منځپانگې ته ورتلل

روژه

د wikishia لخوا

روژه (په عربي کې: صوم) د خدای د امر منلو په غرض، د سهار له اذان څخه تر ماښامه پورې له خوړلو، څښلو او ځینو نورو فعالیتونو څخه ډډه کول دي. روژه د اسلام له فروع دینو څخه ده، له لوړو عبادتونو او د اسلام له پنځو رکنونو څخه یوه ده، او له اسلام څخه په مخکې مذهبونو کې هم روژه وه. د فقهي له نظره، روژه په څلورو ډولو ده: واجب، مستحب، مکروه او حرام، او د روژې په میاشت کې روژه نیول له واجبو روژو څخه ګڼل کیږي.

په مذهبي سرچینو کې د روژې نیولو لپاره ګڼ شمېر اخلاقي او معنوي ګټې بیان شوي دي؛ له هغو ځنې د تقوا ترلاسه کول، د دوزخ له اور څخه ځان ساتل، د ګناهونو کفاره، د بدن زکات، او له شیطان څخه لرې ولی دی. همدارنګ ویل کیږي چې روژه فیزیکي او رواني اغیزې هم لري، لکه د اضطراب او خپګان کمول، په ځان باور زیاتیدل، او د زړه او رګونو د ناروغیو مخنیوی کوي.

د روژې مبطلات یعنی هغه کارونه چې روژه ورسره باطلیږي، هغه دا دي: خوراک او څښاک، جماع، په خدای، پیغمبر او امامانو پسې دروغ تړل، د پنډې دوړې حلق ته رسول، د جنابت په حالت پاتې کیدل، حیض او نفاس، مشت زنی، ټول سر په اوبو کې ډوبول او کانګې کول. په کوم کس چې روژه واجب ده که په قصدي ډول له مبطلاتو څخه یو وکړي نو باید د روژې قضا ونیسي او کفاره ورکړي.

د روژې مقام او اغیزې

روژه د فجر له شورو کیدو (د سهار له ا‌ذانه) تر لمر لوېدو (مغرب) پورې د ځینو فعالیتونو لکه خوراک او څښاک څخه په قربتا الی الله نیت سره ځان ساتلو ته ویل کیږي؛[۱] خو، علي مشکیني، چې یو شیعه فقیه دی، د روژې تعریف داسې کړی چې روژه له مبطلاتو څخه ځان ساتلو ته د روح چمتو کولو ته وايي.[۲] د شيعه مفسر سيد محمد حسين طباطبايي په وينا، اسلام په روژه یواځې له خوړلو څښلو څخه ځان منعه کول کافي نه ګڼي، بلکې روژه دار ته امر کوي چې له هر هغه څه څخه ډډه وکړي چې د ککړتيا او ګناه لامل کېږي يا هغه څخه چې انسان نفساني غوښتنو او وسوسو ته هڅوي.[۳] سید محمد کاظم یزدي په خپل کتاب «عروة الوثقي» کې د روژې په میاشت کې د روژې واجبیدل د دین له ضرورياتو څخه ګڼلي او هر هغه څوک چې د روژې په میاشت کې د روژې له وجوب څخه انکار کوي، هغه یې مرتد ګڼلی چې وژنه یې واجب ده.[۴]

روژه په عبادتونو کې له ټولو غوره اعمالو څخه ګڼل کیږي،[۵] د اسلام له پنځو ستنو څخه،[۶] د جهاد یوه بڼه[۷] او د هغې پریښودل له ایمان څځه د وتلو عامل ګڼل کیږي.[۸]

د روژې د واجبېدو دلیل

طباطبايي او مکارم شیرازي، چې شیعه مفسرین دي، د روژې په ایت کې دې عبارت «لعلکم تتقون؛ ښايي چې پرهیزګار شئ» د روژې فلسفه تقوا ترلاسه کول ګڼلي دي.[۹] د علل الشرائع په کتاب کې په یوه روایت کې د روژې د واجبیدو سبب د ټولنې شتمنو ته د لوږې د سختۍ او کړاو خوند ورڅکل ګڼلي دي ترڅو د غریبانو سره خواخوږي وښيي.[۱۰]

