون معرفي شوې ده. د قبلې د معلومولو لپاره ځینې لارې ذکر شوې دي.
د قبلې تعریف او اهمیت
د قبلې معنا ده لور او طرف.[۲] مسلمانان، کعبې یا هغه لور ته چې کعبه پکې واقعه ده قبله وایي.[۳] په تفسیر المیزان کې د علامه طباطبایي (وفات ۱۳۶۰ل) په وینا د هر دین پیروان ځانته قبله لري.[۴] د مسلمانانو قبله کعبه ده. د یهودیانو قبله د بیت المقدس صخره[۵] او د مسیحیانو قبله، هر ځای چې وي د ختیځ لور دی.[۶] البته ځینو د مسیحیانو قبله بیت لحم (د عیسی زېږنځای) ګڼلی دی.[۷]
د مسلمانانو قبله
اصلي مقاله: کعبه د مسلمانانو قبله د پېغمبر(ص) د بعثت په لومړیو کلونو کې مسجد الاقصی وه. خو د قبلې آیت له نازلېدو وروسته د مسلمانانو قبله له مسجد الاقصی څخه د کعبې لور ته بدله شوه.[۸] د مسلمانو فقیهانو له نظره، د اهل قبله (هغه کسان چې د قبلې لور ته لمونځ کوي) کافر ګڼل جایز نه دي.[۹]
د قبلې لور ته مخ کول، د مسلمانانو د ځینو عملونو د قبلېدو شرط
اصلي مقاله: قبلې ته مخ کول
د شیعه فقیهانو له نظره، قبلې ته د مخه کولو په ذیل کې ځینې عبادي عملونه او شرعي احکام په څلور ګونو احکامو واجب، حرام، مستحب او مکروه کې راځي؛[۱۰] پر دې اساس، قبلې ته مخ کول کله کله د عبادي عمل لکه لمانځه شرط دی او خیال نه ساتل یې د هغه عمل د باطلېدو سبب کیږي[۱۱] همداراز د ذبحې په وخت د حیوان د قبلې په لور کول واجب دي او که یو حیوان عمدا د قبلې لور ته ذبح نه شي د غوښې خوړل یې حرام دي.[۱۲] په ځینو موارد کې لکه د ډکو او تشو متیازو کول د قبلې په لور حرام دي.[۱۳] په ځینو جوماتونو، نورو مذهبي ځایونو او د مسلمانانو په عمومي ځایونو کې د قبلې لوری په فلش او... سره ښودل شوی دی.[۱۴]
د قبلې د ټاکلو فلسفه
په نمونه تفسیر کې، د قبلې فلسفه، د مسلمانانو په صفونو کې د یووالي او غږملتیا راوستل او د ګډوډۍ او تیت و پرکوالي د رامینځته کېدو مخنیوی اعلان شوی دی. همداراز د مسلمانانو د قبلې په توګه کعبې ته پام د توحیدي یا د نورایښوونکی دی ځکه چې کعبه د توحید له ډېرو پخوانیو مرکزونو څخه ده.[۱۵]
د قبلې د ثابتولو شرعي لارې
د شیعه فقیهانو له نظره د قبلې معلومول د علم، ګمان او اطمنیان له مخې کیږي. د کعبې د معلومولو ځینې لارې دا دي:
- په خپله کس د قبلې په لور علم پېدا کړي له مختلفو لارو لکه له علمي وسایلو لکه قبله نما او قطب نما په استفادې سره[۱۶]
- دوه عادل کسان شهادت ورکړي چې په خپله یې د قبلې لوری د حسي نښو له مخې موندلی دی.[۱۷]
- د هغه چا وینا چې د علمي قواعدو له مخې قبله معلوموي او د هغه خبره د اطمینان او ډاډ وړ ده.[۱۸]
- د اطمینان راوړونکو ګمان څخه استفاده لکه د مسلمانانو قبرونه د جوماتونو محراب او یا د لمر، ستورو او سپوږمۍ وضعیت، په داسې حال کې چې په قبلې علم حاصلول ممکن نه وي.[۱۹]
که دغو لارو امکان نه درلود باید څلورو لورو ته لمونځ وکړی شي او که د څلورو لمونځونو په اندازه وخت نه لري، څومره وخت چې لري درې لورو یا تر هغې کمو ته دې لمونځ وکړي.[۲۰]
د قبله موندلو علمي طریقې
- له قبله نما استفاده: قبله نما د قبلې د معلومولو لپاره یوه علمي وسیله ده. د شیعه د تقلید د مراجعو په فتوا له دې د قبلې په لوري ډاډ حاصلیږي او پر اساس یې عمل کول جایز دي.[۲۱] ځینې مراجع د ډاډمنو قبله نماو په شتون کې د قبلې په ټاکلو کې د جوماتونو په محراب او د مسلمانانو په قبرونو باور سخت ګڼي.[۲۲]
