د نهج البلاغې ۱۱۵ خطبه
د نهج البلاغې ۱۵ خطبه یا اِستِسقاء خطبه، د باران د غوښتلو یوه دعا ده چې د امام علي(ع) د حکومت په زمانه کې په کوفې کې په یوې وچکالۍ کې د باران له لمانځه وروسته بیان شوه. د دغه خطبې راپور په مختلفو عبارتونو سره د شیخ صدوق او شیخ طوسي نه هم روایت شوی دی. په همدې اساس احتمال ورکړل شوی چې هر یوه محدث د خطبې جدا نسخې ته لاسرسي پېدا کړې ده. همداراز ویل شوي چې احتمال شته سید رضي د شیخ صدوق له عبارته یوه غوره شوې برخه نقل کړې وي. د استسقاء خطبې ځینې برخې د اهل سنتو په روایي سرچینو کې هم راپور شوې دي.
استسقاء خطبه دوه اصلي برخې لري چې په لومړۍ برخه کې یې امام علي(ع) د وچکالۍ او د انسانانو، طبیعت او حیواناتو لپاره د هغې اثارو ته اشاره کړې او د دغه مسالې د راپېدا کېدا یو لامل یې د خلکو ګناهانې بللې دي. په دوهمه برخه کې هم له خدایه د باران غوښتلو تر څنګ د هغه لپاره ځینې ځانګړنې بیانوي چې د انسان او طبیعت لپاره ټول ګټه ور اسباب ولري او هر هغه شی چې د دې خبرې خنډ کیږي له هغه لرې وي. د لمانځه په باران کې د دغه خطبې د لوستلو سپارښتنه شوې ده.
د خطبې تاریخچه او سند
د نهج البلاغې ۱۱۵ خطبه یا استسقاء خطبه، د باران د غوښتلو یوه دعا ده چې د امام علي(ع) د حکومت په زمانه کې په کوفې کې په یوې وچکالۍ کې د باران له لمانځه وروسته د هغه حضرت له لوري بیان شوه.[۱] د مکارم شیرازي په وینا ښه ده چې د باران په لمانځه کې د دغه خطبې عبارتونه ولوستل شي.[۲]
د استسقاء خطبه په ځینو فرقونو سره د شیخ صدوق (۳۰۵-۳۸۱ق) لخوا په من لایحضره الفقیه[۳] او شیخ طوسي (۳۸۵-۴۶۰ق) لخوا په تهذیب[۴] او مصباح المتهجد[۵] کې نقل شوې ده. په مصادر نهج البلاغه کتاب کې د عبدالزهرا حسیني (۱۳۳۸) په وینا د دغه خطبې په نقل کې اختلاف، ښیي چې شیخ صدوق، سید رضي (۳۵۹-۴۰۶ق) او شیخ طوسي هر یو د دغه خطبې جدا سرچینې ته لاسرسي لرلې ده.[۶] د حبیب الله خویي (۱۲۶۵-۱۳۲۴ق) په وینا، سید رضي دغه خطبه د شیخ صدوق له نقله انتخاب کړې ده.[۷] د اهل سنتو له سرچینو، زمخشري (۴۶۷-۵۳۸ق) په ربیع الابرار[۸] و ابناثیر (۵۵۵-۶۳۰ق) په نهایه[۹] کې د دغه خطبې ځینو برخو ته اشاره کړې ده.
د نهج البلاغې د ۱۱۵ خطبې متن او ترجمه
متن | ترجمه |
---|---|
اللَّهُمَّ قَدِ انْصَاحَتْ جِبَالُنَا وَ اغْبَرَّتْ أَرْضُنَا وَ هَامَتْ دَوَابُّنَا وَ تَحَيَّرَتْ فِي مَرَابِضِهَا وَ عَجَّتْ عَجِيجَ الثَّكَالَى عَلَى أَوْلَادِهَا وَ مَلَّتِ التَّرَدُّدَ فِي مَرَاتِعِهَا وَ الْحَنِينَ إِلَى مَوَارِدِهَا، اللَّهُمَّ فَارْحَمْ أَنِينَ الْآنَّةِ وَ حَنِينَ الْحَانَّةِ، اللَّهُمَّ فَارْحَمْ حَيْرَتَهَا فِي مَذَاهِبِهَا وَ أَنِينَهَا فِي مَوَالِجِهَا. اللَّهُمَّ خَرَجْنَا إِلَيْكَ حِينَ اعْتَكَرَتْ عَلَيْنَا حَدَابِيرُ السِّنِينَ وَ أَخْلَفَتْنَا مَخَايِلُ الْجُودِ فَكُنْتَ الرَّجَاءَ لِلْمُبْتَئِسِ وَ الْبَلَاغَ لِلْمُلْتَمِسِ، نَدْعُوكَ حِينَ قَنَطَ الْأَنَامُ وَ مُنِعَ الْغَمَامُ وَ هَلَكَ السَّوَامُ أَلَّا تُؤَاخِذَنَا بِأَعْمَالِنَا وَ لَا تَأْخُذَنَا بِذُنُوبِنَا، وَ انْشُرْ عَلَيْنَا رَحْمَتَكَ بِالسَّحَابِ الْمُنْبَعِقِ وَ الرَّبِيعِ الْمُغْدِقِ وَ النَّبَاتِ الْمُونِقِ سَحّاً وَابِلًا تُحْيِي بِهِ مَا قَدْ مَاتَ وَ تَرُدُّ بِهِ مَا قَدْ فَاتَ.
