د اهل قبلې تکفیر

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د اهل قبله تکفیر یا د مسلمانانو تکفیر مطلب په دې معنی ده چې د ځینو مسلمانانو له خوا یو مسلمان کس یا ډېرو مسلمانانو ته د کفر نسبت ورکول او کافر یې ګڼل دی چې د هغوي د قتل او د مالونو د جایزوالي لامل ګرځي. وهابیان د توحید، زیارت او تَوَسُّل په شان د مسلمانانو له خاصو تعلیماتو په خاص اخستون سره د خپلو لیدتوګو مخالف مسلمانان په تېره بیا شیعیان کافر ګڼي.

اکثره اسلامي عالمان د اسلام او کفر پوله، په ژبه باندې د کلمه شهادتینو ویل ګڼي او د اسلامي مذهبونو د پېروانو تکفیر جایز نه ګڼي. سره له دې د اسلام په تاریخ کې همیشه ځینو مسلمانانو د خپلو مخالفو مذهبونو پېروان تکفیر کړې دي. د خوارجو له خوا د حکمیت په پېښه کې د امام علي (ع) تکفیر او د لومړي خلیفه په زمانه کې د اهل رِدّه تکفیر د اهل قبله د تکفیرولو لومړۍ بېلګې دي. له هغه وروسته هم دا لړۍ کم او زیاته په اسلامي مذهبونو کې موجوده وه او ډېر کسان په همدې وجه ووژل شول. البته تکفیر یوازې د مذهب په دایرې کې محدود نه و بلکې کله کله به ځینو فقیهانو ، فلسفیانو او عارفانو خپل هم مذهبه کسان هم تکفیرول. همداراز د قران د پېدا کېدو (خلق) په فتنې کې د قران د خلق او قدم د نظریاتو پلویانو چې دواړه له اهل سنتو وو د بلې نظریې پلویان تکفیرول.

د وهابیت له پېدا کېدو وروسته د اهل قبله تکفیرول زیات دود شول. همدارزا د وهابیانو د افکارو تر اثر لاندې او د هغوي په ملاتړ د داعش په شان ډلې جوړې شوې چې مسلمانان په تېره بیا شیعیان تکفیروي.

د تکفیر په اړه ډېر کتابونه شته دي چې زیاتره یې د دغه تفکر د نقد او غلط بللو په چورلیزتوب لیکل شوې دي. همداراز د تکفیر او تکفیري ډلو په نقد او اعتراض کې ډېرې غونډې او سیمینارونه جوړ شوې دي.

اهمیت او مقام

تکفیر یوه فقهي او کلامي موضوع ده چې په اسلامي تاریخ کې همیشه د مسلمانانو د ځینو کسانو او ډلو په تکفیرولو سره د هغوي وینه او مال مباح ګڼل شوی او په نتیجه کې یې جنګونه شوې او ډېر کسان مړه یا بې کوره شوې دی.[۱] همداراز د اسلامي مذهبونو ځینو پیروانو ته د تکفیر د نسبت په ورکولو سره د هغوي د احترام وړ ځینې ځایونه او ودانۍ یا زیارتونه هم وران کړی شوې دي.[۲] په وروستیو پېړیو کې د تکفیر د نظریې د پیروانو له خوا د مسلمانانو په تکفیرولو او د تکفیري افکارو په خپرېدو سره د تکفیر مساله ډېره ګرمه شوې او په دې اړه یو لړ کتابونه لیکل شوې[۳] او غونډې ترسره شوې دي.

مفهوم او ډولونه

د تکفیر مطلب دی د یو مسلمان کافر ګڼل [۴] او یا اهل قبلې ته د کفر نسبت ورکول [۵]. البته کفر په فقهي او اعتقادي ویشل کیږي چې یو مسلمان ته د هر یو د نسبت ورکول د هغه لپاره خاصې پایلې لري:

  • فقهي یا ظاهري کفر، د اسلام له دینه د وتلو په معنا دی. له دې امله هغه مسلمان سره چې فقهي کافر شوی، د کافر په شان سلوک کیږي.
  • اعتقادي یا باطني کفر له ایمانه د وتلو په معنا دی نه له اسلامه، له دې امله له هغه مسلمان سره چې اعتقادي کافر شوی د مسلمان معامله کیږي نه د کافر، لکه منافق چې په ظاهره مسلمان دی خو ایمان نه لري.[۶] د امام خمیني په وینا هغه روایتونه چې په ځینو شیعه سرچینو کې د دغه مذهب د مخالفانو په کفر دلالت کوي، که فرضا ویې منو، د اعتقادي کفر په اړه دي.[۷]

د اهل قبله د تکفیر ممنوعیت

د اسلامي مذهبونو د فقیهانو په فتوا د اهل قبه تکفیرول جایز نه دي بلکې یو مسلمان ته بې دلیله د کفر نسبت ورکول تعزیر هم لري.[۸] د فقیهانو په باور، د کافر او مسلمان تر مینځ پوله په ژبه د شهادتینو جاري کول او په قیامت عقیده ده.[۹] له دې امله فقیهانو په ځینو مواردو کې د فرقو د ځینو عقیدو له غلطوالي سره سره د هغوي له تکفیرولو ډډه کړې ده.[۱۰]

د تکفیر مخینه

د مسلمانانو په مینځ کې د اهل قبله د تکفیر مخینه، لومړۍ قمري پېړۍ او د پېغمبر اکرم (ص) له وفاته وروسته وخت ته ګرځي. د ابوبکر په خلافت کې، ځينو مسلمانانو هغه کسان چې د خلافت مخالف وو کافر او مرتد وګڼل او ورسره جنګ ته لاړل چې دغه جنګونه په رِدّه جنګونو مشهور دي.[۱۱] د اسلامي تاریخ د څېړاندي رسول جعفریان (زوکړه ۱۳۴۳ لمریز) په اهل رده کې د مالک بن نویره په شان کسان مسلمان وو او لمونځ یې کاوه خو د ابوبکر خلافت یې نه مانه او د پېغمبر (ص) د اهل بیتو د حکومت غوښتونکي وو[۱۲] له دې امله یې د وخت خلیفه ته د زکات له ورکولو ډډه کوله او په دې وجه مرتد او کافر وګڼل او ووژل شول.[۱۳]

د امام علي (ع) د خلافت په دوران کې خوارجو حضرت علي (ع) د حَکَمیَّت د منلو په وجه تکفیر کړ.[۱۴] له همدې امله له معاویه بن سفیان سره د جنګ په دوام کې له هغه حضرت سره له ملګرتیا ډډه وکړه.[۱۵] او د هغه په خلاف یې د نهروان جنګ پېل کړ.[۱۶]

همداراز لکه څنګه چې د شیعه د تقلید مرجع جعفر سبحاني (زوکړه ۱۳۰۸ لمریز) په بحوث الملل والنحل کتاب کې راوړې دي د قران د خلق په فتنې کې د قران د خلق یا قِدم (قرآن نوی پېدا شوی که قدیم دی) د نظریې پلویانو چې دواړه اهل سنت وو، د بلې نظریې قایلان کافر وګڼل. [۱۷] له هغه وروسته همېشه په مسلمانانو کې ځینې ډلې د ځینو کسانو یا ډلو لخوا تکفیر شوې دي. په وروستیو پېړیو کې هم د سلفي وهابي نظریو په دودېدو سره په تېره بیا شیعیان د دغه فکر د پېروانو له خوا تکفیر شول.

محرکات

د مسلمانانو تکفیر په مختلفو انګېزو سره شوی منجمله :

