Jump to content

فیضیه مدرسه (قم)

د wikishia لخوا
د قم فیضیه مدرسې

فیضیه مدرسه د قم یوه علمیه (دیني) مدرسه ده چې د حضرت معصومه د حرم په خوا کې پرته ده. دغه مدرسه له ۱۳۲۰ لمریز کاله د قم د علمیه حوزې د عالمانو او طالبانو د راغونډېدو مرکز پاتې شوی دی. له دې امله له حوزویانو سره د امام خمیني او ایت الله خامنه اي ډېرې ویناوې او کتنې او سیاسي غونډې په دې کې ترسره کېدې. په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د پهلوی حکومت مامورانو په دې مدرسې برید وکړ چې پکې یو شمېر طالبان ووژل شول. همداراز د ۱۳۴۲ لمریز کال په غبرګولي کې د امام خمیني وینا چې د غبرګولي د ۱۵ د پاڅون سبب شوه په دې مدرسې کې شوې وه.

په دې مدرسې کې ډېر عالمان میشته وو او پکې یې درس ورکاوه یا زده کاوه.

اهمیت او موقعیت

د فیضیه مدرسې په تل خونه کې د علمیه حوزو د تعلیمي کال د پېل دستورې

فیضیه مدرسه د قم ښار یوه دیني مدرسه ده چې د صفویانو په زمانه کې جوړه شوې او د حضرت معصومې بي بي له حرم سره د نزدېوالي په وجه یې خاصه ځانګړتیا موندلې ده.[۱] دا مدرسه د ۱۳۲۰ لمریز کال له خواوشا د سیاسي بدلونونو مرکز و. همداراز له عالمانو او طالبانو سره د امام خمیني ځینې کتنې به په دې مدرسه کې کېدې.[۲] منجمله له انقلابه وروسته د قم له خلکو سره د امام خمیني لومړۍ کتنه په دې مدرسه کې وشوه.[۳]

دا مدرسه د اعظم جومات او دارالشفاء مدرسې په خوا کې پرته ده او د قم د علمیه حوزې ځینې درسونه او حوزوي غونډې پکې ترسره کیږي. د حجتیه مدرسې له جوړېدو مخکې فیضیه مدرسه د قم تر ټولو لویه دیني مدرسه وه.[۴]

په دغه مدرسه کې ډېر عالمان استوګن وو یا یې تدریس کړی دی. د مدرسي طباطبایي په وینا، بهاءالدین عاملي، سلطان العلماء، قاضي سعید قمي، ملاعبدالرزاق لاهیجي او فیض کاشاني په دغه مدرسه کې سبق ښوده.[۵] همداراز آیت الله بروجردي په دی مدرسه کې سبق ورکړی دی.[۶] امام خمیني له ۱۳۰۰ تر ۱۳۰۶ لمریز کاله په دې مدرسه کې استوګن و.[۷] د امام خمیني د استوګنې کوټه ( ۲۳ نمبر حجره) په طلابو کې د امام خمیني یا د امام په حجرې مشهوره ده همداراز سید رضا بهاء الدیني، مرتضی مطهري او حسینعلي منتظري هم یوه موده په دغه مدرسه کې استوګن وو.[۸]

فیضیه مدرسه د ۱۳۸۶ لمریز کال د سلواغې په۹ په ۲۰۷۱۵ لمبر سره د ایران په ملي اثارو کې لیکل شوې ده.[۹] د اسلامي جمهوریت د دوران په یو پړاو کې د دغه مدرسې انځور په سکو او نوټونو وهل کېده.

مهمې پېښې

له فیضیه مدرسې سره ځینې اړوندې پېښې دا دي:

په فیضیه مدرسې حمله

په فیضه مدرسې کې د امام خمیني وینا (د ۱۳۴۲ لمریز کال غبرګولی)

د ۱۳۴۲ کال د وري په دوهمه د پهلوي حکومت مامورانو په فیضیه مدرسې برید وکړ. دغه حمله د ولایتي او صوبایي انجمنونو د لایحې او شپږونو لایحو او سپین انقلاب په تصویب د امام خمیني له اعتراض او د امام جعفر صادق(ع) د شهادت د تلین په ورځ د عمومي ویر له اعلانه وروسته وشوه.[۱۰] دغه حمله د فیضیه د پیښې په نامه هم یادیږي.

