د نبل او الزهرا محاصره
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
د نُبُّل او الزهرا محاصره هغه پیښه ده چې د سوریې په دوو شیعه ښارونو نبل او الزهرا کې د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۴ کلونو ترمنځ د تکفیري یاغیانو له خوا ترسره شوه. د محاصرې پر مهال د دغو دوو ښارونو اوسیدونکي چې له حلب څخه په ۲۰ کیلومترۍ کې پراته دي، د خوراکي توکو او درملو د موندلو لپاره سختۍ سره مخ وو.
د دغو دوو ښارونو محاصره د 1394 کال د سلواغي په ۱۶ نیټه د تکفیریانو په خلاف د سوریې او ایران د ځواکونو د ائتلاف له خوا ماته شوه او د سوریې د ځواکونو لپاره د ستراتیژیکې بریا په دلیل ورپسې بریاوې هم ترلاسه کړې. په دغه محاصره کې له ۷۲۰ تنو زیات د وژل کیدو او ټپی کیدو او د ۱۲۳ کسانو د بندی کیدو خبر ورکړل شوی دی.
اهمیت او موقعیت
نبل او الزهرا دوه ښارونه دي چې له یو بل څخه 5 کیلومتره لیرې دي،[1] د حلب له شمالي څنډو څخه 20 کیلومتره او د ترکیې له پولې څخه 40 کیلومتره لرې دي. په سوریه کې د شخړو په پیل کې، د دې سیمې خلکو د عامو کسانو د یوې کمیټې په جوړولو سره د دغو دوو ښارونو د نیولو په وړاندې مقاومت وکړ. په دغو دوو ښارونو ټولټال څه دپاسه شپیته زره وګړي درلودل او د سوریې له کړکېچ وروسته له ۱۵ زرو څخه زیاتو شیعو په دغه ښار کې پناه واخیسته. تکفیری ځواکونو هڅه وکړه چې د نوبل او الزهرا په خلکو باندې د لا زیاتو فشارونو په اچولو سره، د لبنان حزب الله او د سوریې پوځ دې ته اړ کړی چې خپلې غوښتنې پر ورومني.[۲]
د نبل او الزهرا د دوو ښارونو نیول، د تکفیری ځواکونو لپاره د سوریې د ختیځې جبهې د بشپړولو او پر دغې سیمې د بشپړ تسلط لپاره او دغه راز سوریې ته د دغې سیمې د ځوانانو په دولتي ځواکونه کې د استخدام د مخنیوی لپاره خورا مهم وو. د دې سیمې له ظرفيتونو څخه یو دا و چې په شاوخوا سيمې یې هم د نظر لاندې ساتلی شوې چې دې خبرې د سيمې ستراتيژيک اهميت دوه چنده کاوه.[۳]
پیښه
د نبل او الزهرا نقشه (سرې نقطې، د تکفیري ځواکونو لخوا محاصره شوي ځایونه)
د ۲۰۱۲م کال د اپرېل په ۸ نېټه، چې د ۱۳۹۱ شمسی کال د وري په ۲۰ نېټه، د نور الشهداء په نامه تکفیری ډلې له دغو دوو ښارونو څخه ۱۷ تنه ځوانان ونیول. له هغه وروسته د دغو دوو ښارونو اوسېدونکو د دې ډلې ځینې غړي ونیول څو د بنديانو د تبادلې لپاره لاره چمتوکړي. د ۲۰۱۲ کال د جون په ۱۷ نیټه (د ښار د اوسیدونکو له نیول کیدو شاوخوا دوه میاشتې وروسته) تکفیری ډلو دغو دوو ښارونو ته د خوراکی او درملو د بار وړلو مخه ونیوله[۴] او په تدریج سره د ۲۰۱۲ کال د جون په ۲۳ نیټه په القاعده او جبهة النصره پورې تړلې تکفیری ډلې د دغه ښار محاصره بشپړه کړه. تکفیری ډلو سیمې ته د مرستو رسولو لارې بندې کړې او د محاصرې په اوږدو کښې د دغو دوو ښارونو اوسیدونکی د ژوند د ضرورتونو په ترلاسه کولو کښې له مشکلاتو سره مخ وو. له دې سره سره سوري ځواکونو هڅه وکړه چې د چورلکو په واسطه د سیمې خلکو ته خواراکي توکي ولېږي. تکفیری ځواکونو هم د چورلکو او د سیمې د خلکو په نښه کولو سره سیمې ته د هرډول مرستو مخه نیوله.[۵] تکفیری ځواکونو هڅه کوله چې د دغه ښار خلک د ماټر او مرمیو په وسیله په نښه کړي او د هغوی مقاومت له ناکامۍ سره مخ کړی.[۶] په هرصورت، د دغو دوو ښارونو محاصرې درې کاله دوام وکړ.[۷]