|
ای خدایه، زمونږ غرونه له وچکالۍ چاودې شوې او ځمکه مو دوړنه شوې او مالونه مو په خپلو غوجلو کې لالهانده دي او داسې رمباړې وهي لکه بچي یې چې مړه شوې وي او څړځایونو او اوبځایونو ته له چټي تګ راتګه ستړې شوي دي. ای خدایه، زمونږ د ګډو په رمباړو او د اوښیو په بړاېدو او آهونو ورحمېږه، ای خدایه، په لاره کې د هغوي په سرګردانۍ او په خوبځایونو کې یې په فریادونو رحم وکړه. ای څښتنه، په داسې وخت کې تاته راوتلې یوو چې پرله پسې وچکالیو برید کړی او بارانی وریځو مونږ ته شا کړې او وچې او نامهربانه بې د یو څاڅکي له ورولو تېرې شوې.
ای خدایه، ته د هر بېچاره هیله او د هر سوالګر د ستونزو حلوونکی یې. ای خدایه تا بلو، په دې وخت چې ټول نهیلی شوي دي، او د رحمت وریځې په مونږ نه وریږي او زمونږ څاروي تباه شوې دي، مونږ زمونږ په عمل عذاب نه کړې، او په ګناهانو مو راونه نیسي ای خدایه خپل رحمت له بارانه په ډکو وریځو او له اوبو په ډک پسرلي او د تاندو خوش منظره بوټو په وسیله پر مونږ نازل کړې، داسې د غټو څاڅکو باران راولیږې چې مړي راژوندي او هغه څه چې له لاسه مو تللی راستانه کړي.[۱۰]
|
د خطبې مینځپانګه
د استسقاء خطبه د وچکالۍ له امله رامینځته شویو ستونزو په بیان سره پېل کیږي او د هغه یو سبب د انسانانو ګناهونه ګڼي. په دوام کې له خدایه په ځانګړو صفتونو سره د باران د نازلېدو غوښتنه کوي.[۱۱]
د نسخې نوم | د خطبې نمبر |
---|---|
المعجم المفهرس و صبحي صالح | ۱۱۵ |
فیض الاسلام | ۱۱۴ |
خوئی، ملا صالح | ۱۱۴ |
ابن ابي الحدید | ۱۱۴ |
محمد عبده | ۱۰۹ |
ملا فتح الله | ۱۳۶ |
في ظلال | ۱۱۳ |
ابن میثم | ۱۱۲ [۱۲] |
له ګناهونو توبه، د حق رحمت ته د هیلې دریچه
د خطبې په لومړۍ برخه کې حضرت علي(ع) د هغه زمانې سخته وچکالي انځور کړې او د غرونو، ځمکو، څړځایونو او څارویو حال یې بیان کړی،[۱۳] د دغه شرایطو واقع کېدل یې د خلکو د نهیلۍ وجه او د سخت کړاو سبب ګڼلی او له خدایه غواړي چې هغوي د خپلو ګناهونو په خاطر سزا نه کړي. ویل شوي چې دغه تعبیر ښیي چې ډېرې ستونزې د ګناهونو په وجه دي او تر څو چې خلک د خدای در ته لاړ نه شي او د عفوې او بخښښ غوښتنه ونه کړي، د هغوي ستونه نه هواریږي.[۱۴] ابن میثم بحراني (۶۳۶-۶۷۹ یا ۶۹۹ق) هم د دغه خطبې په شرحه کې د سختیو په راپنځېدو او د پالونکي له رحمته د بې برخې کېدو یو اغېزمن عامل د خدای له اوامرو د انسان سرغړونه ګڼي.[۱۵]
بیا امام علي(ع) له خدایه خپله اصلي غوښتنه وړاندې کوي چې رحمت یې د پربارانه وریځو، له اوبو د ډک سپرلي او شنو او شیزاه ونو بوټو په وسیله پراخ کړي، د غټو څاڅکو باران راولیږي چې ورسره مړې ځمکې ژوندۍ شي او هغه څه چې له لاسه تللي راستانه شي.[۱۶]
سراسر خېر او له هر شره خالي باران
امام علي(ع) د خطبې په دوهمه برخه کې، له خدایه د باران دعا کوي او د هغه لپاره ځینې ځانګړنې بیانوي. د مکارم شیرازي په وینا په دې کې هر یو صفت، یو ځیر او هېښوونکي ټکي ته اشاره لري. دا صفتونه، انسان د پنځګر د سترتوب په وړاندې خاضعوي او اورېدونکو ته ورپوهوي چې د باران دغه څاڅکي څومره برکتونه او اغیزونه لرلی شي.[۱۷]
ویل شوي چې امام علي(ع) له دې امله له خدایه د غوښتي باران ځانګړنې بیانوي چې ممکنه ده باران سیلابي شي او هر څه یوسي. یا باران په یوه خاصه سیمه کې وشي او ګټه یې ټولو ته نه وي. یا ورسره سړه هوا او کنګل وي چې منفي اغیزې ولري. یا ځینې خنډونه لکه تاوده بادونه، سخت توپانونه، د بوټو افتونه، موذي حشرې او داسې نور، د باران ښه اثرات له مینځه یوسي. د امام علي(ع) په دعا کې دغه ټول اړخونه په نظر کې نیول شوې او د ټولو شرایطو جمع کول او د ټولو خنډونو لرې کول له خدایه غواړي.[۱۸]
