ذي قار

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

ذي قار د عراق په جنوب کې یوه سیمه ده چې پکې د اسلام د پېغمبر (ص) له بعثته وروسته د ساسانیانو او عربو تر مینځ جنګ وشو چې عرب بریالي شول. همداراز امام علي (ع) په ۳۶ سپوږمیز کال کې له اهل جمل سره د جنګ لپاره په ذي قار سیمه کې ایسار شو او هتله یې خپلو ملګرو ته خطبه وویله. دغه خطبه په نهج البلاغې کې نقل شوې ده. نن سبا ذي قار د عراق په جنوب کې یوه ولایت دی چې مرکز یې ناصریه دی. ذي قار ولایت تر دوو میلیونو زیات نفوس لری چې زیاتره یې شیعه دي. اور ښار د دغه ولایت له لرغونو اثارو دی چې د حضرت ابراهیم علیه السلام زېږنځای دی او د زیګورات معبد پکې پروت دی.

موقعیت او نومونه

ذي قار د عراق په جنوب کې د کوفې او بصرې تر مینځ یوه سیمه ده [۱] د یاقوت حموي په وینا، دلته د بکربن وائل قبیلې یو کوهی و چې ذوقار نومید.[۲] د شپږمې پېړۍ عالم ابوالحسین بیهقي هم په ذي قار د دغه سیمې نومول د هغه کوهي له امله بللي چې اوبه یې د تارکولو په شان تورې وې.[۳]

پېښې

په ذي قار کې له شویو پېښو یوه هم د عربو او ساسانیانو جنګ او بله د جمل جنګ په وخت کې په دغه ځای کې د امام علي (ع) پړاو اچول دي.

د ذي قار جنګ

په دې سیمه کې د ذي قار جنګ د بکر بن وائل قبیلې او د خسرو پرویز د استازي هرمزان تر مینځ وشو.[۴] دغه جنګ چې ویل کیږي سبب یې د خسرو پرویز له خوا د عربو د یو قبایلي مشر نُعمان بن مُنذر لَخمی وژله وه[۵] هغه وخت وشو چې رسول الله مبارک (ص) څلویښت کلن و؛ خو ځینې دغه جنګ د بدر له غزا وروسته او په مدینه کې د رسول الله مبارک د شتون په زمانه کې ګڼي.[۶] په دغه جنګ کې اعراب د خسرو پرویز پر استازي بریالي شول او د خدای له رسول (ص) نقل شوې چې په اړه یې وفرمایل:« دا لومړی ځل دی چې زما په برکت عربو له غېر عربو خپل حق واخیست او پرې بریالي شول»[۷]

د جمل د جنګ لاره

د تاریخي سرچینو په وینا، امام علي له عایشې او طلحه او زبیر سره د جنګ لپاره، له خپل لښکر سره د عراق په لور وخوځېد او عراق ته په رسیدو سره یې په ذي قار سیمه کې واړول.[۸] له عبدالله بن عباس نقل شوي چې کله د امام علي (ع) په ملګرتیا ذي قار ته ورسیدو او دمه مو وکړه، امام ته مې عرض کړ:« له کوفې ډېر کم خلک ستاسو ملګرتیا ته راغلل» امام وفرمایل: « ۶۵۶۰ کسان به بې له کمي زیاتي زما مرستې ته راځي»[۹] له دې وروسته پینځلس ورځې په ذي قار کې پاتې شو تر دې چې د اسونو او خچرو د شڼهار اوازونه راغلل او د کوفې لښکر راورسېد.ما هغوي وشمېرل، ومې لیدل هماغه شمېر و چې امام یې خبر راکړی و.[۱۰] همداراز له ابن عباسه نقل شوې چې په ذي قار سیمه کې د امام علي (ع)په خدمت کې حاضر شو په داسې حال کې چې خپل پېزار ته یې ټوټه لګوله، له ما یې وپوښتل: د دغه پېزار ارزښت څومره دی: ومې ویل: هیڅه. ویې ویل: په خدای قسم دا شلېدلی پېزار زما په نزد پر تاسو له حکومته زیات ارزښت لري مګر دا چې وکړی شم یو حق واخلم او باطل ختم کړم. بیا رابهر شو او خلکو ته یې یوه خطبه ولوستله [۱۱] دغه خطبه په نهج البلاغې کې نقل شوې او امام علي په هغې کې د انبیاوو د بعثت د حکمت، د ځان د لوړاوي او د مخالفانو په غندنه کې خبرې کړې دي.[۱۲]

په اور ښار کې ذیګورات معبد

په عراق کې د ذي قار په نوم یو ولایت دی چې مرکز یې ناصریه ښار دی چې د کوفۍ په ۱۸۰ کلومیټرۍ او د بغداد په ۳۶۰ کلومیټرۍ کې واقع دی[۱۳] دغه ولایت د جوړېدو په اول کې په «المُنتَفَک» پېژندل کېده او د جمهوریت په زمانه کې یې نوم په ناصریه بدل شو. د عراق بعث دولت په ۱۹۶۹ کال کې د دغه ولایت نوم ذي قار کېښود [۱۴] ذي قار ولایت تر دوو میلیونو زیات نفوس لري او اکثره اوسیدونکي یې شیعه دي. نور اوسیدونکي یې اهل سنت، صابئین او مسیحیان دي. «اور» ښار د دغه سیمې له لرغوني اثارو دی چې د سومریانو او آکادیانو د استوګنې ځای[۱۵] او د حضرت ابراهیم علیه السلام زېږنځای [۱۶] و او د زیګوارت معبد هم دغلته واقع دی.[۱۷]