شرعي ماسپښین
شرعي ماسپښین یا زوال، هغه وخت چې د شاخص (هغه لرګی یو بل یو څیز چې د ماسپښین وخت د معلومولو لپاره یې په ځمکه کې ښخوي) سیوری په ورځې کې خپلې تر ټولو لنډې اندازې ته رسیږي. شرعي ماسپښین او د ماسپښین لمانځه د پېل شرعي وخت دی.
د فقیهانو په وینا که دغه شاخص په عمودي (نېغ) ډول په ځمکه کې ښخ کړی شي، هغه وخت چې سیوری یې تر ټولو کمې اندازې ته ورسیږي، زوال یا شرعي ماسپښین بلل کیږي.[۱]
له شرعي ماسپښین څخه په فقهي کتابونو کې د لمانځه د وختونو[۲] او مسافر روژې په بابونو کې بحث کیږي. ځینې اړونده احکام یې دا دي:
- شرعي ماسپښین د کال په اوږدو کې او د جعرافیایي سیمو په نسبت، بدلیږي رابدلیږي.[۳]
- د فقیهانو فتوا دا ده چې شرعي ماسپښین، د ماسپښین لمانځه لومړی وخت دی.[۴]
- د فقیهانو په نظر که روژتی، له شرعي ماسپښینه مخکې سفر وکړي، روژه یې ماته او باطله ده.[۵]
- که مسافر له ماسپښین مخکې خپل وطن یا داسې ځای ته ورسیږي چې د لسو ورځو د قیام( د پاتې کیدو) اراده پکې لري، نو که داسې کار یې نه وي کړی چې روژه ماتوي، باید هغه ورځ روژه ونیسي او که د روژې ماتوونکی کار یې کړی وي نو د هغه ورځې روژه پرې نه ده واجبه.[۶]
فوټ نوټ
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۲۵۲؛ امام خمینی، توضیح المسائل، ۱۳۹۱ش، مسأله ۷۲۹، ص۱۱۶؛ مکارم شیرازی، توضیح المسائل، ۱۴۲۹ق، بخش نماز، مسئله ۶۷۲.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۶۷۳.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۲۵۲؛ «چرا اوقات شرعی در دو افق نزدیک به هم اختلاف مشهود دارد؟»، پایگاه اطلاع رسانی حوزه.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۲۵۰؛ امام خمینی، توضیح المسائل، ۱۳۹۱ش، مسئله ۷۳۱، ص۱۱۷؛ مکارم شیرازی، توضیح المسائل، ۱۴۲۹ق، بخش نماز، مسئله ۶۷۳.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیحالمسائل مراجع، ۱۳۸۱ش، ج۱، ص۹۵۳.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیحالمسائل مراجع، ۱۳۸۱ش، ج۱، ص۹۹۴.
سرچينې
- امام خمینی، سید روحالله، توضیح المسائل، قم، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۹۱ش.
- بنیهاشمی خمینی، سیدمحمدحسن، توضیحالمسائل مراجع، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۸۱ش.
- طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسه نشر اسلامی وابسته به جامعه مدرسین، ۱۴۲۱ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، توضیح المسائل، قم، انتشارات مدرسه امام علی بن ابیطالب علیه السلام، ۱۴۲۹ق.
- «چرا اوقات شرعی در دو افق نزدیک به هم اختلاف مشهود دارد؟»، پایگاه اطلاع رسانی حوزه، تاریخ درج: ۱۸ شهریور ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۲۱ مرداد ۱۴۰۲ش.