فوټ نوټ
- ↑ مکارم شیرازی، پيام امام امير المومنين(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۱۲۵ و ص۱۳-۱۳۱.
- ↑ مکارم شیرازی، پيام امام امير المومنين(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۱۲۶.
- ↑ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۵۲۷-۵۳۵.
- ↑ شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۱۵۱-۱۵۴.
- ↑ شیخ طوسی، مصباح المتهجّد و سلاح المتعبّد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۲۲۷-۲۳۰.
- ↑ حسینی، مصادر نهج البلاغة و أسانیده، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۵۲.
- ↑ هاشمی خویی، منهاج البراعة في شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۰ق، ج۸، ص۷۲.
- ↑ زمخشری، ربيع الأبرار و نصوص الأخبار، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۲۸-۱۲۹.
- ↑ ابناثیر، النهايه في غريب الحديث والاثر، ۱۳۹۹ق، ج۱، ص۳۵۰ و ج۲، ص۱۷۳ و ج۲، ص۴۴۸.
- ↑ ترجمه محمد دشتی
- ↑ مکارم شیرازی، پيام امام امير المومنين(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۱۲۶.
- ↑ دشتی و محمدی، المعجم المفهرس لألفاظ نهج البلاغه، ۱۳۷۵ش، ص۵۱۰.
- ↑ مکارم شیرازی، پيام امام امير المومنين(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۱۲۹.
- ↑ مکارم شیرازی، پيام امام امير المومنين(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۱۳۱.
- ↑ ابنمیثم بحرانی، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۱۰۵-۱۰۶.
- ↑ مکارم شیرازی، پيام امام امير المومنين(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۱۳۲.
- ↑ مکارم شیرازی، پيام امام امير المومنين(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۱۳۴.
- ↑ مکارم شیرازی، پيام امام امير المومنين(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۱۳۵.
سرچينې
- ابناثیر، مبارک بن محمد، النهايه في غريب الحديث والاثر، بیروت، المكتبة العلمية، ۱۳۹۹ق.
- ابنمیثم بحرانی، میثم بن علی، شرح نهجالبلاغه، تهران، دفتر نشر کتاب، ۱۴۰۴ق.
- دشتی، محمد و کاظم محمدی، المعجم المفهرس لألفاظ نهج البلاغه، قم، موسسه تحقیقاتی امیرالمومنین(ع)، ۱۳۷۵ش.
- حسینی، عبد الزهراء، مصادر نهج البلاغة و أسانیده، بیروت، دار الزهراء، ۱۴۰۹ق.
- زمخشری، محمود بن عمر، ربيع الأبرار و نصوص الأخبار، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۴۱۲ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، بهتحقیق: علیاکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامى وابسته به جامعه مدرسين حوزه علميه قم، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، بهتحقیق: حسن خرسان، تهران، دارالکتب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجّد و سلاح المتعبّد، بیروت، موسسه فقه الشیعة، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، پيام امام امير المومنين(ع)، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۸۶ش.
- هاشمی خویی، حبیبالله، منهاج البراعة في شرح نهج البلاغة، بهتحقیق: ابراهیم میانجی، تهران، مكتبة الإسلامية، چاپ چهارم، ۱۴۰۰ق.