د ۱۳۴۲ لمریز کال په غبرګولي کې د امام خمیني وینا

د ۱۳۴۲ لمریز کال د غبرګولي په دیارلسمه امام خمیني په فیضیه مدرسې کې وینا وکړه. امام خمیني په دغه وینا کې د پهلوي په حکومت اعتراض وکړ.[۱۱] له دې وینا وروسته د ۱۳۴۲ لمریز کال د غبرګولي په ۱۵ د پهلوي حکومت مامورانو امام خمیني ونیوه او د بندي کولو لپاره یې تهران ته ولېږدوه.[۱۲] له دغه واقعې وروسته د قم د خلکو د غبرګولي د ۱۵ پاڅون وشو.[۱۳]

د مدرسې بندول

پهلوي حکومت د ۱۳۵۴ کال په غبرګولي کې د انقلابیانو د خوځښتونو د مخنيوي لپاره فیضیه مدرسه بنده کړه. دغه حرکت په دې مدرسه کې د غبرګولي د ۱۵ د پاڅون د کلیزې په مناسبت د طالبانو د غونډېدو په غبرګون کې وشو. مدرسه د ۱۳۵۷ کال د انقلاب تر کامیابۍ پورې بنده وه. البته د ابوالفضل زاهدي د جنازې لپاره (وفات د ۱۳۵۷ لمریز کال د وري ۱۲) مدرسه د یو څو ساعتونو لپاره پرانستل او بیا بنده کړی شوه.[۱۴]

نوموَنه

ویل شوې چې په دې مدرسې ځکه فیضیه نوم ایښودل شوی چې د صفویه دوران عالم فیض کاشاني یوه موده په دغه مدرسه کې استوګنه[۱۵] یا تدریس[۱۶] کړی دی. د قم تاریخ کتاب لیکوال ناصر الشریعه باوري دی چې په فیضیه مدرسې د هغې نومونه د فیض آثار (حضرت معصومه) له حرم سره د هغې د ګاونډیتوب په سبب ده.[۱۷] د هغه څه مطابق چې د قم د اثارو په ګنجینې کې راغلي فیضیې ته له دې امله فیضیه ویل شوې چې د فیض کاشاني په غوښتنه او تر څارنې لاندې جوړه شوې ده.[۱۸]

د جوړېدو تاریخچه

په فیضیه مدرسې کې د امام خمیني کوټه

د فیضیه مدرسې د جنوبي برنډې د ایوان په سر د لګېدلې کتیبې په اساس دغه مدرسه د شاه لومړي طهماسب له ودانیو او د ۹۳۴ قمري کال اړوند ده.[۱۹] سره له دې مدرسي طباطبایي باوري دی چې دغه تاریخ د حرم د عتیق غولي په دروازې لګېدلې نیټه ده او د فیضیه مدرسې لومړۍ ودانۍ د مدرسه آستانه په نامه له شپږمې هجري قمري پېړې سره اړوند ده چې د یوولسمې پېړۍ له وروستیو یې نوم په فیضیه مدرسې بدل شوی دی.[۲۰]

په یو بل راپور کې راغلي چې دا مدرسه په پینځمې قمري پېړۍ کې د سلجوقیانو په پړاو کې جوړه شوې ده. په ۶۱۷ قمري کال کې د مغولو په ناتار کې ړنګه شوې او هیڅ نښه یې نه شوه پاتې او بیا د صفویانو په زمانه کې بیا رغول شوې ده.[۲۱] ځینې بیا په دې باور دي چې د فیضیه مدرسې له جوړېدو مخکې د دې په ځای ستي فاطمه مدرسه وه چې د شپږمې پېړۍ متکلم عبدالجلیل رازي په کتاب النقص[۲۲] کې د هغې یادونه کړې ده.[۲۳]

