Jump to content

زهیر بن سلیم ازدي

د wikishia لخوا
د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

زُهَیْر بن سُلَیْم اَزْدي د ۶۱ قمري کال د عاشورا په ورځ د کربلا له شهیدانو څخه وو.[۱] هغه د امام علی(ع) له اصحابو څخه هم یاد شوی دی.[۲]

مامقاني (وفات: ۱۳۵۱ هـ ق) په تَنقیح‌المَقال کې د مؤرخينو د راپور له مخې، زهير د عمر سعد له لښکر سره کربلا ته داخل شو، خو د عاشورا په شپه چې د عمر بن سعد د لښکر له پرېکړې خبر شو چې امام حسين(ع) شهیدوي نو له امام حسين(ع) سره يو ځای شو او د عاشورا په ورځ په لومړي بريد کې شهيد شو.[۳] دا خبره د محمد سماوی (وفات: ۱۳۷۱هـ ش) په اِبصارُالعین کتاب د محمد سَماوی (وفات: ۱۳۷۱ق) لیک کې هم راغلې ده.[۴] د شهيدانو په زيارت کې د «السَّلَامُ عَلَى زُهَيْرِ بْنِ سُلَيْمٍ الْأَزْدِی» په جملې سره هغه ته سلام شوی دی.[۵]

زهیر د قادسیه په جګړه کې موجود و او د نخارجان یا نخیرخان په نوم د ایران د پوځ یو قومندان یې وواژه.[۶]

هغه د مِخْنَف بن سلیم ازدي ورور و چې د رسول الله(ص) صحابي او د امام علي(ع) د لښکر له قوماندانانو څخه وو.[۷]

په تاریخي سرچینو کې د عبدالله بن زهیر بن سلیم په نوم د کربلا په پیښه کې د عمر سعد د لښکر له قوماندانانو څخه یاد شوی دی.[۸] او د زهیر د زوی په نوم یاد شوی دی.[۹]

فوټ نوټ

  1. ابن‌زبیر کوفی، تسمیة من قتل مع الحسین(ع)، ۱۴۰۶ق،‌ ص۱۵۶؛ ابن‌شهرآشوب، مناقب آل‌ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۱۳.
  2. کمره‌ای، عنصر شجاعت، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۴۱.
  3. مامقانی، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ج۲۸، ص۳۱۴.
  4. سماوی، اِبصار العین، ۱۳۸۴ش، ص۱۶۲
  5. ابن‌مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۴۹۴.
  6. وګورئ: بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۸۸م، ص۲۵۸؛ ابن‌قتیبه دینوری، اخبار الطوال، ۱۳۷۳ش، ص۱۲۳.
  7. ابن‌قتیبه دینوری، اخبار الطوال، ۱۳۷۳ش، ص۱۲۳.
  8. وګورئ: طبری، تاریخ الطبری، دار التراث، ج۵، ص۴۲۲؛ سماوی، اِبصار العین، ۱۳۸۴ش، ص۶۰ و ۱۸۰.
  9. سنگری، آینه داران آفتاب، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۵۲۰.

سرچينې

  • ابن‌زبیر کوفی، فضیل، تسمیة من قتل مع الحسین(ع)، تحقیق محمدرضا حسینی جلالی، قم، مؤسسه آل‌ البیت، ۱۴۰۶ق.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل‌ابی‌طالب، قم، علامه،‌ چاپ اول، ۱۳۷۹ق
  • ابن‌قتیبه دینوری، احمد بن داوود، اخبار الطوال، تحقیق محمد عبدالمنعم عامر، قم، منشورات شریف رضی، چاپ اول، ۱۳۷۳ش.
  • ابن‌مشهدی، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، فتوح البلدان، بیروت، دار و مکتبة الهلال، ۱۹۸۸م.
  • سماوی، محمد، اِبصار العین فی انصار الحسین(ع)، تحقیق محمدجعفر طبسی، قم، زمزم هدایت، ۱۳۸۴ش.
  • سنگری، محمدرضا، آینه داران آفتاب: پژوهش و نگارش نو از زندگی و شهادت یاران اباعبدالله الحسین(ع)، تهران، سازمان تبلیغات اسلامی شرکت چاپ و نشر بین‌الملل، چاپ چهارم، ۱۳۹۰ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری: تاریخ الامم و الملوک، بیروت، دار التراث، بی‌تا.
  • کمره‌ای، میرزاخلیل، عنصر شجاعت یا هفتاد و دو تن و یک تن، قم، دار العرفان، چاپ اول، ۱۳۸۹ش.
  • ‌ مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، قم، مؤسسه آل‌البیت، چاپ اول، ۱۴۳۱ق.