Jump to content

شرعي سفر

د wikishia لخوا

شرعي سفر، په اسلامي فقه کې هغه سفر ته ویل کیږي چې پکې باید لمونځ قصر (څلور رکعتي لمونځ په دوه رکعتي شکل سره) وکړی شي او روژه باید ونه نیول شي. د بقرې سورې په ۱۸۴ ایت کې د مسافر د روژې حکم او د نساء سورې په ۱۰۱ ایت کې د مسافر د لمانځه حکم بیان شوی دی.

د توضیح المسائل په کتابونو کې، د شرعي سفر د تحقق لپاره اته شرطونه بیان شوې دی منجمله: دهغه د سفر فاصله باید لږ تر لږه اته شرعي فرسخه (له ۴۰ تر ۴۵ کلومیټرو) وي او د تګ راتګ فاصله یې تر څلورو فرسخو کمه نه وی.

د سفر یو حکم دا دی چې څوک چې د حرام کار لپاره سفر کوي، باید لمونځ یې پوره وکړي او که د روژې په میاشته کې وي باید روژه ونیسي.

تعریف

شرعي سفر هغه دی چې لمونځ پکې قصرکیږي او روژه هم باید ونه نیول شي.[۱] د فقهي احکامو له مخې څوک چې د خپل ژوند له ځایه وځي، له شرعي نظره په یو لړ شرایطو سره «مسافر» ګڼل کيږي چې ځانته احکام لري.[۲]

د شرعي سفر د تحقق شرایط

په اسلامي فقې کې مسافر هغه چاته ویل کیږي چې لاندیني اته شرطونه ولري:

  1. د هغه د تګ راتګ فاصله لږ تر لږه اته شرعي فرسخه (له ۴۰ تر۴۵ کلومیټرو) وي او د تګ سفر یې تر څلورو فرسخو کم نه وي
  2. د مسافرت له اوله د اته فرسخو د وهلو اراده ولري.
  3. په مینځ لاره کې اراده بدله نه کړي.
  4. ونه غواړي چې د اتو فرسخونو د وهلو په مینځ کې له خپل وطنه تېر شي یا لس ورځې او تر لسو زیاتې په یو ځای کې پاتې شي.
  5. د حرام کار لپاره یې سفر نه وي کړی.
  6. له هغو صحرا میشتو او کوچیانو نه وي چې په دښتو کې ګرځي او هر چرته چې د خپلو څارویو لپاره ښه ځړځای او اوبه خوراک پېدا کوي هم هلته اړوي او څه موده پس بل ځای ته ځي.
  7. پېشه یې سفر نه وي؛ مثلا ډریور نه وي
  8. حد ترخص ته ورسیږي؛ یعنې له ښاره دومره ووځي چې د ښار دیوالونه ونه ویني او د اذان غږ یې وانه اوري.[۳]

د شرعي سفر په هکله د قران ایتونه او روایتونه

د بقرې سورې ۱۸۴ ایت په سفر کې د روژې د حکم په اړه دی. په دې ایت کې راغلې دي:« له تاسو هر څوک چې بیمار یا په سفر کې وي، په هماغه اندازه دې په نورو ورځو کې روژه ونیسي» ځینو فقیهانو د مسافر د روژې د فقهي حکم د بیانولو لپاره په دغه ایت استناد کړی دی.[۴]

د نساء سورې په ۱۰۱ ایت کې که هم په سفر کې د لمانځه خبره شوې ده:« چې په ځمکه کې مو سفر وکړ نو که وېره مو لرله هغه کسان چې کفر یې کړی دی تاسو ته تاوان ورسوي نو پر تاسو ګناه نیشته چې لمونځ رالنډ کړئ» په ځینو فقهي کتابونو کې په سفر کې د لمانځه لپاره په دغه ایت استناد شوی دی.[۵]

په وسائل الشیعه کتاب کې، د «مسافر د لمانځه» په برخه کې د مسافر د لمونځ د احکامو په باب ۲۴۸ حدیثونه نقل شوې دي[۶] همداراز ۹۹ حدیثونه د مسافر له روژې سره په اړوندو برخو کې راغلې دي.[۷]

د مسافر لمونځ

د مسافر د لمانځه ځینې احکام په دې ډول دي:

  • مسافر باید د ماسپښین، مازیګر او ماسخوتن لمونځ قصر یعنې دوه رکعته وکړي.[۸]
  • مسافر چې کله حد ترخص ته ورسیږي، باید لمونځ یې قصر وکړي؛ یعنې له ښاره په دومره اندازه لرې شوی وي چې دیوالونه یې ونه ویني او د ښار د بانګ غږ وانه اوری.[۹]
  • که په سفر کې د لمانځه وخت شو؛ خو لا یې لمونځ نه و کړی او د لمانځه د وخت له ختمېدو مخکې وطن ته ستون شو، باید پوره لمونځ وکړي. همداراز که لا یې سفر نه دی پېل کړی او د لمانځه وخت شو، خو لمونځ یې ونه کړ او په سفر روان شو، که د لمانځه وخت باقي وي، باید قصر یې وکړي.[۱۰]
  • که د چا لمونځ قضا شي هماغه شان یې باید قضا وشي؛ یعنې که قصر لمونځ یې قضا شوی وي باید قصر یې وکړي، که څه هم په سفر کې نه وي او که پوره لمونځ یې قضا شوی وي باید پوره یې وکړي که څه هم په سفر کې وي.[۱۱]
  • څوک چې د حرام کار لکه غلا لپاره سفر کوي، لمونځ یې باید پوره وکړی.[۱۲]