د دغو دوو ښارونو د محاصرې پر مهال د هلال احمر مرستې يوازې دوه ځلې دغې سيمې ته ولېږدول شوې، چې په کې درمل او خيمې شاملې وې.[۸] تکفیری ځواکونو له دې مخکې اعلان کړی وو چې په څلورو ښارونو فوعه، کفریا، نبل او الزهرا کې به شیعه په بې رحمانه توګه ووژني، ترڅو نورو سورییانو ته یوه بیلګه وګرځی.[۹]
ازادول
سوري ځواکونه د نورو متحدینو په مرسته وتوانیدل چې د تکفیري ځواکونو کلي په کلي او ښار په ښار کې د دوی تر واک لاندې سیمو څخه وباسي او د 1394 کال د سلواغی په میاشت کې د سوري ځواکونو یوې ډلې د دغو دوه ښارونو سیمو شاوخوا کلي ونیول.[۱۰]
وروسته له هغې چې د داعش ځواکونو د ادلب، فوعه او کفریا سیمو ته توجه وکړه، د سوریې ځواکونو او همدارنګه په سوریه کې د داعش پر ضد ایراني قوماندانانو، په ناڅاپي عملیاتو سره د نبل او الزهرا د آزادولو پریکړه وکړه. قاسم سلیماني او محمد جعفر اسدي له ایراني ځواکونو څخه وو چې د دغو دوو ښارونو د آزادولو د عملیاتو مشري یې په غاړه درلوده.[۱۱] بالاخره د ۱۳۹۴ کال د سلواغې په ۱۴ مه د دغو دوو ښارونو محاصره ماته شوه.[۱۲] د لبنان د پوځي چارو يو کارپوه امين حطیط په باور، د سيمې د اوسېدونکو د مرګ ژوبلې د کمښت او په ازادولو کې له بېلابېلو وسلو څخه کار اخيستلو ته په پام سره، دغه عمليات يو پېچلي او ماسټریز عمليات بلل کېږي.[۱۳]
مړي او زیانونه
د محاصرې په جریان کې، د نبل او الزهرا په ښارونو باندې له 15000 څخه زیات بمونه او هاوانونه وتوغول شول.[۱۴] د عرب پریس خبري چینل د خبر له مخې د محاصرې په ترڅ کې د دغو دوو ښارونو څه باندې ۶۲۰ تنه اوسیدونکي وژل شوي او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د دې ښار ۱۲۳ اوسېدونکي هم ونیول شول، چې ۲۶ یې ښځې، ۱۷ یې ماشومان او پاتې نور یې نارینه وو.[۱۵] ویل شوي چې د نبل او الزهرا د آزادولو په جګړه کې ۵۵ تکفیري ترهګر وژل شوي دي.[۱۶]
پایلې
«ایرانیها آمدند» کتاب
د دغو دوو ښارونو ازادیدل په سوریه کې په تکفیریانو باندې یو روحي او د سیمې د ستراتیژیک موقعیت له پلوه یو مهم ګوزار وو او له همدې امله د سوریې حکومت وکولای شول چې له بحران څخه د وتلو لپاره د جنیوا په خبرو اترو کې له نوي وضعیت څخه ګټه واخلي.[۱۷] د تکفيري ځواکونو د محاصرې په وړاندې د دغو دوو ښارونو د خلکو مقاومت د دې سبب شو چې په سوريه کښې د داعش په مقابل کښې د مقاومت د سمبول په توګه ياد شي.[۱۸] د دې محاصرې ماتیدل وروسته د فوعه او کفریا د محاصرې د ماتولو سبب هم شوو.[۱۹]
ځانګړی لیکنې
د «ایرانیها آمدند» کتاب د امیر محمد عباس نژاد لخوا لیکل شوی چې د گیلان د قدس د ۱۶عملیاتي لښکر په لاس د دوو ښارونو نبل او الزهرا د آزادولو په اړه دی. دا كتاب دوه برخې لري چې په لومړۍ برخه كې يې د دغو دوو ښارونو د خلكو له نظره راپورونه او په دويمه برخه كې يې د ازادوونکی نظرونه ليكل شوي دي. دا کتاب 228 مخونه لري چې د خط مقدم خپرندویې لخوا چاپ شوی دی.[20]