زین العابدین
- دا مقاله د زین العابدین لقب په اړه ده. د شیعهګانو څلورم امام د معلوماتو لپاره امام سجاد علیه السلام، مدخل ته وګورئ.
زَیْنُ الْعَابِدِین، د عبادت کونکیو ګاڼه په معنی، د امام سجاد(ع) شیعهګانو ته څلورم امام له خورا مشهور لقبونو څخه دی.
امام سجاد(ع)، زین العابدین ته ملقب شولو د دخورا زهد او عبادت له امله بولي.[۱] له مالک بن انس د اهل سنت فقیه او محدث څخه نقل شوی دی؛ چې هغه شپه او ورځو یو زره رکعتونه لمونځ و لوستله او د خپل عبادت له امله زین العابدین نومیږي.[۲] همداسې په حدیث سرچینو کې د سید العابډین په توګه هم یادونه شوې. [۳] ویل شوی ده چی د اسلام په تاریخ کې، هیڅوک د علي بن الحسین(ع) پرته د زین العابدین په نوم نومول نه شوی. [۴]
د عِلَلُ الشرایع کتاب د بیان له مخې، له دوهم قمري پیړۍ څخه د امام سجاد(ع) لپاره دا لقب ذکر شوی دی.[۵] ابن شهاب زهري، د اهل سنت فقیه او محدث، کله چې د علي بن حسین څخه روایت نقل وکره نو دهغه له زین العابیدن لقب کې یاد وکره. سُفیان بن عُیینَة (۱۰۷-۱۹۸ق) وپوښتل چې تاسو ولې هغه ته زین العابدین وایاست؟ زهری د پیغمبر(ص) د روایت په ځواب کې وویل چې د قیامت په ورځ، کله چې یو مبلغ به غژ کوي، زین العابدین چیرته دی، داسې بریښي چې زه ګورم زما زوی علي بن حسین د کتارونو په مینځ کې ګرځي.[۶]
د کَشْفُ الغُمَّه په کتاب کې، پرته له دې چې د سند یادونه وکړي، څلورم امام د «زین العبدین» په نوم ونومول شو، کوم چې یوه شپه د عبادت په محراب کې "تهَجُّد" ته بوخت و، یو غږ واورید چې هغه درې ځله وویل «أنْتَ زَینُ الْعابدین؛ تاسو د عبادت کونکو ګاڼه یي، بیا د خلکو په مینځ کې په دغه لقب مشهور شو.[۷]
اړوندې لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ قرشی، حیاة الامام زینالعابدین، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۴۵و۱۴۶.
- ↑ ذهبی، العبر، دار الکتب العلمیه، ج۱، ص۸۳.
- ↑ د مثال په توګه، وګورئ: صدوق، علل الشرابع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۱۳۲.
- ↑ قرشی، حیاة الامام زینالعابدین، ۱۴۰۹، ج۱، ص۱۸۷.
- ↑ صدوق، علل الشرابع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۲۹-۲۳۰.
- ↑ صدوق، علل الشرابع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۲۹-۲۳۰.
- ↑ اربلی، کشف الغمة، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۶۱۹.
سرچینې
- اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، رضی، ۱۴۲۱ق.
- ذهبی، محمد بن احمد، العبر فی خبر من غبر، تحقیق ابوهاجر محمد سعید بن بسیونی زغلول، بیروت، دار الکتب العلمیه، بیتا.
- صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، قم، کتابفروشی داوری، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۶م.
- قرشی، باقر شریف، حیاة الامام زین العابدین، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۹ق.