عمره

د wikishia لخوا
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

عُمرَه د حج د اعمالو په شان د ځینو عملونو ټولګه ده چې د کعبې په زیارت کې ترسره کیږي. د عمرې کول په داسې بڼه کې چې شرایط یې موجود وي، په عمر کې یو ځل واجبه او تر دې زیاته مستحبه ده عمره دوه ډوله لري. تَمَتُّع عمره او مُفرَده عمره. تمتع عمره د حج د اعمالو یوه برخه ده او د حج په میاشتو کې کیږي.

عمره د حج په شان په څلورو شرطونو، عقل، بلوغ، ازادوالی او استطاعت سره واجبیږي. احرام، طواف، د طواف لمونځ، د صفا او مروه تر مینځ سعي او تقصیر د عمرې له مناسکو دي. مفرده عمره او تمتع عمره په ځینو اعمالو کې سره فرق لري. د حدیثونو له مخې د زبرګې میاشتې عمره د نورو میاشتو تر عمرو غوره ده.

فقهي تعریف او ډولونه

عمره خاصو شرعي اعمالو ته ویل کیږي چې په مکې او میقات کې[۱] د خدای د کور د زیارت لپاره ترسره کیږی.[۲] عمره په دوه ډوله عمره تَمَتُّع او عمره مُفرَده وېشل کیږي.[۳]

تمتع عمره، هغه عمره ده چې له تمتع حج سره یو ځای کیږي او د حج یوه برخه ده.[۴] مفرده عمره هم هغه عمرې ته وایي چې له حجه جدا ترسره کیږي.[۵]

فقهي احکام

د فقیهانو په فتوا، د عمرې ترسره کول د حج په شان په هر مسلمان چې شرایط یې ولري، په ټول عمر کې یو ځل واجب دي[۶] د عمرې واجبېدل د فوري او سملاسي واجباتو له قسمه دي.[۷] تر یو ځل زیات د عمرې کول مستحب دي.[۸]

صاحب جواهر لیکلي چې فقیهان د عمرې په واجبوالي اجماع لري.[۹] د هغه په وینا د عمرې واجبوالی هم په حدیثونواو هم قرآن کې بیان شوی دی چې پکې یوه هم د بقرې ۱۹۶ سوره ده :« او د خدای لپاره یې حج او عمره پای ته ورسوله»[۱۰]

چا چې تمتع حج کړی چې ورسره تمتع عمره هم ترسره کیږي، واجبه نه ده چې مفرده عمره هم وکړي.[۱۱]

د عمرې د واجبېدو شرطونه

د عمرې د واجبېدو شرطونه د حج د واجبېدو د شرایطو په شان دي[۱۲] یعنې عمره هغه وخت واجیږي چې انسان عاقل، بالغ او ازاد وي( مریی نه وي) او همداراز استطاعت ولري.[۱۳] استطاعت یعنې د حج کولو لپاره د جسمي او مالي توان لرل، کافي وخت ولري او د لارې خلاصوالی.[۱۴]

د عمرې مناسک او اعمال

مُفرَده عمره او تَمَتُّع عمره ځینې مشترک اعمال لري او په ځینو کې سره فرق لري. په دواړوعمرو کې په ترتیب سره دغه اعمال ترسره کیږي: احرام، طواف، د طواف لمونځ، د صفا او مروه تر مینځ سعي او تقصیر.[۱۵] د دواړو فرقونه دا دي:

  • په مفرده عمره کې له دغو مواردو وروسته، طواف نساء او د طواف نساء لمونځ هم باید ترسره شي.
  • په تمتع عمره کې احرام یوازې د حج په مخصوصو میاشتو (شوال، ذی القعده، ذی‌الحجه) کې تړل کیږي خو په مفرده عمره کې کوم خاص وخت پورې مخصوص نه دی.
  • په مفرده عمره کې د تقصیر په ځای ( د یو څه ویښتو او نوکونو پرې کول) د حلق (ویښتو خرییل) ترسره کېدی شي؛ خو په تمتع عمره کې باید یوازې تقصیر وکړی شي.[۱۶]
  • د تمتع عمرې میقات ضرور له پینځو میقاتونو څخه یو دی، خو د مفرده عمرې میقات پر پینځګونو میقاتونو سربېره «اَدنَى‌الحِلّ» (له حرمه بهر تر ټولو نزدې ځای) هم کیدلی شي.[۱۷]