- د شاخص (لرګي وغیره) له سیوري استفاده: د شاخص( لرګی، ډکی یا بل کوم شی چې نیغ په ځمکه کې ښخ کړی شي) له سیوري استفاده د غبرګولي په اومه او د چنګاښ په پینځه ویشتمه نېټه د مکې د ماسپښین د اذان په وخت، د قبلې د لوري د معلومولو یوه طریقه ده. په دغه دوو ورځو کې لمر د کعبې لپاسه عمودي (نیغ) ځلیږي او سیوری نه لري او انسان چې په هر ځای کې وي، د هغه د سیوري خلاف (د لمر لور ته)د قبلې لور ښیي.[۲۳]
- د قطب له ستوري استفاده: د قطب ستوری په شمالي نیم کرې کې د شمال لوري ته دی او که هغه ته مخامخ ودریږو د شمال په لور یوو، له دې څځه د قبلې د موندلو لپاره، د جنوب په لور ودریږو او د جنوب له لوري د قبلې د انحراف د اندازې په لحاظ کولو سره، د قبلې لوری معلومیږي.[۲۴]
- د ستنو لرونکي ساعت څخه استفاده: په ورځ کې، ساعت په افقي ډول نیول کیږي او د ساعتونو د شمېرلو ستنه یې د لمر لور ته راځي. د ګینټو د شمېرلو د ستنې او د د دولس ساعتونو علامت تر مینځ نیمسازه زاویه، جنوب لوری ښیي او له جنوبه د قبلې د زاویې په لحاظ کولو سره، د قبلې لوری معلومیږي.[۲۵]
فوټ نوټ
- ↑ «نصب قبله نما در پارک های منطقه دو»، پایگاه اطلاعرسانی شهرداری اهواز.
- ↑ ابنمنظور، لسان العرب، ۱۴۰۵ق، ج۱۱، ص۵۳۷-۵۴۵، «قبل».
- ↑ راغب اصفهانی، مفردات الفاظ قرآن، ۱۴۰۴ق، ص۳۹۲؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۷، ص۳۲۰.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ش، ج۱، ص۳۲۷.
- ↑ طباطبایی، المیزان،۱۳۹۳ش، ج۱، ص۳۲۶.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ش، ج۱، ص۳۲۶.
- ↑ حسینی دشتی، معارف و معاریف، ۱۳۷۶ش، ج۸، ص۲۲۹.
- ↑ هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۶۱ش، ج۱، ص۳۸۵.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۰۳ق، ج۹، ص۱۷۵؛ جزیری، کتاب الفقه علی المذاهب الاربعة، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۱۹۴-۱۹۵.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۳۱۰-۳۱۳؛ مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۳۹۲ش، ص۴۱۴.
- ↑ خمینی، تحریر الوسیله، ۱۴۳۴ق، ج۱، ص۱۹۴.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۶، ص۱۱۰ -۱۱۱.
- ↑ طوسی، النهایه، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۹و۱۰؛ علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۸۰؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۲۸؛ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۱۶.
- ↑ «نصب قبله نما در پارک های منطقه دو»، پایگاه اطلاعرسانی شهرداری اهواز.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۳-۱۳۷۴ش، ج۱، ص۴۱۵.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۴۳۳، مسئله ۷۸۲.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۴۳۳، مسئله ۷۸۲؛ خمینی، تحریر الوسیله، ۱۴۳۴ش، ج۱، ص۱۴۸.
- ↑ توضیح المسائل مراجع، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۴۳۳، مسئله ۷۸۲.