په یوه بل روایت کې راغلي دي چې کله حضرت آدم علیه السلام د منع شوي ونې څخه خواړه وخوړل، نو اثر یې د ۳۰ ورځو لپاره په معده کې پاتې شو، او له همدې امله خدای پاک د هغه په اولاد باندې د ۳۰ ورځو روژه فرض کړه.[۱۱] د امام رضا(ع) په یوه روایت کې د روژې د واجبیدو دلیل د قیامت د ورځې او د هغې د سختې یادول بللي دي.[۱۲] ځینې یې د روژې د واجبیدو یو بل دلیل فیزیکي روغتیا ګڼي، او دلیل یې پیغمبر(ص) ته منسوب دا حدیث ګڼي چې فرمايي: صوموا تصحوا؛ روژه وساتئ او صحتمن شئ.[۱۳]

د روژې انفرادي او ټولنیزې اغیزې

له معصومینو څخه په نقل شوي روایتونو کې د روژې ځینې اغیزې او پایلې ذکر شوي دي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

  1. د ازموینې او د اخلاص د ثابتولو وسیله[۱۴]
  2. د بدن زکات[۱۵]
  3. د آخرت د اور په وړاندې ډال[۱۶]
  4. د دعاګانو د قبلیدو لامل[۱۷]، په ځانګړې توګه د روژې ماتولو پر مهال[۱۸]
  5. د بدن روغتیا[۱۹]
  6. د حافظې مزبوتول[۲۰]
  7. له شیطان څخه لری والی[۲۱]
  8. د خدای ځانګړی انعام[۲۲]
  9. روژه داره ته د جنت شوق.[۲۳]

په تفسیر تسنیم کې، د عبدالله جوادي آملي په وینا، روژه په فرد او ټولنه کې د ګناهونو او د ژوند د ستونزو په وړاندې د نظم، قناعت او صبر روحیه پیاوړې کوي.[۲۴] همدارنګه، په رسنیو کې د خپرو شویو احصایو له مخې، په ایران کې د روژې په میاشت کې د ټولنیزو سرغړونو شمیر کمیږي.[۲۵]

همدارنګه، د طبي څېړنو له مخې، روژه د فیزیکي او رواني روغتیا لپاره ګټوره ده.[۲۶] د بدني او رواني روغتیا په اړه د روژې په اغیزو کې، د په ایمني سیسټم باندې مثبت اغیزې، د اضطراب او خپګان کمول، رواني روغتیا، د ځان باور زیاتول، او د زړه او رګونو د ناروغیو مخنیوی بیان شوي دي.[۲۷]

د روژې تاریخ

د بقره سوره د ۱۸۳ آیت له مخې، روژه له اسلام څخه مخکې په مذهبونو کې هم موجوده وه.[۲۸] په تورات[۲۹] او انجیل[۳۰] کې د پخوانیو قومونو د روژې نیولو په اړه راپورونه شته. د تورات له مخې، حضرت موسی د تختیو له ترلاسه کولو د مخه څلویښت ورځې او شپې روژه نیولې وه.[۳۱] قرآن د زکریا[۳۲] او بی بی مریم د روژې یادونه کوي[۳۳] [یادونه ۱]، او په روایتونو کې[۳۴] هم د اسلام څخه مخکې مذهبونو کې د روژې یادونه شوې ده. همدارنګ ویل کیږي چې روژه د اسلام څخه مخکې په نورو خلکو کې هم موجوده وه، لکه مصریانو، یونانیانو، رومیانو او لرغوني هندوانو کې.[۳۵]

