سید محمد رضا ګلپایګاني

د wikishia لخوا
آیت الله ګلپایګاني

د شیعو د تقلید یو مرجع سید محمد رضا ګلپایګاني(۱۳۱۶- ۱۴۱۴قمري) دی چې د آیت الله بروجردي له وفات وروسته مرجعیت ته ورسید. هغه د عبدالکریم حائري یزدي له شاګردانو څخه و. مرتضی حائري یزدي، مرتضی مطهري، سید محمد حسیني بهشتي، لطف‌الله صافي ګلپایګاني او ناصر مکارم شیرازي د هغه په شاګردانو کښې شامل وو.

ګلپایګاني د غبرګولي د پنځلسمې په پاڅون کښې د خلکو د وژلې، د فیضیې د پيښې او د امام خمیني د نیولو او جلاوطن کولو په شان پيښو کښې د پهلوي حکومت د اقداماتو مخالفت وکړ. له هغه څخه کابو څلویښت ټوکه کتابونه پاتې دي. د روغتون، علمیه مدرسو، دارالقرآن الکریم او د لندن د اسلامي ټولنې یا فورَم جوړول د دغه د تقلید مرجع عام المنفعه فعالیتونه دي.

د زده کړې پړاؤ

سید محمد رضا ګلپایګاني د ۱۳۱۶قمري کال د ذی القعدې په اتمه نیټه له ګلپایګان ښاره پنځه کیلومیټره لرې په ګوګد کلي کښې وزیږید. د هغه پلار سید محمد باقر، عالم و او په دغه ټاټوبي کښې په امام مشهور و. خو لا دریو کالو و چې مور یې وفات شوه او په نهه کلنۍ کښې یې پلار هم له دنیا لاړ.[۱]

ګلپایګاني د علمیه حوزې ابتدايي درسونه په ګلپایګان کښې د سید احمد خوانساري د مشر ورور سید محمد حسن خوانساري او د آخوند خراساني د یو شاګرد محمد تقي ګوګدي ګلپایګاني په خوا کښې وویل.[۲] بیا اراک ته لاړ او د عبد الکریم حائري یزدي په درس کښې یې ګډون وکړ. هغه څلور کاله پس، قم ته د عبدالکریم حائري د کډه کیدو په وجه هلته لاړ او په فیضیه مدرسې کښې دیره شو.[۳]

هغه د عبدالکریم حائري له وفات وروسته نجف ته لاړ او درې میاشتې یې د ضیاء الدین عراقي او سید ابوالحسن اصفهاني د درس په ټولګي کښې کښیناسته.[۴] همداشان په قم کښې د میرزا نائیني او سیدالوالحسن اصفهاني د اته میاشتني شتون په زمانه کښې یې د هغوي په درسونو کښې شتون درلود.[۵] هغه به همداشان په قم کښې د سید حسین بروجردي په درس کښې کښیناسته.[۶]

ګلپایګاني په قم کښې د سید احمد خوانساري د بحث ملګری و.[۷]

علمي مقام او شاګردان

سید محمد رضا ګلپایګاني له عبد الکریم حائري څخه د اجتهاد او له محمد رضا مسجد شاهي او شیخ عباس قمي څخه یې د روایت اجازه درلودله.[۸] هغه د عبدالکریم حائري د استفتاء(د فتوی غوښتلو) د ډلې غړی و[۹] حائري یزدي د خپل «کتابُ الصلاة» د تصحیح مسئولیت هغه او آیت الله اراکي ته وسپاره.[۱۰]

ګلپایګاني په ۱۳۴۰لمریز کال کښې د آیت الله بروجردي له وفاته وروسته د تقلید مرجع شو.[۱۱] او تر ١٣٧٢ لمریز کاله پورې یې د ۳۲ کلونو په موده مرجعیت په غاړه درلود.[۱۲] هغه تقریباً ۷۵ کاله د حوزې درسونه تدریس کړل چې شپيته کاله په کښې د فقهې او اصولو د درس خارج ښوونه وه.[۱۳] د هغه درس خارج د حوزې د درس یو ډیر ستر کلاس بللی شوی دی.[۱۴]

د هغه د ځینو شاګردانو نومونه دا دي:

علمي آثار

اصلي مقاله: د آیت الله ګلپایګاني آثار

د آیت الله ګلپایګاني تقریباً څلویښت کتابونه خپاره شوي دي.[۱۸] په دې کښې ځیني کتابونه هغه په خپله لیکلي دي او ځیني نور بیا د هغه د هغو درسونو نتیجه ده چې شاګردانو یې لیکلي دي.[۱۹] د ګلپایګاني علمي آثار په «کتاب‌شناسی توصیفی آیت‌الله العظمی گلپایگانی» کتاب کښې معرفي شوي دي.[۲۰] الدُّرّ المَنضود في احکام الحدود، بُلغةالطالب فی شرح المکاسب، اِفاضة العَوائد، تعلیقاتٌ علی عُروةِالوُثقیٰ، مَجمَع المسائل، د توضیح المسائل رساله او الهدایة الی من لَهُ الولایة، دا د آیت الله ګلپایګاني د ځینو کتابونو نومونه دي.[۲۱]

سیاسي کړچار

آیت الله بروجردي، آیت الله گلپایگاني

سید محمد رضا ګلپایګاني سره له دې چې پهلوي حکومت یې یو ناروا حکومت باله خو ورسره څرګنده مقابله یې په ګټه نه بلله او تر خپله وسه به یې له سیاسي فعالیتونو ډډه کوله.[۲۲] آبراهیمیان په «ایران د دوو انقلابونو ترمینځ» نومې کتاب کښې هغه، د تقلید مرجع یو مینځ لارې بللی دی چې د حکومت د نسکورولو په لټه کښې نه و او یوازې یې د سیاستونو د معتدل او مینځ لارې کیدو تکل کاوه[۲۳][یادداشت ۱] سره له دې هر څه، ګلپایګاني د امام خمیني په غورځنګ کښې یو اغیزناک کس بلل شوی دی.[۲۴] هغه له ۱۳۴۱ لمریز کال نه د ایران د اسلامي انقلاب تر بریالیتوب پورې ډیر وختونه د پهلوي د حکومت له سیاستونو سره مخالفت کړی دی. په ۱۳۴۱لمریز کال کښې هغه د خوانساري، حکیم او مرعشي نجفي په شان د تقلید د نورو مراجعو په ملتیا د ایران باچا محمد رضا پهلوي ته په یو ټیلیګراف کښې د «ځمکې د اصلاحاتو له لایحې» سره خپل مخالفت اعلان کړ.[۲۵] په هم هغه کال او او نورو مراجعو شاه ته ټیلیګراف وکړ او د «د ایالتي او ولایتي تنظیمونو لایحه» یې د شرعي قوانینو مخالفه اعلان کړه.[۲۶] ګلپایګاني همداشان په ۱۳۴۱ کال کښې د سپين انقلاب لپاره ریفرینډم کښې چې د محمد رضا پهولي په حکومت ترسره کیده، د خلکو ګډون بایکاټ کړ.[۲۷]

د فیضیې په پیښې باندې اعتراض کښې د درسونو بندلو، د غبرګولي د پنځلسمې په پاڅون کښې د خلکو په وژلې او د امام خمیني او ځینو نورو علماؤ په نیولو باندې اعتراض کښې بیانیه، ترکیې ته د امام خمیني د جلاوطنۍ په لړ کښې قم ته د دربار د وزیر وربلل، په رستاخیز ګوند کښې چې د محمد رضا پهلوي له خوا ترویج کیده د غړیتوب بایکاټ، د حکومتي دیني ارګانونو د جوړولو لپاره د شاه د اقدام په وړاندې د علمیه حوزې له خپلواکۍ دفاع، په شاهنشاهۍ باندې د هجري تاریخ له بدلولو سره مخالفت، د پهلوي حکومت له حساسیت سره سره د مصطفی خمیني لپاره د ختم د غونډې ترسره کول، په اطلاعات ورځپاڼې کښې د امام خمیني د سپکاوي له بهیر سره مخالفت کښې وینا او د مرغومي د نولسمې په پاڅون کښې د خلکو په وژلې باندې په اعتراض کښې د یوې اونۍ لپاره د درسونو بندول، د ایران له اسلامي انقلابه مخکښې د هغه له سیاسي فعالیتونو څخه وو.[۲۸]

ګلپایګاني د ایران د اسلامي انقلاب له رامینځته کیدو وروسته د ایران له اسلامي جمهوریته ملاتړ وکړ او ورسره یې تعامل درلود.[۲۹]