فتحعلي شاه قاجار د مدرسې پخوانۍ ودانۍ په ۱۲۱۳ او ۱۲۱۴ قمري کالونو کې ورانه او په ځای یې نوې ودانۍ جوړه کړه.[۲۴] دغه ودانۍ په ۶۰-۷۰ میټره اوږدوالي او ۵۰ میټره پلنوالي جوړه شوه.[۲۵] او پکې په لاندیني پوړ کې څلور کوټې، څلور لوړ ایوانونه، غرفه سپهر نشان دروازه او دولس ذرعه پلن او دولس ذرعه اوږد حوض و.[۲۶] همداراز په دغه زمانه کې د مدرسې غولی د حضرت معصومه (س) د حرم تر عتیق غولي وغځېد او د حرم د ننوتلو دروازه د مدرسې د جنوبي ایوان په شکل کې راغله. له دې مخکې مدرسه د حرم له عتیق صحنه جدا وه او په مینځ کې یې یوه لاره وه.[۲۷]

په ۱۳۰۱ ق کال کې میرزا محمد فیض او شیخ عبدالکریم حائري د مدرسې په برني پوړ کې ځینې کوټې جوړې کړې.[۲۸] مدرسه د ایت الله بروجردي په زمانه کې هم جوړه شوه.[۲۹] همداراز د فیضیه په پېښه کې دغه مدرسې ته تاوان ورسېد چې د بازاریانو په مرسته او د ایت الله ګلپایګاني تر څارنې لاندې تعمیر شوه.[۳۰] د اسلامي جمهوریت په پړاو کې هم د مدرسې تر غولي لاندې یوه تل خونه جوړه شوې ده.[۳۱]

اوسنی حالت

د مدرسې اوسنۍ ودانۍ د فتحعلي شاه د زمانې ده چې په ۱۲۱۳ او ۱۲۱۴ ق کلونو کې جوړه شوې[۳۲] او په وروستیو پړاونو کې بشپړه شوې ده. دا ودانۍ په دوو پوړونو کې څلور ایوانه لري او په هر پوړ کې څلویښت حجرې (کوټې) دي.[۳۳] سردروازه، ایوانونه او د کوټو تندي په کاشیو سره ښکلې شوې دي.[۳۴] شیخ عبدالکریم حائری په ۱۳۰۹ کال چې له ۱۳۴۹ قمري کال سره سمون خوري په دې مدرسه کې یو کتابتون جوړ کړ چې د ایت الله حائري د کتابتون په نامه پېژندل کیږي.[۳۵]

استعمال

ویل شوي چې فیضیه مدرسه په اوله کې د حضرت معصومه د حرم د زایرانو د دمې ځای او کاروانسرا وه او ورو ورو په دیني مدرسې او د طالبانو په استوګنځی بدله شوه.[۳۶] دغه ودانۍ په مشروطه پړاو کې هم د ګدایانو او دروېشانو په استوګنځی بدله شوې وه چې ایت الله میرزا محمد فیض په ۱۲۸۵ لمریز کال کې په خپل لاس کې واخسته.[۳۷]

فیضیه مدرسه تعلیمي او د لیلیې استعمال لري. د دغه مدرسې د دوهم پوړ کوټې د طلابو د استوګنې ځایونه او د لومړي پوړ حجرې یا کوټې د حوزوي درسونو د ورکولو ځای دی. همداراز د مدرسې په تل خونه کې د جماعت لمونځ او نورې مذهبي دستورې ترسره کیږي، سیاسي غونډې او عمومي پروګرامونه هم معمولا د مدرسې په غولي کې ترسره کیږي.

