شوذب

د wikishia لخوا
د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

شَوذَب مولی شاکر د کربلا له شهیدانو او د مسلم بن عقیل لیک یې امام حسین(ع) ته راوړی و. هغه د امام حسین(ع) له کاروان سره له مکې څخه کربلا ته راغی. هغه د حنظله بن اسد شبامي له شهادته وروسته د عاشورا په ورځ شهید شو. د هغه نوم د رجب په میاشت کې د امام حسین(ع) په زیارتونو او د کربلا د شهیدانو په زیارتونو کې یاد شوی دی.

د شاکر قبیلې متحد

په تاریخي او رجالي سرچینو کې شوذب د مولي شاکر په کلمه یاد شوی دی.[۱] د محدث نوري په وینا شاکر په یمن کې یوه قبيله وه او د همدان له قبیلې څخه وه چې نسب یې شاکر بن ربیعه بن مالک ته رسیده، شوذب مولی (نَزیل یا متحد) [یادونه 1] د عابس قبیله وه نه دا چې د عابس غلام و.[۲] خو محمد مهدي شمس الدین په انصار الحسین[۳] کې هغه د شاکر بن عبدالله همداني شاکري غلام یاد کړی او ملا حسین واعظ کاشفي[۴] هغه د عابس بن ابی شبیب شاکری غلام بللی دی. محدث قمي په نفس المهموم کې وايي چې ښايي د شوذب مقام عابس له مقامه لوړ وي؛ ځکه چې د هغه په اړه ویل شوي دي: شوذب د شیعه مکتب له مخکښانو څخه و.[۵] د محمد بن طاهر سماوی په وینا هغه د شیعو له بزرګانو او د حدیثونو له حافظانو څخه و او له امام علی(ع) څخه به یې حدیثونه نقلول.[۶]

د کربلا په پېښه کې شهادت

شوذب د عابس بن ابی شبیب شاکری سره یو ځای د مسلم بن عقیل لیک له کوفې څخه مکې ته راوړ او امام حسین(ع) ته یې وسپاره او له مکې څخه له امام سره کربلا ته راغی[۷] او د عاشورا په ورځ له حنظله بن اسد شبامي وروسته شهید شو.[۸] په سرچینو کې راغلي دي چې هغه له عابس سره خبرې اترې کړې وې چې له عابس څخه مخکې د هغه د میدان ته تګ او د امام حسین(ع) دفاع ته اشاره کوي.[۹]

د امام حسین علیه السلام د رجبیه په زیارت کې چې په کې د کربلا د شهیدانو نامې راغلي دي دې عبارت «السَّلَامُ عَلَی سُوَیدٍ مَوْلَی شَاکر» سره سلام شوی دی.[۱۰] همدارنګ په زیارت الشهدا کې هم هغه د شوذب مولی شاکر په نامې سلام شوی دی.[۱۱]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. مثال په توګه وګورئ: طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۴۳؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۰۵؛ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۱۰۱.
  2. نوری، لؤلؤ و مرجان، ۱۳۸۸ش، ص۲۲۲.
  3. شمس‌الدین، انصار الحسین، ۱۴۰۷ق، ص۷۹.
  4. کاشفی، روضة الشهداء، کتابفروشی اسلامی، ص۳۰۶.
  5. قمی، نفس المهموم، الناشر : المكتبة الحيدرية‌، ص۵۷۴.
  6. سماوی، ابصار‌العین، ۱۳۸۴ش، ص۱۱۷.
  7. سماوی، ابصارالعین، ۱۳۸۴ش، ص۱۱۷.
  8. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۰۵؛ ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ش، ج۴، ص۷۳.
  9. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ص۴۴۳-۴۴۴.
  10. ابن طاووس، اقبال الاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۳۴۶.
  11. ابن طاووس، الاقبال الاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۷۹.

سرچينې

  • ابن اثیر، علی بن ابی‌کرم، الکامل فی التاریخ، بیروت، دارصادر، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م.
  • ابن طاووس، سید علی بن موسی، إقبال‎الأعمال، تصحیح جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۳۷۶ش.
  • سماوی، محمد بن طاهر، ابصارالعین فی انصارالحسین، تحقیق محمدجعفر طبسی، قم، زمزم هدایت، ۱۳۸۴ش.
  • شمس‌الدین، محمدمهدی، انصارالحسین، مؤسسه‌البعثه، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الإرشاد فی معرفة حجج‌الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، تصحیح جواد قیومی اصفهانی، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۳۷۳ش.
  • قمی، عباس، نفس المهموم في مصيبة سيدنا الحسين المظلوم و يليه نفثة المصدور فيما يتجدد به حزن العاشور، الناشر : المكتبة الحيدرية‌، بی تا، بی جا.
  • نوری، میرزاحسین، لؤلؤ و مرجان در شرط اول پله و دوم روضه‌خوانان، تهران، آفاق، ۱۳۸۸ش.