کلتوري او خیریه خدمات

د علمیه حوزې په تعلیمي نظام کښې بدلون،[۳۰] د لندن د اسلامي ټولنې، دارالقرآن الکریم، طبي او روغتیايي مرکزونو لکه په قم کښې د آیت الله ګلپایګاني روغتون او د علمیه مدرسو جوړول او مُعجَم المسائل الفقهیة جوړول د ګلپایګاني له کلتوري او د خیرښیګړې له فعالیتونو څخه دي.[۳۱]

د هغه د مشر زوی سید جواد ګلپایګاني په وینا، هغه د طلبه­و د امتحانونو لپاره د پروګرامونو په پلانولو، په نوي سټایل د حوزې د مدرسو د جوړولو، د طلابو د هستوګنې لپاره د مدرسو جوړول او بیارغونې او د محققانو د اړتیا پوره کولو لپاره معجمِ فقهي مرکز جوړول د ښوونې او تعلیمي نظام په بدلون کښې ډیره اغیزه درلودلې ده.[۳۲]

نړیواله اسلامي ټولنه

اصلي مقاله: نړیواله اسلامي ټولنه

په ۱۳۵۲ لمریز /۱۹۷۴م کال کښې په لندن کښې د اسلامي نړۍ د ټولنې (Islamic Universal Association)  جوړول، د هغه یو بل کلتوري فعالیت دی چې د اسلام د دین د ترویج او له شیعه مذهب سره د بلدتیا په موخه جوړ شوی دی.[۳۳] دارالقرآن الکریم د ایران  وړومبنۍ قرآني موسسه بلل شوې ده چې له ۱۳۵۲ لمریز کال څخه د قرآن د ترجمې، چاپ او نشر په لړ کښې فعالیت کوي او د قرآن د تخصصي کتابتون او میوزیم جوړول او د خطي او چاپي نسخو راغونډول یې له فعالیتونو څخه دي.[۳۴]