  • کج فهمي او له دیني تعلیماتو غیر اصولي اخستونونه: خوارجو له دغه ایت لَا حُكْمَ إِلَّا لِله ( بې له خدایه هیڅ حکم نیشته) په خاص اخستون سره[یادداشت۱] د صفین په جنګ کې د حکمیت په ماجرا اعتراض وکړ او امام علي (ع) یې کافر وګاڼه.[۱۸] همداراز وهابیان د توحید، شرک، زیارت، تَبَرُّک، او تَوَسُّل په شان له ډېرو تعلیماتو په غلط اخستون سره ډېر مسلمانان په تېره بیا شیعیان تکفیروي.[۱۹] د وهابیت بنسټګر محمد بن عبدالوهاب (وفات ۱۲۰۶ق) په دې وجه چې د هغوي هدف خدای ته د تقرب وسیله او د پېغمبرانو او صالحانو شفیع ګرځول دي وینه یې حلاله او قتل یې جایزه ګڼي.[۲۰]
  • اعتقادي عقیدې: خوارج هغه مسلمانان چې کبیره ګناه یې کوله تکفیرول.[۲۱] هغوي د کبیره ګناه د کوونکي د تکفیر لپاره دغه ایت«وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّـهُ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ»[۲۲] استناد کاوه. [۲۳] خو د مسلمانانو له نظره د لویې ګناه کول، له ایمانه د وتلو سبب کیږي نه ل اسلامه، او په نتیجه کې یې کوونکی فاسق دی نه کافر.[۲۴] همداراز د قرآن د خلق په فتنې کې، ابوالحسن اشعري[۲۵] او احمد بن حنبل[۲۶]د قرآن د خلق قایلان او معتزله و د قرآن د غیر خلق (قدم) قایلان تکفیرول.[۲۷] د شیعه په حدیثونو کې هم غُلات( هغه کسان چې د معصومو امامانو (ع) د شخصیت په اړه غلو او زیاده روي یې کوله) او په تفویض قایلان (مفوضه) کافر ګڼل شوې دي.[۲۸]
  • مذهبي تعصبات : د تاریخي راپورونو له مخې په ځینو پړاوونو کې د اسلامي مذهبونو یو شمېر پلویانو یو بل تکفیر کړې دي. د مثال په توګه په اتمې قمري پېړۍ کې د اهل سنت مذهبونو پېروانو د ابن تیمیه د کارونو په وجه، حنبلیان تکفیرول او په مقابل کې یې ابن حاتم حنبلي هم مسلمانان (غیر حنابله) تکفیرول.[۲۹] همداراز دغه تکفیر د اهل سنتو له خوا شیعیانو او د دې په اپوټه هم کېده. وهابي مفتي ابن جِبرین شیعیانو ته د قران د تحریف، د اکثره صحابه و د کافر ګڼلو، د اهل سنتو نجس اوکافر ګڼلو او د امام علي (ع) او دهغه د بچیانو په اړه د غلو کولو د نسبت ورکولو په وجه هغوي کافر ګڼي.[۳۰] البته شیعیان دغه شان عقیدې نه لري.[سرچینې ته اړتیا] او د شیعه او اهل سنتو اتفاق ته نزدې اکثریت په دې باور دی چې د نورو مذهبونو پیروان کافران نه دي.[۳۱] او که په سرچینو کې هم چرې داسې نسبت کارول شوی وي په اعتقادي کفر تاویلیږي.[۳۲]
  • عرفاني او فلسفي بحثونه: ځینو مسلمانو عالمانو، فلسفیان او عارفان تکفیر کړې دي. د بېلګې په توګه غزالي په تهافت الفلاسفه کتاب کې فلسفیان تکفیرکړې دي.[۳۳] همداراز د سید محمد باقر خوانساري (وفات ۱۳۱۳ق) په وینا ځینو فقیهانود ملا صدرا د ځینو خبرو په وجه چې د شریعت له ظاهر سره برابرې نه دي[یادداشت۲] هغه تفکیر کړی دی.[۳۴]

همداراز د خپلې بقا لپاره د حکومتونو فتنې جوړول او د اسلام د دښمنانو توطئې د تکفیر د لیدتوګې د دودېدو او خپرېدو نور علتونه ګڼل شوې دي.[۳۵]

پایلې

د اهل قبله د تکفیر ځینې پایلې بیان شوې چې یو شمېر یې په دې ډول دي:

  • د مسلمانانو وژل: په اسلامي تاریخ کې همېشه ډېر مسلمانان د تکفیر په جرم وژل شوې دي.
  • د تاریخي اثارو او مذهبي ودانیو ورانول: وهابیانو د مسلمانانو د درناوي وړ تاریخي ځایونه لکه د امامانو حرم له شرک سره د مقابلې په پلمه وران کړې دي.
  • په نړۍ کې له اسلامه د زیږې څېرې وړاندې کېدل: د اسلام په نامه د تکفیري ډلو کړچار سبب شوی چې د اسلام مخالفان، دغه دین یو زیږ او تشدد والا دین معرفي کړي.[۳۶]

همداراز د اسلامي حکومتونو په خلاف وسلوال پاڅون او د هغوي کمزورې کول، د اسلامي هیوادونو ترمینځ تفرقه او د مسلمانانو د ناموسونوحلال ګڼل چې د تکفیریانو په لاس اسیریږي، د تفکیر نورې پایلې دی.[۳۷]

د تکفیري ډلو د جوړېدو څرنګوالی

په وروستۍ پېړۍ کې وهابیانو او د داعش په شان ډلو چې د وهابیت تر تاثیر او ملاتړ لاندې جوړې شوې مسلمانان تکفیر کړي او دهغوي په وژله او د مالونو په ضبطولو یې لاس پورې کړي.[۳۸] دوي هغه ایتونه چې د کافرانو او مشرکانو په اړه نازل شوې په مسلمانانو لاګو کوي.[۳۹] په داسې حال کې چې مسلمانو عالمانو له دغه کار سره مخالفت کړی دی او دهغوي په وینا یوازې د دین د ضروریاتو انکار یا هماغه د توحید او نبوت انکار دی چې د مسلمانانو د کفر سبب کیږي.[۴۰] هغه هم په داسې بڼه کې چې انکار آګاهانه وي او د تاویل وړ نه وي.[۴۱]

نړیوالې غونډې

په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د «د اسلامي عالمانو له نظره د افراطي او تکفیري ډلو نړیوال کانفرنس» په نامه د تقلید د یو مرجع ایت الله مکارم شیرازي تر څارنې لاندې په قم کې ترسره شو. په دغه غونډه کې د نړۍ له ۸۰ هیوادونو شیعه سني عالمان موجود وو.[۴۲] دغه غونډې ته استول شوې ۸۳۰ مقالې په لسو ټوکو کې د «د افراطي تکفیري ډلو د نړیوال کانګرس د مقالو د ټولګې» په نامه خپرې شوې دي. همداراز د دغه غونډې دایمي سیکرټریټ په مختلفو ژبو څلویښت کتابونه خپاره کړې او د امت واحده په نامه مجله په فارسي او عربي ژبو چلوي.[۴۳]

کتابونه

د تکفیر په اړه او نقد کې یې ډېر کتابونه لیکل شوې دی. په «د تکفیر کتاب پېژندنه» کې کابو ۵۲۸ اثار په فارسۍ او عربۍ ژبه معرفي شوي چې له دې شمېر ۲۳۵ یې کتابونه، ۲۴۰ یې مقالې، ۴۹ یې تیسز او څلور یې ځانګړې خپرونې دي.[۴۴]

  • «آراء علماء المسلمین و فتاواهم فی تحریم تکفیر اتباع المذاهب الاسلامیّه» د عراق د دارالتقریب د موسس شیخ فؤاد کاظم مقدادی کتاب دی. په دغه کتاب کې د اسلامي مذهبونو د پېروانو له تکفیره د نهي کولو په اړه د اهل سنتو او شیعه عالمانو فتوې او نظرونه جاجول شوې دي. د تهران مجمع الثقلین، دغه کتاب په ۱۴۲۸ ق کې چاپ کړی دی.[۴۵]
  • «الاسلام و العنف قراءة فی ظاهرة التکفیر» د حسین احمد الخشن لیک، په اسلام کې د تکفیر اوتاوتریخوالي په مساله رڼا اچولې او د تکفیر اصول او معیارونه، زیږنځای، ډولونه او ځانګړتیاوې یې بیان کړې دي دغه کتاب د «اسلام و خشونت: نگاهی نو به پدیده تکفیر» په نامه په ۱۳۹۰ لمریز کال کې په ۳۴۴ مخونو کې په فارسۍ ژباړل شوی دی.[۴۶]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې