سید الساجدین
دا مقاله د سید الساجدین لقب په اړه ده. د شیعیانو له څلورم امام څخه د خبرېدو لپاره امام سجاد علیه السلام وګورئ.
سَیّدُ السّاجِدین د شیعیانو د څلورم امام زین العابدین(ع) له القابو څخه دی چې معنا یې ده د سجده کوونکو سردار.[۱] شیخ صدوق په علل الشرایع کتاب کې د د امام زیاتې سجدې د دې سبب ګڼلی او له امام باقر(ع) په یو حدیث کې یې نقل کړي چې: پلار مې (علی بن الحسین) هیڅکله کوم نعمت نه یادوه مګر دا چې د شکر سجده به یې کوله او د قرآن یو ایت به یې نه لوسته چې سجده یې لرله مګر دا چې سجده به یې کوله او هرکله به چې خدای تعالی کوم مکر یا حیله له هغه لرې کوله، په سجده به پرېوته او کله به چې له لمانځه فارغېده، سجده به یې کوله او کله به چې په دې بریالی شو چې په دوو کسانو کې سوله او اصلاح وکړي، سجده به یې کوله او د سجدې نښې د هغوي د سجدې په غړو کې ښکاره وې؛ نو له دې امله سجاد ونومول شو.[۲] شیعه محدث سید نعمت الله جزایري (وفات۱۱۱۲ق) د سید الساجدین د لقب ورکولو دلیل همدا روایت ګڼلی دی.[۳] شیعه څیړاندي باقر شریف قرشي (وفات ۱۴۳۳ق) هم ویلي چې د اسلام په تاریخ کې، یوازې امام سجاد په سید الساجدین ملقب شوی دی.[۴][یادداشت]
امام سجاد چې د زیاتو سجدو په وجه یې په تندي[۵] او د سجدې په نورو غړو د سجدې نښې جوړې شوې وې، ذوالثفنات ونومول شو.[۶] د دریمې قمري پېړۍ د تاریخ لیکونکو احمد بن ابي یعقوب په وینا علی بن حسین(ع) هر شواروز ۱۰۰۰ رکعته لمونځ کاوه.[۷]
اړوندې څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ ابن ابیالثلج، تاریخ اهلالبیت، ۱۴۱۰ق، ص۱۳۱.
- ↑ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۱۳۳.
- ↑ جزایری، ریاض الابرار، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۱۳.
- ↑ قرشی، حیاة الامام زین العابدین، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۸۷.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۳۰۳.
- ↑ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۲۳۳.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۳۰۳.
سرچينې
- ابنابیالثلج، تاریخ اهلالبیت، قم، آلالبیت، ۱۴۱۰ق.
- جزایری، سید نعمتالله، ریاض الابرار، بیروت، مؤسسة التاریخ العربی، ۱۴۲۷ق.
- صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، نجف، المکتبة الحیدریة، ۱۳۸۵ق.
- قرشی، باقر شریف، حیاة الامام زین العابدین، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۹ق.
- یعقوبی، احمد بن ابییعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بیتا.