- ↑ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۷۸؛ خمینی، تحریر الوسیله، ۱۴۳۴ش، ج۱، ص۱۴۸؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۲۹۶ و ۲۹۸؛ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۴۳۳، مسئله ۷۸۲.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ج۷، ص۴۰۹؛ خمینی، تحریر الوسیله، ۱۴۳۴ش، ج۱، ص۱۴۸؛ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۴۳۴، مسئله ۷۸۳.
- ↑ خویی، صراط النجاة فی اجوبة الاستفتائات، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۸۸؛ حکیم، مرشد المغترب، ۱۴۳۱ق، ص۱۹۰.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۴۴۱؛ خامنهای، اجوبة الاستفتاءات، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۱۲؛ لنکرانی، جامع المسائل، ۱۴۲۵ق، ص۷۰.
- ↑ «آشنایی با قبلهنماهای طبیعی»، سایت خبرگزاری صدا و سیما.
- ↑ «روشهای جهتیابی»، سایت نجوم ایران.
- ↑ «روشهای جهتیابی»، سایت نجوم ایران.
سرچينې
- «آشنایی با قبلهنماهای طبیعی»، سایت خبرگزاری صدا و سیما، تاریخ درج مطلب: ۲۷ آبان ۱۳۹۹ش، تاریخ بازید، ۸ اسفند ۱۴۰۲ش.
- ابنمنظور، محمد بن مکرم، لسانالعرب، قم، ادب الحوزة، ۱۴۰۵ق.
- بنیهاشمی خمینی، سید محمدحسین، توضیحالمسائل مراجع مطابق با فتاوای شانرده نفر از مراجع معظم تقلید، قم، انتشارات جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۷۶ش.
- جزیری، عبدالرحمن، کتاب الفقه علی المذاهب الاربعة، بیروت، دارالثقلین، ۱۴۱۹ق.
- حسینی دشتی، سید مصطفی، معارف ومعاریف، قم، انتشارات اسلامی،۱۳۷۶ش.
- حکیم، سید محسن، مستمسک العروة الوثقی، قم، مکتبة النجفی، ۱۴۰۴ق.
- حکیم، محمدسعید، مرشد المغترب، قم، دار الهلال، ۱۴۳۱ق.
- خامنهای، سید علی، اجوبة الاستفتاءات، کویت، دار النبأ، ۱۴۱۹ق.
- خمینی، سید روحالله، تحریر الوسیله، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۴۳۴ق.
- خویی، ابوالقاسم، صراط النجاة فی اجوبة الاستفتائات، تعلیقه میرزاجواد تبریزی، قم، برگزیده، ۱۳۷۴ش.
- راغب اصفهانی، حسین بن محمد، مفردات ألفاظ القرآن، نشر الکتاب، ۱۴۰۴ق.
- «روشهای جهتیابی»، سایت نجوم ایران، تاریخ بازدید، ۸ اسفند ۱۴۰۲ش.
- سرخسی، محمد بن احمد، المبسوط، بیروت، دار المعرفه، ۱۴۰۶ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، الروضة البهیه، به کوشش کلانتر، قم، مکتبة الداوری، ۱۴۱۰ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، مسالک الافهام الی تنقیح شرائع الاسلام، قم، معارف اسلامی، ۱۴۱۶ق.
- طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، موسسه نشر الاسلامی، ۱۴۲۰ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، اسماعیلیان، ۱۳۹۳ق.
- طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیه، به کوشش بهبودی، تهران، المکتبة المرتضویه، ۱۳۸۷ش.
- طوسی، محمد بن حسن، النهایه، به کوشش آقابزرگ تهرانی، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۰ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، قواعدالاحکام فی معرفة الحلال و الحرام، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۱۳ق.
- لنکرانی، محمد، جامع المسائل، قم، ۱۴۲۵ق.
- مشکینی، علی، مصطلحات الفقه، قم، دار الحدیث، ۱۳۹۲ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۷۴–۱۳۷۳ش.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، به کوشش قوچانی و دیگران، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ش.
- هاشمی رفسنجانی، اکبر، تفسیر راهنما، قم، بوستان کتاب، ۱۳۶۱ش.
- «نصب قبله نما در پارک های منطقه دو»، پایگاه اطلاعرسانی شهرداری اهواز، تاریخ درج مطلب: ۲۶ اسفند ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۸ اسفند ۱۴۰۲ش.