د هابیل وژنه

د wikishia لخوا

د هابیل وژنه یا د هابیل قتل له قرآني کیسو څخه یوه کیسه ده چې د حضرت آدم له دوو زامنو څخه د یوه په لاس د بل زوي وژلو ته اشاره کوي. په دیني منابعو کې دا قتل د ځمکې پر مخ د یو انسان لومړنی قتل ګڼل کیږي او ویل کیږي چې قابیل د آدم(ع) د ځای ناستي په توګه د هابیل پر ځای ناستي اعتراض وکړ او د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره د الله تعالی له خوا وحي نازله شوه چې هر یو دې د خدای لپاره قرباني وکړي. د روایتونو له مخې، د قابیل قرباني د خدای لخوا قبوله نه شوه. له همدې امله، د آدم د ځای ناستی په ټاکلو کې، قابیل د هابیل سره حسد وکړ او هغه یې وواژه. د سوره مائده د 31 آیت له مخې، خدای قابیل ته د هابیل د ښخولو طریقه د یو کارغه په وسیله وښودله.

په ځمکه کې لومړی قتل

د هابیل وژنه په نړۍ کې لومړی قتل ګڼل شوی دی.[۱] د قرآن مجید په مائده سوره کې له 27 تر 31 آیته د هابیل د وژلو پیښه بیان شوې ده. الله تعالی په دې آيتونو كې فرمايي چې د حضرت آدم(ع) دوو زامنو الله تعالی ته د نږدی کیدو لپاره یو عمل ترسره کړ چې په هغو کې له یوه قبول شو او له بله قبول نه شو. نو د کوم ورور عمل چې نه و قبول شوی، بل ته یې د وژلو ګواښ ورکړ، او د هغه د وژلو قسم یې وکړ او بالاخره یې هغه وواژه.[۲] د مفسرانو په وینا هغه ورو چې قاتل و نامه یې قابیل وه او کوم چې قتل شو د هغه نامه هابیل وه.[۳]

د قتل هڅونه او لامل

د نیشابوري له خوا د قصص الانبیاء کتاب په خطي نسخې کې د قابیل انځور چې د هابیل د بدن د پټولو په لټه کې دی. (لیکل شوی: 10 قمري پیړۍ).[۴]

]

په احادیثو کې راغلي چې د هابیل د وژلو لامل د حضرت آدم(ع) د ځای ناستي په ټاکلو کې د هغه د ورور حسد ګڼل شوی دی.[۵] د ځینې څیړاندو په وینا کله چې الله تعالی حضرت آدم(ع) ته داسې وحي وکړه چې هابیل ته د ورپسې ځای ناستي په توګه اسم اعظم ووايي، نو قابیل اعتراض وکړ؛ ځکه چې هغه تر ټولو مشر زوی و او په دې عقیده و چې جانشیني او سرپرستي باید د هغه لپاره وي؛ له بلې خوا، هغه د ​​​​هابیل په ټاکلو چې هغه د حضرت آدم شخصي ذوق او دلچسپي لامل ګڼله، نه د خدای امر؛ له همدې امله، د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره، وحي راغله چې هر یو دې د خدای لپاره قرباني راوړي.[۶]

د هابیل او قابیل د قربانۍ تفصیل

د روایتونو له مخې قابیل یو بزګر و نو هغه د خپل فصل خرابه برخه او هابیل چې څاروي یې درلودل، د قربانۍ لپاره یو غوره پسه راوړل. د قربانۍ سوځیدل د خدای له خوا د هغې د قبولیت نښه وه، په دې توګه د هابیل قرباني ومنل شوه، مګر د قابیل قرباني ونه منل شوه.[۷]

حسد، د هابیل د وژنې لامل

د اسلامي احادیثو له مخې، د هابیل د قربانۍ له قبلیدو وروسته ورسره د قابیل حسد شو او قسم یې وخوړ چې هابیل به ووژني.[۸] د قرآن کریم د آیتونو له مخې، هابیل د خدای تقوا ته په اشارې سره او دا چې خدای د تقوادارو قرباني قبلوي، قابیل ته په خطاب کې وویل که ته زما د وژلو اراده لرې نو زه به هیڅکله تا ونه وژنم او دا ګناه به ونه کړم. همدارنګ یې قابیل ته هم اخطار ورکړ چې که قتل وکړي نو هغه به د ظالمانو په ډله کې وي او د دوزخ مستحق به وي.[۹] د طبري د تاریخ (لیکل: 303 هجري) له مخې، کله چې هابیل د خپلو پسونو د څرولو لپاره غره ته لاړ و، په داسې حال کې چې آرام یې کاوه. قابیل ورباندې برید وکړ او په سر باندې د تیږې ګوزار سره ووژل شو.[۱۰]