وفات

سید محمد رضا ګلپایګاني د ۱۳۷۲لمریز کال د لیندۍ په اتلسمه چې د ۱۴۱۴قمري کال د جمادي الثاني له ۲۴نیټې سره برابره وه، په ۹۸کلنۍ کښې په قم کښې وفات شو.[۳۵] د ایران د اسلامي جمهوریت موقته حکومت اووه ورځې عمومي ویر او یوه ورځ رخصتي اعلان شوه.[۳۶] د هغه جنازه لمړی په تهران کښې او بیا په قم کښې وشوه او د ایت الله لطف الله صافی ګلپایګانی له لمانځه وروسته د هغه په ​​جسد باندی[۳۷] او د حضرت بي بي معصومې په حرم کښې خاورو ته وسپارل شو.[۳۸]  د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر سید علي خامنه اي په تهران کښې د هغه په جنازې کښې ګډون وکړ.[۳۹]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. لطفی، نوری از ملکوت، ۱۳۹۱ش، ص۱۸و۱۹.
  2. لطفی، نوری از ملکوت، ۱۳۹۱ش، ص۲۷تا۲۹.
  3. لطفی، نوری از ملکوت، ۱۳۹۱ش، ص۲۴و۲۵.
  4. لطفی، نوری از ملکوت، ۱۳۹۱ش، ص۳۹و۴۰.
  5. لطفی، نوری از ملکوت، ۱۳۹۱ش، ص۳۷و۴۰.
  6. لطفی، نوری از ملکوت، ۱۳۹۱ش، ص۳۸.
  7. «سال روز رحلت حضرت آیت الله العظمی سید محمدرضا گلپایگانی»، وبگاه پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  8. لطفی، نوری از ملکوت، ۱۳۹۱ش، ص۴۱.
  9. «سال روز رحلت حضرت آیت الله العظمی سید محمدرضا گلپایگانی»، وبگاه پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  10. «سال روز رحلت حضرت آیت الله العظمی سید محمدرضا گلپایگانی»، وبگاه پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  11. داودی، «بازخوانی زندگی سیاسی‌اجتماعی آیت‌الله العظمی سیدمحمدرضا گلپایگانی»، وبگاه جماران.
  12. «سال روز رحلت حضرت آیت الله العظمی سید محمدرضا گلپایگانی»، وبگاه پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  13. لطفی، نوری از ملکوت، ۱۳۹۱ش، ص۵۴.
  14. لطفی، نوری از ملکوت، ۱۳۹۱ش، ص۶۱.
  15. صالح، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۸۵ش، ج۳، ص٣٩.
  16. تبریزی، اسنادی درباره کتاب گنجینه دانشمندان...، ص۱۰۴۷.
  17. لطفی، نوری از ملکوت، ۱۳۹۱ش، ص۶۰تا۶۴.
  18. لطفی، نوری از ملکوت، ۱۳۹۱ش، ص۱۱۴تا۱۱۸.
  19. حبیبی، کتاب‌شناسی توصیفی آیت‌الله العظمی گلپایگانی، ۱۳۹۱، ص۱۹.
  20. وګورئ: حبیبی، کتاب‌شناسی توصیفی آیت‌الله العظمی گلپایگانی، ۱۳۹۱، ص۲۵-۷۸.
  21. حبیبی، کتاب‌شناسی توصیفی آیت‌الله العظمی گلپایگانی، ۱۳۹۱، ص۲۵-۶۵.
  22. حسن‌زاده و شفایی هریسی، «مواضع و اقدامات آیت‌الله گلپایگانی در قبال سیاست‌های حکومت پهلوی »، ص۸۴و۸۹.
  23. حسن‌زاده و شفایی هریسی، «مواضع و اقدامات آیت‌الله گلپایگانی در قبال سیاست‌های حکومت پهلوی »، ص۸۴.
  24. داودی، «بازخوانی زندگی سیاسی‌اجتماعی آیت‌الله العظمی سیدمحمدرضا گلپایگانی»، وبگاه جماران.
  25. داودی، «بازخوانی زندگی سیاسی‌اجتماعی آیت‌الله العظمی سیدمحمدرضا گلپایگانی»، وبگاه جماران.
  26. حسن‌زاده و شفایی هریسی، «مواضع و اقدامات آیت‌الله گلپایگانی در قبال سیاست‌های حکومت پهلوی»، ص۸۸.
  27. داودی، «بازخوانی زندگی سیاسی‌اجتماعی آیت‌الله العظمی سیدمحمدرضا گلپایگانی»، وبگاه جماران.
  28. داودی، «بازخوانی زندگی سیاسی‌اجتماعی آیت‌الله العظمی سیدمحمدرضا گلپایگانی»، وبگاه جماران.
  29. داودی، «بازخوانی زندگی سیاسی‌اجتماعی آیت‌الله العظمی سیدمحمدرضا گلپایگانی»، وبگاه جماران.
  30. «تحول در نظام آموزشی حوزه از خدمات ماندگار آیة الله العظمی گلپایگانی»، وبگاه پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  31. «رحلت آیت‌الله گلپایگانی»، مجله گلبرگ، ش۳۶، ۱۳۸۱ش، به نقل از وبگاه پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  32. «تحول در نظام آموزشی حوزه از خدمات ماندگار آیة الله العظمی گلپایگانی»، وبگاه پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  33. جعفریان، رسول، اطلس شیعه، ۱۳۹۱، ص۶۶۰و۶۶۱.
  34. «رحلت آیت‌الله گلپایگانی»، مجله گلبرگ، ش۳۶، ۱۳۸۱ش، به نقل از وبگاه پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  35. «سال روز رحلت حضرت آیت الله العظمی سید محمدرضا گلپایگانی»، وبگاه پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه؛ لطفی، نوری از ملکوت، ۱۳۹۱ش، ص۳۰۲.
  36. «رحلت آیت‌الله گلپایگانی»، مجله گلبرگ، ش۳۶، ۱۳۸۱ش، به نقل از وبگاه پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  37. https://www.hawzahnews.com/news/1005948/فیلم-قدیمی-از-اقامه-نماز-بر-پیکر-آیت-الله-العظمی-گلپایگانی-توسط
  38. «رحلت آیت‌الله گلپایگانی»، مجله گلبرگ، ش۳۶، ۱۳۸۱ش، به نقل از وبگاه پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  39. «رحلت آیت‌الله گلپایگانی»، مجله گلبرگ، ش۳۶، ۱۳۸۱ش، به نقل از وبگاه پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.

سرچينې

بهرنۍ لینکونه