سعید بن عبدالله حنفي

د wikishia لخوا
د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

سعید بن عبدالله حنفي، (شهادت ۶۱ق) د کربلا یو شهید. هغه د کوفې له شیعیانو و چې د کوفیانو ځینې لیکونه به یې امام حسین(ع) ته رسول. سعید همداراز د مسلم بن عقیل لیک امام ته ورساوه او بیا د هغه حضرت له کاروان سره یو ځای شو. هغه د عاشورا په شپه د امام حسین(ع) په ملاتړ کې وینا وکړه او قسم یې وخوړ چې که اویا ځله وسوزول او بیا ژوندی کړی شم بیا هم د امام له ملاتړه لاس وانه خلم.

د کربلا په پېښه کې د لیکونو رسول

سعید بن عبدالله له بني حنیفة بن لجیم څخه، د بنی بکر بی وائل تپه- د عدنان قبیلې یوه څانګه-[۱] او د کوفې استوګن و او په ابصارالعین کې د محمد سماوي په وینا، په مېړانې او عبادت مشهور و.[۲] په زیارت الشهدا کې د سعد په نوم[۳] او په د امام حسیین(ع) په رجبیه زیارت کې په سعید نوم[۴] هغه ته سلام شوی دی.

سعید بن عبدالله اوهاني بن هاني سبیعي د امام حسین(ع) لپاره د کوفیانو دریم لیک یووړ.[۵] د دغه لیک لیکونکي شَبَث بن رِبعی، حَجّار بن اَبجَر، یزید بن حارث، یزید بن رویم، عزرة بن قیس، عمرو بن حجاج او محمد بن عمیر وو.[۶] ځینې باوري دي چې دغه ماموریت د سعید بن عبدالله د وجاهت او شخصیت په وجه و، په دې هیله چې دغه وجاهت، امام(ع) کوفې ته په ورتګ قانع کړي.[۷]

سعید بن عبدالله، امام حسین ته په خطاب کې:

«په خدای قسم که ووژل شم، بیا ژوندی کړی شم، اویا ځله مې وسوزوي او ایرې مې والوزوي بیا به هم ستا له ملاتړه لاس وانخلم.»

* سرچينه: طبری، تاریخ الامم و الملوک، دارالتراث، ټوک۵، مخ۴۱۹.

امام حسین(ع) د سعید په لاس د کوفې د خلکو ځواب ولیږه او وې لیکل چې مسلم بن عقیل یې د خپل استازي په توګه کوفې ته درلېږلی دی. د تاریخ طبري (تألیف ۳۰۳ق) په وینا کله چې مسلم کوفې ته داخل شو او خلکو ته یې وینا وکړه. عابس بن ابي شبیب شاکري، حبیب بن مظاهر او سعید بن عبدالله په ویناوو کې له امام حسینه په خپل ملاتړ ټینګار وکړ.[۸] مسلم په دغه محفل کې سعید بن عبدالله مامور کړ چې امام(ع) کوفې ته ورتګ ته وبلي. سعید مکې ته ستون شو او د مسلم بن عقیل لیک یې امام ته ورکړ او له مکې څخه د امام حسین له کاروان سره یو ځای شو.[۹]

د عاشورا په شپه له امام حسین سره د وفادارۍ اعلان

سعید بن عبدالله د عاشورا په شپه امام حسین ته په خطاب کې، قسم وخوړ چې که اویا ځله مې وسوزوي او ایرې مې باد کړي بیا به هم ستا له ملاتړه لاس وانه خلم. هغه دغه خبرې د امام حسین د خبرو په ځواب کې وکړې چې په خپلو خبرو کې یې له خپلو اصحابو وغوښتل چې هر یو دې د خپل ملګري لاس ونیسي او د شپې له تیارې دې استفاده وکړي او کربلا دې پرېږدي.[۱۰]