د رجب میاشتې عمره

د فقیهانو په وینا د رجب میاشتې عمره تر نورو میاشتو زیات فضیلت لري.[۱۸] په دې اړه ځینې روایتونه هم راغلې دي؛ منجمله په وسایل الشیعه کې د پېغمبر(ص) او امام صادق(ع) له قوله راغلي دي چې ترټولوفضیلتناکه عمره د زبرګې میاشتې عمره ده.[۱۹]

د عمرې اصطلاح او معنا

عُمرةالاسلام، عمره تَحَلُّل یا فَوات، عمره مَبتوله، عمره قِران او عمره اِفراد هغه اصطلاحات دي چې وضاحت یې لاندې کوو:

  • عمرةالاسلام: د لومړي ځل عمرې ته چې خپل په خپله واجبه ده عمرة الاسلام وایي.دغه عمره د مستحبې عمرې او د قرار عمرې په مقابل کې ده چې په نذر او داسې نورو شیانو سره واجبیږي.[۲۰]
  • عمره تَحَلِّل یا فَوات: هغه عمرې ته وایي چې پکې حج کوونکی د احرام له تړلو وروسته په ځینو علتونو نه شي کولی خپل حج بشپړ کړي. له همدې امله د حج د عملونو کول د هغه له غاړې لرې کیږي او باید د دغه عمرې په ترسره کولو سره له احرامه ووځي.[۲۱]
  • عمره مَبتوله: د مفرده عمرې بل نوم دی. په دې علت چې عمره مفرده د حج له عملونو جدا ده، ورته مبتوله(پرې شوې) ویل کیږي.[۲۲]
  • عمره قِران د هغه چا عمره ده چې دنده یې حج قِران دی.[۲۳]
  • عمره اِفراد د هغه چا عمرې ته وایي چې باید حج اِفراد ترسره کړي.[۲۴]

فوټ نوټ

  1. نجفی، جواهرالکلام، بیروت، ج۲۰، ص۴۴۱.
  2. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۲۹۶؛‌ نجفی، جواهرالکلام، بیروت، ج۲۰، ص۴۴۱.
  3. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۷۹.
  4. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۱.
  5. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۵.
  6. وګورئ: به محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۴؛ نجفی، جواهرالکلام، بیروت، ج۲۰، ص۴۴۱.
  7. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۷.
  8. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۲۹۷؛ گروه پژوهش بعثه مقام معظم رهبری، منتخب مناسک حج، ۱۴۲۶ق، ص۵۹.
  9. نجفی، جواهرالکلام، بیروت، ج۲۰، ص۴۴۱.
  10. نجفی، جواهرالکلام، بیروت، ج۲۰، ص۴۴۱.
  11. نجفی، جواهرالکلام، بیروت، ج۲۰، ص۴۴۹.
  12. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۴.
  13. محمودی، مناسک حج، ۱۳۸۷ش، ص۲۰.
  14. گروه پژوهش بعثه مقام معظم رهبری، منتخب مناسک حج، ۱۴۲۶ق، ص۲۱.
  15. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۵.
  16. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۵و۲۷۶.
  17. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۸.
  18. مثال په توګه وګورئ: شهید اول، الدروس الشرعیه، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۳۷؛ محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۶.
  19. حر عاملی، وسایل‌الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۱۴، ص۳۰۲.
  20. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۰.
  21. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۰.
  22. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۵.
  23. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۵.
  24. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۵.

سرچينې

  • حر عاملی، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعه الی تحصیل مسائل الشریعه، قم، مؤسسه آل‌البیت، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی العاملی، الدروس الشرعیه فی الفقه الامامیه، قم، نشر اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۷ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی الفقه الامامیه، تحقیق و تصحیح سیدمحمدتقی کشفی، تهران، المکتبة المرتضویه لاحیاء الآثار الجعفریه، چاپ سوم، ۱۳۸۷ق.
  • گروه پژوهش بعثه مقام معظم رهبری، منتخب مناسک حج، تهران، نشر مشعر، چاپ دوم، ۱۴۲۶ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تحقیق و تصحیح عبدالحسین محمدعلی بقال، قم، اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • محمودی، محمدرضا، مناسک حج مطابق با فتاوای امام خمینی و مراجع معظم تقلید، تهران، نشر مشعر، چاپ چهارم، ۱۳۸۷ش.
  • مؤسسه دایرة‌المعارف فقه اسلامى، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بيت عليهم‌السّلام، قم، مؤسّسه دائرة المعارف فقه اسلامى، چاپ اول، ۱۳۹۲ش.
  • نجفى، محمدحسن، جواهر الكلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.