د مسافر روژه

د مسافر د روژې ځینې احکام په دې ډول دي:

  • کوم سفر چې باید په سفر کې څلور رکعتي لمونځونه دوه رکعتي وکړي، باید روژه ونه نیسي او کوم مسافر چې لمونځ یې پوره دی د هغه چا په شان چې کسب یې سفر وي یا یې سفر د ګناه او حرام کار لپاره وي، باید په سفر کې روژه ونیسي.[۱۳]
  • که روژتي له ماسپښین وروسته سفر وکړي، باید روژه یې کامله کړي، که له ظهره مخکې سفر وکړي کله چې حد ترخص ته ورسیږي باید روژه ماته کړي.[۱۴]
  • د روژې په میاشته کې سفر باک نه لري، خو که له روژې د تېښتې لپاره وي مکروه دی.[۱۵]
  • که مسافر له ماسپښین وروسته خپل وطن یا داسې ځای ته ورسیږي چې غواړي لس ورځې پکې قیام وکړي، باید د هغه ورځې روژه ونه نیسي.[۱۶]
  • که مسافر له ماسپښین (د ماسپښین له بانګه) مخکې خپل وطن یا داسې ځای ته ورسیږي چې غواړي لس ورځې پکې پاتې شي نو که داسې کار یې نه وي کړی چې روژه باطلوي، باید د هغه ورځې روژه ونیسي او که داسې کار یې کړی وي نو د هغه ورځې روژه پرې واجبه نه ده.[۱۷]

د اهل سنتو نظر

د سید عبدالحسین شرف الدین (۱۲۹۰-۱۳۷۷ق)، په راپور، اهل سنت فقیهان په شرعي سفر کې د روژې نیول جایز ګڼي؛ یعنې فتوا یې دا ده چې مسافر ته اجازت دی چې روژه ونیسي یا یې ونه نیسي.[۱۸] په سفر کې د لمونځ کولو په اړه هم همدا حکم لري؛ بې له حنفیانو او کوفیانو چې باوري دي باید قصر لمونځ وکړي.[۱۹]

فوټ نوټ

  1. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲ش، ج۴، ص۴۶۹.
  2. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۶۸۳.
  3. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۶۸۳-۷۰۷.
  4. مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، منتهی‌المطلب، ۱۴۱۲ق، ج۹، ص۳۱۵؛ فاضل کاظمی، مسالک الافهام الی آیات الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۱، ص۳۳۲-۳۳۳.
  5. مثال په توګه وګورئ: موسوی سبزواری، مهذب‌الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۹، ص۳۰۹؛ سبحانی، الانصاف فی مسائل دام فیها الخلاف، ۱۳۸۱ش/۱۴۲۳ق، ج۱، ص۳۲۵.
  6. حر عاملی، وسایل‌الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۸، ص۴۵۱-۵۳۹.
  7. حر عاملی، وسایل‌الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۱۰، ص۱۷۳-۲۰۹.
  8. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۶۸۳.
  9. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۷۰۷.
  10. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۷۳۳.
  11. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۷۳۳.
  12. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۶۹۵.
  13. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۹۵۱.
  14. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۹۵۳.
  15. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۹۵۱.
  16. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۹۵۳.
  17. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۹۹۴.
  18. شرف‌الدین، موسوعة الامام شرف‌الدین، ۱۴۳۱ق، ج۴، ص۵۶.
  19. شرف‌الدین، موسوعة الامام شرف‌الدین، ۱۴۳۱ق، ج۴، ص۵۱.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • بنی‌هاشمی خمینی، سیدمحمدحسن، توضیح‌المسائل مراجع، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۸۱ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسایل‌الشیعه، تحقیق و تصحیح گروه پژوهش مؤسسه آل‌البیت، قم، مؤسسه آل‌البیت، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • سبحانی، جعفر، الانصاف فی مسائل دام فیها الخلاف، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۸۱ش/۱۴۲۳ق.
  • شرف‌الدین، سیدعبدالحسین، موسوعة الامام شرف‌الدین، بیروت، دار المؤرخ العربی، ۱۴۳۱ق.
  • علامه حلّی، حسن بن یوسف، منتهی المطلب فی تحقیق المذهب، مشهد، مجمع البحوث الاسلامیه، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • فاضل جواد کاظمی، جواد، مسالک الاَفهام الی آیات الاحکام، تصحیح محمدباقر شریف‌زاده، تهران، مرتضوی، ۱۳۶۵ش.
  • مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق با مذهب اهل‌بیت علیهم‌السلام، چاپ اول، ۱۳۹۲ش.
  • موسوی سبزواری، سیدعبدالاعلی، مهذب الاحکام فی بیان الحلال و الحرام، قم، فروردین، ۱۴۱۳ق.