صحف
صُحُف، هغه هرڅه ته ویل کیږي چې د خدای معارف، حکمونه او آیتونو پکې لیکل شوي وي. په قرآن او روایاتو کې، د پیغمبرانو کتابونو په عمومی ډول او ځینې ځانګړي کتابونه لکه قرآن او د ابراهیم کتاب ته صحف کلمې کارول شوی دي، صحف د اعمالو نامې (کرنلیک) په توګه هم کارول شوې ده.
معنا
حسن مصطفوي، مفسر او لغت پوه (۱۳۳۴-۱۴۲۶ق) د التحقیق په کتاب کې لیکلی دی؛ «صُحُف» په اصطلاح کې هغه هرڅه ده چې پکې د الهی معارفو، احکامو او د پیغمبرانو پر باندې نازل شوې آیتونو لیکل شوي وي. د دې صحف توګه او جنسیت د مختلف وختونو سره توپیر لري: ځینې وختونه لرګي، ځینې وختونه رنګ شوي پوسټکي، ځینې وختونه کاغذ او...و.[۱]
صحف د «صحیفه» ټکې جمعه ده[۲] په لغت هره پراخه شی ته په معنا[۳] یا هغه څه ته ویل کیږي چې پکې لیکل کیږي[۴].
آسماني کتابونه
د طاها په سوره کې د ۱۳۳ آیت خدای هغه کتابونه چې پیغمبرانو ته نازل شوي د «صحف» ټکې سره یادونې کړیدي.[۵]
همداسې د مدثر سورې په ۲۵ آیت کې راغلی ده: «هغوی، هرڅوک تمه لري چې هغه ته یو جلا او پرانیزی صحف، لیږل شي.» مفسرینو پدې آیت کې د «صحف» موخه په پام کې نیولی چې د آسماني کتاب وي.[۶]
په قرآن کې، د ابراهیم(ع) کتاب او د موسی(ع) کتاب د «صحف» په ټکو سره ذکر شوي دی «صُحُفِ إِبْراهیمَ وَ مُوسى»[۷] چې مفسرین د «صحف موسى» موخه ورته تورات ګني او هم باور لري چی «صحف ابراهیم» هغه کتاب ته اشاره کوي چې ابراهیم ته نازل شوی دی.[۸] په روایاتو کې د حضرت آدم[۹]، شیث[۱۰] او ادریس[۱۱] له کتابونو څخه صحف ټکیې ته یادونې شوی دی.
مفسرین پدې باور دي چې د عبس سوری په ۱۳ آیت کې او د بیّنه سوری په ۲ آیت کې د «صحف» کلمې موخه قرآن دی.[۱۲]
د اعمالو لیک
د مفسرانو په وینا؛ د «وَ إِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ؛ او کله چې د عمل لیکونه خلاص شي.» آیت[۱۳] د انساني کړنو لیک د صحف په تعبیر سره یاده شوی دی[۱۴] په یوه روایت کې، امام رضا(ع) هم د انسان له کرنلیک څخه د صحف په ټکې سره یادونې کړه.[۱۵]
فوټ نوټ
- ↑ مصطفوی، التحقیق، ۱۳۶۰ش، ج۶، ص۱۹۸.
- ↑ قرشی، قاموس قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۱۱۰.
- ↑ قرشی، قاموس قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۱۱۱.
- ↑ ابنمنظور، لسانالعرب، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۱۸۶.
- ↑ فیض کاشانی، تفسیر الصافی،۱۴۱۵ق، ج۳، ص۳۲۸.
- ↑ فضلالله، تفسیر من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۲۳، ص۲۲۸.
- ↑ سوره اعلی، آیه۱۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۲، ص۵۵۵؛ طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۹، ص۴۵.
- ↑ طیب، اطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۱، ص۲۴۹.
- ↑ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۶، ص۳۴۱.
- ↑ ملاحویش آل غازی، بیان المعانی، ۱۳۸۲ق، ج۵، ص۱۶۷.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۶۶۵؛ مغنیه، تفسیر الكاشف، ۱۴۲۴ق، ج۷، ص۵۹۴.
- ↑ سوره تکویر، آیه۱۰.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، داراحیاء التراث، ج۱۰، ص۲۸۳.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۲۶.
سرچينې
- ابنمنظور، محمد بن مکرم، لسانالعرب، بیروت، دارصادر، چاپ سوم، ۱۴۱۴ق.
- سیوطی، جلالالدین، الدر المنثور فی تفسیر المأثور، قم، کتابخانه آیة الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، با مقدمه: شیخ آقابزرگ تهرانی، تحقیق: قصیرعاملی، احمد، بیروت، داراحیاء التراث العربی، بیتا.
- طباطبائی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه: محمد جواد بلاغی، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
- طیب، سیدعبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
- فضلالله، سید محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، دارالملاک للطباعة و النشر، بیروت، چاپ دوم، ۱۴۱۹ق.
- فیض کاشانی، ملامحسن، تفسیر الصافی، تحقیق: حسین اعلمی، تهران، انتشارات الصدر، چاپ دوم، ۱۴۱۵ق.
- قرشی، سید علیاکبر، قاموس قرآن، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ ششم، ۱۳۷۱ش.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، محقق و مصحح: سید طیب موسوی جزائری، قم، دارالکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
- مصطفوی، حسن، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، تهران، بنگاه ترجمه و نشر کتاب، ۱۳۶۰ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
- ملاحویش آل غازی، عبدالقادر، بیان المعانی، دمشق، مطبعة الترقی، چاپ اول، ۱۳۸۲ق.