د اسلامي سرچینو له مخې، د رمضان د میاشتې روژې د دوهم قمري کال د شعبان په دویمه نیټه[۳۶] یا د شعبان په ۲۸ مه، د قبلې له بدلون څخه ۱۳ ورځې وروسته واجب شوه.[۳۷] دا حکم او ځینې اړوند حکمونه یې په قرآن کریم کې ذکر شوي دي.[۳۸] کله چې د روژې حکم په لومړي ځل نافذ شو، روژه لرونکو ته یوازې د روژې ماتولو وروسته تر ویده کیدو پورې د خوړلو اجازه وه، او د روژې په ټوله میاشت کې جنسي اړیکې حرام وې، خو دا دواړه حکمونه څه موده وروسته نسخه شول.[۳۹]

د روژې ډولونه

واجب روژه

[۴۰]

حرامې روژې
  • د کوچني اختر او لوی اختر روژې نیول
  • د شک په ورځ د روژې د میاشتې د پیل په نیت روژه نیول
  • د هغه چا روژه نیول چې ډاډمن وي یا شک ولري چې روژه به ورته زیان ورسوي.
  • د ښځې د میړه له اجازې پرته مستحبه روژه نیول
  • وِصال روژه (پرله پسې شپه او ورځ یا دوه شپې او ورځې د وصال په نیت سره روژه نیول، بې له دې چې په کې افطار وکړي)
  • په حرام کار کې د بریالیتوب لپاره نذر شوی روژه. ملا مهدي نراقي د حرام کار لپاره د نذر د روژې په تعریف کې وايي: که څوک داسې نذر وکړي چې که هغه په یوه ځانګړې ګناه کې بریالی شي نو روژه به ونیسي نو دا نذر باطل دی او د هغه روژه هم حرامه ده.[۴۱]
  • د چوپتیا روژه یا د صَمت روژه: یعنی یو کس دا نیت وکړي چې د روژې په حالت کې د ورځې په اوږدو کې یا د هغې د په ځینو ساعتونو به له خبرو ځان وساتي.
  • د هغه چا لپاره چې په منی کې وي د تشریق د ورځو (۱۲، ۱۱ او ۱۳ ذی الحجې) روژه نیول.
  • که چیرې مور او پلار ته تکلیف ورسیږي نو د ماشوم روژه نیول هم حرام دي.[۴۲]
  • که چیرې یو ناروغ ته روژه زیان ورسوي نو روژه نیول حرام دي.[۴۳]
مکروه روژې[یادونه ۲]
  • د عاشورا په ورځ روژه نیول
  • د عرفې د ورځې روژه د هغه چا لپاره ده چې د عرفې د ورځې د دعا لپاره د کمزورۍ څخه وېرېږي.
  • په هغه ورځ روژه نیول چې شک لري چې دا د عرفې ورځ ده که د لوی اختر
  • د کوربه له رضایته پرته د مېلمه روژه نیول
  • د کوربه له رضایته پرته د واجب روژې قضايي کول په دې شرط چې د قضايي نيولو لپاره يې وخت ولري.
  • په سفر کې مستحبي روژه نیول
  • د پلار له اجازې پرته د ماشوم مستحبي روژې نيول[۴۴]
مستحبې روژې

د کال ټولې ورځې (د مستحب، مکروه او حرامو ورځو پرته) روژه ساتل مستحب دي، که څه هم په ځینو ورځو کې روژه نیول ډیر غوره دي. لکه: په هره قمري میاشت کې درې ورځې روژې نیول (د هرې قمري میاشتې له لسمې نیټې وروسته او له شلمې مخکې د لومړۍ پنجشنبې او چهارشنبې ورځو روژه نیول)، د رجب او شعبان په میاشتو کې روژه نیول، د غدیر د اختر په ورځ، د مبعث په ورځ، د رسول الله(ص) د میلاد په ورځ، د دحو الارض په ورځ او د عرفې ورځ، په دې شرط چې د دعا لوستلو ته کمزوری نه شي. د مباهلې په ورځ، په پنجشنبې او جمعې، د نوروز د اختر په ورځ، د جمادي الاولی په نیمایۍ.[۴۵]

د روژې حکمونه

د روژې مُبطِلات

د فقهي حکمونو له مخې، په روژې کې ځینې شیان منع دي:

  1. خوړل او څښل
  2. جنسي اړیکې
  3. په خدای، د هغه په رسول او معصومو امامانو پسې دروغ تړل
  4. ستوني ته د پنډې دوړې رسول
  5. د سهار تر اذانه د جنابت، حیض او د نفاس په حالت کې پاتی کیدل
  6. مشت زنی (استمناء)
  7. د مایعاتو سره اماله کول (انیما)
  8. ټول سر په اوبو کې ډوبول[یادونه ۳]
  9. کانګې کول
  10. د روژې د ماتولو نيت يا د هغې د باطلو کارونو د ترسره کولو نيت. [۴۶]
په هندوستان کې د افطار مراسم

د روژې مکروهات

د فقهاوو په وینا، د روژې په حالت کې د ځینو کارونو ترسره کول مکروه دي؛ له هغو ځینې دا دي: لمس کول، ښکلول، او خپل میړه/ میرمن سره لوبی کول، رانجه لګول، هر هغه کار چې د کمزورۍ لامل کیږي، د ګلونو بویول، جامې لمدول، هر هغه کار چې د خولې د وینې کیدو لامل کیږي، لکه غاښ ایستل، او پرته له کوم معقول دلیل څخه د اوبو غرغړی کول.[۴۷]

هغه کسان چې باید روژه ونه نیسي

د رمضان په میاشت کې روژه نیول په هر مکلف باندې واجب دي پرته له لاندې کسانو:

  1. هغه څوک چې د بوډاتوب له امله روژه نه شي نیولی، یا روژه نیول ورته ستونزمن دي؛ البته، په دویم حالت کې، باید د هرې ورځې لپاره غریبانو ته یو یو مُد خواړه ورکړي.[۴۸]
  2. هغه ناروغ چې ډېر تږی کېږي او تنده نشي زغملی یا ورته د تندې زغمل ډېر ستونزمن دي؛ البته، په دویم حالت کې، باید د هرې ورځې لپاره غریبانو ته یو مُد خواړه ورکړي.[۴۹]
  3. هغه امیندواره یا شیدې ورکوونکې ښځه چې شیدې یې کمې دي او روژه یې ماشوم یا ځان ته زیان رسوي؛ البته، باید د هرې ورځې لپاره یو مُد خواړه غریبانو ته ورکړي او د خپلو روژو قضا هم ونیسي.[۵۰]
  4. هغه کس چې د فیزیکي کمزورۍ له امله د روژې نیولو زغم نه لري یا ورته زیانمنه وي؛ البته، د دې روژې قضا ورباندې واجب ده او که تر راتلونکي رمضان پورې یې قضا ونه نیسي، باید د هرې ورځې په بدل کې یو مُد خوراک مسکین ته ورکړي.[۵۱]
  5. یو مسافر [یادونه ۴] او هغه کس چې په منزل کې له لسو ورځو څخه کم پاتې کیږي،[۵۲] البته، (کثیر السفر) ډېر سفر کوونکي او هغه کسان چې دنده یې سفر کول دي، لکه موټر چلوونکي، له دې حکم څخه مستثنی دي.[۵۳]

اِفطار یا روژه ماتول

د امام رضا(ع) په حرم کې روژه ماتی

روژه ماتولو ته افطار ویل کیږي.[۵۴] د شيعه فقهاوو له نظره، روژه دار بايد تر شرعي ماښام پورې خپله روژه افطار نه کړي.[۵۵] د احادیثو له مخې، د روژې د ماتولو پر مهال د دعا او قدر سوره لوستل[۵۶] او په اوبو، شیدو او خرما سره روژه ماتول مستحب دي.[۵۷] د احادیثو له مخې، روژه دار ته افطاري ورکول فضیلت لري.[۵۸] په شعبانیه خطبه کې چې کوم څه له رسول الله(ص) څخه نقل شوي دي د هغې پر اساس، د روژې په میاشت کې یو مومن ته د افطاري ورکولو ثواب د غلام د آزادولو هومره ثواب لري او د ګناهونو د بخښنې سبب ګرځي.[۵۹]

د روژې قضا او کفاره

  • هغه څوک چې د روژې په میاشت کې ورباندې روژه نیول واجب وو او روژه یې نه ده نیولې، باید د هغې قضا ونیسي.[۶۰] د روژې قضايي فوري واجب نه دی، خو بايد له راتلونکي رمضان څخه مخکې باید ونیولی شي.[۶۱]
  • هغه کس چې د ناروغۍ له امله یې د روژې په میاشت کې روژه نه ده نیولې او تر راتلونکي رمضان پورې یې هم ونه نیولی شي، نو قضا یې ورباندې واجب نه ده، خو باید د هرې ورځې په بدل کې یو مُد خواړه (۷۵۰ ګرامه غنم) یو غریب کس ته ورکړي.[۶۲]
  • هغه څوک چې په قصدي ډول او پرته له کوم شرعي عذر څخه خپله واجب روژه پریږدي، په هغه باندې هم د پاتې شوې روژې قضايي نیول او هم کفاره واجب ده؛[۶۳] او د دې کفاره شپیته مسکینانو ته خواړه ورکول یا د دوه میاشتې روژې نیول دي، چې ۳۱ ورځې یې باید پرله پسې وي.[۶۴]
  • که څوک د خپلې پاتې شوې روژې قضايي پرته له کوم عذره تر راتلونکي رمضان پورې وځنډوي، نو د ځنډ سزا (د هرې ورځې لپاره یو مُد خواړه) هم ورباندې واجبیږي.[۶۵]
  • که چیرې د رمضان روژه د کوم حرام کار له امله باطله کړي، لکه د شرابو څښل یا زنا کول، نو جمعي کفاره لري؛ یعنی د هرې ورځې لپاره، باید شپیته ورځې روژې ونیسي او شپیته غریبانو ته خواړه هم ورکړي.[۶۶] البته، سید علي حسیني سیستاني جمعي کفاره د مستحب احتیاط له مخې ګڼلې ده.[۶۷]

په عام محضر کې د روژې خوړلو حرمت

په اسلامي فقه کې، د رمضان په میاشت کې د په څرګنده د روژې خوړل حرام او د قانون له مخې تعزیر لري.[۶۸]

د روژې درجې

د روژې لپاره ځینې درجې ذکر شوي دي: عمومي روژه، ځانګړې روژه، او ډېره ځانګړې روژه.[۶۹]

  • عام روژه له خوړلو او څښلو څخه ډډه کول، له جنسي خواهشاتو څخه ډډه کول، او د روژې د ظاهري دودونو مراعات کول دي.[۷۰]
  • ځانګړې روژه، د غوږونو، سترګو، ژبې، لاسونو، پښو او د بدن د نورو غړو له ګناهونو څخه کنټرولول دي.[۷۱]
  • ډېره ځانګړې روژه پدې مانا ده چې انسان له دنیاوي اندیښنو او اهدافو څخه ځان لرې وساتي، پرته له هغو دنیاوي چارو چې د دیني چارو لپاره سریزه وي.[۷۲] د امام علي(ع) په ویناوو کې هم د بدن روژه (له خوړو څخه په خپل اختیار سره ډډه کول)، او د نفس روژه (له ګناهونو څخه د حواسو کنټرول او د زړه له شر څخه خالي کول دي)، او د زړه روژې نیولو ته هم اشاره کوي.[۷۳]

په احادیثو کې، ریښتینې روژه، د هر هغه څه پریښودلو په توګه تعریف شوې ده چې خدای یې نه خوښوي،[۷۴] او هغه روژه چې په کې سترګې، غوږونه، ویښتان او پوستکي هم روژه وي،[۷۵] همدارنګ د زړه روژه د ژبې له روژې څخه غوره ده، او د ژبې روژه د خیټې له روژې څخه غوره ګڼل شوې ده.[۷۶]

کتاب پيژندنه

د روژې په اړه خپلواک کتابونه لیکل شوي دي، چې ډېر یې د احکامو په هکله دي، ځینې یې په لاندې ډول دي:

  • الصوم فی الشریعة الاسلامیة الغرّاء، جعفر سبحاني، مؤسسه امام صادق(ع) خپرندویه.
  • نور ملکوت روزه، سید محمد حسین حسیني تهراني، مکتب وحي خپروندویه
  • احکام روزه، د محمد حسین فلاح زاده کتاب، امیر کبیر خپرندویه.
  • احکام، اسرار و فوائد روزه، د محی الدین مستو لخوا لیکل شوی کتاب، د شافعي فقهې له نظره د روژې د احکامو په اړه لیکل شوی، او د هغې ګټې او تاریخي بحثونه هم په کې شامل دي.
  • روزه، می‌تواند زندگی‌ات را نجات دهد، د هربرټ ایم. شیلټن لیکلی، ژباړه یې ماشاالله فرخنده کړی، نسل نواندېش خپرندویه.
  • احکام روزه: د روژې شرطونه، د روژې مفطرات، قضا او کفاره، د باقر العلوم(ع) څېړنیز انسټیټیوټ، په دوو ټوکونو کې.
  • روزه درمان بیماری‌های روح و جسم، حسین موسوی راد، اسلامي خپرندویې دفتر

فوټ نوټ

  1. مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۳۹۲ش، ص۳۶۳.
  2. مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۳۹۲ش، ص۳۶۳.
  3. طباطبایی، تعالیم اسلام، ۱۳۸۷ش، ص۲۷۲.
  4. یزدی، العروة الوثقی،۱۴۲۱ق، ج۳، ص۵۲۱
  5. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۱۸۱.
  6. وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ش، ج۲، ص۱۸-۲۴ و ج۴، ص۶۲.
  7. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۳، ص۲۵۷، ح۱۴.
  8. صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۱۸، ح۱۸۹۲.
  9. وګورئ: طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۶۲۳-۶۲۴.
  10. صدوق، علل الشرایع، المکتبة الحیدریة، ج۲، ص۳۷۸.
  11. صدوق، علل الشرایع، المکتبة الحیدریة، ج۲، ص۳۷۸.
  12. وګورئ: عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۱۶.
  13. سوری لکی، «فلسفه وجوب روزه»، ص۳۲-۳۳.
  14. نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، حکمت۲۵۲، ص۵۱۲.
  15. صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۷۵، ح۱۷۷۴.
  16. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۶۲، ح۱؛ ابن‌شعبه، تحف العقول، ۱۳۶۳ق، ص۲۵۸.
  17. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۱۰.
  18. راوندی، الدعوات، ۱۳۶۶ش، ج۱، ص۲۷.
  19. پاینده، نهج الفصاحة، ۱۳۸۷ش، ص۵۴۷، ح۱۸۵۴.
  20. طبرسی، مکارم الاخلاق، ۱۴۱۲ق، ص۵۱.
  21. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۶۲.
  22. صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۷۵، ح۱۷۷۳.
  23. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۷، ص۴۰۰.
  24. جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۸۹ش، ج۹، ص۲۸۸.
  25. «کاهش ۵ تا ۳۳ درصدی جرایم در ماه رمضان»، پایگاه خبری آفتاب.
  26. رضایی، «روزه‌داری و سلامت از نگاه پزشکی»، پایگاه اطلاع رسانی حوزه.
  27. رضایی، «روزه‌داری و سلامت از نگاه پزشکی»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  28. وګورئ: طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۷ و ۸.
  29. وګورئ: سفر خروج، فصل ۳۴، آیه ۲۸؛ کتاب دوم سموئیل، فصل ۱۲، آیه ۱۶؛ کتاب دوم تواریخ، فصل ۲۰، آیه ۳.
  30. انجیل لوقا، فصل۲،آیه ۳۷، فصل ۴، آیه ۲ و فصل ۵، آیه ۳۴.
  31. سفر تثینه، فصل ۹، آیه ۹.
  32. وګورئ: طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۷.
  33. سوره مریم، آیه ۲۶.
  34. د مثال په توګه وګورئ: مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۳، ص۴۲۷ و ج۱۷، ص۲۹۲.
  35. وګورئ: طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۷.
  36. قمی، وقایع الایام، ۱۳۸۹ش، ص۴۹۵.