نندارتون

فوټ نوټ

  1. فیض، گنجینه آثار قم، ۱۳۴۹ش، ج۱، ص۶۷۸.
  2. رجائی‌نژاد، «بررسی و تحلیل نقش مدرسة فیضیه در تجدید حیات شیعه»، ص۷۲.
  3. نخستین سخنرانی امام خمینى پس از پیروزى انقلاب اسلامى در جمع اهالی قم‏، پرتال امام خمینی.
  4. فیض، گنجینه آثار قم، ۱۳۴۹ش، ج۱، ص۶۷۷.
  5. مدرسی طباطبایی، «مدرسه آستانه مقدسه (فیضیه)»، ص۱۲۸.
  6. رجائی‌نژاد، «بررسی و تحلیل نقش مدرسة فیضیه در تجدید حیات شیعه»، ص۶۴.
  7. رجائی‌نژاد، «بررسی و تحلیل نقش مدرسة فیضیه در تجدید حیات شیعه»، ص۶۲.
  8. «مدرسه فیضیه»، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی.
  9. «مدرسه فیضیه»، دانشنامه تاریخ معماری و شهرسازی ایران.
  10. رجائی‌نژاد، «بررسی و تحلیل نقش مدرسة فیضیه در تجدید حیات شیعه»، ص۶۷-۶۸.
  11. امام خمینی، صحیفه امام، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی(س)، ج۱، ص۲۴۳.
  12. «بازخوانی سخنرانی تاریخی امام در آستانه ۱۵ خرداد ۱۳۴۲»، پرتال امام خمینی.
  13. «بازخوانی سخنرانی تاریخی امام در آستانه ۱۵ خرداد ۱۳۴۲»، پرتال امام خمینی.
  14. رجائی‌نژاد، «بررسی و تحلیل نقش مدرسة فیضیه در تجدید حیات شیعه»، ص۶۹-۷۰.
  15. ناصرالشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۲۴۰.
  16. شریف‌رازی، گنجینه دانشمندان، ۱۳۵۲ش، ج۱، ص۳۹.
  17. ناصرالشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۲۴۰؛ نگاه کنید به شریف‌رازی، گنجینه دانشمندان، ۱۳۵۲ش، ج۱، ص۴۰.
  18. فیض، گنجینه آثار قم، ۱۳۴۹ش، ج۱، ص۶۷۳.
  19. ناصرالشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۲۴۰.
  20. مدرسی طباطبایی، «مدرسه آستانه مقدسه (فیضیه)»، ص۱۲۷-۱۲۸.
  21. رجائی‌نژاد، «بررسی و تحلیل نقش مدرسة فیضیه در تجدید حیات شیعه»، ص۵۷.
  22. قزوینی رازی، نقض، ۱۳۵۸ش، ص۱۹۵.
  23. فیض، گنجینه آثار قم، ۱۳۴۹ش، ج۱، ص۶۷۰-۶۷۱.
  24. ناصرالشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۲۴۰.
  25. فیض، گنجینه آثار قم، ۱۳۴۹ش، ج۱، ص۶۷۸.
  26. ناصرالشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۲۴۰.
  27. فیض، گنجینه آثار قم، ۱۳۴۹ش، ج۱، ص۶۷۳-۶۷۵.
  28. فیض، گنجینه آثار قم، ۱۳۴۹ش، ج۱، ص۶۷۷.
  29. شریف‌رازی، گنجینه دانشمندان، ۱۳۵۲ش، ج۱، ص۴۲.
  30. منصوری و رجایی، «رجایی و منصوری، بازسازی مدرسه فیضیه قم توسط بازاریان تهران»، پایگاه اطلاع‌رسانی ۱۵ خرداد ۱۳۴۲.
  31. رجائی‌نژاد، «بررسی و تحلیل نقش مدرسة فیضیه در تجدید حیات شیعه»، ص۷۲.
  32. ناصرالشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۲۴۰.
  33. زنده‌دل، استان قم،۱۳۷۹ش، ص۵۷.
  34. «مدرسه فیضیه»، دانشنامه تاریخ معماری و شهرسازی ایران.
  35. ناصرالشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۴۱۸.
  36. رجائی‌نژاد، «بررسی و تحلیل نقش مدرسة فیضیه در تجدید حیات شیعه»، ص۷۲.
  37. رجائی‌نژاد، «بررسی و تحلیل نقش مدرسة فیضیه در تجدید حیات شیعه»، ص۶۱.
  38. «نقاشی: «فیضیه» - اثری فیگوراتیو از قیام 15 خرداد»، انقلاب اسلامی.
  39. «تجمع اعتراضی حوزه علمیه اردبیل و قم در پی صدور حکم اعدام شیخ نمر»، خبرگزاری تسنیم، درج مطلب ۲۳ اردیبهشت ۱۳۹۴ش، مشاهده ۳ شهریور ۱۴۰۰ش.

سرچينې

بهرنۍ لینکونه