ځينو ويلي دي د حسد او د خداى لپاره د قربانۍ لامل د دوو وروڼو لپاره د يوې ښځې انتخاب دى او ويلي يې دي چې هابیل د هغه حکم له مخې چې خدای آدم(ع) ته ورکړی و د قابيل له دوه ګونې خور سره د واده لپاره ټاکل شوى و. قابیل مکلف و چې د هابیل دوه ګونې خور سره واده وکړي. قابیل د خپل پلار د حکم مخالفت وکړ ځکه چې خور یې د هابیل له خور څخه ډیره ښکلې وه. له دې وروسته خداى پاک دوو وروڼو ته امر وکړ چې قرباني ورکړي تر څو د چا قرباني قبوله شي هغه د قابيل له خور سره واده وکړي او کله چې د هابيل قرباني ومنل شوه قابيل پرې حسد وکړ او د تيږې په ګوزار سره يې وواژه.[۱۱]

خدای ته د هابیل او قابیل د قربانۍ او د هابیل د وژلو کیسه هم په تورات کې راغلې ده.[۱۲]

د قابیل ښخول

د درېیمې هجري پېړۍ د تاریخ لیکونکي محمد بن جریر طبري په وینا، د قابیل د بې وسۍ او د انسان د جسد د ښخولو د څرنګوالي په اړه د ناپوهۍ له امله د هابیل جسد د ځنګلي حیواناتو له خوا د ټوټې کیدو له خطر سره مخ شو.[۱۳] د مائده سوره په 31 آيت له مخې د دې لپاره چي قابیل د مړي د ښخولو څرنګوالی زده کړي، الله تعالی يو کارغه ولېږه چي د ځمکي خاورې راوباسي او د یو بل مړ کارغه بدن یا د خپل خوراک ځینې برخه په کې پټه کړي چې قابيل ته وښيي چي څنګه د خپل ورور مړی خاورو ته وسپاري.[۱۴]

په فارسي شعر کې د قابیل ښخول

مولوي د مثنوي معنوي کتاب په یوه برخه کې چې د قابیل د جسد د ښخولو په اړه دا مطلب چې «له دې وړاندې قابیل د ښخولو عمل زده کړي د علم په عالم کې د قبر کنستل موجود وو» بیانوي، له دې بیتونو څخه ځینې دا دي:




کندن گوری که کمتر پیشه بود کی ز فکر و حیله و اندیشه بود
گر بدی این فهم مر قابیل را کی نهادی بر سر او هابیل را
که کجا غایب کنم این کشته را این به خون و خاک در آغشته را[۱۵]


مولوي په ادامه کې وايي چې قابیل ته یوه کارغه د ښخولو طریقه وښودله:



دید زاغی زاغ مرده در دهان بر گرفته تیز می‌آمد چنان
از هوا زیر آمد و شد او به فن از پی تعلیم او را گورکن[۱۶]


فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۳۴۵.
  2. وګورئ: سوره مائده، آیات ۲۷-۳۱.
  3. شیخ‌‌‌‌‌‌‌‌ طوسی، التبیان، بی‌تا، ج۳، ص۴۹۲؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۵، ص۳۱۵؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۳۴۸.
  4. نیشابوری، قصص الانبیاء، نسخه خطی.
  5. عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۳۱۲.
  6. صادقی فدکی، ارتداد؛ بازگشت به تاریکی، ۱۳۸۸ش، ص۲۷۰.
  7. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۱۳.
  8. عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۳۱۲.
  9. سوره مائده، آیه۲۹.
  10. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۳۸.
  11. طوسی، التبیان، بی‌تا، ج۳، ص۴۹۳؛ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۳۸.
  12. تورات، کتاب تکوین، باب۴، آیه ۳-۸.
  13. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۸۶.
  14. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۳۵۱.
  15. مولوی، مثنوی معنوی، دفتر چهارم، ابیات ۱۳۰۱الی ۱۳۰۳.
  16. مولوی، مثنوی معنوی، دفتر چهارم، ابیات ۱۳۰۳ و ۱۳۰۴.

سرچينې

  • صادقی فدکی، جعفر، ارتداد، بازگشت به تاریکی؛ نگرشی به موضوع ارتداد از نگاه قرآن کریم، چاپ اول، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۸ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، چاپ دوم، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات‏، ۱۳۹۰ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد أبوالفضل ابراهیم، چاپ دوم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار إحياء التراث العربي‏، بی‌تا.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، التفسیر (تفسیر العیاشی) تحقیق: هاشم رسولی، چاپ اول، تهران، مکتبة العلمیة الاسلامیة، ۱۳۸۰ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الكتب الإسلامية، ۱۴۰۷ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الكتب الإسلامية، ۱۳۷۱ش.
  • مولوی، جلال‌الدین محمد، مثنوی معنوی، تهران، انتشارات پژوهش، ۱۳۷۱ش.
  • نیشابوری، ابواسحاق، قصص الانبیاء (نسخه خطی).