  37. یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۴۲.
  38. سوره بقره، آیه ۱۸۳-۱۸۵و۱۸۷.
  39. طبرسی، جوامع الجامع، جامعه مدرسین، ج۱، ص۱۰۶؛ حرّ عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۷، ص۸۱.
  40. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۶۵۸.
  41. نراقی، تذکرة الاحباب، ۱۳۸۳ش، ص۱۰۴.
  42. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۶۶۱-۶۶۳.
  43. نراقی، تذکرة الاحباب ، ۱۳۸۳ش، ص۱۰۴.
  44. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۶۶۰-۶۶۱.
  45. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۶۵۸-۶۶۰.
  46. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۵۴۱- ۵۷۷؛ امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۸۹۱.
  47. مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۵ش، ج۴، ص۱۷۱و۱۷۲.
  48. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۹۵۵، م۱۷۲۵.
  49. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۹۵۶، م۱۷۲۷.
  50. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۹۵۷-۹۵۸، م۱۷۲۸ و ۱۷۲۹.
  51. امام خمینی، استفتائات، ج۱، ص۳۳۳، س۸۸؛ «نظر مراجع عظام تقلید پیرامون روزه‌داری با ضعف جسمانی»، برگزاری رسمی حوزه..
  52. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۹۵۱، م۱۷۱۴ و ۱۷۲۳.
  53. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۷۰۱.
  54. مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۶۲۴.
  55. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۸۸۰.
  56. حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۱۰، ص۱۴۷-۱۵۱.
  57. حرعاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۱۰، ص۱۵۶-۱۶۱.
  58. وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۶۸ و ۶۹؛ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۳۴و۱۳۵.
  59. صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۹۶.
  60. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۶۳۵-۶۳۷؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، دارالعلم، ج۱، ص۲۹۸.
  61. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۶۳۹؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، دارالعلم، ج۱، ص۲۹۸.
  62. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۶۴۰و۶۴۱؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، دار العلم، ج۱، ص۲۹۹.
  63. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۹۲۶؛ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۵ش، ج۴، ص۱۶۹.
  64. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۹۲۸و۹۲۹؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، دارالعلم، ج۱، ص۲۸۹.
  65. امام خمینی، تحریر الوسیلة، دارالعلم، ج۱، ص۲۹۸.
  66. امام خمینی، توضیح المسائل، ۱۴۲۶ق، ص۳۴۴.
  67. سیستانی، توضیح المسائل، ۱۳۹۳ش، ص۲۹۸-۲۹۹.
  68. یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۵۲۱.
  69. انصاریان، عرفان اسلامی، ۱۳۸۶ش، ج۶، ص۲۷۲.
  70. انصاریان، عرفان اسلامی، ۱۳۸۶ش، ج۶، ص۲۷۲.
  71. انصاریان، عرفان اسلامی، ۱۳۸۶ش، ج۶، ص۲۷۲.
  72. انصاریان، عرفان اسلامی، ۱۳۸۶ش، ج۶، ص۲۷۲.
  73. آمدی، غرر الحکم، ۱۴۱۰ق، ص۴۲۳.
  74. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۲۰، ص۲۹۹، ح۴۱۷.
  75. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۸۷.
  76. تمیمی آمدی، غررالحکم و دررالکلم، ۱۴۱۰ق، ص۴۲۳، ح۸۰.

