عذیب الهجانات

د wikishia لخوا

عُذَیبُ الهِجانات، کوفې ته نږدې منزل دی. د کربلا په پیښه کې امام حسین(ع) او ملګري یې د ۶۰ هجري قمري کال د ذی الحجې په ۲۸ نیټه هلته پاتې شول. په عذیب الهجانات کې د طرماح بن عدي په لارښوونې څلور کوفيان له امام سره يو ځای شول. هغوی د قیس بن مسهر صیداوي د شهادت خبر او د کوفې د حالاتو راپور امام ته وړاندې کړ. طرماح په دغه منزل کښې د امام او د هغه د ملګرو د شهادت خبر واورېد.

مقام او د نومولو سبب



عذیب الهجانات له مکې څخه کوفې ته پر لاره له قادسیه څخه څلور میله او له مغیثه څخه په دېرش میله واټن کې موقعیت لري. دا سيمه د بني تميم ده.[۱]

عذیب مُصغّر د عذب معنا د خوږو اوبو ده.[۲] د هجنات د هجان جمع ده او معنی یې غوره او شریف اوښ دی، دا ځای د نعمان د اوښانو څړځای و او له دغو اوښانو په نامه مشهور شو.[۳]

پیښې

امام حسين(ع) او ملګري يې په ٢٨ ذوالحجې ٦٠ هجري کښې په دغه منزل کښې پاتې شول. په دغه کور کې امام ته د قیس بن مسهر صیداوي د شهادت خبر راورسید.[۴] له عذیب وروسته لاره د قادسیه او حره څخه کوفې ته ځي، خو امام حسین د حر بن یزید ریاحي په مجبوریت د قصر بني مقاتل په لور لاره بدله کړه.[۵]

په عذیب الهجانات کې نافع بن هلال، مجمع بن عبد الله عائذي، عمرو بن خالد صیداوي د طرماح بن عدي په لارښوونه له امام حسين سره يو ځای شول.[۶] حر د هغوي د نيولو او يا بيرته ستنولو اراده لرله، خو امام يې مخه ونيوله. دوي د کوفې د حالاتو د خرابیدو، د قیس بن مسهر صیداوي د وژل کیدو او له امام سره د مقابلې لپاره د لوی لښکر د تیاریدو خبر ورکړ.[۷] مجمع بن عبدالله عائذي وویل:

د کوفې مشران او بزرګان د هغو رشوتونو له امله چې اخیستی یې دي، ستا په خلاف شوي دي، د ټولو خلکو زړونه له تاسو سره دي، خو تورې یې ستاسو پر ضد دي.[۸]

په دغه منزل کښې د امام حسین(ع) او طرماح ترمېنځ خبرې اترې وشوې.[۹] طرماح هغه ته ځینې وړاندیزونه وکړل چې هغه ونه منل شول. طرماح د امام د شهادت خبر له سماعة بن بدر څخه په دغه منزل کې او يا دې ته نږدې ځای کې واورېد.[۱۰]

سید ابن طاووس ويلي دي چې په عذیب هجانات کې حر ته د ابن زياد خط راورسید چې د سختۍ کولو امر يې کړی و.[۱۱] ځينو تاريخي منابعو ويلي دي چې حر ته د ابن زياد خط په نینوا کې رسېدلی دی.[۱۲]

فوټ نوټ

  1. حموی، معجم‌البلدان، ۱۹۹۵م، ج۴، ص۹۲.
  2. حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۴، ص۹۲.
  3. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۴۹؛ وګورئ: طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۰۴.
  4. بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۱۷۲؛ ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۵۰.
  5. جعفریان، اطلس شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۶۶، نقشه شماره۳۵.
  6. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۴۹؛ بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۱۷۲؛ ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۷۳.
  7. رجوع کنید به: بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۱۷۲؛ ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۵۰.
  8. ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۷۴؛ ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۴۹.
  9. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۵۰؛ بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۱۷۳؛ ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۷۴.
  10. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۰۷؛ ابن‌مسکویه، تجارب‌الامم، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۶۷.
  11. ابن طاوس، اللهوف، ۱۳۴۸ق، ص۷۸.
  12. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۰۸؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۸۳.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علی بن ابی‌کرم، الکامل فی التاریخ، بیروت، دارصادر- داربیروت، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م.
  • ابن‌طاوس، سید علی بن موسی، اللهوف، تهران، انتشارات جهان، ۱۳۴۸ق.
  • ابن‌کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
  • ابن‌مسکویه، ابوعلی رازی، تجارب الأمم، تحقیق ابوالقاسم امامی، تهران، سروش، ۱۳۷۹ش.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، جمل من انساب الأشراف، تحقیق سهیل زکار و ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۷ق/۱۹۹۶م.
  • جعفریان، رسول، اطلس شیعه، تهران، انتشارات سازمان جغرافیایی نیروهای مسلح، ۱۳۸۷ش.
  • حموی بغدادی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دارصادر، ۱۹۹۵م.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الإرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.