د عاشورا په ماسپښین د لمونځ کوونکي حفاظت

د مقتل لیکونکو په وینا، د عاشورا په ماسپښین کله چې امام حسین د خوف لمونځ وکړ، سعید بن عبدالله او زهیر بن قین د هغه حضرت مخې ته ودرېدل او په مخ، سینې، ډډو او لاس سره یې په امام(ع) د غشو د لګېدو مخه نیوله.[۱۱] نقل شوي چې د شهادت په وخت، د تورې او نیزې پر ټپونو سربېره ۱۳ غشي د هغه په بدن لګېدلې وو.[۱۲] له دې امله هغه د لمانځه د شهید په توګه یادیږي.[۱۳] نقل شوي چې کله سعد په ځمکه ولوېد او د ځنکدن په حال کې و، دا دعا یې ویله

این خدایه! لکه څنګه چې دې په عاد او ثمود قام لعنت وکړ، دوي (د کوفې په سپایانو) هم لعنت وکړه، ای خدایه! زما سلام او درود خپل پېغمبر ته ورسوه او هغه درد او کړاو چې د بدن د ټپونو په وجه مې وزغمه هغه حضرت ترې خبره کړه؛ ځکه چې زه ستا د پېغمبر په مرسته کې ستا اجر ته د رسېدو غوښتونکی یم.[۱۴]

بیا یې امام ته مخ کړ او وې ویل: ای د خدای د رسول زویه، ایا په خپله وعده مې عمل وکړ؟ امام(ع) وفرمایل: هو؛ ته به له ما مخکې جنت ته لاړ شې.[۱۵] لاندینی رجز هم هغه ته منسوب دی:

ای حسینه، رامخکې شه چې نن به دې هم خپل نیکه چې د خدای غوریز دی او هم پلار چې د سخا او بخښښ څښتن دی ووینې.[۱۶]

فوټ نوټ

  1. شمس‌الدین، انصارالحسین، ۱۴۰۷ق، ص۷۶.
  2. سماوی، ابصار العین، ۱۳۸۴ش، ص۱۸۷.
  3. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۵، ص۷۰، ج۹۸، ص۲۷۲.
  4. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۸، ص۳۴۰.
  5. طبری، تاریخ الامم و الملوک، دارالتراث، ج۵، ص۳۵۳.
  6. طبری، تاریخ الامم و الملوک، دارالتراث، ج۵، ص۳۵۳.
  7. کمره‌ای، عنصر شجاعت، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۱۵۸.
  8. طبری، تاریخ الطبری، دار التراث، ج۵، ص۳۵۵.
  9. سماوی، ابصار العین، ۱۳۸۴ش، ص۱۸۸.
  10. طبری، تاریخ الامم و الملوک، دار التراث، ج۵، ص۴۱۹.
  11. ابن‌طاووس، الملهوف على قتلى‌الطّفوف، انوار الهدی، ص۶۶.
  12. ابن‌طاووس، الملهوف على قتلى‌الطّفوف، انوار الهدی، ص۶۶.
  13. محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۶ش، ص۲۶۳.
  14. ابن‌طاووس، الملهوف على قتلى‌الطّفوف، انوار الهدی، ص۶۶.
  15. سماوی، ابصار العین، ۱۳۸۴ش، ص۱۸۹.
  16. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۴۲۱ق، ج۴، ص۱۱۲.

سرچينې

  • ابن‌شهر آشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب، تحقیق و فهرست یوسف البقاعی، دارالاضواء، ۱۴۲۱ق.
  • ابن‌طاووس، علی بن موسی، اللهوف في قتلى الطفوف، قم، انوار الهدی، بی‌تا.
  • سماوی، محمد بن طاهر، ابصار العین فی انصار الحسین علیه‌السلام، تحقیق محمدجعفر طبسی، قم، زمزم هدایت، ۱۳۸۴ش.
  • شمس‌الدین، محمدمهدی، انصارالحسین، مؤسسه البعثه، تهران، ۱۴۰۷ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، دارالتراث، بی‌تا.
  • کمره‌ای، خلیل، عنصر شجاعت یا هفتاد دو تن و یک تن، اصحاب سید الشهداء، دارالعرفان، قم، ۱۳۸۹ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، موسسه الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • محدثی، جواد، فرهنگ عاشورا، قم، نشر معروف، ۱۳۷۶ش/۱۴۱۷ق.