آمنه بنت وهب

د wikishia لخوا

آمِنَة بنت وَهْب (وفات له هجرته ۴۶ کاله مخکې/۵۷۶ میلادي) د پېغمبر اکرم(ص) مور او د عبدالله بن عبدالمطلب مېرمنه وه. امنه بي بي له عام الفیله وروسته اوم کال کې خپل زوی محمد د هغه د پلارعبدالله د قبر د زیارت او د عبدالله له ماماګانو سره د کتنې لپاره چې له بني نجار وو، مدینې ته بوتله او له دغه سفره د ستنېدو په وخت مدینې ته نزدې د «ابواء» په نوم یو ځای کې وفات او هم هلته خاورو ته وسپارل شوه.

شیعه عالمان په دې د نظر اتفاق لري چې بي بي آمنه او د پېغمبر(ص) نیکونو ایمان درلود. او د هغه د ایمان د منکرانو په ځواب کې په تاریخي راپورونو استناد کوي چې پر اساس یې پېغمبر په ابواء کې د خپلې مور زیارت کاوه.

د بنت الشاطي لیکلی «ام النبی(ص)» کتاب د حضرت آمنې ژوند لیک دی. دا کتاب په عربۍ ژبه لیکل شوی او د «آمنه مادر پیامبر(ص)»په نوم په فارسۍ ژباړل شوی دی.

ژوند لیک

آمنه د قریشو د قبیلې له مېرمنو ده: پلار یې وهب د قریشو د قبیلې د بني زهره د تپې مشر و. مور یې بَرَّة بنت عبدالعزی (بَره د عبدالعزی لور) هم قریشي وه.[۱] .له عبدالله سره له واده مخکې د بي بي آمنې د ژوند په اړه خاص معلومات نیشته؛ که څه هم ویل شوې چې هغه په مکې کې زېږېدلې ده[۲] او له هجرته ۵۴ یا ۵۳ کاله مخکې یې له عبدالله بن عبدالمطلب سره واده کړی دی.[۳] د هغو دوو د واده دستورې درې شواروزه روانې وې او په دې موده کې عبدالله د قبیلې له دود سره سم د ناوې په کور کې استوګن و.[۴]

د مېړه وفات

عبدالله له آمنې بي بي سره له واده څو ورځې وروسته تجارتي سفر ته لاړ او د ستنېدو په لاره کې په یثرب کې وفات شو.[۵] هغه د ذبحې له کیسې یو کال پس له آمنې سره واده کړی و.[۶] عبدالمطلب نذر کړی و چې که خدای هغه ته لس زامن ورکړي نو لسم به یې قرباني کړي، خو اخر د عبدالله د قرباني کولو په ځای یې سل اوښان قرباني کړل.[۷] ځینې تاریخي راپورونو د عبدالله وفات د رسول الله مبارک(ص) له پېدا کېدو لږ وروسته ګڼلی دی.[۸]

دحضرت محمد زوکړه

آمنې د حضرت محمد له زوکړې وروسته هغه حلیمه سعدیه ته وسپاره.[۹] د شیعه د مشهور نظر مطابق آمنې بي بي د عام الفیل کال د ربیع الاول په اولسمه حضرت محمد(ص) زېږولی و؛ خو مشهورو اهل سنتو عالمانو دغه نېټه د ربیع الاول دولسمه ګڼلې ده.[۱۰] په السیرة النبویه کې د ابن هشام په وینا (وفات ۲۱۳-۲۱۸ق) محمد یتیم و نو چا یې سرپرستي نه اخسته؛ حلیمه سعدیه هم په دې وجه په اوله کې د محمد دایي توب ونه مانه، خو کله یې چې ولیدل چې د بل کوم ماشوم سرپرستي یې نه په نصیب کیږي نو هغه یې قبول کړ.[۱۱] حلیمه دوه کاله پس محمد(ص) آمنې ته راوسته خو له هغه یې ځینې برکتونه لیدلې وو نو له آمنې یې وغوښتل چې یو څه موده نور محمد(ص) له ځان سره وساتي[۱۲] له دې امله د محمد(ص) له زوکړې پینځه کاله او دوه ورځې پس د عام الفیل په شپږم کال یې هغه خپلې مور ته ستون کړ.[۱۳]

وفات

په ابواء کې د حضرت محمد(ص) د مور آمنه قبر

آمنه له عام الفیله وروسته په اوم کال، خپل زوی محمد د پلار د قبر د زیارت او د عبدالله له ماماګانو سره د ملاقات لپاره چې له بني نجار وو مدینې ته بوتله او د مشهور قول مطابق، له مدینې د ستنېدو په وخت په ابواء کې وفات شوه.[۱۴] او هم هلته ښخه کړی شوه.[۱۵] او د یو بل قول مطابق په مکې کې وفات شوه او په شعب دُب (معلاة هدیرې) کې ښخه کړئ شوه.[۱۶] د دریمې پېړۍ مورخ یعقوبي د هغې وفات په دېرش کلنۍ کې بللی دی.[۱۷]