سرچينې

  • ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، تحقیق محمدابوالفضل ابراهیم، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌شعبه، حسن بن علی، تحف العقول، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۳۶۳ش.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیلة، قم، دارالعلم، چاپ اول، بی‌تا.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، استفتائات، قم، دفتر نشر اسلامی، بی‌تا.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، توضیح المسائل(محشی)، تحقیق و تصحیح سیدمحمدحسین بنی‌هاشمی خمینی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ هشتم، ۱۴۲۴ق.
  • امام صادق (منسوب)، مصباح الشریعة، بیروت، اعلمی، چاپ اول، ۱۴۰۰ق.
  • انصاریان، حسین، عرفان اسلامی، قم، دارالعرفان، ۱۳۸۶ش.
  • پاینده، ابوالقاسم، نهج الفصاحه، قم، دارالعلم، ۱۳۸۷ش.
  • تمیمی آمدی، عبدالواحد بن محمد، غرر الحکم و درر الکلم، تصحیح سیدمهدی رجائی، قم، دارالکتاب الاسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
  • جوادی آملی، عبدالله، تفسیر تسنیم، قم، انتشارات اسراء چاپ سوم، ۱۳۸۹ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن‏، وسائل الشیعه، قم، مؤسسة آل البیت علیهم‌السلام‏، ۱۴۰۹ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن‏، هدایة الامة الی احکام الائمة، بنیاد پژوهش‌های اسلامی آستان قدس رضوی، ۱۴۱۲ق.
  • راوندی، قطب‌الدین، الدعوات، مدرسة الامام المهدی(عج)، ۱۳۶۶ش.
  • رضایی، علی، «روزه‌داری و سلامت از نگاه پزشکی»، پایگاه اطلاع رسانی حوزه، تاریخ بازدید: ۱۶ اردیبهشت ۱۳۹۹ش.
  • سوری لکی، حسین، «فلسفه وجوب روزه»، پاسدار اسلام، شماره ۲۲۸، آذر ۱۳۷۹ش.
  • صدوق، محمد بن علی، عیون أخبار الرضا(ع)، تحقیق مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
  • صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبائی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر نشر اسلامی.
  • طباطبائی، سید محمدحسین، تعالیم اسلام، با گردآوری هادی خسروشاهی، قم، انتشارات بوستان کتاب، ۱۳۸۷ش.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی(محشی) ج۱، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی(مُحَشّی) ج۳، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
  • طبرسی، حسن بن فضل، جوامع الجامع، تحقیق مؤسسه نشر اسلامی، قم، جامعه مدرسین.
  • طبرسی، حسن بن فضل، مکارم الاخلاق، قم، انتشارات شریف رضی، چاپ چهارم، ۱۴۱۲ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، الامالی، قم، دارالثقافه، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف بن مطهر، تذکرة الفقها، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر عیاشی، تصحیح سیدهاشم رسولی محلاتی، تهران، المکتبة العلمیة، چاپ اول، ۱۳۸۰ق.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر قمی، تصحیح طیب موسوی جزائری، قم، دارالکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
  • «کاهش ۵ تا ۳۳ درصدی جرایم در ماه رمضان»، پایگاه خبری آفتاب، تاریخ درج مطلب: ۲۶ تیر ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۱۶ اردیبهشت ۱۳۹۹ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب‏، الکافی، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مؤسسة دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مکتب اهل بیت علیهم‌السلام، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۸۵ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاءالتراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرایع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، قم، اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • مشکینی، علی، مصطلحات الفقه، تحقیق: حمید احمدی جلفایی، قم، مؤسسه علمی و فرهنگی دارالحدیث، ۱۳۹۲ش/۱۴۳۴ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، داراحیاءالتراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.
  • «نظر مراجع عظام تقلید پیرامون روزه‌داری با ضعف جسمانی»، خبرگزاری رسمی حوزه، تاریخ درج مطلب: ۱۶ تیر ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۱۶ اردیبهشت ۱۳۹۹ش.
  • «نقش روزه در تعالی انسان از منظر عرفان اسلامی»، سایت خبرگزاری شبستان، تاریخ انتشار: ۷ اردیبهشت ۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید: ۱۲ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
  • نوری، میرزاحسین، مستدرک الوسائل، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۸ق.
  • یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ یعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.
  • «Fasting», Encyclopedia Iranica، تاریخ بازدید: ۱۶ اردیبهشت ۱۳۹۹ش.

بهرنۍ لینکونه