د محمد بن عمر واقدي ( وفات ۲۰۷ یا ۲۰۹ ق) په وینا کله چې قریش د بدر د وژل شویو کسانو د غچ اخستلو لپاره مدینې ته روان شول او ابواء ته ورسیدل او د آمنې قبر یې ولید، ځینو یې اراده وکړه چې د هغې قبر راوسپړي خو د قریشو له نظر خاوندانو سره د ابو سفیان له مشورې وروسته له دغه کاره تېر شول.[۱۸] همداراز نقل شوې چې پېغمبر به په ابواء کې د خپلې مور د قبر زیارت کاوه.[۱۹] منجمله پېغمبر(ص) په حدیبیه پېښه کې د مور قبر ته حاضر شو او پر هغې یې ژړا وکړه.[۲۰]

سره له دې د مکې په حجون هدیرې کې هم یو قبر هغې ته منسوب دی.[۲۱] ویل شوي چې په ابواء کې د هغې قبر او په مکې کې په هغې پورې منسوب قبر د عثماني حکومت له زمانې بقعه او ودانۍ لرله او وروسته بیا خرابه کړئ شوې ده.[۲۲]

ایمان

اوسمهال مورخ محمدابراهیم آیتی (۱۳۴۳لمریز) باوري دی چې ټول شیعه عالمان د آمنه بنت وهب، ابوطالب، عبدالله بن عبدالمطلب او تر آدمه(ع) پورې د رسول الله مبارک د ټولو نیکونو په مومن والي یو نظر لري.[۲۳] همداراز په یو روایت کې چې په الکافي کې راغلی، د پېغمبر په نیکونو، مور پلار او هغه چا چې سرپرستي یې کړې (ابوطالب) د دوزخ اور حرام دی.[۲۴]

د ځینو اهل سنت عالمانو له نظره د پېغمبر اکرم(ص) والدین او نیکونه مشرک وو: په نهمه قمري پېړۍ کې د اهل سنت مفسر جلال الدین سیوطي د توبې سورې د ۱۱۳ [یاداشت ۱] او ۱۱۴ [یاداشت ۲] آیتونو د شان نزول په اړه په دوو روایتونو سره د پېغمبر د مور په مشرکوالي حکم کړی دی.[۲۵]

شیعه عالم علامه امیني، د دغو ایتونو شان نزول د امام علي(ع) څخه په نقل سره د هغو اصحابو په اړه ګڼلی چې د خپلو مشرکو پلرونو میندو لپاره به یې استغفار کاوه او د هغه له نظره دغه ایت د ابوطالب او یا آمنې لپاره له استغفار سره هیڅ اړه نه لري.[۲۶] همداراز دهغه په وینا، ځینو مفسرانو لکه طبري[۲۷] په دغه ایتونو کې د بخښنې غوښتل پر مړي په لمونځ کولو تفسیر کړی دی.[۲۸] علامه امیني د دغه روایتونو جعلي والی او د هغو د راویانو نه موثق والی هم مطرح کړی دی.[۲۹]

شیخ عباس قمي د توبې سورې [یادداشت۳] په دریم ایت په استناد سره چې پېغمبر یې په مشرکو مړو له لمونځ کولو او د هغوي په قبر له ودرېدو منع کړی، د پېغمبر د والدینو مشرک والی منتفي ګڼلی، ځکه چې پېغمبر به د خپلې مور او پلار د قبر زیارت کاوه.[۳۰]

کتابونه

«ام النبي(ص) کتاب په عربۍ ژبه د حضرت آمنه د ژوند په اړه دی چې معاصرې لیکوالې عایشه بنت الشاطي (زوکړه ۳۳۱ق/۱۹۱۳م) لیکلی دی.[۳۱] ام النبي کتاب د «تراجم سیّدات بیت النبوة» کتابونو له ټولګې څخه دی چې بنت الشاطي د پېغمبر د کورنۍ د ښځو په اړه خپاره کړې دي.[۳۲] سید محمد تقي سجادي د ام النبي کتاب د «آمنه مادر پیامبر(ص)» په نامه په فارسۍ ژباړلی چې په لومړي ځل په ۱۳۵۹ لمریز کال کې خپور شوی او په ۱۳۷۹ کې بیا ځلې چاپ شوی دی.[۳۳] همداراز احمد صادقي اردستاني دغه کتاب د «آمنه مادر پیامبر(ص)» په نامه ژباړل او بوستان خپرنځای په ۱۳۹۴ لمریز کال کې خپور کړی دی.[۳۴]

فوټ نوټ

  1. وګورئ: مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۵-۶.
  2. بنت الشاطی، آمنه مادر پیامبر، ۱۳۷۹ش، ص۷۴.
  3. ابن هشام، السیرة النبویة، ۱۳۷۵ق، ج۱، ص۱۵۶.
  4. نویری، نهایة الارب، دارالکتب و الوثایق القومیه، ج۱۶، ص۵۷.
  5. زرقانی، شرح المواهب اللدنیة، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۰۷-۲۰۶.
  6. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۹.
  7. ابن هشام، السیرة النبویة، ۱۳۷۵ق، ج۱، ص۱۵۱-۱۵۵.
  8. وګورئ: آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۷۸ش، ص۴۱.
  9. ابن هشام، السیرة النبویة، ۱۳۷۵ق، ج۱، ص۱۶۲-۱۶۳.
  10. وګورئ: آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۷۸ش، ص۴۳.
  11. ابن هشام، السیرة النبویة، ۱۳۷۵ق، ج۱، ص۱۶۲-۱۶۳.
  12. ابن هشام، السیرة النبویة، ۱۳۷۵ق، ج۱، ص۱۶۴-۱۶۳.
  13. ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۲۹.
  14. وګورئ: ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۰.
  15. مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ ق، ج۱، ص۱۳.
  16. ابن اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۲.
  17. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۰.
  18. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۰۶.
  19. محدث قمی، سفینة البحار، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۱۷۱.
  20. ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۹۴.
  21. کردی، التاریخ التقویم، ج۱، ص۷۴، به‌نقل از جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۲ش، ص۳۹۲.
  22. کردی، التاریخ التقویم، ج۱، ص۷۴، به‌نقل از جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۲ش، ص۳۹۲.
  23. آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۷۸ش، ص۴۲.
  24. کلینی، الکافی، ۱۳۸۸ق، ج۱، ص۴۴۶.
  25. سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۲۸۳ و ۲۸۴.
  26. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۸، ص۲۷.
  27. وګورئ: طبری، جامع البیان، بیروت، ج۱۱، ص۳۳.
  28. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۸، ص۲۷.
  29. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۸، ص۱۸-۱۹.
  30. محدث قمی، سفینة البحار، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۱۷۱.
  31. سجادی، آمنه مادر پیامبر، ۱۳۷۹ش، مقدمه چاپ سوم.
  32. بنت الشاطی، تراجم سیدات بیت النبوة، ۱۴۰۷ق.
  33. سجادی، آمنه مادر پیامبر، ۱۳۷۹ش، مقدمه چاپ سوم.
  34. «همزمان با اکران فیلم محمد رسول‌الله(ص): کتاب « آمنه مادر پیامبر(ص)» توسط بوستان کتاب منتشر شد»، خبرگزاری ایکنا.

سرچينې

  • آیتی، محمدابراهیم، تاریخ پیامبر اسلام، تجدید نظر و اضافات از ابوالقاسم گرجی، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، ۱۳۷۸ش.
  • ابن اثیر، علی بن محمد، اسد الغابه فی معرفة الصحابه، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • ابن سعد، محمد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • ابن عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق‌علی محمد بجاوی، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۲ق.
  • ابن هشام، السیرة النبویة، تحقیق ابراهیم الأبیاری و مصطفی السقاء و عبدالحفیظ الشلبی، مصر، شركة مكتبة ومطبعة مصطفى البابی، ۱۳۷۵ق.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنه و الادب، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیه، ۱۴۱۶ق.
  • بنت الشاطی، عایشة، آم‍ن‍ه‌ م‍ادر پ‍ی‍ام‍ب‍ر(ص)، ت‍رج‍م‍ه‌ م‍ح‍م‍دت‍ق‍ی‌ س‍ج‍ادی، ت‍ه‍ران، م‍وس‍س‍ه‌ ان‍ت‍ش‍ارات‌ ن‍ب‍وی‌، ۱۳۷۹ش.
  • بنت الشاطی، عایشة، تراجم سيّدات بيت النّبوّة: المجلد الجامع، قاهره، دارالریان للتراث، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۷م.
  • جعفریان، رسول، آثار اسلامی مکه و مدینه، تهران، مشعر، ۱۳۸۲ش.
  • زرقانی، محمد بن عبدالباقی، شرح العلامة الزرقانی علی المواهب اللدنیة بالمنح المحمدیة، تصحیح محمد عبدالعزیز خالدی، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۷ق.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، الدر المنثور فی التفسیر بالماثور، قم، کتابخانه آیت الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة.
  • بنت الشاطی، عایشه عبدالرحمن، آمنه مادر پیامبر (ص): ترجمه ام النبی، ترجمه سید محمدتقی سجادی، تهران، موسسه انتشارات نبوی، ۱۳۷۹ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۸۸ق.
  • نویری، احمد بن عبدالوهاب، نهایة الارب فی فنون الادب، قاهره، دارالکتب و الوثایق القومیه، بی‌تا.
  • محدث قمی، عباس، سفینة البحار، قم، اسوه، ۱۴۱۴ق.
  • واقدی، محمد بن عمر، المغازى، تحقيق مارسدن جونس، بيروت، مؤسسة الأعلمى، ۱۹۸۹م/۱۴۰۹ق.
  • مقریزی، احمد بن علی، امتاع الاسماع بما للنبی من الاحوال و الحفده و المتاع، تحقیق محمد عبد الحمید النمیسی، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۲۰ق/۱۹۹۹م.
  • «همزمان با اکران فیلم محمد رسول الله(ص): کتاب «آمنه مادر پیامبر(ص)» توسط بوستان کتاب منتشر شد.»، خبرگزاری ایکنا، تاریخ انتشار: ۸ شهریور ۱۳۹۴ش.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، بیروت، بی‌تا.